خپل Mac کمپیوټر خوندي کړئ

Updated25 June 2024

Table of Contents

...Loading Table of Contents...

    که Mac کاروئ، ممکن دا مو اورېدلې وي چې Mac کمپیوټرونه د نورو وسایلو په پرتله خوندي دي. خو دا تل ریښتیا نه‌وي. خونديتوب په دې پورې تړلی دی، چې موږ خپل وسایل او هغه سافټویرونه چې هر وخت زیانمنېدای شي؛ څنګه کاروو. د دې لارښود ګامونه تعقیب کړئ؛ ترڅو خپله وسیله خوندي کړئ او وخت په وخت د دې تنظیمات وڅارئ؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې کوم څه نه دي بدل شوي.

    د خپلې وسیلې د عملیاتي سیسټم (آپېرېټېنګ سیستم) وروستۍ نسخه وکاروئ

    • د سافټویرونو د ابډېټ لپاره د باور وړ ځایونه، لکه خپل کور یا دفتر وکاروئ، نه د انټرنېټ مرکز یا کافي شاپونه.
    • وروستۍ نسخې ته د عملیاتي سیسټم ابډېټ کېدل ممکن څو ځلې سافټویر ډاونلوډ او د کمپیوټر بیا چالانول درنه وغواړي. له همدې کبله، خپل کمپیوټر په داسې وخت کې اپډيټ کړئ چې د کاراخیستلو اړتیا مو ورته نه وي.
    • له ابډېټ وروسته بیا وګورئ، چې آیا نورې برخې ابډېټ ته اړتیا لري که نه.
    • که د MacOS وروستۍ نسخه مو په وسیله کې نشي کارېدلی، نو غوره ده چې نوې وسیله واخلئ.
    • د دې لپاره چې ابډېټ په بشپړه توګه ترسره شي، د کمپیوټر د بیاچالانېد (ریسټارټ) غوښتنې سره سم عمل وکړئ.

    یادونې

    ولې دا سپارښتنه کوو

    په ورځني ډول مو د وسایلو او اپلیکیشنونو په کوډ کې نوې نیمګړتیاوې موندل کېږي. بریدګر ممکن ستاسو وسیلو ته د لاسرسي لپاره له دې نیمګړتیاوو ګټه واخلي. خو سافټویر جوړوونکي په منظم ډول دا نیمګړتیاوې حلوي. له همدې امله دا خورا مهمه ده چې د خپلې وسیلې لپاره تازه نسخه وکاروئ او وسیله ابډېټ کړئ. سپارښتنه کوو، چې خپله وسیله د اتومات ابډېټ لپاره تنظیم کړئ، ترڅو دا کار هېر نه‌کړئ.

    د Lockdown Mode فعالول

    په کلکه سپارښتنه کوو چې په خپل Mac کمپیوټر کې Lockdown Mode فعال کړئ دا چاره مو وسیله ډېره خوندي کوي او ممکن د وسیلې په کارولو کې هېڅ بدلون یا ډېر لږ بدلون رامنځته کړي.

    ولې دا سپارښتنه کوو

    Lockdown Mode هغه پرمختللي میتودونه محدودوي چې د Pegasus په څېر مالویر یې د برید لپاره کاروي. د Lockdown Mode ځانګړتیاوې باید د ټولو لپاره شتون ولري او د عملیاتي سیسټم یوه معیاري برخه وي.

    د باور وړ سرچینو څخه اپلیکیشنونه وکاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    دmacOS لپاره رسمي app store د Apple's App Store په نوم یادیږي. په یو ځای کې د اپلیکیشنونو ساتل درسره مرسته کوي، تر څو اسانۍ سره خپل اړین اپلیکیشنونه پیدا او نصب (انسټال) کړئ. همدارنګه، آپل لپاره به د داونلوډ شویو اپلېکېشنونو څخه څارل هم آسانه کړي؛ نو هڅه وکړئ چې اپلېکېشنونه یوازې له آپ-ستور څخه ډاونلود کړئ.

    که ډاډه یاست، چې یو ځانګړی اپلیکیشن خوندي دی؛ نو یوازې د هغه جوړونکي له رسمي وېبپاڼې څخه یې ډاونلوډ کړئ. په هر صورت، "Mirror" وېبپاڼې کېدای شي ناباوره وي، پرته له دې چې په هغو خلکو باور لرئ، چې دا خدمتونه وړاندې کوي. که د یو اپلیکیشن ګټې له خطرونو ډېرې وي؛ نو له وسیلې څخه د شخصي معلوماتو د لېرې ساتلو په بڼه باید نور احتیاطي ګامونه پورته کړئ.

