اړوند ابزار

Updated26 June 2024

Table of Contents

...Loading Table of Contents...

    د لاندې ابزارو په کارولو سره خپل الکترونیکي وسایل د زیان رسوونکو سافټویرونو (مالویر) او فزیکي ګواښونو پر وړاندې خوندي ساتلی شئ. به دې برخه کې تاسو به د فزیکي ګواښونو او زیان رسوونکو سافټویرونو یا د Android, iOS، وېنډوز، Mac او Linux اړوند مالومات ترلاسه کړئ.

    خپلې الکترونیکي وسیلې سکن کړئ ترڅو زیان رسوونکي سافټویرونه پیدا کړي

    AVG انتي وایرس

    (Android ،iOS ،macOS ،Windows لپاره)

    داسې یو اپلیکیشن دی چې تلیفون یا کمپیوټر مو د زیان رسوونکي سافټویر او نورو ګواښونو پر وړاندې خوندي کوي.

    دا اپلېکېشن له (انډرویډ، iOS، macOS، وېنډوز) څخه ډاونلوډولی شئ. نور مالومات د دوی په وېب پاڼه کې لوستلئ شی

    Avira انتي وایرس

    (Android ،iOS ،macOS، Windows لپاره)

    دا اپلېکېشن ستاسو تیلفون یا کمپیوټر سکن کوي او ګوري چې آیا کوم زیان رسوونکی سافټویر خو به پکښې انسټال شوی نه وي.

    دا اپلېکېشن ډاونلوډولی شئ. نور مالومات د دوی په وېب پاڼه کې ولولئ

    Bitdefender وړیا انتي وایرس

    (Android ،macOS ،Windows لپاره)

    دا اپلېکېشن ستاسو تیلفون یا کمپیوټر سکن کوي او ګوري چې آیا کوم زیان رسوونکی سافټویر خو به پکښې انسټال شوی نه وي.

    دا اپلېکېشن (انډرویډ، وېنډوز، macOS لپاره ډاونلوډولی شئ. نور مالومات د دوی له وېب پاڼې څخه ترلاسه کړئ

    ClamAV

    (Linux ،Windows ،macOS لپاره)

    دا اپلیکیشن ستاسو تلیفون یا کمپیوټر د زیان رسوونکي سافټویر پر وړاندې پلټي؛ ترڅو معلوم کړي چې زیان رسوونکی سافټویر پکښې نصب شوی نه وي.

    دا اپلېکېشن ډاونلوډ کېدای شي. د نورو مالوماتو لپاره د دوی مستند لارښود ولولئ

    Malwarebytes

    (Android ،iOS ،macOS ،Windows لپاره)

    دا اپلېکېشن ستاسو تیلفون یا کمپیوټر سکن کوي او ګوري چې آیا کوم زیان رسوونکی سافټویر خو به پکښې انسټال شوی نه وي.

    دا اپلېکېشن ډاونلوډولی شئ. د نورو مالوماتو لپاره د دوی یوتیوب چېنل ته مراجعه وکړئ

    Objective-See.com اړوند ابزار

    (macOS لپاره)

    دا اپلیکیشن ستاسې Mac کمپیوټر تنظیموي، ساتنه یې کوي او د زیان رسوونکي سافټویر د موندنې په موخه یې پلټي. که کوم زیان رسوونکی سافټویر یې پیدا کړ، هغه له غیرفعالوي. مونږ د لاندې بېلګو د کارولو سپارښتنه کوو: LuLu، Do Not Disturb، OverSight، KnockKnock، BlockBlock، Task Explorer، Netiquette، Lockdown او RansomWhere?.

