خپله iOS وسیله خوندي کړئ

Updated30 May 2024

Table of Contents

...Loading Table of Contents...

    که iPhone یا iPad کاروئ، شاید اورېدلي مو وي چې دا وسایل خوندي دي. خو دا خبره تل ریښتیا نه‌وي. د وسیلې خوندیتوب مو د دې وسیلې د کارولو په طریقې او د سافټویر کیفیت پورې تړلي دي او هر وخت یې نیمګړتیاوې موندل کېدی شي. که غواړئ خپله وسیله خوندي کړئ؛ په دې لارښود کې راغلې سپارښتنې تعقیب کړئ. همدارنګه کله نا کله خپل تنظیمات وڅارئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې کوم څه خو به بدل شوي نه‌وي.

    د خپلې وسیلې د عملیاتي سیسټم (آپېرېټېنګ سیستم) وروستۍ نسخه وکاروئ

    یادونې

    • د iOS ابډېټ لارښود دا سپارښتنه کوي، چې خپلې وسیلې له څو طریقو (د iCloud، په ګډون چې د Apple سرورونه کاروي) بک‌اپ کړئ. د دې لپاره، چې کومه طریقه خوندي ده، او د ګواښونو په پام کې نیولو سره پرېکړه وکړئ. عموماً، د دې چارې لپاره موږ سپارښتنه کوو چې خپل ټېلفون یا ټابلیټ په خپل کمپیوټر ته بک‌اپ کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    په ورځني ډول مو د وسایلو او اپلیکیشنونو په کوډ کې نوې نیمګړتیاوې موندل کېږي. بریدګر ممکن ستاسو وسیلو ته د لاسرسي لپاره له دې نیمګړتیاوو ګټه واخلي. خو سافټویر جوړوونکي په منظم ډول دا نیمګړتیاوې حلوي. له همدې امله دا خورا مهمه ده چې د خپلې وسیلې لپاره تازه نسخه وکاروئ او وسیله ابډېټ کړئ. سپارښتنه کوو، چې خپله وسیله د اتومات ابډېټ لپاره تنظیم کړئ، ترڅو دا کار هېر نه‌کړئ.

    د Lockdown Mode فعالول

    که iPhone، iPad یا کومه بله iOS وسیله کاروئ، سپارښتنه کوو چې Lockdown Mode فعال کړئ. ډېر احتمال لري چې د وسیلې په کارولو کې کوم خاص توپیر ونه‌وینئ؛ خو ستاسو خوندیتوب به خورا ښه شي.

    ولې دا سپارښتنه کوو

    Lockdown Modeد پرمختللو مالویرونو لکه Pegasus لخوا د بریدونو میکانیزم محدودوي. دا ځانګړتیاوې باید د ټولو لپاره شتون ولري او د عملیاتي سیسټم یوه معیاري برخه وګرځي.

    د باور وړ سرچینو څخه اپلیکیشنونه وکاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    د آپل اړوند App Store د iOS وسیلو لپاره رسمي اپلیکیشن سټور دی. دا ځانګړتیا تاسو ته اجازه درکوي چې په اسانۍ سره اپلیکیشنونه ومومئ او نصب کړئ، او Apple ته هم اسانه کوي چې د اپلیکیشنونو امنیت وڅاري. یوازې له App Store څخه اپلیکیشنونه نصب کړئ.

    کله نا کله، یو شمېر هېوادونه د ټیکنالوژۍ له شرکتونو د اپلیکیشنونو د بندولو غوښتنه کوي. که داسې پېښه وشي، ممکن ملګري مو وهڅوي چې خپله وسیله Jailbreak کړئ؛ ترڅو بند اپلیکیشنونه نصب کړئ. په حقیقت کې، Jailbreak ته اړتیا نشته که د خپل هېواد د سانسور مخنیوي لپاره بدیلې لارې وکاروئ.

    هغه اپلیکیشنونه لرې کړئ چې اړتیا ورته نه لرئ او نه یې کاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    د وسیلې او اپلیکیشنونو په کوډ کې مو هره ورځ نوې نیمګړتیاوې موندل کېږي. بریدګر ممکن له دې نیمګړتیاوو ګټه واخلي ترڅو مو وسیلو ته لاسرسی پیدا کړي. هغه اپلیکیشنونه چې کاروئ یې، نه لرې کول یې درسره مرسته کوي چې زیان‌رسوونکي اپلیکیشنونه محدود کړئ. سربېره پر دې، نه کارول شوي اپلیکیشنونه ممکن د ځای په څېر ستاسې معلومات نورو ته ولېږي، هغه څه چې تاسو یې نه‌غواړئ.

