د خپلې انترنېټي اړیکې او ارتباطاتو اړوند د پېژندنې نښې پټې کړئ

اپډېټ شوی دی 17 September 2024

فهرست

... فهرست ...

    ”انکرېپشن او د آنلاین اړیکو پټول، د آنلاین خوندیتوب هغه مخکښې تګلارې دي چې د افرادو محرمیت خوندي ساتي، او دوی ته دا ځواک ورکوي چې پرته له کوم چا مداخلې، د خپلې اړتیا وړ آنلاین پاڼې ولټوي، ولولي، مطالب خپاره کړي او یا خپل نظر بیان کړي. همدارنګه، دا تګلاره، خبریالانو، مدني ټولنو، د توکمیزو ډلو او مذهبي ډلو غړو ته، هغو کسانو ته چې د جندر له مخې تاوتریخوالي سره مخ دي، فعالین، پوهان او نورو کسانو ته دا وړتیا ورکوي تر څو د بیان د آزادۍ حق څخه برخمن وي. “ (د نظر او بیان د آزادۍ د ترویج او ساتنې اړوند د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ډیوید کای، ریپوټ؛ د ملګرو ملتونو سرمشریزه، ۲۰۱۵ میلادي کال، د مې ۲۲ مه)

    دا لارښود تاسو ته د خپلې اړیکې او ارتباطاتو د پټولو څرنګوالی درښیي او تاسو سره مرسته کوي تر څو پرته له دې چې کومې نښې پرځای پرېږدئ، خپلې ځانګړې موخې ته ورسېږئ. دا تګلاره په هغو حالاتو کې ګټوره ده چې نه غواړئ ستاسو کړنې تاسوته منسوبې شي ځکه چې له امله یې کېدای شي ستاسې آزادي یا هوساینه له ګواښ سره مخ شي.

    که د کومې اوږد مهالې پروژې پلې کولو لپاره بدیل هویت ته اړتیا لرئ (د بېلګې په توګه که غواړئ خپل رسمي هویت له هغې هویت څخه جلا وساتئ چې د بشري حقونو څخه د دفاع لپاره کاروئ)، نو د بېلابېلو آنلاین هویتونو د مدیریت او خوندي ساتلو څرنګوالي اړوند زمونږ لارښود ولولئ.

    د هویت پټولو وسیلو د کارولو په وخت کې دې ټکي ته مو پام وي چې په ځینو هېوادونو کې د دغه ډول وسیلو کارول غیرقانوني دي او کارول یې د ناسم کار په توګه ګڼل کیږي. په داسې حالاتو کې له ځانه وپوښتئ چې آیا خپلې موخې ته د رسېدو په خاطر کومه بله طریقه شته او که نه- د بېلګې په توګه آیا کولای شئ چې خپلې موخې ته له انترنېت کارولو پرته ورسېږئ او که نه.

    پر دې هم غور وکړئ چې آیا په رېښتیا هم د هویت پټولو وسیلو ته اړتیا لرئ

    د هویت پټولو لپاره زمونږ کلکه سپارښتنه دا ده چې د Tor سره تړاو لرونکې وسیلې وکاروئ؛ او په داسې حالاتو کې لاندې لارښوونې عملي کړئ:

    • که غواړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې هیڅ څوک نه شي کولای ستاسو رسمي هویت سره ځینې مشخص فعالتونه وتړي او په دې اړه کومو نښو ته لاسرسی پیدا نه کړي؛
    • که د سانسور ماتولو ابزار، لکه د VPN کارول، ستاسو هېواد کې منع شوي وي.

