پر وېب پاڼو له لګول شویو محدودیتونو او څارنو څنګه تېرې دی شو
فهرست
... فهرست ...که چېرې وېب پاڼو یا نورو هغو آنلاین خدماتو ته چې تاسو فعالیت لپاره اړین دي، لاسرسۍ نه شی ترلاسه کولی، نو هرومرو دغه پاڼې او خدمتونه به ستاسو په سیمه ییزه شبکه (لوکل نېټورک) کې له انترنېټ خدمتونو وړاندې کوونکي (ISP) او یا حکومت لخوا محدود (بلاک) کړای شوي وي. دغه ډول محدویت لګول د سانسور (censorship) په نوم یادیږي، خو په ډېری حالاتو کې داسې لارې او اسباب شته چې په کارولو یې کولی شئ سره له دې محدودیتونو، خپل د اړتیا وړ وېب پاڼو ته لاسرسۍ ومومئ.
د انټرنیټ د کار کولو څرنګوالي او د ویبپاڼو د سانسورېدو په اړه نور مالومات دلته ولولئ.
دا لارښود تاسې ته لاندې سپارښتنې وړاندې کوي:
- څنګه هغو ویبپاڼو او خدمتونو ته لاسرسی ومومئ چې ستاسې په هېواد یا د سیمې (لکه ستاسې کتابتون، د کار ځای، هوټل او نور) د انترنت شبکې لخوا بند شوي یا سانسور شوي دي؛
- څه باید وکړئ ترڅو ستاسو د انترنت شبکې مالکین یا د وېبسایت مدیران ستاسو موقعیت تثبیت نه کړای شي؛
- څنګه کولای شئ چې د ځایی انترنت چمتوونکي شرکت له څارنې ځان خوندي کړئ.
وګورئ چې آیا هغه ویبپاڼه چې تاسې ورته لاسرسی نه شئ موندلی، په رښتیا هم بنده ده
- د هغې ویبپاڼې پته چې تاسې ورته لاسرسی نشئ موندلی، په لټون کې کاپې کړئ او ولیکئ چې آیا دا وېب پاڼه یوازې تاسو لپاره بنده ده او که ټولو لپاره. همدارنګه، تاسې کولی شئ چې بهر با بل هېواد کې مېشت کس څخه وپوښتئ چې آیا نوموړي پاڼه دوی ته هم بنده ښکاري او که یوازې تاسو ته، ستاسو په سیمه یا هېواد کې سانسور شوي ده.
- که چېرې ویبپاڼه یا خدمت فعال وي خو تاسې ورته لاسرسی نه شئ موندلی، دا لزوماً په دې معنا نه ده، چې یاد خدمت یا ویبپاڼه ستاسې په هېواد یا اداره کې بنده شوې ده. که دا یوه ویبپاڼه وي، هڅه وکړئ د یو بل براوزر په کارولو سره یې پرانیزئ؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې دا ویبپاڼه د کومو تنظیماتو یا د اصلي براوزر کې نصب شوو پلاگینونو له امله نه بندېږي. اما که چېرې دا یو خدمت وي، هڅه وکړئ چې د بل اپلیکیشن یا وسیلې په کارولو سره ورته لاسرسی ومومئ.
- که تاسې له دې ازموینو وروسته بیا هم نوموړي ویبپاڼې یا خدمت ته لاسرسی نه شئ موندلی، لاندې وسیلې وازمویئ ترڅو د احتمالي بندیزونو مخه ونیسئ.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
ځینې وختونه یوې ویبپاڼې ته لاسرسی نه شی ترلاسه کولئ؛ او ممکن دا ستونزه د سانسور له امله نه، بلکې د نورو تخنیکي ستونزو له امله وي. ممکن ویبپاڼه کومه تخنیکي ستونزه ولري، یا په براوزر کې د زېرمتون (cache) د نه ابډېټ کېدو له امله، یا د براوزر غزونې (extensions)، د اپلیکیشن د زړې نسخې او نورو لاملونو له امله وي. که مخکې مو ورته لاسرسی درلود، دا ګټوره ده چې د خپلې ستونزې د حل په تکل، په دې برخه کې وړاندیز شوي ګامونه پورته کړئ.
