هغه مالومات چې ستاسو پېژندنه آسانوي، له منځه یوسئ
Updated20 March 2024
Table of Contents
...Loading Table of Contents...له عکسونو او فایلونو څخه د پېژندنې معلومات لرې کړئ
عکسونه او ویډیوګانې ډېر زیات معلومات ښکاره کولای شي، لکه د هغو خلکو مخونه چې په یو لاریون کې ګډون کوي، یا یو سیلفي چې په ځانګړي وخت کې ستاسې کره پته په تصویر کې ښکارېدونکي کوڅې په اشاره په ډاګه کوي.
خو دا یوازې د عکسونه او ویډیوګانې نه دي چې له لارې یې معلومات په ډاګه کېږي او پېژندنه ترسره کیږي. په خپل لومړني حالت کې، عکسونه، ویډیوګانې، PDFs فایلونه او نور فایلونه په اتومات ډول میټا ډېټا لري. میټاډېټا د فایل په اړه معلومات وړاندې کوي: لکه د فایل د جوړېدو نېټه، ځای، د جوړونکي وسیله او نور. میټاډېټا که څه هم د فایل موندلو یا آرشیف کولو لپاره ګټور وي؛ خو د هغه چا لپاره چې غواړي د فایل جوړوونکي یا خپروونکي په اړه نور معلومات ترلاسه کړي، ستونزمن تمامېدلای شي. د بېلګې په توګه، په دې کې کېدای شي د GPS معلومات او نېټه/وخت شامل وي، چې یاد جزئییات ستاسې د عکسونو اخیستلو ځای او فزیکي موقعیت په ډاګه کړي.
دا لارښود تاسې ته له عکسونو، ویډیوګانو، PDFs فایلونو او نورو فایلونو څخه د پېژندنې معلوماتو د لرې کولو لارې چارې درښيي.
له عکسونو د پېژندنې معلومات لرې کړئ
که غواړئ د خپل موبایل په مرسته عکسونه واخلئ او په انلاین بڼه یې له خپرولو (پوسټ کولو) مخکې د خلکو مخونه یا نور پېژندویه جزئیات پکسلیټ-pixelate (ناڅرګند) کړئ، نو کولی شئ د دې موخې لپاره له ګڼو وسیلو ګټه واخلئ.
که څه هم خواله رسنۍ لکه انسټاګرام، فیسبوک یا سنپچټ د عکسونو د اپلوډ کولو دمخه اپلوډ کوونکي ته د اپلوډ کېدونکي عکس د ایډیټ کولو اپشن وړاندې کوي؛ خو دا کار په دې مانا ده چې عکس مو لومړی په دغه پلتفارم کې اپلوډ کېږي او وروسته به تغیرات پکښې راوستلی شئ. دا نو بیا د دې امکان زیاتوي چې یاد پلټفارم ستاسې اصلي عکس وساتي او د اړتیا په صورت کې یې له نورو سره شریک کړي. له همدې امله، غوره ده چې د خپل موبایل جوړ شوي ایډیټ کولو وسیلې وکاروئ او د انلاین اپلیکیشنونو پر ځای په خپله وسیله (مثلا موبایل) کې له عکسونو د پېژندنې معلومات لرې کړئ.
په یاد ولرئ چې ستاسې اصلي عکسونه ممکن په اتومات ډول بک اپ شي. که نه غواړئ چې بک اپ شي، نو د عکسونو لپاره 'بک اپ' افشن غیر فعال کړئ یا خپل اصلي عکسونه له بک اپ پلټفارم څخه حذف کړئ.
- له اندروید او iOS وسیلو څخه له عکسونو د پېژندنې معلوماتو د لرې کولو په اړه د عکسونو ایډیټ کولو عملي لارښود ولولئ.
** انډرویډ او iOS**
Signal یو وړیا او د پرانیستې سرچینې محرمیت ته ژمن د اړیکو نیولو اپلیکیشن دی چې په مرسته یې کولای شئ عکس واخلئ او په عکس کې شامل مخونه داسې اېډېټ کړئ چې ناپېژندویه/ ناڅرګند شي. د دې لپاره، Signal کې د انځور سانسورول نور مالومات لري.
Signal تاسو ته دا امکان درکوي چې عکس واخلئ، خپل ځان ته یې واستوئ او بیا یې ډاونلوډ کړئ، په انلاین پلټفارم کې یې اپلوډ کړئ یا یې د اړیکو د کومې بلې وسیلې له لارې واستوئ.
اندروید Android
- د انځور یا په انځور کې د پېژندنې د شاخصونو سانسور یا پټولو او همدارنګه له میټا ډېټا څخه د کېمرې او لوکشن مشخصاتو لرېکولو لپاره د Obscuracam سافټویر وکاروئ.