    د دې لپاره چې وپوهېږئ ایا یو اپلیکیشن باید وکاروئ، دغې برخې ته مراجعه وکړئ: د ډېجېټلي خوندیتوب صندوق څنګه هغه زمونږ سپارښتنې غوره کوي چې مونږ یې وړاندې کوو.

    غیرضروري اپلیکیشنونه له وسیلې لرې کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    د وسیلې او اپلیکیشنونو په کوډ کې مو هره ورځ نوې نیمګړتیاوې موندل کېږي. بریدګر ممکن له دې نیمګړتیاوو ګټه واخلي ترڅو مو وسیلو ته لاسرسی پیدا کړي. هغه اپلیکیشنونه چې کاروئ یې، نه لرې کول یې درسره مرسته کوي چې زیان‌رسوونکي اپلیکیشنونه محدود کړئ. سربېره پر دې، نه کارول شوي اپلیکیشنونه ممکن د ځای په څېر ستاسې معلومات نورو ته ولېږي، هغه څه چې تاسو یې نه‌غواړئ.

    هغه اپلیکیشنونه وکاروئ چې د محرمو مالوماتو ساټلو لپاره آسانتیاوې لري

    ولې دا سپارښتنه کوو

    Mac کمپیوټرونه له مخکې څخه ځینې اپلیکیشنونه لکه Safari یا iTunes لري، چې د privacy او امنیت اړوند ستونزې لري. پر ځای یې باید د خوندیتوب لپاره مناسب اپلیکیشنونه وکاروئ؛ ترڅو ویب‌پاڼې وګورئ، ایمیلونه ولولئ او نور اړین کارونه ترسره کړئ.

    د اپلیکیشن اجازه‌لیکونه دقیق ولولئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    هغه اپلیکیشنونه، چې حساسو معلوماتو لکه ځای، مایکروفون، یا کېمرې ته لاسرسی لري، ممکن دا معلومات افشا یا د بریدګرو لخوا وکارول شي. نو که یو اپلیکیشن ځای، مایکروفون یا کېمرې ته اړتیا ونه لري، اجازه‌لیکونه یې بند کړئ.

    د ځای (لوکشن) خدمات بند کړئ او تاریخچه (هېسټوري) پاکه کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل مو د GPS، مبایل برجونو او وای‌فای له لارې موقعیت څاري. که مو وسیله فزیکي ځای ثبتوي، نو دا کار زمینه برابروي چې یو څوک مو په اړه حساس معلومات ترلاسه کړي، په یو معین وخت کې ستاسو پر موقعیت پوه شي، او یا ستاسو ریکارډ د ثبوت په توګه داسې وکاروي چې ستاسو شتون د یو بل مشخص وګړي سره په عین زمان کې په یو موقعیت کې وښیي.

    په خپلو وسیلو کې د یوزر (کاروونکي) بیل اکاونټونه جوړ کړئ

    • په وسیله کې له یو څخه زیات اکاونټونه جوړ کړئ، چې یو د "اداري (اډمېن-admin) " او نور د " عادي (standard) " اکاونټ په توګه کار ترې واخلئ.
      • د اډمېن اکاونټ ته باید یوازې تاسې لاسرسی ولرئ.
      • عادي یا ستاندرد اکاونټ باید ټولو اپلیکیشنونو، فایلونو یا تنظیماتو ته لاسرسی ونه لري.
    • عادي یا استاندرد اکاونټ خپل ورځني کارونو لپاره وکاروئ:
      • اډمېن اکاونټ یوازې هغه وخت وکاروئ، کله چې د سافټویر د نصبولو په څېر د وسیلې خوندیتوب پورې اړوند بدلونونه غواړئ.
      • د ورځني کار لپاره د عادي (ستاندرد) اکاونټ کارول د زیان رسوونکي سافټویر له بریدونو څخه د وسیلې د خوندي ساتلو امکانات زیاتوي.
      • کله چې له سرحدونو څخه تېرېږئ، "د سفر اکاونټ" پرانیستل درسره مرسته کولی شي، ترڅو مو حساس فایلونه پټ وساتل شي. دا نو تاسو وارزوئ ، چې آیا سرحدي چارواکي به مو وسیله جدي وپلټي په موخه ضبط کړي او که یوازې د لنډې کتنې لپاره به له ستاسو اخلي؟ که ډېره پلټنه نه کوي، د عادي اکاونټ په کارولو سره د امکان وړ انکار زمینه برابره کړئ.
    • Lپه Mac کمپیوټر کې خپل یوزر اکاونټ اضافه کولی شئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    په کلکه توګه سپارښتنه کوو، چې د حساسو کارونو لپاره خپلې وسیلې له نورو سره شریکې نه کړئ. خو که اړ شئ چې وسیله له همکارانو یا کورنۍ سره شریکه کړئ، د جلا اکاونټونو جوړولو له لارې کولی شئ خپل اډمین امتیاز او حساس معلومات خوندي وساتئ.