خپلې اړیکې او DNS انکرېپټ کړئ
- ډاډ ترلاسه کړئ چې په براوزر کې مو د HTTPS-Only حالت فعال دی، او یوازې د HTTPS نسخې له لارې خپل د اړتیا وړ وېپ پاڼې خلاصولی شئ.
- خپل DNS چمتو کوونکی بدل کړئ او داسې چمتو کوونکي انتخاب کړئ چې ستاسې هېواد
کې مېشت نه وي او د انکرېپټ شویو DNS پوښتنو ملاتړ کوي.
- په هر ډول عملیاتي سیستم کې د Google Public DNS تنظیمولو په موخه د ګوګل لارښود ولولئ ترڅو د DNS provider د بدلولو طریقه زده کړئ.
- په DNS providers اړوند Awesome Privacy پاڼه او په HTTPS providers کې دDNS کنفیګوریشن اړوند د Mozilla پالیسي کې DNS providers هغه لېستونه لیدلی شئ چې په آسانه توګه کارول کیږي.
- د DNS ترافیک انکرېپټ کړئ.
- Firefox کې پر HTTPS لیکه DNS کنفیګور کړئ .
- په کروم/کرومیوم کې د DNS ترافیک لپاره خوندي اړیکې وکاروئ..
- په مایکروسافټ ایج (Microsoft Edge)کې خوندي DNS تنظیم کړئ..
- په Android وسیلو کې د "Private DNS" په نوم خصوصي DNS ډیفالټ حالت کې کارول کېږي. د دې تنظیم د فعال یا غیر فعال حالت معلومولو لپاره، د اندروید رسمي لارښود وګورئ.
- په iOS او macOS کې د HTTPS لیکې لخوا د DNS ملاتړ کېږي، خو په ډیفالټ ډول فعال نه دی.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
کله ناکله د ویب غوښتنې د یو داسې نوملړ پر بنسټ بندېږي چې د لېنک آدرس کې غیر مجاز کلیدي ټکي شامل وي. خو دا ډول سانسور یوازې د غیرانکرېپټ شوو ویب اړیکو لپاره پلي کېدای شي. د' HTTPS یوازې حالت' په کارولو سره به د خپل براوزر اړیکې د ویبپاڼې سره انکرېپټ کړئ، ترڅو یوازې تاسې او ویبپاڼه پوه شئ چې کومې پاڼې ګورئ او د محتویات یې څه دي.
په ځینو نورو مواردو کې، سانسور د DNS پوښتنو په کچه پلی کېږي، چې په دې کې د ځانګړو ویب پتو د IP پتې ته د بدلېدو د غوښتنو مخه نیول یا بدلول شامل دي. د داسې DNS چمتو کوونکو په کارولو سره چې ستاسې له هېواده بهر وي او د DNS کوډ کولو ملاتړ وکړي، تاسې کولای شئ د دې سانسور مخه ونیسئ. خو په ورته وخت کې، هغه اداره چې ستاسې انټرنیټي اړیکه فلټر کوي، ممکن وګوري چې تاسې یو بهرنی DNS چمتو کوونکی کاروئ چې د کوډ کولو ملاتړ کوي او د هغې د بندولو هڅه وکړي.
آیا واقعاً د VPN خدمت ته اړتیا لرئ
له دې مخکې چې VPN نصب کړئ، له ځانه وپوښتئ چې دقیقاً څه ته اړتیا لرئ.
په لاندې حالاتو کې د VPN کارولو هڅه وکړئ:
- که اړتیا مو وي چې له خپلو ویبپاڼو څخه خپله IP پته پټه کړئ او خوندي وساتئ.
- که اړتیا لرئ چې هغه ویبپاڼې یا خدمتونه چې کاروئ یئ، د خپل سیمهییز انټرنیټ چمتو کوونکي یا سیمهییزې شبکې له څارنې څخه پټ وساتئ،
- که اړتیا لرئ د خپل هېواد یا د هغه ځایي شبکې له بندیزونو څخه ځان وژغورئ چې ورسره وصل یاست (لکه کتابتون، د کار ځای، هوټل، او نور).
خو په ځینو نورو حالاتو کې، اړتیا لرئ چې خپلې اړتیاوې د نورو حللارو په مرسته پوره کړئ. د بېلګې په توګه:
- که غواړئ خپل حساس معلومات د خپلې سیمهییزې شبکې یا ISP له څارنې څخه خوندي کړئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسې اړیکه انکرېپټ شوې وي. یانې خپل براوزر کې د HTTPS-only mode فعال کړئ.