    هغه اپلیکیشنونه وکاروئ چې د محرمو مالوماتو ساټلو لپاره آسانتیاوې لري

    ولې دا سپارښتنه کوو

    iPhones او iPads د Safari یا Mail په څېر جوړ شوی سافټویر لري چې د privacy او د security issues تاریخچه لري. د دې پر ځای، د خوندیتوب ملګري اپلیکیشنونه وکاروئ ترڅو وېب ته لاړ شئ، ایمیل ولولئ او نور ډېر څه ترسره کړئ.

    که ممکنه وي، د ټولنیزو رسنیو اپلیکیشنونه له کارولو څخه ډډه وکړئ

    • پر ځای یې، ټولنیزو رسنیو یا نورو وېبپاڼو ته د براوزر له لارې لاړ شئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    د ټولنیزو رسنیو اپلیکیشنونه مو ممکن ډېری معلومات شریکه کړي، لکه د تلیفون ID، تلیفون شمېره او هغه وایفای شبکې چې تاسې ورته وصلېږئ. د ټولنیز رسنیو ځینې اپلیکیشنونه له اړتیا ډېر معلومات راټولوي؛ نو له همدې کله دا خدمتونه د Firefox په څېر په خوندي ډول د خوندي براوزر له لارې وکاروئ.

    د اپلیکیشن اجازه‌لیکونه دقیق ولولئ

    ټول اجازه‌لیکونه یو-یو ولولئ؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ، چې یوازې د کارېدونکو اپلیکیشنونو لپاره فعال وي. لاندې اجازه‌لیکونه باید د هغو اپلیکیشنونو لپاره بند شي چې نه یې کاروئ یا هغه اپلیکیشنونه، چې تاسو یې نه پېژنئ:

    ولې دا سپارښتنه کوو

    هغه اپلیکیشنونه، چې حساسو معلوماتو لکه ځای، مایکروفون، یا کېمرې ته لاسرسی لري، ممکن دا معلومات افشا یا د بریدګرو لخوا وکارول شي. نو که یو اپلیکیشن ځای، مایکروفون یا کېمرې ته اړتیا ونه لري، اجازه‌لیکونه یې بند کړئ.

    موقعیت (لوکشن) ښودلو اړوند خدمات غیرفعال کړئ او تاریخچه پاکه کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل مو د موقعیت په اړه معلومات ثبتوي، لکه د GPS، د موبایل برجونه (towers) او وایفای شبکې. که مو وسیله فزیکي موقعیت ثبتوي، نو یو څوک کولی شي ستاسې موقعیت وڅاري یا د ملکیت په اړه دا ثبت شوي معلومات د دې لپاره وکاروي، چې وښیي تاسې په ځانګړو ځایونو کې له ځانګړو کسانو سره وئ.

    له وسیلې سره تړلي اکاونټونه خوندي کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل د iPad، Apple Watch، macOS لپټاپ او Apple TV د Apple ID له حسابونو سره تړلي وي. په یو وخت کې ممکن یو کس ستاسې له یو څخه زیاتو وسایلو (ستاسې ټېلفون، لپټاپ او ممکن ټلوېزیون ته مو) ننوتلی وي. که نور څوک مو له اجازې پرته حسابونو ته لاسرسی ولري، په دې برخه کې ذکر شوي ګامونه به د دې ستونزې په حل کې مرسته درسره وکړي:

    د وسیلې؛ اکاونټونو یا معلوماتو ته د لاسرسي اجازې غیرفعاله کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیلې، حسابونو یا معلوماتو ته د نورو کسانو لاسرسی نه‌غواړئ، نو غوره ده چې هېڅ اضافي "دروازه" پرانیستې پرې نه‌ږدئ. همدارنګه، پورته ذکر شوي ګامونه ښيي چې څوک مو له اجازې پرته وسیله، حساب یا معلومات کاروي

    خپل سکرین د کلپ او غیرمتحرک (سلیپ-sleep) حالت ته تنظیم کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله غلا یا ضبط شي، یو پیاوړی سکرین قلف به د خوندیتوب یو پوړ درته برابر کړي. په ځانګړي توګه د اوږده پاسفریز کارول دا ستونزه حلوي چې څوک مو وسیله د لنډ PIN یا پاسورډ په اټکل سره پرانیزي.

    غیر له پاسفیرز څخه مونږ بل د لاګېن (اکاونټ ته د ننوتلو) آپشن سپارښتنه نه کوو. که ونیول شئ یا مو پلټنه وشي، کېدای شي د جبر له لارې غوښتنه درنه وشي چې وسیله مو د ګوتې نښان په مرسته پرانیزئ.

    ځکه خو مونږ د اوږد پاسفریز استعمال بهتره ګڼو.

    تاسو یې وټاکئ چې کوم شیان باید په قلف شوي سکرین کې د ښکارېدو وړ وي

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله ضبط یا غلا شي، یو قوي سکرین لاک یې خوندیتوب برابروي. خو که د کلپ شوي سکرین خبرتیاوې فعالې وي، هر څوک مو چې وسیله ترلاسه کړي، کولای شي د پیغامونو یا ایمیلونو له لارې شخصي معلومات وګوري.