    په ځینې حالاتو کې کېدای شي ستاسو اړتیاوې د نورو طریقو د کارولو په مرسته رفع شي، او کېدای شي دغه بدیلې طریقې یا حل لارې د نورو طریقو په پرتله ساده هم وي. د بېلګې په توګه:

    موږ ولې دا سپارښتنه کوو

    د Tor کارول به تقریبا د هرچا لپاره دا ناشوني کړي چې ستاسو آنلاین فعالیتونه وڅاري او د هغوی تړاو تاسو سره وتړي. ځکه چې نوموړي وسیله د انکرېپشن او د هویت پټولو وړتیا لري (په دې اړه نور توضیحات پر وېب پټ یا خوندي توګه لټون کې ولولئ). خو، که غواړئ چې د سیمه ییزې شبکې په کچه له څار او یا د ISP یا د سوداګریزو وېب سایټونو له تعقیب څخه ځان خوندي وساتئ، د «تور» کارولو پرځای، نورې وسیلې هم شته. په ډېری حالاتو کې، ستاسو ستندرد براوزر د محرمیت خوندي کولو اړوند تنظیمات ځان سره لري، او کېدای شي چې د خوندیتوب لومړنۍ اړتیاوې مو رفع کړي او په انسټالولو سره یې ځان له څار څخه خوندي کړي.

    که غواړئ بلاک شوي وېب پاڼو ته لاسرسۍ ومومئ، نو خپل IP (انترنېټ پروتوکول) له هغې وېب پاڼې یا خدمتونو څخه پټ کړئ چې غواړی لاسرسی ورته ومومئ؛ او که غواړئ په بېلابېلو کچو لکه ISP یا سیمه ییزې شبکې کچه ځان له څار څخه خوندي وساتئ بیا په ډېری حالاتو کې د VPN کارول ګټور دی. </توضیحات>

    چمتو شئ

    موږ ولې دا سپارښتنه کوو

    که غواړئ هیڅ‌څوک و نه توانیږي چې ستاسو آنلاین فعالیت (حتی هغه که لنډ مهال هم وي) بېرته تاسو ته منسوب کړي، نو باید یو جامع پلان له مخې لاس په کار شئ. یانې د جلا نوم د انتخابولو او د جلا هویت د جوړولو سربېره، تاسو باید جلا هغه اکاونټونه هم جوړ کړئ چې یوازې د ټیلفون شمېرې له لارې او یا هغې برېښنالیک له لارې جوړیدای شي چې ستاسې اصلي هویت سره هیڅ تړاو ونلري. همدارنګه، ستاسو الکترونیکي وسیله مصون او د زیان رسوونکو سافټ ویرونو پر وړاندې خوندي وي. دا مو باید زده وي چې خپل حساسه ډېټا څنګه خوندي وساتئ او له کومو تګلارو څخه کار واخلی تر څو خپل بدیل هویت له اصلي هویت څخه جلا وساتلی شی. </توضیحات>

    په پټه په وېب کې لټون

    موږ ولې دا سپارښتنه کوو

    Torهغه نېټورک دی چې د انکرېپشن له لارې ستاسې آنلاین اړیکې پټوي او خوندي کوي. نوموړی نېټورک ستاسې آنلاین جریان (ټرافیک) انکرېپټوي او بیایې په Tor network کې له دریو سرورونو (یا Nodes) انتقالوي. او بلاخره، وروستۍ نوډ چې د «خروجي نوډ» په نوم یادیږي، ستاسې آنلاین ټرافیک عامه انترنېټ ته لېږدوي. د Tor په زرګونو سرورونه شتون لري چې د نړۍ په هر برخه کې د رضاکارانو لخوا چارې یې پر مخ بیول کیږي.

    Tor د Tor Browser له لارې کارول کیږي. Tor Browser د Firefox مخکښ ډول دی چې د محرمیت تنظمیات یې تر نورو بهتره دي. Tor Browser د وړیا او پرانیستې سرچینې سافټ ویر دی.

    د Tor network یوه ځانګړنه دا ده چې ستاسې د آنلاین اړیکې او یا IP آدرس ځان سره نه ساتي. کله چې Tor کاروئ، ستاسو ISP کولای شي چې ستاسې آنلاین اړیکې یوازې د Tor network په لومړي نوډ کې وګوري؛ همدارنګه، هغه وېب پاڼه یا آنلاین خدمات چې کاروئ، همدومره لیدلی شي چې تاسو له Tor څخه دوی سره نښلېدلی یئ او په دې توګه ستاسو هویت نه شي تثبیتولی. خو که اکاونټ ته په خپل اصلي نوم داخل شوئ بیا نو هرومرو ستاسو اصلي هویت څرګندیدای شي. په لاندې برخو کې اړوندې لارښوونې ولولئ تر څو پوه شئ چې څنګه له تېروتنو څخه ډډه وکړئ او خپل اصلي هویت وېب پاڼو او آنلاین خدماتو له نظره پټ وساتی. </توضیحات>

