د پیغام لېږلو اپلېکېشنونه په خوندي توګه وکاروئ
فهرست
... فهرست ...د پیغاماستولو اپلېکېشنونه د غیررسمي او چټکې اړیکو په موخه کارول کیږي او تاسو ته دا فرصت درکوي تر څو خپل لیکل شوی متن، غږیز پیغام، او اسناد (فایلونه) ولېږی؛ غږیزې او ویډیویې اړیکې ونیسی؛ او همدارنګه، په ګروپچټونو او آنلاین غونډو کې ګډون وکړی.
که څه هم دا ډول اپلېکېشنونه په پراخه کچه کارول کیږي خو، د پیغام استولو ډېری اپلېکېشنونه د محرمیت او خوندیتوب اړوند ستونزې لرې چې کېدای شي ستاسې خورا مهمې اړیکې له ګواښونو سره مخ کړي. د بېلګې په توګه د غیرخوندي اپلېکشن له لارې پیغام استول کېدای شي دریمګړي ته دا فرصت ورکړي تر څو ، پرته له دې چې تاسو پرې پوه شی ستاسو پیغامونو ته لاسرسی ومومي. له همدې امله ښه کار به دا وي چې د خپلې اړتیا او موخې سره سم د پیغام استولو اپلېکېشن غوره کړی، او یا پر دې غور وکړی چې د حساسو مالوماتو د لیږدل لپاره کوم اپلېکېشن وکاروی.
په دې لارښود کې تاسو له هغو ګڼو پوښتنو سره مخ کیږی چې د خوندي اپلېکېشن غوراوي په برخه کې تاسو سره مرسته کوي. همدارنګه، د اپلېکېشن د غوراوي څرنګوالی او د مشخصو اړیتاوو سره سم د اپلېکېشن غوره کول او بیا د خوندي کارولو په موخه، تاسو ته یو لړ سپارښتنې هم وړاندې کېږي.
د آنلاین اړیکو د محرمیت خوندي کولو اړوند لارښود ولولئ ترڅو پوه شی چې کومې اړیکې حساسې دي او یا د پیغاماستولو کوم سافټوېر یا د اړیکېنیولو کوم کانال وکاروی.
مخکې له دې چې خپل د اړتیا وړ اپلېکېشن غوره کړئ، لومړۍ خپلې اړتیاوې وارزوئ
په دې برخه کې یادو پوښتنو ته ځواب ورکړی ترڅو پوه شی چې د چټک پیغام لېږلو لپاره کوم اپلېکېشنونه ستاسو اړتیاو سره سم دي.
- څه غواړی واستوی؟
- د پیغاماستولو اپلېکېشنونو له لارې کولای شی چې لیکلي، غږیز، یا ویډیویې پيغامونه واستوی. همدارنګه، د پیغامونو په لړ کې کولای شی انځورونه، اېموجي او یا سټېکرې هم واستوی. دا اپلېکېشنونه په غږیز او یا ویډیویې بڼه د خبرېکولو او اړیکو آسانتیاوې هم لري. تاسو باید د دغو ټولو آسانتیاوو په نظر کې نیولو سره د اړتیا وړ او مناسب سافټوېر غوړه کړی.
- غواړی له یو شخص سره چټ وکړی او که له ډلې سره (ګروپي چټ)؟
- که غوښتل مو چې حساس مالومات یو چا سره شریک کړی، نو بهتره به وي چې د چټک پیغام (اِنسټنټ مسېجېنګ) سافټوېر وکاروئ. او که غوښتل مو چې پیغام له کومې ډلې (ګروپ) سره شریک کړی، نو د پیغاماستولو هغه سافټوېر غوره کړئ چې د ګروپچټ آسانتیا ولري او د اړتیا وړ ګډونوال پکښې شاملېدای شي (د ګروپچټ په اړه نهمې برخې ته مراجعه وکړئ).