    له وسیلې سره مو تړلي غیر ضروروي اکاونټونه لرې کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که بل چا ته د وسیلې د لاسرسي نیت ونه لرئ، غوره ده چې دا اضافي "دروازه" خلاصه پرې نه‌ږدئ (دا د برید د سطحې کمولو په نوم یادېږي). سربېره پر دې، د حسابونو څېړنه کولی شي. هغه حسابونه ښکاره کړي، چې په وسیله کې مو پرته له خبرتیا جوړ شوي دي.

    له وسیلې سره تړلي اکاونټونه خوندي کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    د macOS لپټاپ، Apple Watch، iPad او د Apple TV په څېر ډېری وسایل د Apple ID له حسابونو سره تړلي وي. په یو وخت کې کېدای شي، له یو څخه زیات وسایل (لکه ټېلفون، لپټاپ یا ټلوېزیون) وصل وي. که بل څوک مو له اجازې پرته حسابونو ته لاسرسی لري، د دې برخې ګامونه به درسره مرسته وکړي چې دا لاسرسی بند کړئ.

    د یوزر اکاونټونه او کمپیوټر د قوي پاسفریز (passphrase) په مرسته خوندي کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله ضبط یا غلا شي، یو قوي پاسفریز به درسره مرسته وکړي، چې څوک ونه‌شي کولای، یوازې د لنډ پاسورډ په اټکل کولو سره یې پرانیزي.

    غیر له پاسفیرز څخه مونږ بل د لاګېن (اکاونټ ته د ننوتلو) آپشن سپارښتنه نه کوو. که ونیول شئ یا مو پلټنه وشي، کېدای شي د جبر له لارې غوښتنه درنه وشي چې وسیله مو د ګوتې نښان په مرسته پرانیزئ.

    له همدې امله، د ننوتلو لپاره تر ټولو خوندي طریقه اوږد پاسفریز دی.

    خپل سکرین د کلپ او غیرمتحرک (سلیپ-sleep) حالت ته تنظیم کړئ

    تاسو یې وټاکئ چې کوم شیان باید په قلف شوي سکرین کې د ښکارېدو وړ وي

    کله چې ستاسو کمپیوټر د لاک (قفل) په حالت کې وي، څنګه کولی شو چې سکرین باندې د خبرتیاوو (نوټېفېکېشن) راڅرګندېدلو مخه ونیسو:

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله ضبط یا غلا شي، یو قوي سکرین لاک یې خوندیتوب برابروي. خو که د کلپ شوي سکرین خبرتیاوې فعالې وي، هر څوک مو چې وسیله ترلاسه کړي، کولای شي د پیغامونو یا ایمیلونو له لارې شخصي معلومات وګوري.

    غږیز کنټرول (وایس کنټرول) غیر فعال کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله داسې تنظیم کړئ، چې تاسې ورته د کنټرول لپاره خبرې وکړئ، نو ممکنه ده چې بل څوک مو په وسیله کې داسې کوډ نصب کړي چې خبرې مو واوري.

    سربېره پر دې، د غږ تقلید خطر هم شته؛ یو څوک مو غږ ثبتولی شي او پرته له اجازې مو وسیله کنټرولولی شي.

    که کوم عذر ولرئ، چې لیکل یا د لاسي کنټرول کارول درته ستونزمن وي؛ نو ممکن د غږیز کنټرول کارولو ته اړتیا ولرئ. دا برخه درته دا لارښوونې وړاندې کوي، چې څنګه یې په خوندي ډول تنظیم کړئ. خو که کوم عذر ونه‌لرئ او بیا هم غږیز کنټرول فعال ساتئ؛ نو دا به خورا خوندي وي چې بند یې کړئ.

