ارزونه او پلان جوړونه › د سفر پر مهال خپل معلومات او وسایل خوندي وساتئ

د سفر پر مهال خپل معلومات او وسایل خوندي وساتئ

اپډېټ شوی دی 3 June 2025

سفر کول تاسو، ستاسو وسایل او ستاسو معلومات له ګڼو خطرونو سره مخ کوي. لپټاپونه او نور وسایل ممکن خراب شي، غلا شي، ورک شي، یا توقیف شي. هغه ډېټا چې له عامو شبکو لکه د هوایي ډګر او هوټل د وای‌فای له لارې لېږدول کیږي، په آسانه توګه د بل چا لاس ته ورتلی شي. د غیرباوري سیسټمونو کارول ممکن تاسو د پاسورډ غلاکولو مالوېر او نورو هغو بریدونو سره مخ کړي چې موخه یې د محرمو مالوماتو غلا کول وي.

سربېره پر دې، کله چې تاسو د کومې ملي پولې څخه تیریږئ، تاسو لږ یا هیڅ حق به نه‌لرئ چې د پولې د کنټرول یا ګمرک مامور په وړاندې اعتراض وکړئ او یا کله چې د پولې د کنټرول مسوول وغواړئ چې ستاسو لپټاپ، موبایل، ډیجیټل کېمره یا ریکارډر کې زېرمه شوي مالومات ولټوي نو تاسو به د دوی له تلاشی څخه مخنیوی نه‌شئ کولی. د امریکا په ګډون، په ډېرو هېوادونو کې د ګمرک مسوول کولی شي چې پرته له کوم «موجه دلیل» یا حکم، ستاسو وسایل وپلټي او یا یې د تفتیش په موخه ضبط کړي.

له ځانه وپوښتئ: که چېرې خپلې ډیټا ته لاسرسی ونه‌لرئ، آیا کولی شئ چې خپل کار ته ادامه ورکړئ؟ که چېرې ډېټا مو چاته په لاس ورشي، آیا ستاسو همکاران، ملاتړي او مرستندویان به له کوم ګواښ سره مخ کړي او که نه؟ که ډېټا مو بل چاته په لاس ورشي او د همدغو مالوماتو په کارولو سره ستاسو په نوم له نورو سره اړیکه ونیسي (او مقابل لوری چې فکر کوي له تاسو سره په اړیکه کې دي، دوی ته ځواب هم ورکوي) او وغواړي چې ستاسو او یا د پروژې یا مؤسسې شهرت له ګواښ سره مخ کړي، تاسو به څه وکړئ؟

که چېرې ډېټا درسره وي او غواړئ چې سفر وکړئ او یا له کومې پولې څخه تېر شئ، نو په دې لارښود کې د خطرونو د کمولو په موخه اړوندې سپارښتنې ولولئ.

د خوندیتوب لومړني سپارښتنې

ځینې عمومي سپارښتنې لاندې وړاندې شوي دي خو، د سفر په مهال، په پلي کولو کې یې له احتیاط څخه کار واخلئ.