- که غواړئ ځان له سوداګریز تعقیب څخه وساتئ، په خپل براوزر کې د دریمې ډلې کوکیز (third-party cookies) بند کړئ او د محرمیتملګرې وړیا او پرانیستې سرچینې غزونېfree and open-source privacy extensions خپل براوزر کې نصب کړئ.
- ډاډ ترلاسه کړئ چې پر انترنټ لیکه هیڅ ډول تاریخچه ستاسو فعالیتونو ته منسوبه نه شي. دې کار لپاره د Tor Browser وکاروئ او د خپلې انترنتي لیکې پټولو اړوند زمونږ د محرمیت لارښود ولولئ.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
د VPN خدمتونه کولای شي ستاسې IP پته له هغو ویبپاڼو پټه کړي چې ګورئ یې او له انټرنیټي بندیزونو رفع کړي. خو که اړتیا لرئ ځان د سیمهییزې شبکې له څارنې او د سوداګریزو ویبپاڼو له خوا د پروفایل جوړونې او تعقیب څخه خوندي کړئ، یوازې VPN بسنه نه کوي: د دې اړتیاوو لپاره باید لږ تر لږه ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسې په براوزر کې پرمختللي محرمیت تنظیمات فعال دي او د تعقیب مخنیوي لپاره غزونې نصب کړئ.
که VPN د خپلې انلاین چارو د ساتنې لپاره په پام کې نیسئ، پام مو وي چې د VPN کارول ښايي تل غوره حلاره نه وي؛ ځکه VPN په اوسني حالت کې یو کمزوری ټکی لري چې TunnelVision نومېږي. دا کمزوري بریدګر ته اجازه ورکوي چې ستاسې اړیکې د VPN پر ځای د خپل کمپیوټر له لارې هدایت کړي او په دې توګه ستاسې ترافیک ته لاسرسی ومومي.
په هغه حساسو حالاتو کې چې واقعاً اړتیا مو لرله چې خپل IP پته پټه کړئ، یوازې VPN خدمت بسنه نه کوي، ځکه VPN چمتو کوونکی کولای شي ستاسې ټول ترافیک وګوري.
د VPN خدمت کارول تاسو ته څه ګټه رسولی شي
د VPN خدمتونو کارولو له امله بل چاته داسې ښکاري چې تاسو په بل داسې هېواد هستوګن یئ چې د نوموړي لیکې ته لاسرسۍ پکښې مجاز دی، او څارګروته دا احساس ورکوي چې ګواکې تاسو پر یوې بلې لېکې یو مجاز لینک پرانیستی دی.
ځینې VPN خدمتونه د هغو فعالیتونو څخه ګټه اخلي چې د Windows، macOS، Linux، Android او iOS عملیاتي سیستمونو کې موجود دي. ځینې نور بیا اړتیا لري چې تاسې اضافي سافټویر (لکه OpenVPN یا WireGuard) پکښې نصب او تنظیم کړئ. ځینې VPN چمتو کوونکي بیا داسې ځانګړي انسټالر وړاندې کوي چې ستاسې لپاره ټول تنظیمات ترسره کوي.
څنګه یو مناسب VPN خدمت غوره کولی شئ
د یو مناسب VPN خدمت ټاکلو لپاره له ځانه لاندې پوښتنې وکړئ:
- Will it work for you? – Do you know other people in your situation who are using this VPN service? Have you confirmed with them that it does its job? If this is not the case, does the VPN offer a free trial so you can make sure it will work for you before you sign a contract? Especially if you are planning to use specific tools with your VPN (like for example peer-to-peer file sharing software), it's a good idea to check whether the VPN will work with that tool.
- Are VPN services legal in your country? – in some countries, VPNs are illegal and you might risk heavy fines or even imprisonment for using them. If VPNs are illegal in your country, you may want to look for a VPN service that offers obfuscated servers or for a different censorship circumvention tool.
- Is it trustworthy? – The most important question is whether you can trust the company or organization providing the service. When using a VPN, you are moving your point of trust from your local network and internet service provider to the VPN provider. Ask yourself if changing who can see your traffic really reduces your risks. The VPN provider will now be potentially able to observe your internet traffic instead, so you will want to ensure that you can trust them by considering the points below.