- آیا تاسو او یا مخاطب مو د پیغام استولو خدماتو ته د لاسرسی په موخه کومو
مشخصو تخنیکي اړتیاو ته ضرورت لري؟
- آیا کولای شی چې چټ اپلېکېشن ته له هرې وسېلې (ډیوایس) څخه لاسرسی ومومئ؟
- آیا کولای شی چې یو اپلېکېشن یا کوم بل سافټوېر خپلې وسېلې (ډیوایس) کې
انسټال کړی؟
- که کولای شی نو مخکې له انسټالولو، ډاډ ترلاسه کړی چې د خوښې سافټوېر او یا د پیغاماستولو ابزار مو له باوري سرچینې څخه دي (د باور وړ اپلېکېشن په اړه وومې شمېرې ته مراجعه وکړئ).
- که پر اپلېکېشن مو باور نه وي او یا نهشی کولای چې خپل سیستم کې سافټوېر انسټال کړی، نو وګورئ چې آیا د پیغاماستولو سافټوېر ته د براوزر له لارې لاسرسی ترلاسه کولای شی او که خیر. هڅه وکړئ تر څو خوندي براوزر وکاروئ.
- آیا د پیغاماستولو سافټوېر مو راجسترېدو (راجسترېشن) ته اړتیا لري؟ آیا
غواړی چې راجستر یې کړی؟ آیا تاسې او یا ستاسو ملګری یا همکار به وغواړي چې
خپل د پیغاماستولو سافټوېر د خپل ټیلفون شمېرې یا برېښنالیک په کارولو
راجستر کړي؟
- که غواړی د آنلاین اړیکو په ترځ کې ستاسو هویت پټ پاتې وي، نو داسې اپلېکېشن غوره کړئ چې د راجسترېشن په وخت کې له تاسو د ټېلېفون یا برېښنالیک پته نهغواړي. که د راجسترېشن په وخت کې له تاسو د اړیکې پته غوښتل کیږي نو لومړۍ په مستعار نوم یو برېښنالیک جوړ کړی او بیا د ټېلېفون شمېرې پرځای همدغه برېښنالیک پته ثبت کړئ. همدارنګه، که امکان یې درلود، هغه سافټوېر وکاروئ چې د غیرمتمرکز انترنېټې اریکې پر بڼسټ جوړ شوي دي.
- Learn more on how to chat anonymously in our guide on how to anonymize your connections and communications.
- آیا غواړی چې خپل پیغامونه د انکرېپشن (end-to-end encryption) په مرسته
خوندي کړئ؟
- که د پیغاماستولو سافټوېر مو خپل سرور کې مېشت نهوي او غوښتل مو چې حساس مالومات په چټکپیغام (اِنسټنټ مسېج) کې واستوی، نو پیغامونه مو انکرېپټ کړی او یا د حساسو مالوماتو یا خبرو د خوندیتوب لپاره د انکرېپشن غواروی فعال کړی.
- که ګروپچټ له لارې حساس مالومات شریکوی نو دا ډاډ ترلاسه کړی چې ستاسو ګروپچټ د انکرېپشن پر مټ خوندي شوی دی.
- که حساس مالومات د ویډیویي یا غږیزو پیغامونو له لارې یو شخص یا ډلې سره شریکوی نو ډاډ ترلاسه کړی چې د انکرېپشن غوراوی مو فعال کړی دی؛ او یا هغه ابزار وکاروئ چې کوربه یې تاسو وی او ستاسو مقابل لوری.