    غږیز کنټرول (وایس کنټرول) غیر فعال کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله داسې تنظیم کړئ، چې تاسې ورته د کنټرول لپاره خبرې وکړئ، نو ممکنه ده چې بل څوک مو په وسیله کې داسې کوډ نصب کړي چې خبرې مو واوري.

    که مو وسیله د غږیز کنټرول لپاره تنظیم شوې وي، ممکن یو څوک مو په وسیله کې داسې کوډ نصب کړي، چې ستاسو خبرې ثبت کړي: د غږیز تقلید خطر هم شته؛ یو څوک مو غږ ثبتولی شي او ستاسې په وسیله کې یې له اجازې پرته کنټرولولی شي.

    که کوم عذر ولرئ، چې لیکل یا د لاسي کنټرول کارول درته ستونزمن وي؛ نو ممکن د غږیز کنټرول کارولو ته اړتیا ولرئ. دا برخه درته دا لارښوونې وړاندې کوي، چې څنګه یې په خوندي ډول تنظیم کړئ. خو که کوم عذر ونه‌لرئ او بیا هم غږیز کنټرول فعال ساتئ؛ نو دا به خورا خوندي وي چې بند یې کړئ.

    د فزیکي خوندیتوب فلټر وکاروئ، ترڅو مو بل څوک سکرین ونه ویني

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وخت فکر کوو، چې په ډیجیټلي خوندیتوب بریدونه تخنیکي اړخونه لري، خو ممکنه ده چې د بشر حقونو ځینو مدافعینو خپل معلومات له لاسه ورکړي وي؛ ځکه چې بل چا یې سکرین له شا څخه لیدلی یا یې امنیتي کېمرې استعمال کړې دي. د خوندیتوب فلټر کارول د دې ډول بریدونو، چې "شولډر سرفینګ" ورته وایي، د بریا امکانات کموي. د خوندیتوب فلټرونه باید په هغو پلورنځیو کې شتون ولري، چې د وسیلو لپاره مو نور وسایل وړاندې کوي.

    د کېمرې پوښ وکاروئ

    • لومړۍ کار دا دی چې وګورئ که ستاسو الکترونیکي وسیله کېمره لري، او که لري یې نو کېمره یې چېرته لګول شوي ده. کېدای شي چې ستاسو سمارټ فون څو کېمرې ولري.
    • کېمره لپاره یو ساده پوښ جوړ کړئ: په کېمره باندې یو کوچنی چسپ لرونکې پټۍ ولګوئ او کله چې ورته اړتیا لرئ، لرې یې کړئ. پټۍ د سټیکر په پرتله غوره ده؛ ځکه چې منځنۍ برخه یې چسپ نه لري، او لینز مو نه خرابوي.
    • بله طریقه به دا وي چې، د خپل غوره پلورنځي څخه د خپل وسیلې ماډل او "د ویب کام محرمیت پوښ یا نازک سلایډ" په اړه پلټنه وکړئ ترڅو د خپل ټیلفون یا ټابلیټ لپاره تر ټولو مناسب سلایدینګ (ښوویونکی) پوښ ومومئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    زیان رسوونکی سافټویر کولای شي، په وسیله کې مو کېمره فعاله کړي، ترڅو تاسې او شاوخوا خلک وویني، یا پرته له دې، چې پرې خبر شئ؛ ځای مو وپېژني.

    هغه اړیکې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ

    • د شپې له خوا خپلې الکترونیکي وسیلې په بشپړ ډول بندې کړئ.
    • دا مو عادت وګرځوئ، چې وای‌فای، بلوتوث یا د شبکې شریکولو خدمات بند وساتئ او یوازې هغه مهال یې فعال کړئ، چې اړتیا مو ورته وي.
    • د «الوتکې حالت» (Airplane mode) ستاسو په موبایل کې د اړیکو بندولو یوه ګړندی لاره ده. باید زده کړئ چې څنګه په Airplane mode کې یوازې وای فای او بلوتوث فعال وساتئ، ترڅو یوازې هغه خدمتونه وکاروئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ.
      • د وای-فای او بلوتوبلوتوث خاموش کولو په موخه د Airplane mode فعاله کړئ.
      • د Airplane mode کارولو اړوند د آپل لارښود ولولئ تر څو پوه شئ چې څنګه کولای شو چې هم Airplane mode او هم وای-فای او بلوتوث فعال وساتو.
    • کله چې وای‌فای او بلوتوت نه کاروئ، غیر فعال یې کړئ. دا کار د تنظیماتو له لارې وکړئ، نه د کنټرول مرکز (Control Center) له لارې؛ ځکه چې کنټرول مرکز یوازې له اوس‌مهال تړلو بلوتوت وسایلو یا وای‌فای شبکو سره اړیکه پرې کوي، بلوتوت یا وای‌فای په بشپړ ډول نه بندوي.
    • کله چې Personal Hotspot (شخصي هاټ‌سپاټ) نه‌کاروئ، بند یې کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    ټولې بې‌سیمه اړیکې، لکه وای‌فای، NFC یا بلوتوث، ممکن د بریدګرو لخوا د شبکو د کمزورو ځایونو د غلطې کارونې لپاره وکارول شي.