- What's the VPN provider's mission? – To be sure a VPN service is trustworthy, the first thing you should research is its mission or business model: what are the goals of the people managing it? Is the VPN managed by activists who want to fight surveillance or by a company? And if it is a company, who founded it? Does it have a public face, and what background do the founders have?
- Does it keep logs? – Another important feature to consider is whether the VPN service keeps logs – sooner or later, state authorities will ask a VPN provider to hand over data on one of its users for some investigation. Especially if the VPN is managed by a commercial company, it will be bound to collaborate with the investigators if it wants to stay in business. In such cases, the only way a VPN provider can avoid handing over data and breaching its users' trust is by just keeping on its servers as little information as possible on your connections. Check the privacy policy and terms of service of a VPN to figure out whether they keep logs or not. Also check the VPN's history: did it already receive requests for information by state authorities? How did it respond?
- Has it been audited? – A way of making sure that a VPN is willing to protect its users as it promises to do is by checking whether it undergoes regular audits by reputable and independent third parties. Since the protection granted by a VPN service relies on the way its infrastructure is set up and managed, the only possible way to check whether it is really secure is by submitting to regular tests. Check whether it undergoes audits, when it was last audited and whether the servers where audited too. If they only had their apps audited and not the backend infrastructure, you can't be sure what they do with your data when it goes through their servers.
- Where is it based? – Are the company's headquarters in a country that would comply with a request by authorities from your country? And is that country enforcing human rights and consumer protection? It is important to know whether the VPN provider will respect your privacy and rights, and whether it will be forced to collaborate with your country's authorities, especially if you are using the VPN service to secure activities that your country severely cracks down upon.
- How large is the network? – How many servers does the VPN have, and in how many locations? The larger the network, the more reliable your connection will be. It's also important to check whether the VPN has servers close to your region, as connections will probably be faster if you can use servers closer to you.
- What technology does it use? – Does the VPN use a reliable protocol and modern encryption technology? Look for services that provide at least 256-bit encryption and a modern VPN protocol like the open-source WireGuard or OpenVPN protocols.
- Does it include a kill switch feature? – In case of connectivity issues, the VPN might disconnect and your connection could become suddenly insecure without you knowing. To avoid this risk the best VPN services feature a kill switch that will automatically stop all connections whenever you have a connectivity issue. Note that some operating systems (like Android) provide a similar feature in their own settings.
- Also learn about the criteria we recommend to follow when choosing a tool.
د VPN یو خدمت غوره کړئ
- که غواړئ چې د VPN خدمتونو بېلګې ووینئ، د انترنیتي اړیکي خوندي کولو لپاره د ابزارو نوملړ ولولئ. په دې ګې ځینې آپشنونه هم شته تاسو کولای شئ خپل VPN وکاروئ.
- کله چې داسې VPN ومومئ چې ستاسې لپاره غوره وي، لږ تر لږه دوه VPN خدمتونه نصب کړئ، ترڅو که یو یې کار ونه کړي، بدیل یې شتون ولري.
وګورئ چې آیا ستاسو غوره کړی VPN کار کوي او که نه
کله چې داسې خدمت وټاکئ چې تاسې لپاره ګټور وي، لاندې ګامونه واخلئ ترڅو نوموړی وي-پی-ان په سمه توګه کار وکړي او ستاسې IP پته ښکاره نه کړي.
که شونې وي، د آزمویلو په وخت کې له چټک او ښه انترنت سره خپله وسیله ونښلوئ.
وګورئ چې د IP آدرس خو به مو نه وی افشا شوی
- خپل اوسنۍ آی-پی آدرس ولټوئ. تاسو کولای شی چې خپل آی-پی آدرس له
IPLocation یا
WhatIsMyIP څخه پیدا کړئ او یا هم د ګوګل په
لټون برخه کې ولیکئ چې: "?what is my IP".
- د آی-پی آدرس تر یو حده په دې ډول ښکاري:
172.105.249.143
یا2a01:7e01::f03c:92ff:fecd:7e45
.
- د آی-پی آدرس تر یو حده په دې ډول ښکاري:
- په عین الکترونیکی وسیله کې، خپل VPN یا هغه اپلیکیشن چې د انټرنیټ بندیزونو د مخنیوي لپاره کاروئ، فعال کړئ.