  • سفر لپاره د چمتووالي په مهال، خپلو ټولو اکاونټونو لپاره قوي او ځانګړي پسورډونه جوړ کړئ.
  • د برېښنالیک، ټولنیزې رسنۍ یا نورو اکاونټونو پر وړاندې د خطر کمولو او دوی ته د بل چا د لاسرسي د مخنیوي لپاره د «څو پړاویز تصدیق» میتود فعال کړئ.
  • خپل عملیاتي سیستم او سافټویر اپډېټ کړئ. که علمیاتي سیستم او سافټویر مو اپډېټ نه‌وي، په دې لارښود کې هرډول سپاښتنې به له ګټې څخه خالي وي او د ګواښونو پر وړاندې به زیانمنونکي وي.
  • خپله الکترونیکي وسیله کې د انتي‌وایرس سافټویر تل اپډېت وساتئ.
  • له زیان‌رسونکي او له نورو مضرو سافټویرونو څخه د خوندیتوب په موخه، د هغو فایلونو او لېنکونو له خلاصولو څخه ډډه وکړئ، چې نه‌یي پیژنئ او یا درته آشنا نه‌ښکاري.
  • مخکې له دې چې کوم هېواد ته سفر وکړئ، د نوموړي هېواد په اړه مالومات ترلاسه کړئ. په ځانګړي توګه وګورئ چې، آیا نوموړي هېواد کې د وي-پي-اِن او د سانسور ماتولو نورو ابزارو ته اجازه شته او که خیر؛ آیا پر انکرېپشن بندیز لګول شوی او که نه، او یا داسې کوم قانون شته چې له مخې یې ګمرک مسوول ته د برېښنالیک، انکرېپشن او نورو پسورډونو ورکولو ته به اړ وئ.
  • خپله الکترونیکي وسیله داسې تنظیم کړئ چې سکرین یې له نه‌کارېدو سره په څو شېبو کې په اتومات توګه بند (لاک) شي. ډېری عملیاتي سیستمونه دا آسانتیا لري چې ستاسو کیبورد او سکرین د نه‌کارېدو په صورت کې په اتومات توګه لاک کړي. که څه هم دا یو ښه لارښود دی او باید په پام کې ونیول شي خو بهتره به دا وي کله چې په داسې ځای کې وئ چې د ډاډ وړ نه‌وي نو، خپله وسیله هیڅ‌کله پرانیستي مه‌پرېږدئ. همدارنګه، هرځل چې غواړئ وسیله مو پرانیزئ، باید پسورډ درڅخه وغواړي.
  • کېدای شي چې په اکاونټ یا کرېدټ کارت کې د پسورډ، ځانګړي شمېرو او یا د شفرونو د ټایپولو په وخت کې کوم څوک په پټه وڅاري او د ټایپ کولو له مخې ستاسې پسورډ زده کړي. د پسورډ د ټایپ کولو په وخت کې شاوخواته مو یو نظر واچوئ او وګورئ چې څوک خو به تاسو سره نږدي نه وي، او آیا شاوخوا کې مو کمرې شته او که نه. که څه هم د پسورډ د ټایپ کولو په وخت کې د تورو او عباراتو پرځای د پسورډ په ځای کې یوازې ټکي څرګندیږي خو بیا هم برېدګر کولی شي چې د ګوتو له حرکاتو څخه هغه تورې په نښه کړي چې ستاسو د پسورډ په ترکیب کې شامل دي.

د پولې څخه له تېرېدو مخکې لازمه آمادګي ونیسئ

ځان سره کمه ډېټا ولېږدوئ

  • له ځانه وپوښتئ چې د سفر په مهال څومره ډېټا ته مو اړتیا ده چې له ځان سره یې ولېږدوئ او څومره باید ونه‌لېږدوئ.
  • ټول هغه فایلونه او معلومات چې اړتیا ورته نه‌لرئ، یو بل بشپړ کوډ شوي (encrypted) کمپیوټر یا هارډ ډرایو ته یې کاپي کړئ او په کور یا دفتر کې یې خوندي وساتئ، او له هغو وسیلو یې پاک کړئ چې له ځان سره یې د سفر پر مهال لېږدوئ.
  • که اړتیا وي، نو یا خو یوازې خپل معلومات (له انکرېپشن وروسته) وساتئ، یا د ټول سیستم یوه انځوریزه بڼه، چې سافټویرونه هم پکې شامل وي، د یو [کلاوډ خدمت وړاندې کوونکي] (../../files/backup/#encrypted-cloud-services) سره ذخیره کړئ، او له ځان سره یو ساده لپټاپ یوسئ. کله چې منزل ته ورسېږئ، کولی شئ معلومات او/یا سافټویرونه ډاونلوډ کړئ او د تګ پر مهال بېرته اپلوډ کړئ. دا طریقه هم ستاسو معلومات محدودوي او هم د بیک‌اپ یوه مناسبه چاره ده، خو که د سفر په جریان کې مو غوښتل چې په کمپوتر کې کار وکړئ، له ځینو محدودیتونو سره به مخ وی.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟

هغه ډېټا چې ځان سره نه‌لېږدوئ، نه ورکیږي او نه‌غلا کیږي.