- آیا کولای شی چې له چټروم څخه د لیکل شویو پیغامونو د پاکولو غواروی فعال
کړی تر څو وروسته له یو مودې څخه لیکل شوي پیغامونه په اتوماتیک توګه حذف
شي؟
- که یو کس یا ډلې سره د چټروم له لارې حساس مالومات شریکوی نو ډاډ ترلاسه کړئ چې د پیغاماستولو له سافټوېر نه مو لیکل شوي پیغامونه په اتوماتیک توګه پاک کیږی. تاسو کولای شی د پیغاماستولو سافټوېر تنظیماتو مو داسې عیار کړئ چې وروسته له یوې معینې مودې ټول لیکل شوي پیغامونه مو له ټولو الکترونیکي وسیلو (ډیوایسونو) څخه په خپله پاک شي. په دې توګه، که چېرې ستاسو ډیوایس ورک شي، یا غلا شي او یا له تاسو په زوره واخیستل شي، نو هیڅ څوک به ونهتوانیږي چې ستاسو مهمو مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړی.
- آیا د هغې اپلېکېشن چمتوکوونکی د باور وړ دی چې تاسو یې د پیغامرسونې په
موخه کاروئ؟ حتی که د پیغامرسونې وسېله مو د اړتیا وړ تولې ځانګړتیاوې
ولري، دا به اړینه وي چې هغه چمتوکوونکي څخه اپلېکېشن ترلاسه کړی چې د باور
وړ وي، او ستاسو خوندیتوب او د اړیکو محرمیت ته درناوی ولري. په دې اړه، په
ځانګړي توګه له ځانه وپوښتئ چې:
- د دوی ماموریت څه دی؟ – لومړۍ کار دا دی چې د اپلېکېشن چمتوکوونکي موخه وکتل شي. دوی ولې د پیغامرسونې وسیله وړاندې کړي ده: آیا دوی غواړي چې د اړیکو یو خوندي وسیله وړاندې کړي او که د تجارتي موخو پر بڼسټ د پیغامرسونې اپلېکېشن وړاندې کوي؟ آیا نوموړي خدمتونه تجارتي دي؟ د کمپنۍ تجارتي بڼه څه ډول ده؟
- آیا نوموړی چمتوکوونکی ستاسو مالومات (ډېټا) زېرمه کوي؟ که مو پیغامونه انکرېپټ شوي وي او که نه، د پیغامرسونې اپلېکېشنونه کولای شي ستاسې ټولو اړیکو، او ستاسو او د مقابل لورې په اړه ډېرو مالوماتو ته لاسرسی ولري. له ځانه وپوښتئ چې کومې ډېټا مو زېرمه کیږي، او تر کومه به په زېرمتون کې ساتل کیږی. لرې به نه وي چې دولتي مسوولین له نوموړي چمتوکوونکي وغواړي چې د تحقیق لپاره د خپل یو کاروونکي (یوزر) په هکله دوی سره مالومات شریک کړي. که د چمتوکوونکي د کار موخه د تجارت پر بڼسټ وي نو دوی لپاره به دا الزامي وي چې نوموړي مالومات له مسوولینو سره شریک کړي ترڅو د دوی کمپنۍ خپل کار ته دوام ورکړي. په داسې حالاتو کې یوازنی لار چې ډېټا ته د دولتي مسوولینو د لاسرسي مخنیوی وکړی دا ده چې په سرور کې تر امکان حده کم مالومات او د اړیکو شمېرې وساتئ. د چمتوکوونکو د محرمیت پالیسي او د خدمتونو شرایط ولولئ او وګورئ چې آیا نوموړي کمپنۍ ستاسو ډېټا زېرمه کوي او که نه. همدارنګه، د دوی تاریخچه ولولئ: آیا کوم وخت یې له دولتونو څخه ورته غوښتنې ترلاسه کړي چې د کاروونکو اړوند مالومات دوی ته ورکړي؟ د غوښتنې په صورت کې، د کمپنۍ ځواب څه وه؟
- کمپنۍ چېرته مېشته ده؟ آیا نوموړي کمپنۍ داسې هېواد کې مېشته ده چې دولت به یې ستاسو د هېواد غوښتنې ومني؟ او آیا هغه دولت د بشر حقونه او د کاروونکو خوندیتوب ته ژمن دی؟ په هغو حالاتو کې چې ستاسو دولت د ستاسو فعالیت پر وړاندې مخالف دریځ ولري، دا مهمه ده چې پوه شی چې آیا نوموړي کمپنۍ ستاسو محرمیت او حقونو ته درناوي کوي او که نه؛ او آیا ستاسو دولت سره همکاری ته به اړ کیږي او که نه.