- بېرته هغه IP پته موندنې پاڼې ته لاړ شئ چې په لومړي ګام کې مو کارولې وه،
او پاڼه تازه کړئ.
- تایید کړئ چې اوس یوه بله IP پته تاسو ته ښودل کېږي.
- که هماغه مخکېنۍ IP پته ښکاري، نو ستاسې اپلیکیشن په سمه توګه کار نه کوي.
- که ستاسې وسیله ستاسې IP پته ښکاره کوي، نو لاندې ګامونه واخلئ ترڅو دا
ستونزه حل کړئ:
- خپله وسیله خاموش او بیا یې چالان کړئ.
- ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسې اپلیکیشن له VPN سرور سره وصل شوی دی.
- خپل فایروال او انټيوایرس لنډمهاله لپاره غیر فعال کړئ. که ستاسې IP پته د دې ګام وروسته نه ښکاریږي، بیا د فایروال یا انټيوایرس اسناد وګورئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې دا ستاسې د VPN فعالیتونه نه محدودوي.
وګورئ چې آیا DNS خو به نه وي افشاشوی
- خپل VPN بند کړئ، وروسته په BrowserLeaks کې د DNS لیک ټېسټ پاڼې ته ولاړ شئ. هغه ډومېنونه چې تاسو ته څرګندېږي، یادداشت کړئ.
- خپل VPN چالان کړئ او د DNS لیک ټېسټ پاڼه-DNS leak test page-بیا ابډېټ کړئ. هغه IP پتې چې اوس ښکاري باید د لومړي ګام په پرتله توپیر ولري. که هیڅ بدلون پکښې نه وي راغلی نو احتمالاً ستاسې VPN ستاسې DNS ښکاره کوي.
وګورئ چې آیا د WebRTC لیک (leak) شته او که نه
- لومړۍ خپل VPN بند کړئ، بیا په BrowserLeaks کې WebRTC لیک ټېسټ پاڼې ته ولاړ شئ. په Public IP Address برخه کې باید ستاسې IP پته ښکاره شي.
- اوس خپل VPN چالان کړئ او WebRTC leak test page بیا ابډېټ کړئ. هغه IP پته چې اوس ښکاري باید د لومړي ګام په پرتله توپیر ولري. که بدلون ونه کړي، نو احتمالاً ستاسې WebRTC لیک لري.
- د دې ستونزې د حل لپاره، WebRTC په خپل براوزر کې غیر فعال کړئ، خو په یاد ولرئ چې دا به د ویډیویي زنګونو (ویډیوکال) فعالیتونه هم غیر فعال کړي.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
ډېر VPN چمتو کوونکي خپلې خدمتونه د مؤثر په توګه اعلانوي، خو تاسو باید وګورئ چې ایا دوی واقعاً کار کوي او ستاسو IP پته نه افشا کوي.
دا اړینه ده چې د VPN د سم کار کولو او ګټورتوب څخه ځان ډاډمن کړو. او هم دا یقین ترلاسه کړو چې د اړتیا به وخت کې نومړی VPN سملاسي د کارولو وړ دی (یانې کله چې د یوې وېب پاڼې د خلاصولو هڅه کوی خو ګورئ چې هغه پاڼه بلاک ده او تاسو ته نه خلاصیږي- VPN په مرسته نوموړي پآڼه خلاصه کړای شئ). په عاجلو حالاتو کې، کله چې یو وېب سایټ مو پکار وي او هغه ابزار چې په مرسته یې د اړتیا وړ مواد ډاونلوډ کړئ، نو د سمې وسیلې موندل یو ستونزمن کار ګرځي.
همدارنګه، د عادي VPN خدمتونو څخه ګټه اخیستل هم په پام کې ولرئ
که VPN خدمتونه ستاسې په هېواد یا اداره کې بند وي، تاسې کولای شئ د سانسور د مخنیوي لپاره بدیله وسیلې وازمویئ ترڅو د اړتیا وړ ویبپاڼو ته لاسرسی ومومئ.
خپل VPN انسټال کړئ
- له داسې کس څخه مرسته وغواړئ چې په بل هېواد کې ژوند کوي ترڅو خپل VPN د Outline، Algo یا Amnezia VPN په مرسته تاسوته جوړ کړئ.