    له ځینو عامو تېروتنو په مخنیوي سره، Tor په خوندي توګه وکاروئ

    خپلې ټولې اړیکې ناپېژنده (نوم یې پټ) کړئ

    موږ ولې دا سپارښتنه کوو

    Tor Browserیوازې هغه اړیکې له نظره پټوي چې له همدې براوزر څخه ورته لاسرسۍ موندل کیږي؛ لکه هغه وېب سایټ او آنلاین پلټفارمونه چې له یوې وېپ پاڼې ترلاسه کیږی. که غواړې د پیغام استولو اپلېکېشنونه او یا د برېښنالیک چمتوکونکي له لارې ترسره کېدونکي فعالیتونه ناپېژنده (نوم یې پټ) کړئ، بیا نو تاسو اړ یاست چې له ډیوایس څخه ښکارېدونکي خپلې ټولې اړیکې ناپېژنده کړئ. دې کار ترسره کولو لپاره لاندې ابزار وکاروئ.

    Tailsد وړیا او پرانیستې سرچینې عملیاتي سیستم (operating system) دی چې له USB وسیلې څخه کارول کیږي او د Tor له لارې انترنېټ سره نښلېږي تر څو د آنلاین فعالیت هیڅ ډول نښې ستاسو کمپیوټر کې پاتې نه شي.

    Whonixیو ناپېژند یا مستعار عملیاتي سیستم دی چې وېنډوزmacOS ، Linux او Qubes OS کې د اپلېکېشن په ډول کار کوي، او د انترنېټ جریان (ټرافیک) د Tor network له لارې ستاسو الکترونیکي وسیلې ته لېږدوي.

    Orbot، ګرځنده الکترونیکي وسیلو لپاره د وړیا او پرانیستې سرچینې یو اپلېکېشن دی چې د انترنېټ جریان (ټرافیک) د Tor network په مرسته لېږدوي. د Orbot په مرسته تاسو کولای شئ خپلې ټولې اړیکې او یا د نظر وړ اپلېکېشنونه ناپېژنده (نوم یې پټ) کړئ. </توضیحات>

    په مستعار نوم چټ کول (پیغام لېږل)

    په مستعار (ناڅرګند) نوم برېښنالیک واستوئ

    په مستعاره توګه (یا په پټه) د فایلونو لېږد رالېږد

    که Tor ته په اتومات توګه نښلېدلی نه شئ بیا Tor Bridges وکاروئ

    په ناڅرګند (پټه) توګه د فایلونو لاسته لاړلو لپاره د whistleblowing پلټفارم خپل الکترونیکي وسیله کې تنظیم کړئ

    • د SecureDrop کارولو څرنګوالي ته هم یو کتنه وکړئ.
    • د GlobaLeaks کارولو څرنګوالي ته هم یو کتنه وکړئ.
    موږ ولې دا سپارښتنه کوو

    که غوښتل مو چې د whistleblowing پلټفارم خپله وسیله کې تنظیم کړئ تر څو فایلونه (لکه تحقیقي ژورنالیزم پروژې اړوند فایلونه) د نامالوم آدرس څخه ترلاسه کړئ، د SecureDrop او یا GlobaLeaks کارول په نظر کې ولرئ.

    SecureDropد وړیا او پرانیستې سرچینې سیستم دی چې تحقیقي موندنو یا پروژو اړوند فایلونو د لېږد رالېږد لپاره یو خوندي طریقه ده. د SecureDrop د انسټالولو طریقه کېدای شي پیچلي وي، خو د SecureDrop مرستندویه ټیمونه کولای شي، لېوالو سازمانونو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

    GlobaLeaks د وړیا او پرانیستې سرچینې سافت ویر دی. په آسانۍ سره انسټال او مدیریت کېدای شي، خو د خوندیتوب په پرتله تمرکز یې ډېر د ګټه اخیستنې پر څرنګوالي ده. </توضیحات>