- آیا د هغې اپلېکېشن چمتوکوونکی د باور وړ دی چې تاسو یې د پیغامرسونې په
موخه کاروئ؟ حتی که د پیغامرسونې وسېله مو د اړتیا وړ تولې ځانګړتیاوې
ولري، دا به اړینه وي چې هغه چمتوکوونکي څخه اپلېکېشن ترلاسه کړی چې د باور
وړ وي، او ستاسو خوندیتوب او د اړیکو محرمیت ته درناوی ولري. په دې اړه، په
ځانګړي توګه له ځانه وپوښتئ چې:
- اپلېکېشن مو د پیغامونو انکرېپټ کولو لپاره کوم سافټوېر کاروي؟
- آیا نوموړی سافټوېر له ارزونې پروسې تېر شوی دی؟
- آیا سافټوېر او سرور دواړه د وړیا او پرانیستې سرچینې تکنالوژي کارولی شي؟
- آیا اپلېکېشن او سرور دواړه له تفتیش (اُډېټ) پروسې تېر شوي دي؟ - کله چې د یو اپلېکېشن د کار څرنګوالی د خپلواک او معتبر دریمګړي لخوا په منظمه توګه تفتیش کیږي، مونږ ته دا ډاډ راکوي چې نوموړي اپلېکېشن د خپلو کاروونکو محرمیت او اړیکي خوندي ساتي. لکه څنګه چې د اپلېکېشن لخوا د ورکړل شوي خوندیتوب کچه د سافټوېر او د سرور پر کنفیګورېشن او مدیریت پورې اړه لري، د منظمې ارزونې لړۍ هم دا مرسته کوي تر څو پوه شو چې آیا یو اپلېکېشن په ریښتیا هم خوندي دی او که نه. په همدې دلیل، وګورئ چې آیا ستاسو د خوښې اپلېکېشن له اُډېټ پروسې تېریږي او که نه، وروستی ځل کله اُډېټ شوی و. او همدارنګه، آیا سرور یې هم اُډېټ شوی او که نه. که یوازې اپلېکېشن اُډېټ کیږي او سرور یې نه اُډېټ کیږي نو مانا دا ده چې مونږ نه پوهیږو چې ډېټا سرور ته له رسېدو وروسته چېرې استول کیږي.
- که غواړئ چې ګروپچټ جوړ کړی، نو لاندې سوالونه له ځانه وپوښتئ:
- ګروپچټ دې څو کسانو لپاره وي؟ پام مو وي چې په ګروپچټونو کې د ګډونوالو شمېر د پیغاماستولو ابزارو په ډولونو پورې تړاو لري.