د سانسور د مخنیوي ځانګړې وسیله وازمویئ
- Android، iOS، Linux، macOS، یا Windows لپاره Lantern وآزمویئ.
- د Psiphon آپشن، انډرویډ (له
Playstore
او یا په مستقیم ډول له Psiphon's وېب سایټ
څخه ډاونلوډ کړئ.)،
iOS (یوازې iOS
12.0 یا ترهغې لوړ ماډل)،
macOS (macOS 11.0 یا
ترهغې لوړ ماډل، مک کمپیوټر چېApple M1 chip ولري) او
Windows لپاره وآزمایئ.
- که د Psiphon ډاونلوډ پاڼې بندې وې، تاسې کولای شئ د get@psiphon3.com له لارې یو ایمېل واستوئ ترڅو د بدیل ډاونلوډ لېنک ترلاسه کړئ چې ممکن کار وکړي.
- پام مو وي چې انډرویډ لپاره د Psiphon مستقیم ډاونلوډ لېنک به له تاسو وغواړي چې ناپېژندل شوي اپلېکېشنونو انسټال کړئ او یا به د دې اپلېکېشنونو د انسټال اجازه درنه وغواړي. دې نوموړي اجازې اپشن فعالول کېدای شي ستاسو الکترونیکي وسیله له ګواښونو سره مخ کړي. ښه به دا وي چې یوازې موقت وخت لپاره اجازه ورکړئ او وروسته د انسټالیشن له بشپړېدو سمدستي یې د اجازې آپشن غیرفعال کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
VPN تل کاري وړتیا نلري. په ځینو هېوادونو او ادارو کې VPN لکه ویب سایټ د بندېدو له ګواښ سره مل وي. په داسې مواردو کې د بدیل حللارو په کارولو سره، لکه ځانته VPN جوړول، سره له داسې IP پتې چې ستاسې د هېواد چارواکو ته نه وي معلومه، یا د ځانګړو وسیلو کارول چې د انټرنیټ فلټرونو د مخنیوي لپاره ډیزاین شوې دي، مرستندوی تمامېدای شي.
Algo, Outline او Amnezia وی-پې-اېن د پرانیستې سرچینې اپلیکیشنونه دي چې اشخاصو او ادارو ته د خپل خوندي VPN خدمت اداره کول اسانوي. د دې وسیلو په کارولو سره، هغه خلک چې انټرنیټ ته وړیا لاسرسی لري، کولای شي د VPN تنظیمات داسې اعیار کړي ترڅو هغو خلکو ته لاسرسی برابر کړي چې په هېوادونو کې یې د VPN د دوی د IP پتې له مخې فلټر کېږي.
Psiphon یوه وړیا او د پرانیستې سرچینې وسیله ده چې د سانسور مخنیوي لپاره ډیزاین شوې او د VPN پیژندونکو فلټرونو پر وړاندې د دفاع لپاره د ناڅرګندۍ (پټېدو) یو لایه کاروي. دا وسیله د هغو اعلان ورکوونکو له خوا تمویلېږي چې د خپلو اعلانونو لپاره کاروونکو ته د رسېدو پیسې ورکوي.
Lantern د سانسور مخنیوي یوه وسیله ده چې د پرانیستې سرچینې پروتوکولونو ټولګه کاروي ترڅو د انټرنیټ د عادي ترافیک په څېر ښکاره شي، او خپلې اړیکې نه بندېدونکې او نه پېژندل کېدونکې وساتي.
Tor وکاروئ
- زموږ د محرمیت وسیلو لارښود وګورئ.
- لکه څنګه چې ځینې ویبپاڼې او سرچینې ستاسو هېواد کې بندېدای یا محدودېدای شي، د Tor شبکه هم ممکن له لاسرسۍ ووځي. په داسې حالاتو کې، کولی شئ له Tor Bridge څخه ګټه واخلئ.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
د وړیا او د پرانیستې سرچینې محرمیت وسیلو، لکه Tor Browser، کارول په ځانګړي ډول هغه مهال ګټور وي چې ستاسې اصلي اندېښنه یوازې د انټرنیټ سانسور نه؛ بلکې د دولت څارنه هم وي. که نه غواړئ د سانسور شوو سرچینو د کاروونکي په توګه وپېژندل شئ، نو د Tor کارول درسره مرسته کولای شي (بعضي هېوادونو کې ځینې ویبپاڼو ته تلل یا ځینې انلاین چارې غیرقانوني ګنل کیږي او یا له دولت لخوا منع کړای شوي دي) .