- یا د یو بدیل غواروي په توګه، د عکس د ایډیټ کولو لپاره built-in Photo app to edit a photo وکاروئ. دې لپاره چې ستاسې راوړل شوي بدلونونه/ تعدیلات د "رابرسېره کولو" د تخنیکونو په مرسته بېرته په ډاګه نه شي، د "Pen" وسیله وکاروئ او لږ تر لږه دوه ځله یې د پېژندنیزو/ پېژندویه جزئیاتو پر سر باندې راوکاږئ.
آی-او-اس iOS
- پر انځور د لیکلو یا رسمیو لپارهد Photo اپلیکیشن وکاروئ. په یاد ولرئ چې بشپړ ماتیدونکی (opaque) شکل د مارکر په پرتله ډېر اغېزناک دی. په عکسونو کې د مخونو یا نورو معلوماتو د لرې کولو لپاره د تورو مستطیلونو زیاتول یا د ایموجي سمبولونو کارول خوندیتوب لپاره د پام وړ دي.
- د Messages، Mail، Notes او Books په څېر اپلیکیشنونو کې کولای شئ د عکسونو، سکرین شاټونو، PDFs او نورو فایلونو پر سر رسمونه یا خطونه وکاږئ. د دې تخنیکونو د زده کولو لپاره، په آیفون کې د مارکر کارولو لارښود.
لینکس، وېندوز، macOS
- که غواړئ د کیمرې په مرسته عکسونه واخلئ او کمپیوټر ته یې اپلوډ کړئ، نو د جزئییاتو د پټولو (ناڅرګندولو) لپاره د عکس ایډیټ کولو «وړیا او پرانیستې سرچینې» سافټویر Gimp وکاروئ. دا چې څنګه یې کارولئ شئ، د زده کړې لپاره د Gimp رسمي لارښود ته مراجعه وکړئ.
ولې دا سپارښتنه درته کوو؟
کېدای شي داسې وبرېښي چې د مخ د یا د حساسو جزئیاتو د پټولو ساده کړنه په عکسونو کې د خلک یا ځایونه خوندي کوي. خو که د سانسورولو دا پروسه په سمه توګه ترسره نشي، هغه څوک چې فایل ته لاسرسی لري، ممکن بیا هم هغه څه ښکاره/ رابرسېره کړي چې پټ شوي دي. د Android لپاره Obscuracam ډاډ ورکوي چې د سانسورولو پروسه په خوندي توګه ترسره شوې ده.
د سانسورولو او د حساسو جزئیاتو پټولو ځینې تخنیکونه د رابرسېره کوونکو طریقو پر وړاندې زیانګالي تمامېدلای شي. په اړه یې د لا زیاتو معلوماتو لپاره دغه لارښود ته مراجعه وکړئ: ولې باید د حساسو متنونو پټولو لپاره پکسیلیشن ونه کاروو. په دې لارښود کې به د سانسورول غوره تخنیکونو په اړه نورې ګټورې سپارښتنې او د عکسونو د ایډیټولواړوند مالومات پیدا کولی شئ.
له ویډیوګانو څخه د پېژندنې جزئیاتو لرې کول
اندروید Android
- د Putmask په مرسته په ویډیوګانو کې مخونه سانسور کړئ. د دې وسیلې د کارولو لپاره face track tutorial کې په اتومات ډول د مخ سانسورول وګورئ.
- تاسو کولای شئ په کمپیوټر کې د YouTube Studio په مرسته د خپلې ویډیو ځینې برخې سانسور کړئ. د دې لپاره دپه ویدیو کې د سانسور راوستلو اړوند د یوتیوب لارښود کې درکړل شوې لارښوونې پلې کړئ.
آی-او-اس iOS
- په وېډیو کې د مخ، لوګو او نورو څیزونو د پټولو لپاره Blur-Video وکاروئ.
لینکس، وېندوز، macOS
- Shotcut د ويدیو اېډېټولو لپاره یو سافټوییر دی چې په وېدیو کې د جزییاتو د پټولو لپاره کارول کیږي. د دې سافټوییر کارولو څرنګوالي اړوند یوتیوب کې دغه وېدیو وګورئ: How To Blur Part Of Video in Shotcut.
په ډېوایس (الکترونیکي وسیله) کې د لوکشن خدمتونه غیر فعال کړئ
پر عکسونو او ویډیوګانو سربېره، د نورو فایلونو لکه آډیو فایلونو څخه د میټاډېټا لرې کول په ځینو عملیاتي سیستمونو کې ستونزمن دي. د دې لپاره چې دا ستونزه مو حل کړې وي، مخکې له دې چې عکسونه، ویډیوګانې یا آډیو فایلونه رامنځته/ جوړ کړئ، د لوکشن خدمتونه غیر فعال کړئ.
اندروید Android
- که انډروید لرئ دغه لارښود ولولئ: په انډرويد کې د لوکش خدمتونو سېټېنګ تنظیم کړئ.
- همدارنګه، دغه برخه ولولئ: څنګه په انډرویډ کې لوکشن غیرفعاله کړو او اړونده تاریخچه پاکه کړو.
آی-او-اس iOS
- که آیفون یا آیپاډ کارو، دغه لارښود ولولئ: په آیفون، آیپاډ، او آیپټ کې لوکشن او جي-پي-اس څنګه فعاله او غیرفعاله کیږي.