- آیا غواړئ چې ګروپچټ ته د ګډونوالو د منلو کنترول ستاسو سره وي؟ آیا غواړئ چې ګډونوال دې ځان راجستر کړي؟ او که غواړئ چې دوی دې پرته له راجستر وکړای شي چې ګروپچټ ته ننوځي؟
- آیا کومو مشخصو اداري او کوربنې ځانګړتیاوو ته اړتیا لرئ؟ د بېلګې په توګه، آیا غواړئ چې هر ګډونکونکی وکړای شي چې په ګروپچټ کې پیغام ولیکي؟ آیا ستاسو د خوښې اپلېکېشن دا ځانګړنه لري؟
- آیا غواړئ چې د ګروپچټ له لارې دې یوازې خبرتیاوې ولېږل شي، او که غواړئ هر ګډونکونکی دې وکړای شي چې په ګروپچټ کې پیغام ولیکي، فایل واستوي، او یا غونډې کې ګډون وکړي؟ آیا ستاسو د خوښې اپلېکېشن دا ځانګړنې لري؟
- آیا غواړئ چې د ګروپچټ له لارې حساس مالومات شریک کړئ؟ که همدا مو مقصد وي، آیا ستاسو اپلېکېشن نوموړي پیغامونه او مالومات د انکرېپشن پر مټ خوندي کوي او که نه؟ آیا د خوښې اپلېکېشن مو ستاسو لیکل شوي پیغامونه وروسته له یوې مودې په اتومات توګه پاک کولای شي او که نه؟
- آیا غواړئ چې اپلېکېشن د ویډیویي زنګونو لپاره وکاروی او که یوازې د چټ لپاره؟
- په اپلېکېشن کې ګروپې بحثونه څنګه تنظیموئ، آیا غواړئ چې د موضوع له مخې یې تنظیم کړی؟ په ګروپچټ کې د پیغامونو مقدار ډېر وي او ټولو لپاره دا نهشونې وي چې یوه ځانګړې موضوع تعقیب کړي. ځینې اپلېکېشنونه دا ځانګړنه لري چې لیکل شوي پیغامونه په فرعي او تر بېلابېلو عنوانونو لاندې تنظیم کړی او هر بحث لپاره بېل کانال ترتیب کړی تر څو د ګروپ ګډونکونکي وکړای شي پر هغه څه تمرکز وکړي چې دوی لپاره مهمه وي.
خپلو اړتیاوو ته په کتو، د پیغاماستولو مناسب ابزار غوره کړی
پورتنیو پوښتنو او خپلو ځوابونو ته په کتو، د پیغاماستولو هغه ابزار غوره کړی چې ستاسو د اړتیاوو سره مناسب وي. د مالوماتو د حساسیت کچېته په کتو کېدای شي چې د اپلېکېشنونو څو ډولونه غوره کړی.
- که مو غوښتل چې حساس مالومات د متن، غږیز پیغام او یا ویډیوی زنګونو له لارې
ولیږئ، نو لومړۍ د پیغاماستولو خوندي او سپارښت شوي ابزارو نوملړ ته
مراجعه
وکړئ.
- که غوښتل مو چې د سېګنل (Signal) وسیله وکاروئ، نو لومړۍ د تنظیم او خوندي کارونې اړوند لارښود ولولئ.
- که غوښتل مو چې یو یا څو ګروپچټونه همغږي کړی، نو د همغږی سپارښت شویو پلېټفارمونو نوملړ ته مراجعه وکړئ.
کله نا کله داسې هم کیږي چې زیانمنونکي چټ اپلېکېشنونه به کاروئ. د بېلګې په توګه، کېدای شي داسې ګروپ سره مو ګډون کړی وي چې له ډېرې مودې نوموړی اپلېکېشن کاروي. په داسې حالاتو کې ښه کار به دا وي چې مهم تدبیرونه پلي کړی. د عامه اپلېکېشنونو د خوندي کولو په موخه مو یو لړ سپارښتنې وړاندې کړي دي.
-که واټسآپ کاروئ نو د ځان او خپلې ډېټا خوندي کولو لپاره دغه لارښود ولولئ.
.-که ګوګلچټ یا د ګوګل نور خدمتونه کاروئ نو، د خپلې ډېټا او مکاتباتو خوندي کولو لپاره دغه لارښود ولولئ. -که د فېسبک مسېنجر کاروئ نو، د ځان او د خپلې ډېټا خوندي کولو لپاره دغه لارښود ولولئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
د چټ خدمتونه کولای شي چې په اړه مو بېلابېل مالومات لکه ستاسو موقعیت، فعالیت، منځپانګې او له هغې چا سره مو چې اړیکه نیولي، مالومات را ټول کړي. د خوندي اپلېکېشن غوراوی او په خوندي توګه یې تنظیمول او کارول د ځان ساتنې یو مهم تدبیر ګڼل کیږي.