کله چې له سرحد څخه تیرېږئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې کوربه هېواد کې هغه ډېټا چې تاسو یې ځان سره لېږدوئ، ناقانونه نه وي. هغه ډېټا چې په نورو هېوادونو کې غیرقانوني دي عبارت دې له: د کاپي حق لرونکي ډېټا (لکه موزیک یا ویډیو)، د بربنډتیا هرډول محتوا او داسې نور. که چیرې دا ډول توکي د سرحدي تلاشۍ پر مهال وموندل شي، نو ستاسو لپټاپ ضبط کېدلی شي. </توضیحات>

د برېښنالیک جلا آدرس وکاروئ

موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟

داسې هم کېږي چې د پولې مسوولین ستاسو مېل‌باکس وپلټي او حساس مالومات مو ترلاسه کړي. او یا کېدای شي چې د سفر په مهال، له غیرباوري انترنېټي اړیکې او یا سیستم سره ونښلیږئ او خپل برېښنالیک له ګواښ سره مخ کړئ. د داسې حالاتو څخه ده مخنیوي په خاطر بهتره دا ده چې د وېب پر مټ د برېښنالیک نوي پته جوړه کړئ او کله چې سفر مو پای ته ورسېد، نوموړی برېښنالیک بېرته غیرفعال کړئ.

له دغې (بدیل) برېښنالیک څخه د سفر په مهال د عادي اړیکو او چارو په موخه کار واخلئ. که چېرې دا برېښنالیک مو هک شي او یا پسورډ یې چاته په لاس ورشي نو تاسو به کوم مهم څیز له لاسه نه وي ورکړئ. تر هغې چې د انترنېټ او کمپیوټر په اړه مو ډاډ نه وي ترلاسه کړئ، خپل اصلي برېښنالیک ته مه‌داخلیږئ. </توضیحات>

خپل اکاونټونه له خپلو وسایلو څخه لېرې کړئ

  • د سرحد څخه له تېرېدو مخکې له خپلو اکاونټونو څخه ووځئ (لاګ‌آوټ شئ).
  • له خپلو وسایلو څخه ټولنیزې رسنۍ او نور حساس اپلیکیشنونه لېرې کړئ (یا یې [پټ کړئ])(#advanced-hide-your-sensitive-apps-in-your-mobile-device)).
  • په ځینو مشهورو ټولنیزو رسنیو او آنلاین خدماتي پلېټفارمونو کې د دویم پروفایل جوړول په نظر کې ولرئ. دغه اکاونټونه له څو اونۍ یا حتی څو میاشتې مخکې له دې چې سفر وکړئ، منځپانګې پکښې پُست کړئ او له هغې وسیلې له لارې لاګ-این (ننوځئ) چې له ځان سره یې په سفر کې لېږدوئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟

د دې امکان شته چې سرحدي مسوولین ستاسو په ټېلفون کې د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه وپلټي. که له خپلو اکاونټونو لاګ‌آوټ (وتلي) شوي وی، نو دوی به ونه‌پوهېږي چې تاسو په کومو ټولنیزو رسنیو کې مهم معلومات خپروي.

که فکر کوئ چې د پلټنې مامور به په ټولنیزو رسنیو کې ستاسو په نه‌ګډ‌ون باور ونه کړي او یا شکمن به شي نو، وار له مخې په ځینو مشهورو پلېټفارمونو کې یو اکاونټ جوړ کړئ. که غوښتل مو چې همداسې وکړي نو ښه به دا وي چې له سفر مخکې، څو ساده او بي‌طرفه منځپانګې (پُسټونه) (لکه ځینې وړې خبرې او یا د ډوډۍ یا کورني څارویو انځورونه) خپور کړئ. </توضیحات>
</توضیحات>

خپل ویب براوزرونه پاک کړئ

  • له ټولو (لکه برېښنالیک او ټولنیزو شبکو ) اکاونټونو څخه ووځئ (لاګ‌آوټ شئ).
  • لنډمهاله انټرنېټي فایلونه او د لټون تاریخچه پاکه کړئ.