Tor، لکه VPN، یوازې د انټرنیټ ترافیک د یوې ځانګړې خدماتي شبکې له لارې نه هدایت کوي، بلکې ستاسو انترنت اړیکه د نړۍ په بیلابیلو ځایونو کې د رضاکارانو له خوا چلول کېدونکو سرورونو له لارې لېږدوي. ستاسو د ویب غوښتنې انکرېپټوي او موخې ته له رسېدو مخکې یې لږ تر لږه درېیو بېلابېلو سرورونو څخه تېروي. په دې توګه، د هر هغه چا مخه نیسي چې ستاسو انټرنیټ اړیکې تعقیبوي تر څو وګوري چې تاسو کومې ویبپاڼې ګورئ، او همدارنګه د هغو ویبپاڼو مخنیوی کوي چې ستاسو فزیکي موقعیت څارګر لوري ته په ډاګه کوي.
که چیرې مو په هېواد کې د Tor کارول بند وي یا خطرناک وي، کولی شئ د Tor Bridges څخه ګټه واخلئ؛ Tor داسې سرورونه دي چې په عامه توګه د Tor په لارښود کې لیست شوي نه دي او له همدې امله د ISP یا حکومتونو له خوا د شبکې د بندولو لپاره نه شي پېژندل کېدلای.
په غیرمرکزي شبکو کې د محتوا لاسرسی او شریکول په پام کې ونیسئ
- I2P وکاروئ.
- Ceno Browser وکاروئ.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
په هغو هېوادونو کې چېرژیمونه یې ډېر ځپونکي وي، ډېری د سانسور مخنیوي وسیلې ممکن د لاسرسی وړ نه وي او یا یې کارول خطرناک وي. په غیرمرکزي شبکو باندې جوړ شوي وسیلې، لکه I2P او Ceno Browser، په ځانګړي ډول د دې مواردو لپاره جوړې شوې دي. ایډيا دا ده چې که شبکه مرکزي نه وي، نو دا د سانسور په وړاندې ډېره مقاومه کېږي، ځکه چې هیڅ ځانګړې نقطه نشته چې ناکامه شي او منځپانګه په هر نوډ کې شریکېدای او د لاسرسي وړ کېدای شي.
I2P د دې پټ او مقاومت لرونکو شبکو څخه ده، نو که تاسو یې وکاروئ، تاسو پېژندل کېدای نه شئ.
Ceno Browser یو براوزر دی چې د سانسور شوو ویبمنځپانګو ته د لاسرسي امکان درکوي. دا د ویبمنځپانګو شریکولو ملاتړ کوي او کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د یوې غیرمرکزي شبکې له لارې یو بل سره مرسته وکړي.
هغه سافټویر انسټال کړئ چې ستاسې هېواد کې د لاسرسي وړ نه وي
- Algo ،Outline او Amnezia وی-پی-ان د پرانیستې سرچینې اپلیکیشنونه دي چې اشخاصو او ادارو ته د خپل خوندي VPN خدمت اداره کول اسانوي. د دې وسیلو په کارولو سره، هغه خلک چې انټرنیټ ته وړیا لاسرسی لري، کولای شي د VPN تنظیمات داسې اعیار کړي ترڅو هغو خلکو ته لاسرسی برابر کړي چې په هېوادونو کې یې د VPN د دوی د IP پتې له مخې فلټر کېږي.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
که په داسې هېواد کې ژوند کوئ چې د سانسور مخنیوي د اپلېکېشنونو ډاونلوډ پکښې بند وي، نو د هغه ابزار وکاروئ چې د سانسور پر وړاندې مقاوم، د پسکوچې چېنل له لارې ډاونلوډیږي. دغه چېنلونه عبارت دې له: Paskoocheh website, Android app, email bot and Telegram bot.
د بندو شوو ویبپاڼو د لیدو لپاره د نورو وسیلو د کارولو په اړه دا پوښتنې وکړئ
په دې لارښود کې موږ یو شمېر وسیلې وړاندې کړې چې تاسې یې د انټرنیټ له بندیزونو سره د اړیکې ساتلو لپاره کارولی شئ. په کارولو یې تاسو انترنت سره خپلې اړیکې ساتلی شئ.