- د iOS ډيوایس خوندي کولو په لارښود کې د لوکشن غیرفعالولو او د تاریخچې پاکولو برخه هم ولولئ.
مک-او-اس-macOS
- که Mac کمپیوټر کاروئ، د لوکشن د غیرفعالولو په رسمي لارښود کې د اپلېکېشنونو ته د لوکشن په نښه کولو اجازه ولولئ.
- په مک کمپیوټر کې د لوکشن خدمتونو د غیرفعالولو او د تاریخچې د پاکولو لارښود هم ولولئ.
وینډوز Windows
- که وېندوز کاروئ نو په وېنډوز کې د لوکشن او پرایوسي رسمي لارښود ولولئ.
- په وېندوز کې د لوکشن خدمتونو غیرفعالولو او د تاریخچې د پاکولو لارښود هم ولولئ.
لینکس Linux
- که د Ubuntu سافټوییر کاروئ نو د لوکشن خدمتونو د کنترول اړوند رسمي سند ولولئ.
- که الکترونیکي وسیله مو د «Gnome-based operating systems» کاروي، بیا د جیولوکشن فعالولو او غیرفعالولو رسمي لارښود لارښود ولولئ.
- که د لینکس وسیله کاروئ بیا، په لينکس کې د لوکشن خدمتونو د غیرفعالولو او د تاریخچې پاکولو لارښود ولولئ.
دا هم ارزښت لري چې د خپلو اپلېکېشنونو اجازهلیکونه وګورئ او هرکله چې ممکن وي، جیو لوکیشن غیر فعال کړئ. دپه دې توګه اړوندې لارښوونې ولولئ:
له عکسونو، ویډیوګانو او نورو فایلونو څخه میټاډېټا لرې کړئ
که تاسو اړتیا لرئ چې له انځورونو، ویډیوګانو، آډیو فایلونو، PDF او نورو څخه میټاډیټا لرې کړئ، نو تاسو کولی شئ چې لاندې یاد شوي وسایل وکاروئ. خو پام مو وي چې په ځینو عملیاتي سیسټمونو کې یوازې په ویډیوګانو او انځورونو کې د میټاډیټا حذف یا سمول ممکن دي.
اندروید Android
- په انځورونو کې له مېټاډېټا څخه د پېژندنې د مالوماتو لرې کولو لپاره Scrambled Exif وکاروئ.
- په انځورونو او وېډیوګانو کې د مېټاډېټا اېډېټولو یا حذفولو لپاره ExifTool for Android وکاروئ.
آی-او-اس iOS
- خپلو انځورونو کې د مېټاډېټا څارلو، اېډېټولو او حذفولو لپاره MetaX وکاروئ.
- له انځورونو او وېډیوګانو څخه د مېټاډېټا لرې کولو لپاره د Photo & Video Metadata Remover پلېکېشن وکاروئ. پام مو وي چې نوموړۍ اپلېکېشن د انځور یا وېډیو اصلي بڼه نه بدلوي بلکه نوي کاپي یې جوړه وي چې مېټاډېټا نلري.
لینکس، وېنډوز او macOS
- له انځورونو، وېډیوګانو، پي-ډي-افونو او نورو فایلونو څخه د مېټاډېټا پاکولو لپاره Exifcleaner وکاروئ.
ولې دا سپارښتنه درته کوو؟
انځورونه یوازې هغه څه نه دي چې په سترګو ښکاري. بلکه ټول فایلونه د جوړېدو وخت، ځای او څرنګوالي اړوند مالومات ځان سره لري چې مېټاډېټا نومیږي. تاسو کولای شئ چې خپل کمپیوټر کې د بېلابېلو فایلونو مېټاډېټا وګورئ تر څو د مالوماتو کچه درته مالومه شي. پر فایل رایټ-کلېک (ښۍ تنۍ کېکاږئ) وکړئ، Properties او یا Get info باندې کلېک وکړئ او تاسو ته به د نوموړي فایل مېټا ډېټا ښکاره شي.
ځینې میټاډېټا کې ستاسې ځای (موقعیت) یا د هغې وسیلې ماډل هم پکې شاملېدای شي چې فایل پرې جوړ شوی. دا هغه معلومات دي چې هر څوک یې د فایل په کتلو سره ستاسې د پېژندنې لپاره کارولای شي. په دې برخه کې د سپارښت شوو اپلیکیشنونو کارول مرسته درسره کوي چې میټاډېټا په خوندي ډول له فایلونو لرې کړئ.
د میټاډېټا په اړه د لا زیاتو معلوماتو او له فایلونو څخه د هغې د لرې کولو د څرنګوالي په هکله لاندې لارښود ته مراجعه وکړئ:په مېډیا (انځورونو، وېډیوګانې او نورو فایلونو) کې د مېټاډېټا په اړه هر اړخیز مالومات، خو تاسو له پوښتلو یې وېره لرله.