    د فزیکي خوندیتوب فلټر وکاروئ، ترڅو مو بل څوک سکرین ونه ویني

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وخت فکر کوو، چې په ډیجیټلي خوندیتوب بریدونه تخنیکي اړخونه لري، خو ممکنه ده چې د بشر حقونو ځینو مدافعینو خپل معلومات له لاسه ورکړي وي؛ ځکه چې بل چا یې سکرین له شا څخه لیدلی یا یې امنیتي کېمرې استعمال کړې دي. د خوندیتوب فلټر کارول د دې ډول بریدونو، چې "شولډر سرفینګ" ورته وایي، د بریا امکانات کموي. د خوندیتوب فلټرونه باید په هغو پلورنځیو کې شتون ولري، چې د وسیلو لپاره مو نور وسایل وړاندې کوي.

    د کېمرې پوښ وکاروئ

    • لومړی، وګورئ چې په وسیله کې مو کېمرې چیرته دي. که مو پلګ‌این کېمره کارولې وي یا مو وسیله جوړښتي کېمره (له کمپنۍ لخوا نصب شوي کمره) ولري، د هغې موقعیت پیدا کړئ.
    • کېمره لپاره یو ساده پوښ جوړ کړئ: په کېمره باندې یو کوچنی چسپ لرونکې پټۍ ولګوئ او کله چې ورته اړتیا لرئ، لرې یې کړئ. پټۍ د سټیکر په پرتله غوره ده؛ ځکه چې منځنۍ برخه یې چسپ نه لري، او لینز مو نه خرابوي.
    • یا د خپل خوښې پلورنځي کې د خپل کمپیوټر ماډل لپاره د "webcam privacy cover thin slide" پلټنه وکړئ، ترڅو د خپل کمپیوټر لپاره مناسب پوښ ومومئ.
    • تاسو کولی شئ چې ځانګړو اپلیکیشنونو لپاره د خپلې کامرې لاسرسی بند کړئ.
    • تاسو کولی شئ چې په Mac کمپیوټر کې، د کمپنۍ لخوا نصب شوي کېمره په بشپړه توګه غیر فعاله کړئ. د دې چارې لپاره: تنظیماتو ته لاړ شئ > Screen Time > Content & Privacy، د Content & Privacy بټن فعاله کړئ، App Restrictions کلیک کړئ، د Allow Camera غوراوی بند کړئ او Done کلیک کړئ. د نورو معلوماتو لپاره د Mac کمپیوټر په سکرین-ټایم باندې د آپلېکېشن او د محدودیتونو د لګولو (App & Feature Restrictions settings) اړوند لارښود و ګورئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    زیان رسوونکی سافټویر کولای شي، په وسیله کې مو کېمره فعاله کړي، ترڅو تاسې او شاوخوا خلک وویني، یا پرته له دې، چې پرې خبر شئ؛ ځای مو وپېژني.

    هغه اړیکې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ټولې بې‌سیمه اړیکې، لکه وای‌فای، NFC یا بلوتوث، ممکن د بریدګرو لخوا د شبکو د کمزورو ځایونو د غلطې کارونې لپاره وکارول شي.

    کله چې وای‌فای یا بلوتوث فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي، چې هغه شبکې یا وسایل پیدا کړي، چې مخکې ورسره نښلېدلي یاست. دا ډول فعالیت کولای شي ستاسې وسیله د بریدګرو لپاره د هدف په توګه اسانه کړي.

    د دې دلیل لپاره، غوره ده چې وای‌فای او بلوتوث یوازې هغه مهال فعال کړئ، چې اړتیا ورته ولرئ. دا کار هغه وخت را کموي، چې بریدګر یې ستاسې د وسیلې د زیانمنولو لپاره کارولی شي.

    الکترونیکي وسیله کې مو د وای فای ثبت شوې شبکې پاکې کړئ

    • د شبکې نومونه او پاسورډونه د شبکو په لیست کې د ساتلو پر ځای په خپل پاسورډ منیژرکې وساتئ.
    • که مو شبکې د وسیلې په لیست کې خوندي کړې وي، ډاډ ترلاسه کړئ چې:
      • هغو انترنېټې شبکې چې تاسو یې خپل کمپیوټر کې ثبت (save) کوئ، په اتوماتیک توګه خپل ډيوایس مه نښلوئ. د خپل کمپیوټر په wifi settingsکې د پېژندل شویو انترنېټې شبکو به لېست باندې کرسر (cursor) راولئ، د آپشن بټن کېکاږئ او Auto-Join غیرفعال (uncheck) کړئ.
      • هغه شبکې چې نور یې نه کاروئ؛ په منظمه توګه یې هېرول خپل عادت وګرځوئ. زېرمه شوي وای فای انترنتي شبکې څنګه حذفولی شو برخه ولولئ چې څنګه د وای‌فای شبکې ډېلیټ کولی شو.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    کله چې وای‌فای فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي چې پخوانۍ شبکې پیدا کړي او ورته ونښلول شي. دا کړنه د وسایلو د پېژندنې د ځانګړې نښې په څېر ده، چې ممکن نږدې کسانو ته مو د وسیلې هدف ټاکل اسانه کړي. د دې خطر د مخنیوي لپاره، خپل ثبت شوې وای‌فای شبکې پاکې کړئ او وسیله داسې تنظیم کړئ چې ټولې شبکې په دوامداره توګه ونه لټوي. که هکر تاسو سره نږدي ناست وي، هغه کولی شي چې ستاسو الکترونیکي وسیله وپېژني او ځانګړنه یې داده چې تاسو به یو یا څو ځله د کور او دفتر انترنت سره خپله وسیله وصل کړي وي، او نوموړی هکر به وتوانیږي چې ستاسو د بایومیټریک نښې ته لارسری پیدا او ستاسو الکترونیکي وسیلي ته ننوځي.