د پیغاماستولو اپلېکېشنونه په خوندي توګه وکاروئ
د چټک پیغاماستولو لپاره، هر ډول اپلېکېشن چې کاروی، تر امکان حده هڅه وکړئ چې هغه سپارښتنې پلې کړي چې په دې برخه کې مو تاسو ته وړاندې کړي دي.
په بېل هویت ځان راجستر کړئ
- که امکان یې درلود، د حساب (اکاونټ) جوړولو لپاره خپل ټېلفون شمېره مه کاروئ.
- که د راجستر لپاره ټیلفون شمېره یا د برېښنالیک پته پهکار وه، غوره به دا وي چې د برېښنالیک پر مټ اکاونټ مو راجستر کړئ. دې کار لپاره یو ځانګړی برېښنالیک جوړ کړی.
- که راجستر لپاره د ټېلفون شمېره پهکار وه، نو خپله رسمي شمېره مهکاروئ. خپل اکاونټ د هغې شمېرې پر مټ جوړ کړی چې تاسو یې تل نه کاروئ.
- که امکان یې درلود، د خپل فېسبک، ګوګل او یا نورو ټولنیزو رسینو پر مټ له اکاونټ جولو څخه ډډه وکړئ.
- د کارونکي (یوزر) نوم جوړولو اړوند نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ.
- د بېلابېلو آنلاین هویتونو جوړولو او خوندي کولو اړوند مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ.
- تر پټ هویت لاندې چټ کولو اړوند مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کولای شئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
په ډېری حالاتو کې ستاسو د ټېلفون شمېره تاسو پورې اړوند اسنادو او رسمي هویت سره تړاو لري. نو ښه به دا وي چې د پیغاماستولو اپلېکېشنونو سره د خپل ټېلفون شمېرې ونهتړئ تر څو د حساسو فعالیتونو په تعقیبولو ستاسو نوم او تخلص څرګند نه شي.
د پیغاماستولو اپلېکېشن له خپل برېښنالیک او ټولنیزو رسنیو اکاونټونو څخه جلا ساتل تاسو سره مرسته کوي تر څو د چټ اپلېکېشن له لارې هر څوک و نه شي کولای چې تاسو سره اړیکه ونیسي.
خپلې حساسې اړیکې د انکرېپشن په مرسته خوندي کړئ
- هغه اپلېکېشن وکاروئ چې حداقل ستاسو حساسې اړیکې د انکرېپشن په مرسته خوندي کولای شي.
- که اپلېکېشن مو په خودکاره توګه ستاسو پیغامونه نه انکرېپت کوي، نو د حساسو پیغامونو خوندي ساتلو لپاره د انکرېپشن ځانګړنه فعاله کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
د پیغاماستولو اپلېکېشن د کارولو په صورت کې سرور کولای شي چې ستاسو ټول هغه پیغامونه ولولي چې د انکرېپشن لخوا خوندي شوي نه وي. ډاډ ترلاسه کړی چې د خوښې اپلېکېشن مو د انکرېپشن خدمات ولري ترڅو پیغامونو ته مو غیرمجاز لاسرسی محدود شي.
د هغو کسانو له هویت څخه ډاډ ترلاسه کړی چې تاسو سره په چټ کې مل دي
- د هغو کسانو له هویت څخه ډاډ ترلاسه کړی چې تاسو سره په چټ کې مل دي او یا
تاسو سره آنلاین اړیکه لري. د بېلګې په توګه کولای شئ چې د مخامخ تماس یا د
انکرېپټ شوي برېښنالیک له لارې مستقیم اړیکه ورسره ونیسئ او له پېژندګلوی ډاډ
ترلاسه کړی.
- ځینې اپلېکېشنونه لکه سېګنال-Signal او واټسآپ په کارولو سره کولای شئ چې د مقابل لورې هویت د سیکیوریتي نمبر له لارې چک کړئ. کله چې بله ناپېژنده وسیله (ډیوایس) د دوی اکاونټ سره ونښلیږي نو تاسو ته خبردرکول کیږي چې د مقابل لوري سیکیوریټي نمبر بدل شوی دی. په دې صورت کې باید د مقابل لوري هویت په اړه د جلا ارتباطې ابزارو له لارې ډاډ ترلاسه کړئ.