    دا اپلېکېشن ډاونلوډولی شئ . نور مالومات، له دوی دې اړوندو وېب پاڼو څخه ترلاسه کړئ

    خپل الکترونیکي وسایل (ډیوایس) د زیان رسوونکي سافټویر (ویروس) پر وړاندې خوندي کړئ

    CIRCLean

    (د RaspberryPi انسټالېشن د Linux ،macOS ،Windows په مرسته ترسره کیدای شي)

    دې اپلېکېشن په مرسته هغه فایلونه له یو-اس-بې څخه پاکولی شئ چې د باور وړ نه وي. CIRCLean د RaspberryPI له لارې کارول کیږي او په اتوماتیک توګه غیرباوري فایلونه/اسناد د لوستلو وړ بڼې ته اړوي، خو د زیان رسوونې وړتیا یې له منځه وړي، او په پای کې، د باوري فایل په توګه یې په یو-اس-بي کې زېرمه کوي.

    په دې اړه د دوی لارښود ولولئ

    دېنجر زون- DangerZone

    (Linux ،macOS ،Windows لپاره)

    دا یو وړیا او د پرانیستې سرچینې اپلیکیشن دی چې شکمن اسناد او عکسونه په خوندي بڼه بدلوي.

    دا اپلېکېشن ډاونلوډولی شئ. نور مالومات د دوی له لارښود څخه ترلاسه کړئ

    Hardentools

    (وېنډوز لپاره)

    دا اپلیکیشن ستاسو Windows کمپیوټر کې زیان رسوونکي خدمتونه او ابزار غیرفعالوي.

    دا اپلېکېشن د ډاونلوډ وړ دی. نور مالومات د دوی په لارښود کې ولولئ

    Qubes OS

    دا یو خوندي عملیاتي سیستم دی چې وېنډوز، macOS او Linux لپاره خدمات وړاندې کوي. Qubes OS عملیاتي سیستم، کمپیوتر کې ستاسې چارې په برخو ("compartments"(virtual machines known as qubes)) ویشي، تر څو هره برخه خپلې چارې له بل څخه په جلا توګه ترسره کړي؛ او دا چاره په دې ګټوره ده چې ستاسو کمپیوتر د زیان رسوونکو سافټویرونو پر وړاندې خوندي ساتي.

    تاسو کولای شئ چې ډاونلوډ یې کړئ. نور مالومات د دوی په لارښود کې ولولئ

    URLCheck

    (انډرویډ لپاره)

    دا یو وړیا او د پرانیستې سرچینې اپلیکیشن چې URLs له پرانیستلو وړاندې تحلیل کوي.

    له Google Play Store یا F-Droid څخه یې ډاونلوډولی شئ. نور مالومات د دوی په لارښود کې ولولئ

    Firefox add-ons ستاسو الکترونیکي وسیله د زیان رسوونکو سافټویرونو پر وړاندې خوندي ساتي

    NoScript

    (Firefox ،Chrome/Chromium لپاره)

    فایرفاکس-add-on په مالوییر ککړ وېب پاڼې نه پرېږدي چې ستاسو الکترونیکي وسیله ککړه کړي. (تر څو چې په سمه توګه یې کانفیګوریشن ترسره کړی نه وي، ځینې وېب پاڼې د NoScript له خوا به غیرفعال ښکاریږي

    د ډاونلوډ وړ ده. نور مالوت د دوی له لارښود څخه ترلاسه کړئ

    uBlock Origin

    (Firefox ،Chrome/Chromium ،Edge ،Opera ،Thunderbird لپاره)

    کله چې وېب لټون کاروئ، دا اپلېکېشن ستاسو الکترونیکي وسیله د spyware (د څارنې ابزار) او malware (زیان سروونکي سافټویرونه) پروړاندې خوندي ساتي.

    د ډاونلود وړ ده. او نور مالومات د دوی له لارښود څخه ترلاسه کولی شئ

    ځان د فزیکي ګواښونو پر وړاندې خوندي کړئ

    Haven

    (انډروید لپاره)

    دا یو د وړیا او د پرانیستې سرچینې اپلېکېشن دی چې ستاسو انډروید د څارنې کېمرې ته ورته وسیلې ته اړوي

    له Google Play څخه ډاونلوډ کېدای شي. نور مالومات د دوی له لارښود څخه ترلاسه کړئ