خپل پاسورډونه په خوندي ډول مدیریت کړئ

Updated28 March 2024

Table of Contents

...Loading Table of Contents...

    د انسان ذهن دومره ځواکمن نه دی، چې داسې اوږده، تصادفي او ځانګړي پاسورډونه جوړ او په یاد وساتي چې ټول وسایل او حسابونه پرې خوندي وساتي. د پاسورډ مدیریت وسیله (پاسورډ منیژر) درته دا پاسورډونه جوړوي او ساتي یې او د کوډ کولو په مرسته یې خوندي کوي.

    د پاسورډ مدیریت وسیلې (پاسورډ منیژر) پاسورډونه په کمپیوټر یا لرې سرورونو (کلاوډ) کې زېرمه کوي. که څه هم ډېر کله د کلاوډ پر ‌بنسټ ولاړ پاسورډ مدیریت وسیلې (پاسورډ منیژر) د پای-تر-پایه کوډ (end-to-end encryption)کولو ملاتړ کوي؛ خو ممکن پرته له دې چې تاسې خبر شئ، د هکرانو له هڅو سره مخ شي. له همدې امله په کلکه سپارښتنه کوو، چې افلاین پاسورډ منیژر خپل کمپوټر کې انسټال کړئ. بېلګه یې د پاسورډ منیژر برخه کې ذکر کتلی شی. که بیا هم فکر کوئ چې د انلاین پاسورډ منيژر درته مناسبه ده، نو د خطرونو د کمولو لپاره زموږ سپارښتنې د دې لارښود په پای کې ولولئ.

    ځینې براوزرونه، برېښنالیک شبکې (لکه یاهو، جی-مېل او داسې نور) یا د وسیلې دننه کود جوړونه لکه، د iCloud Keychain په څېر اپلېکیشنونه هم درته د پاسورډونو زېرمه کولو وړاندیز کوي. دا ډول پاسورډ زېرمه کول په عمومي ډول د یوې ځانګړې پاسورډ منیژر په پرتله لږه خوندي ده. که بیا هم فکر کوئ چې په براوزر یا برېښنالیک شبکې کې به د ځینو پاسورډونو زېرمه کول درته مناسب وي، کولی شئ؛ په دې اړه دفایرفاکس، کروم/کرومیوم او Thurderbird پر لیکه په خوندي توګه د پاسورډ زېرمه کولو لارښود ته مراجعه وکړئ. د (iCloud Keychain) په څېر حل‌لاره چې د پاسورډ منیژر او اکونټ لپاره یو شان پاسورډ کاروي، باید کافي خوندي ونه ګڼل شي. په کلکه سپارښتنه کوو چې یو ځانګړي پاسورډ منیژرورکاوئ.

    لاندې پاراګرافونه ولولئ تر څو د پاسورډ منیژر په ذریعه پیاوړي او ځانګړي پاسورډونه جوړ او به خوندي توګه یې زېرمه کړئ.

    هغه پاسورډ منیژر وکاروئ چې ستاسو په الکترونیکي وسیله کې انسټال دی

    • خپلې الکترونیکي وسيلې ته په کتو له دغو څخه ګټه واخلئ:د Linux, macOS یا Windows لپارهKeePassXC؛ د انډروید لپاره KeePassDX؛ دiOS یا macOS لپاره Strongbox.
    • د پاسورډ منیژر به واسطه هر اکونټ لپاره یو اوږد، تصادفي او ځانګړی پاسورډ جوړ او وساتي.
    • دا چې څنګه خپل پاسورډونه په خوندي ډول جوړ او زېرمه کړئ په دې اړه زموږ لارښودونه د KeePassXC او KeePassDX پر لیکه ولولئ.
    • که انلاین پاسورډ منیژر ته اړتیا لرئ، د دې لارښود په پای کې زموږ آنلاین پاسورډ منیژر برخه ولولئ.
    • تاسو ته د دې سپارښتنه نه کوو چې د براوزر یا برېښنالیک شبکې (لکه یاهو، جي-ميل او داسې نور) په ذریعه پاسورډونه جوړ او زېرمه کړئ. که د کوم دلیل له کبله دې کار ته اړ یاست، نو په دې اړه زمونږ د څنګه کولای شو چې پر براوزر یا برېښنالیک شبکې کې خپل پاسورډ په خوندې توګه زېرمه کړوسپارښتنې ولولئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    موږ د KeePassDX، KeePassXC، او Strongbox د کارولو سپارښتنه کوو. دا وسیلې وړیا دي، خوندیتوب یې د ټولنیزو کارپوهانو له خوا تصدیق شوي او په دوامداره توګه آپډېټ کېږي. په دې طریقه تاسو کولای شئ چې پاسورډونه په اف‌لاین ډیټابیس کې زېرمه کړئ، چې په مرسته یې اجازه درکوي؛ ترڅو خپل معلومات کنټرول او مدیریت کړئ.