خپل چټ اپلیکیشنونه له مېسېجونو څخه پاک کړئ

  • د چټ اپلیکیشنونو له انسټالولو سره پام وکړئ (په ځینو هېوادونو کې د سیګنال اپلیکیشن درلودل تاسې له ګواښ سره مخ کولی شي).
  • د چټ په مېسېجونو کې که کومې حساسې کلېمې کارول شوي وي، نو هغه مېسېجونه پاک کړئ او همدارنګه ډاډ ترلاسه کړئ چې نوموړي مېسېجونه مو له تاریخچې څخه هم پاک کړي دي.
  • که تاسو د چټ‌ګروپ مدیر یاست، د چټ‌ګروپ نوم بدل کړئ او داسې نوم وکاروئ چې تفصیلي نه‌وي او په نوم کې حساسې کلمې پکې شاملې نه‌وي.
  • د حساسو مېسېجونو د پاکولو لپاره د disappearing messages (پاک‌کېدونکي مېسېجونه) غواروی فعال کړئ.
  • که وخت نه لرئ، کولی شئ خپل د چټ اپلیکیشنونه لېرې (غیرفعال) کړئ، خو په یاد ولرئ چې د چټ اپلیکیشن نلرل کېدای شي چې ستاسو پر وړاندې شک نور هم زیات کړي.

[مهمه موضوع] خپل حساس فایلونه یا فولډرونه پټ کړئ

موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟

که د حساسو فایلونو لېږدولو ته جدي اړتیا لرئ نو، کولی شئ چې د انډروید او iOS له ځانګړتیاوو څخه کار واخلئ. او یا ښه به دا وي چې د Tella او یا VeraCrypt اپلېکېشنونه وکاروئ. نوموړي اپلېکېشنونه نه یوازې ستاسو فایلونه پټوي بلکې په یو انکرېپټ شوي فولډر (بکسه) کې یې خوندي ساتي. </توضیحات>

د خپلو ډېټا او اړیکو ساتنې لپاره د انکرېپشن مېتود وکاروئ

آیا هغه هیواد ته چې سفر کوئ، د انکرېپشن میتود پکښې قانوني دی او که نه

موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟

که څه هم دا سپارښتنه کېږي چې په خپلو وسایلو کې زېرمه شوي مالومات کوډ (انکرېپټ) کړئ، خو د کوډولو واردات، صادارات او/یا کارول په ځینو هېوادونو کې غیرقانوني دي.

په ځینو حالاتو کې ښایي د وارداتو او صادراتو آسانتیاو لپاره رسمي جواز ته اړتیا ولرئ؛ او په ځینو نورو حالاتو کې کېدای شي چې د شخصي کارونو لپاره د انکرېپشن کارول منع وي. همدارنګه، تاسو باید پوه شئ چې په کومو حالاتو کې تاسو به د قانون له مخې اړ وئ چې د مسوولینو په غوښتنه دوی ته خپل پسورډ وسپارئ: په ځینو هېوادونو کې د پسورډ له سپارولو څخه ډډه کول کېدای شي تاسې له حبس سره مخ کړي.

که په یو هېواد کې د انکرېپشن کارول غیرقانوني وي نو، مخکې له دې چې ډېټا له خپلې الکترونیکي وسیلې څخه پاکه کړئ، ښه به دا وي چې [خپله ټوله ډېټا انکرېپټ کړئ او بیایې د کلاوډ یو خوندي زېرمتون ته اپلوډ کړئ].(#minimize-the-data-youll-be-carrying-with-you). </توضیحات>

خپلې وسیلې کوډ (انکرېپټ) کړئ

موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟

انکرېپشن د ډېټا خوندي ساتلو یو ځانګړی تخنیک دی؛ که مهمه ډېټا مو انکرېپټ وي نو، کله چې کمپیوټر یا بله الکترونیکي وسیله مو بل چا ته په لاس ورشي او نوموړی کس وغواړي چې پرته له پاسورډ ستاسو فایلونه خلاص کړي، نو فایل د تصادفي اعدادو (لکه 1 او 0) په څېر به ورته ښکاره کیږي او اصلي بڼه به یې پټه پاتي وي.

