د «ډیجیتلي خوندیتوب صندوق» په اړه
فهرست
... فهرست ...د ډیجیتلي خوندیتوب صندوق د «فرانت لاین دیفندرز بنسټ» Front Line Defenders اړوند پروژه ده.
Created in 2005 (as NGO in a Box - Security edition) in collaboration with Tactical Technology Collective and then renamed to its current title in 2009, it was significantly overhauled by Front Line Defenders in 2021 and is undergoing a continuous update process.
د ډیجیتلي خوندیتوب صندوق موخه په نړیواله کچه د بشر حقونو د هغو مدافعینو د مرستې لپاره جوړه شوې چې خپل کار له امله یي ژوند له ګواښ سره مخ وي. یاده پروژه په نړیواله کچه د ډیجیټلي خوندیتوب او محرمیت ساتنې لپاره د یوې کره او باوري سرچینې په توګه پېژندل شوې ده.
ډیجیتلي خوندیتوب صندوق وړیا او د پرانیستې سرچینې یوه وسیله ده؛ او د «ګیټ-لب» Gitlab.com وېب پاڼې له لارې د لاسرسي وړ ده.
که غواړئ خپل نظر یا وړاندیز مونږ سره شریک کړئ او یا د دغې پروژې په لازیاته پراختیا کې ونډه واخلئ، نو مهرباني وکړئ پر ګېټ-لب وېب پاڼې د «ډیجیتلي خوندیتوب صندوق» پروژې اړوند the instructions in the Readme file of the SiaB project on Gitlab فایل کې لارښوونې درسره ګام پر ګام تعقیب کړئ.
ډیجیتلي خوندیتوب صندوق ته خوندي لاسرسی
که غواړئ ډیجیتلي خوندیتوب صندوق ته د Tor Browser«تور براوزر» له لارې داسې لاسرسی ولرئ چې ستاسو نوم او یا د پېژندنې نور مالومات بل چاته مالوم نه شي نو ، دا لاندې «آنیون خدمتونو» onion serviceلینک کېکاږئ:
http://lxjacvxrozjlxd7pqced7dyefnbityrwqjosuuaqponlg3v7esifrzad.onion/en/
د «فرانټ لاین دیفندرز » ( Front Line Defenders) بنسټ په اړه
فرانټ لاین دیفندرز بنسټ په ځانګړې توګه د هغو کسانو د ساتنې لپاره جوړ شوی، چې د بشر حقونو په نړیواله اعلامیه کې ذکر شویو یو یا څو بشر حقونو د پلي کېدو لپاره په سوله ییزه بڼه هلې ځلې کوي او له همدې کبله له ګواښ سره مخ دي. دا بنسټ هڅه کوي د بشر حقونو د مدافعینو اړتیاوو ته ځواب ووايي، چې په دې کې د دوی ملاتړ، روزل، دوی لپاره اړیکې جوړول او هغو نړیوالو ادارو ته د دوی د لاسرسي زمینه برابرول شامل دي چې د بشر حقونو د مدافعینو په استازولۍ اقدام کولی شي.
تمویلوونکي
د «ډیجیتلي خوندیتوب صندوق» پروژه د لاندې بنسټونو په مالي ملاتړ رامنځته شوې ده: Hivos، Internews، Sida، Oak Foundation، Sigrid Rausing Fund Ford Foundation، AJWS، Open Society Foundations او EIDHR.
دا وېب پاڼه د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ جوړه شوې، خو د منځپانګې یا خپرېدونکو مطالبو مسؤلیت یې د فرانټ لاین دیفندرز په غاړه دی او لزوماً د اروپایي ټولنې نظریات نه څرګندوي.
جواز
دغه کار ته د Creative Commons Attribution-Share Alike 4.0 Unported License جوازلیک د احکامو په رڼا کې جواز ورکړل شوی. موږ په کلکه د «ډیجیتلي خوندیتوب صندوق» د موادو له بیاځلي کارونې ملاتړ کوو.