    د پاسورډ منیژر د ډیټابیس بک‌اپ واخلئ

    د خپلې پاسورډ منیژر د ډیټابیس بک‌اپ اخیستلو لپاره لاندې لارښوونې تعقیب کړئ:

    ولې دا سپارښتنه کوو

    لکه څنګه چې د یوه پاسورډ له لاسه ورکول ستونزې را پیدا کوي، په یو ځل د ډېرو پاسورډونو له لاسه ورکول ممکن له ستونزمن کېدو څخه نیولې د اړیکو یا مالي شتمنیو د له لاسه ورکولو پورې سترو زیانونو لامل شي، نو له همدې کبله په منظم ډول د پاسورډ منیژر ډیټابیس بک‌اپ واخلئ.

    که پاسورډونه یا بک‌اپ کوډونه دپاسورډ منیژر څخه بهر ساتل غواړئ

    • که اړ یاست چې پاسورډونه په کاغذ ولیکئ، هغه په یوه خوندي او قلف شوي ځای، لکه خوندي صندوق (Safe) یا د میز د توکو اېښودلو په خوندي ځای کې کېږدئ.
      • ډاډ ترلاسه کړئ، چې پاسورډونه مو د نورو خلکو لپاره په ښکاره ډول نه ښکاري او له اسانه کتل کېدو یا کاپي کېدو خوندي دي.
      • هېڅکله د پاسورډونو کاغذي نسخه په خپل جېب یا بټوه کې مه ساتئ.
    • هر ډول کاغذي نسخې چې پکښې پاسورډونه یا بک‌اپ کوډونه لیکل شوي وي او اړتیا ورته نه لرئ، په بشپړ ډول له منځه یوسئ.
    • په بدیل ډول، دا پاسورډونه په یوه بله الکترونیکي وسیله کې زېرمه کړئ.
    • همدارنګه پاسورډونه له توضیح یا یادونې پرته په نورو یادښتونو کې پټ ساتلی شئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    د اوږدو پاسورډونو په یاد ساتل ممکن سخت وي. د هغو پاسورډونو لپاره چې په پاسورډ منیژر کې یې نه شئ ساتلی (لکه د الکترونیکي وسیلې د خلاصولو پاسورډونه)، په فزیکي ډول یې د لیکلو او ساتلو په اړه فکر وکړئ.

    که انلاین پاسورډ مدیریت وسیله کاروئ

    • هڅه وکړئ، چې هېڅکله د ډېرو حساسو اکاونټونو معلومات (لکه مالي حسابونه یا د ریکوري اکاونټونو ته دا دخېلېدلو مالومات) په انلاین ډیټابیس کې زېرمه نه کړئ.
    • خپل انلاین ډیټابیس ته د لاسرسي لپاره دوه ‌مرحله‌ییز تصدیق فعال کړئ.
    • موږ د آنلاین پاسورډ منیژر په توګه د Bitwarden کارولو سپارښتنه کوو.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    انلاین پاسورډ منیژر، چې په اوتومات ډول په وسایلو کې همغږي کېږي، د کارولو لپاره اسانه دي. په دې کار سره کولی شئ، د پاسورډ ډیټابیس مو په کوډ شوې بڼه په سرورونو کې زېرمه کړئ؛ خو انلاین پاسورډ منیژر دا اضافي خطر لري چې یو بریدګر (هکر) ستاسې ډیټابیس ډي‌کوډ کړي (کوډ یې له منځه یوسي) او پاسورډونه مو پرته له دې چې تاسې خبر شئ، ترلاسه کړي.

    د دې لپاره، چې پاسورډونه مو انلاین زېرمه نه‌شي موږ درته د KeePassDX، KeePassXC، او Strongbox سپارښتنه کوو. که بیا هم انلاین پاسورډ مدیریت وسیله کاروئ، د اضافي پاسورډ ساتنې لپاره پورته ګامونه تعقیب کړئ.

    که ځینې پاسورډونه په خپل براوزر یا برېښنالیک (یاهو، جی-میل او داسې نور) کې زېرمه کوئ

    که په براوزر یا برېښنالیک کې د ځینو پاسورډونو زېرمه کول درته اسانه برېښي؛ نو دا چاره یوازې په Firefox او Thunderbird کې وکړئ او لاندې سپارښتنو ته په پام سره د خطرونو کچه راکمه کړئ.

    • هڅه وکړئ، چې ډېر حساس حسابونه (لکه مالي یا د ریکوري اکاونټ) په براوزر کې زېرمه نه‌کړئ.
    • ډاډ ترلاسه کړئ، چې له لاندې خدمت څخه په ګټې اخیستنې سره د خپل براوزر یا برېښنالیک لپاره یو پیاوړی او ځانګړی لومړنی پاسورډ جوړ کړئ:
    • کله، چې براوزر نه کاروئ، ویې تړئ او هغو وسایلو سره یې مه تړئ (مه یې sync کوئ)، چې باور پرې نه لرئ.