اپلېکېشن کې د پیغامونو د پاکولو او چټونو د تاریخچې (چټ هېسټوري) د پاکولو آپشن فعال کړئ
- کله چې حساس مالومات شریکوئ نو هغه اپلېکېشن وکاروئ چې په اتومات توګه د
پیغامونو د پاکولو آپشن ولري. د دې آپشن په مرسته استول شوي پیغامونه وروسته
له یوې مودې پاک کیږي او د چټ ګډونکونکي به دوی ته لاسرسی ونلري.
- همدارنګه کولای شئ چې د پیغامونو پاکولو لپاره یو وخت وټاکئ، د بېلګې په توګه که تاسو وغواړئ، پیغامونه کېدای شي له خپرېدو څو دقیقو، ساعاتونو یا ورځو وروسته پاک شي.
- د مسېجونو پاکول د مسېجونو د ورکېدو په مانا نه ده؛ یانې که څوک وغواړي کولای شي چې پاک شوي مسېجونه بېرته پیدا کړي. همدارنګه کېدای شي کوم چا له مسېجونو سکرین شاټ اخیستی وي او یا د بلې وسیلې (لکه کمرې) په مرسته یې عکس اخیستی وي. د دغې ډول ګواښونو څخه د خوندیتوب یوه لار دا ده چې مسیج مو وروسته له لوستل کیدو پاک شي. دې کار لپاره اړوند آپشن شته او فعال یې کړئ.
- که د اتومات پاکېدو آپشن مو فعال کړی نه وي، بهتره به وي چې د چټونو تاریخچه
په منظمه توګه پاکه کړئ. خپل اپلېکېشن کې د ټولو یا مشخصو پیغامونو د پاکولو
اپشن پیدا کړئ.
- که غوښتل مو چې د چټ اپلېکېشن ډیلیټ (حذف) کړی، نو لومړۍ پیغامونه ترې پاک کړئ او بیا اپلېکېشن ډیلیټ کړئ. په دې توګه ډاډ ترلاسه کولای شئ چې مسېجونه مو پاک شوي او بیا به ستاسو په الکترونیکي وسیله (ډیوایس) او یا د مقابل لوریو په ډیوایسونو کې بېرته نه څرګندیږي.
- که د مسېجونو د پاکېدو آپشن مو پیدا نهکړ، تاسو کولای شی دا کار په منوال توګه ترسره کړئ. له مقابل لورې هم وغواړئ چې ورته کار وکړي.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
By default, chat apps keep a record of everything you and your contacts have written, said or shared. Use the disappearing messages option to limit the amount of information an app stores on your phone.
د لېنکونو او فایلونو په خلاصولو کې له احتیاط څخه کار واخلئ
- د هغې مشکوک لېنک له خلاصولو ډډه وکړئ چې پرته له تمې مو ترلاسه کړی وي.
- که کوم فایل (لکه پيډياِف) مو پرته له تمې ترلاسه کړ، مخکې له خلاصولو یې
له لېږونکي سره اړیکه ونیسئ او ډاډ ترلاسه کړی چې آیا رېښتیا هم نوموړي دا
فایل دراستولی او که نه. هڅه وکړئ چې د فایل لېږونکي سره په دې اړه د بل
کانال له لارې اړیکه ونیسئ.
- که غواړئ پوه شی چې د مشکوک فایل ترلاسه کولو په وخت څه باید وکړئ نو، دغه لېنک کېکاږئ.