خو دې خبرې ته مو پام وي چې که چېرې هارډ‌ډرایف مو له لاسه وغورځېږي او یا که د کومې پېښې له امله ضربې سره مخ شي او له امله یې ډېټا مو ورکه شي، بیا انکرېپټ‌شوي ډېټا بېرته لاس ته (ریکوري) نه‌راځي. د انکرېپټ‌شوي ډېټا بېرته ترلاسه کول کېدای شي چې د مدني ټولنو او د بشر حقونو فعالینو لپاره له مالي اړخه ګران تمام شي، له همدې امله ښه به دا وي چې ډېټا تل بېک‌آپ کړئ </توضیحات>

[مهمه موضوع] د کرېپټوګرافیک پسورډ خوندي وساتئ

که تاسو خپل برېښنالیک انکرېپټ کوی نو ښایي تر ټولو مهمه ډېټا د انکرېپشن کیلۍ (پسورډ) وي. تاسو باید دغه پسورډ خوندي وساتئ. یانې، خپله وسیله له کوم دریمګړی وګړي سره یوازې مه‌پرېږدئ. او یا کله چې بل څوک ستاسو له وسیلې څخه کار اخلي نو تاسو هم باید هلته حاضر وئ او خپله وسېله له بل چا سره یوازې مه‌پرېږدئ. همدارنګه، کولی شئ چې د انکرېپشن کیلۍ (پسورډ) په انکرېپټ‌شوي یو-اِس-بي کې زېرمه کړئ او خپله یو-اِس-بي لکه د غاړې ځنځیر واغوندئ.

عامه لاسرسی

کله چې سفر کوئ، ښايي ډېر ځله عامه سیسټمونه وکاروئ، لکه هغه کمپیوټر وکاروی چې په کتابتون یا نورو عامو ځایونو کې برابر شوي وي، یا په هوټل، د کنفرانس خونو او نورو ځایونو کې د تار یا بې‌سیمو شبکو له لارې وي. نو، کتابتون، هوټل، د کنفرانس خونه او بله هر عام ځای کې له کمپیوتر او انترنېت کارول له مشخصو ګواښونو سره مل وي.

د ګډ کمپیوټر کارول

  • د ګډ کمپیوټر کارول تل له ګواښ سره مل وي.
  • که د پسورډ د غلا کولو د ابزارو له شتون مو وېره درلوده، نو ښه به دا وي چې ځان سره یو کوچنۍ بې‌سیم کیبورد ولېږدوئ او د اړتیا په وخت کې له هغې کار واخلئ. تاسو کولی شئ چې دا ډول کېبورد له یو غیرباوري کمپیوتر سره هم ونښلوئ.
  • که مو له څار څخه وېره درلوده او فکر مو کاوه چې په ګډ کمپیوتر کې د څار ابزار به انسټال شوي وي، نو ښه به دا وي چې هغه لایف یو-اِس-بي وکاروئ چې د خپلې خوښې عملیاتي سیستم سره مو اعیار کړي وي. په دې توګه تاسو کولی شئ چې د خپل باور وړ عملیاتي سیسټم د USB په مرسته بوټ کړئ او د ګډ کمپیوتر لخوا له ورکړل شوي فرمان (کوماند) څخه تیر شئ.
    • که مو غوښتل چې خپلې اړتیا سره اعیار شوی لایف یو-اِس-بي وکاروئ نو، حتماً Tails وکاروئ ځکه چې نوموړي وسېله د Tor شبکې په مرسته ستاسو ټولې اړیکې خوندي ساتي.
    • دې ته مو هم پام وي چې ډېری ګډ کمپیوترونه دې ته اجازه نه‌ورکوي چې لایف یو-اِس-بي سټېک دې سیستم بوټ (چالان) کړي.
ولې موږ دا سپارښتنه کوو زده کړئ

د سفر په مهال تر ټولو ډېر ګواښ هغه وخت منځ‌ته راځي چې خپل اوکاونټ ته له ناپېژند او غیرباوري سیستم څخه ننوځئ.

د پسورډ غلاکونکي (keylogger) او د څار ابزار په ځانګړي توګه خطرناک دي ځکه چې د دې ابزارو پر مټ هرڅه چې خپل کمپیوتر کې ترسره کوئ، هغه ټول ثبت کیږي.

هارډویر-کي‌لاګر (Hardware keyloggers) هغه ډانګل دی چې له کېبل سره نښلېدلی وي او ستاسو د کیبورد او کمپیوتر ترمنځ تبادله کېدونکي مالومات څاري. مخکې له دې چې کیبورد وکاروئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې نوموړي ابزار موجود نه‌وي.