ممکن ستاسو ملګري یا همکاران هم ځینې نور ابزار تاسو ته معرفي کړي او تاسو به د دې ابزارو د خوندیتوب او اغېزمنتوب په اړه پوښتنې او اندېښنې لرئ.
- د سانسور د مخنیوي د وسیلو نوملړ په Awesome anti-censorship git repository کې موندلی شئ.
- که غواړئ پوه شئ چې کوم وسایل ستاسې اړتیاوو ته مناسب دي، د ډېجېټلي خوندیتوب لارښود کې د ابزارو د غوراوي معیارونهوګورئ. همدارنګه، له ځانه وپوښتئ چې آیا هغه خدمت چې تاسې یې کارول غواړئ تاسو لپاره کار ورکوي، ستاسو هېواد کې قانوني عمل دی، او د باور وړ دی.
آیا دا یو ویبپر بنسټ پراکسي دی، بل ډول پراکسي دی او که د انسټالولو لپاره ځانګړی سافټویر دی؟
که داسې کمپیوټر کاروئ چې هغه ستاسو نه وي او د انسټالولو به موخه د اډمېن اجازه نه لرئ، او یا د انسټالولو اجازه لرئ خو تاسو له ګواښ سره مخ کوي، نو د وېب-پر بنسټ د پراکسي کارول ګتور دی. مګر په یاد ولرئ چې هغه باوري اپلیکیشنونه چې د براوزر بهر کار کوي، د ویبپر بنسټ پراکسي په پرتله، هم خوندي او هم د باور وړ دي.
که مجبور یاست چې د براوزر له لارې پراکسي وکاروئ، هېڅکله رمزونه یا حساس معلومات مه تبادله کوئ. هیڅکله د HTTP پر ځای د HTTPS پتې سره پراکسي مه کاروئ، ځکه چې دا به مو د ویب غوښتنې او ثبت شوي معلومات پراکسي مالکانو ته ښکاره کړي.
همدارنګه په یاد ولرئ چې ځینې پراکسي (چې د SOCKS پراکسي په نوم یادېږي) ویبپر بنسټ نه دي خو ټول ترافیک مو د خپلو سرورونو له لارې لیږدوي. په دې توګه تاسو به هغو خدمتونو ته لاسرسی ومومئ چې ستاسې هېواد یا اداره کې بند شوي وي، خو دا چاره اړیکې مو نه انکرېپټوي.
آیا نوموړۍ پراکسي عام دی یا خصوصي؟
عام پراکسي د هر چا له خوا په وړیا ډول کارېدلی شي. مګر که نه پوهېږئ چې څوک یې وړاندې کوي یا ولې یې وړاندې کوي، نو دا احتمال شته چې د زیان رسولو لپاره چمتو شوی وي. عامه پراکسي ډېر ژر د ګڼهګوڼې له امله اغېز یې کمیږي او د بندیدو احتمال یې زیاتېږي. خصوصي پراکسي بیا په ځینې طریقو لاسرسی محدودوي، ډېری وختونه د میاشتني یا کلني فیس په اخیستلو سره چلېږي.
که وکولی شئ چې په یوه باوري، خوندي او د باور وړ خصوصي پراکسي کې اکاونټ جوړ کړئ، نو دا به احتمالاً د عامه پراکسي په پرتله ډېر دوام وکړي.
له OONI کارولو ګټه واخلئ
که په سیمه کې مو د د انټرنیټ د لاسرسي پر مهال کومه وېب پاڼه یا انترنتي خدمتونه بند شوي وي، خپله تجربه له Open Observatory of Network Interference (OONI) سره شریکه کړئ. OONI د دغه ډول پېښو په اړه ارقام ټولوي.
مخکې له دې چې OONI وکاروئ، پام مو وي، هر هغه څوک چې ستاسو انترنتی فعالیت څاري، کولای شي پوه شي چې تاسو OONI Probe کاروئ. که په ځپونکي رژیم لرونکي هېواد کې ژوند کوئ نو بهتره ده چې د OONI Probe کارولو اړوند بالقوه خطراتو باندې ځان پوه کړئ.