- که په رېښتیا غوښتل مو چې کوم فایل د پیغاماستولو اپلېکېشن له لارې ولیږئ نو، ښه به دا وي چې نوموړی فایل د فایل زېرمتون یو خوندي پلېټفارم ته یې پوړته (اَپلوډ) کړی او وروسته د ډاونلوډ اړوند لېنک یې چټروم کې شریک کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
د پیغاماستولو ډېری اپلېکېشنونه د لیکلي، غږیز، انځوریز او ویډیویي پیغامونو سربېره د فایلونو د لېږد امکان هم برابروي. کله چې پرته له تمې کوم فایل یا مشکوک لېنک ترلاسه کړی، ښه به دا وي چې انتظار وباسئ او ځان ته دا یادونه وکړی چې په اکثرو مواردو کې د سیسټم ککړتیا له دې امله پېښیږي چې کارونکی مشکوک لېنک او یا فایل خلاصوي او په ترځ کې یې زیان رسوونکی کوډ سیسټم ته ننوځي. </توضیحات>
ګروپچټونه په خوندي توګه وکاروئ
د ګروپچټ په ګډونوالو نظارت ولرئ
- کله چې ګروپچټ جوړوی نو د اډمېن صلاحیت یوازې هغو ګدونکونکو ته وسپارئ چې وار له مخه مو تثبیت او هویت مو تایید کړی وي.
- د ګډون غوښتونکی، ګروپچټ ته له منلو مخکې، وپېژنئ.
- مخکې له دې چې ګډونکونکي ته بلنلیک واستوئ، د نوموړي برېښنالیک، ټېلفون شمېره او یوزر-نېم (اکاونټ نوم) تایید کړئ.
- بلنلیک د ټولنیزو رسنیو له لارې مه شریکوئ.
- کله چې ګروپچټ ته منل کیږی نو داسې فکر مه کوئ چې د ګډونوالو نومونه به هغه څه وي چې د دوی یوزر-نېم یا سکرین سره ښکاري. یو څوک کولای شي په آسانه توګه د بل چا نوم خپل سکرین باندې ولیکي او داسې وښیي چې دی هغه څوک دی چې تاسو یې پېژنی.
- که ډاډه نه وی، نو له برېښنالیک یا خصوصي چټ له لارې له نوموړي وپوښتئ او ځان مطمین کړی چې د ده نوم هغه دی چې پر سکرین یې لیکلی دی.
- سکرینشاټ او نور داسې شواهد ځان سره وساتئ تر څو د ستونزې په وخت کې د هغې چا پر وړاندې قانوني اقدام وکړای شی چې غونډې ته د بل چا په نوم پرته له بلنلیک راغلي وي.
- که د کوم چا ګډون نهغواړی له ګروپچټ څخه یې وباسئ.
- که له ګروپه د اېستلو یا بلاکولو چارې کار و نهکړ، بیا نوی ګروپچټ جوړ کړئ. د ګډونکونکو برېښنالیکونه، ټېلفون شمېرې، او یوزر-نومونه بیاځلې وګورئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې دا هماغه کسان دي چې غواړی ګروپچټ ته یې راوبولی.
د ګروپچټ غړو د ځانګړنو (group members’ privileges) برخه مرور کړئ
کله چې ګروپچټ جوړوی نو، د تنظیماتو برخې ته ورشئ او د ګروپ ځانګړنې مرور کړئ؛ او وګورئ چې کومې ځانګړنې دې د ګروپ اډمېن یا ټولو ته ځانګړي شي. د بېلګې په توګه، آیا ټول ګډونوال دې په چټ کې د لیکلو یا غږیز پیغام لېږلو اجازه ولري او که نه، یا د بل ګډونکونکی له ګروپه لرې کړای شي او یا دا چې د ګډونوالو نوم دې یو بل ته څرګند وي.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
اډمېن او ګروپ غړو ته د ځانګړنو او همدارنګه د اپلېکېشن ډولونو ته په کتو، کولای شی چې یو ګروپچټ د څو کسانو لپاره او یا هم یوازې د خبرتیاو د خپرولو لپاره جوړ کړی. </توضیحات>