سافټویر-کي‌لاګر (Software keyloggers) او ورته نور د څار ابزار تر ټولو خطرناکه دي ځکه چې په سترګو یې لیدلی نه‌شئ او شتون په هکله یې اټکل هم ستونزمن دی. له همدې امله، څوک نه‌شي کولی چې د ګډ کمپیوتر په اړه ډاډمن واوسي. </توضیحات>

کله چې غیرباوري شبکې کاروئ، خپلې اړیکې خوندي وساتئ

موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟

د سفر په مهال هرڅوک دې ته اړتیا لري چې له انترنېټ سره ونښلېږي- هغه که باوري وي او که نه. ځکه خو غواړو چې د سیم‌لرونکي او یا بې‌سیمه انترنېټ سره-هغه که هوټل پورې تړلي وي، تجارتي او یا نور عامه ځایونو پورې تړلی انترنېټ وي، وکاروو. په داسې حالاتو کې MITM غوندې زیان‌رسونکي ابزار د غولونکي نوډونو (Rogue nodes) په څېر فعالیت ترسره کوي، د هغو سایټونو آدرس په نښه کوي چې تاسو یې لټوئ، د برېښنالیک منځپانګه او نور مالومات مو د برېدګر آدرس ته لېږدوي.

ډېری وخت ډېټا د لېږد په وخت کې د دریمګړي لاس ته ورځي. انکرېپشن یوه مهمه تکنالوژی دی چې په مرسته یې کولای شئ ډېټا مو په خوندي توګه ولېږدوئ. که څه هم یوه معموله طریقه یې دا ده چې له وي-پی-اِن څخه کار واخلئ خو، تر ټولو مهمه دا ده چې انترنېټي اړیکه مو د HTTPS په مرسته خوندي کړئ او په دې توګه، د وېب‌پاڼې د کتلو په وخت کې او د آنلاین خدمتونو څخه د ګټه اخیستنې په وخت کې، ستاسو د اړیکو ټول جریان انکرېپټ کیږي. </توضیحات>

د انټرنېټ سانسور او بلاک کېدل

موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟

په ځینو هېوادونو کې، انټرنېټ ته لاسرسی کېدای شي ځکه محدود وي چې ځینې ځانګړې وېب پاڼې تر سانسور لاندې وي. </توضیحات>

د ګرځنده تلیفون خوندیتوب

خپل تلیفون په کور کې پرېږدئ او له بل تلیفون سره سفر وکړئ

ګرځنده ټلېفونونه په ټولیزه توګه خوندي نه‌وي. کله چې سفر کوئ، ښه به دا وي چې خپل ټلېفون په کور کې پرېږدئ او یو بل ټلیفون چې په هغې کې د اړیکو شمېرې او ډېټا نه وي، له ځان سره واخلئ. که د خپل کارځای ټلیفون له ځان سره لېږدوئ نو ټوله ډېټا یې بېک‌آپ کړئ او له تلېفون څخه یې پاکه کړئ. د انډ‌روید او آی‌فون ټلېفون او آیپډ د خوندیتوب په اړه زمونږ لارښود ولولئ.

د پیغام استولو د خوندي اپلیکیشن له لارې اړیکه ونیسئ

موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟

ګرځنده موبایل کې د پیغام‌استولو ځینې هغه اپلېکېشنونه موجود وي چې د چټکې اړیکې لپاره کارول کیږي. که څوک غواړي چې د همدې اپلېکېشنونو له لارې اړیکي ونیسي نو، ښه به دا وي چې خپلې اړیکې- لکه لیکلی، غږیز او یا ویدیویي پیغامونه انکرېپټ کړئ. </توضیحات>

[مهمه موضوع] حساس اپلیکیشنونه په خپل ګرځنده وسیله کې پټ وساتئ

موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟

که اړتیا مو وه چې د سفر پر مهال ځینې حساس اپلیکیشنونه په خپل ګرځنده وسیله کې نصب او فعال وساتئ، نو د Android او iOS د ځانګړتیاوو په مرسته هغوی پتولی شئ. </توضیحات>

مراجع