    د دې لپاره ستاسو الکترونیکي وسیله له انترنیټ له لارې و نه پېژندل شي نو په وسیله کې مو ثبت شوي وای فای شبکې پاکې کړئ او خپله وسیلې سېټېنګ داسې اعیار کړئ چې په اتومات ډول د وای فای شبکې و نه پېژني. په دې توګه ستاسو وسیله به په آسانۍ سره هرې وای افی شبکې سره نه نښلیږي بلکه له هغو شبکو سره د نښلېدو آپشن درکوي چې په پسورد منیژر کې له مخه ثبت شوي وي.

    هغه شریکونې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ

    • AirDrop خاموش کړئ.
      • که تاسو پریکړه کوئ چې AirDrop د خپلو اړیکو سره وکاروئ، نو د AirDrop څنګ ته پر غشي (arrow)کلیک وکړئ او بیا Contacts Only (یوازې اړیکې) وټاکئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې له خپلې اړیکو لیست څخه هغه کسان لرې کړئ چې نه غواړئ معلومات ورسره شریک کړئ.
    • د Mac کمپیوټر د Sharing تنظیماتو په هکله لارښود وګورئ. بیا ټول هغه خدمتونه چې تاسو یې نه غواړئ، Un-check کړئ او هغه خدمتونه چې تاسو ته اړین وي (لکه د سکرین شریکول، پرنټر شریکول یا د میوزیک لپاره د میډیا شریکول) د هغوی د تنظیم او مدیریت آپشنونه مرور کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل دا امکان لري، چې فایلونه او خدمتونه له نږدې کسانو سره شریک کړي. که دا فیچر د اړتیا پرته فعال وي، زیان رسوونکي افراد مو وسیله د ناوړه کارونې لپاره هدف ګرځولی شي.

    خوندي دېوال (Firewall) فایروال وکاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    فایروال د امنیت یوه غوره تګلاره ده چې ستاسو وسیله ته د ناوړه اړیکو د ننووتلو مخه نیسي. دا د یو ساتونکي په څېر کار کوي، د معلوماتو تګ او راتګ ته ارزونه کوي او پرېکړه کوي چې کومې اړیکې اجازه لري. موږ سپارښتنه کوو چې خپل فایروال چالان کړئ ترڅو زیان رسونکی کوډ ستاسو کمپیوټر ته د لاسرسي هڅه ونه کړي. د فایروال د پخوانۍ (ډیفالټ) ترتیب ډېرو خلکو لپاره کافي خوندیتوب برابروي.

    د خوندیتوب نورې سپارښتنې

    • په System Preferences > Spotlight > Search Results کې، لږ تر لږه "Contacts," "Events & Reminders," "Mail & Messages," او "Siri Suggestions" غیر فعال کړئ.
    • په System Preferences > Spotlight > Privacy کې هغه حساس فولډرونه اضافه کړئ، چې نه غواړئ Spotlight یې Apple ته ورکړي.
    • macOS لپاره د خوندیتوب او محرمیت نورې سپارښتنې.

    د لوړې کچې سپارښتنه: معلومه کړئ چې آیا وسیله مو له اجازې پرته د بل چا لخوا کارول شوې ده (ساده فورنسیک)

    ولې دا سپارښتنه کوو

    تل روښانه نه وي، چې څوک مو وسیلې، فایلونو یا اړیکو ته لاسرسی لري. دا اضافي سپارښتنې او چک‌لیستونه درسره مرسته کوي؛ ترڅو معلومه کړئ چې ایا وسیله مو بدل شوې ده که نه.