    کله چې وای‌فای یا بلوتوث فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي، چې هغه شبکې یا وسایل پیدا کړي، چې مخکې ورسره نښلېدلي یاست. دا ډول فعالیت کولای شي ستاسې وسیله د بریدګرو لپاره د هدف په توګه اسانه کړي.

    د دې دلیل لپاره، غوره ده چې وای‌فای او بلوتوث یوازې هغه مهال فعال کړئ، چې اړتیا ورته ولرئ. دا کار هغه وخت را کموي، چې بریدګر یې ستاسې د وسیلې د زیانمنولو لپاره کارولی شي.

    الکترونیکي وسیله کې مو د وای فای ثبت شوې شبکې پاکې کړئ

    • د شبکې نومونه او پاسورډونه مو د وسیلې د خوندي شوو شبکو پر ځای په خپل password manager کې وساتئ.
    • که مو د وای‌فای شبکې نومونه او پاسورډونه په وسیله کې خوندي کړي، دا مو عادت وګرځوئ، چې هغه شبکې پاکې کړئ چې نور یې نه کاروئ او "Auto-Join" غیر فعال کړئ. د دې چارې لپاره iOS وسایلو کې د وای‌فای شبکو هېرولو اړوند د آپل لارښود ته مراجعه وکړئ.
    • د شبکې تنظیمات مو په بشپړ ډول بیاځلي تنظیم/ ریسیټ کړئ؛ ترڅو ټول خوندي شوي وای‌فای شبکې او بلوتوت وسایل پاک شي. د شبکې تنظیماتو د بیا تنظیمولو لپاره د iPhone تنظیمات د ډیفالټ حالت ته ریسیټ کړئ ته مراجعه وکړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    کله چې وای‌فای فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي چې پخوانۍ شبکې پیدا کړي او ورته ونښلول شي. دا کړنه د وسایلو د پېژندنې د ځانګړې نښې په څېر ده، چې ممکن نږدې کسانو ته مو د وسیلې هدف ټاکل اسانه کړي. د دې خطر د مخنیوي لپاره، خپل ثبت شوې وای‌فای شبکې پاکې کړئ او وسیله داسې تنظیم کړئ چې ټولې شبکې په دوامداره توګه ونه لټوي. که هکر تاسو سره نږدي ناست وي، هغه کولی شي چې ستاسو الکترونیکي وسیله وپېژني او ځانګړنه یې داده چې تاسو به یو یا څو ځله د کور او دفتر انترنت سره خپله وسیله وصل کړي وي، او نوموړی هکر به وتوانیږي چې ستاسو د بایومیټریک نښې ته لارسری پیدا او ستاسو الکترونیکي وسیلي ته ننوځي.

    د دې لپاره ستاسو الکترونیکي وسیله له انترنیټ له لارې و نه پېژندل شي نو په وسیله کې مو ثبت شوي وای فای شبکې پاکې کړئ او خپله وسیلې سېټېنګ داسې اعیار کړئ چې په اتومات ډول د وای فای شبکې و نه پېژني. په دې توګه ستاسو وسیله به په آسانۍ سره هرې وای افی شبکې سره نه نښلیږي بلکه له هغو شبکو سره د نښلېدو آپشن درکوي چې په پسورد منیژر کې له مخه ثبت شوي وي.

    هغه شریکونې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل دا امکان لري، چې فایلونه او خدمتونه له نږدې کسانو سره شریک کړي. که دا فیچر د اړتیا پرته فعال وي، زیان رسوونکي افراد مو وسیله د ناوړه کارونې لپاره هدف ګرځولی شي.

    د لوړې کچې سپارښتنه: معلومه کړئ چې آیا وسیله مو له اجازې پرته د بل چا لخوا کارول شوې ده (ساده فورنسیک)

    لاندې چک‌لېستونو کې ورکړل شوي لارښوونې تعقیب کړئ:

    ولې دا سپارښتنه کوو

    تل دا معلومول اسانه نه وي، چې آیا وسیلې، فایلونو یا اړیکو ته مو بل چا لاسرسی پیدا کړی که نه. دا چک‌لسټونه به د وسیلې د امنیت په ارزونه کې درسره مرسته وکړي.

    نورې سرچینې