د زیان رسوونکي سافټویر (مالویر) پر وړاندې خوندیتوب
Updated9 April 2024
Table of Contents
...Loading Table of Contents...د خوندیتوب لپاره مو د وسیلې ساتنه یو اړین ګام دی. د ډېټا انکرېپشن، خصوصي اړیکو یا نامعلومه براوزر په اړه له اندېښنې مخکې، خپله وسیله له زیان رسوونکي سافټویر څخه خوندي کړئ (چې اکثراً مالویر ورته وایي). مالویر د هغو ټولو اقداماتو اغېزمنتیا کموي چې د خپل خونديتوب لپاره یې ترسره کوئ.
ټولې وسیلې د مالویر موخه ګرځي؛ دا باور نور ناسم دی چې یوازې Windows وسایل په خطر کې دي. که مو وسیله د macOS، Linux، Android یا iOS عملیاتي سیسټم لري، لاندې ګامونه په پام کې ونیسئ.
ټول سافټویر ابډېټ کړئ
- د خپلې وسیلې د غوره خوندیتوب لپاره د عملیاتي سیسټم د وروستۍ نسخې د کارولو لپاره لاندې لارښوونې تعقیب کړئ:
- په وسیله کې د نصب شوو اپلیکیشنونو د منوال او اتومات ابډېټ لپاره لاندې
لارښوونې تعقیب کړئ:
- انډرویډ لپاره؛ څنګه Play Store او اپلېکېشنونه په Android کې اپډېټ کړو.
- هغه اپلېکېشنونه چې له آپ-سټور څخه په اتومات ډول ډاونلودیږي، په اتوماټ ډول اپډیټ کیږي. خو تاسو کولای شئ چې ددوی اپډېټ په منوال توګه ترسره کړئ. iOS لپاره؛ څنګه په آپل الکترونیکی وسیلو کې اپلېکېشنونه په منوال توګه اپډېټ کړو.
- وېنډوز لپاره؛ په اتومات ډول د اپلېکېشنونو اپډېټول فعال کړئ.
- ماک-اوس macOS
- لینکس-که مو په خپل Linux کمپیوټر کې د Ubuntu بشپړه ډیسټاپ نسخه نصب
کړې وي، سافټویر به په اتومات ډول هره ورځ ابډېټ شي؛ د دغه تنظیم د
بدلولو لپاره، د Ubuntu ټولنې وېکي
پاڼېته
مراجعه وکړئ.
- د Linux د هر ځانګړي وېش سره سم، د اتومات ابډېټ د فعالولو طریقه متفاوته ده؛ په دې اړه د خپل وېش رسمي مستندې لارښوونې وګورئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
د عملیاتي سیسټمونو او اپلیکیشنونو په کوډ کې هره ورځ نوې نیمګړتیاوې موندل کېږي. د دې کوډ لیکونکي نشي کولی وړاندوینه وکړي چې نیمګړتیاوې به چیرته وي؛ ځکه چې کوډ ډېر پیچلی دی. زیان رسونکی بریدګر ممکن ستاسې وسایلو ته د لاسرسي په موخه له دې نیمګړتیاوو ګټه پورته کړي.
خو د سافټویرونو جوړونکي د دغو نیمګړتیاوو د حل لپاره په منظمه توګه ابډېټ معلومات خپروي. له همدې امله، وړاندیز کوو چې د خپلې وسیلې لپاره د عملیاتي سیسټم وروستۍ نسخه وکاروئ او د نصب شوو اپلیکیشنونو لپاره هم ابډېټ معلومات ترلاسه کړئ. وسیله مو په اتومات ډول د ابډېټ کولو لپاره تنظیم کړئ؛ ترڅو په دې هکله کومه برخه درنه پاتې نهشي.
پام مو وي، چې زیان رسوونکي ممکن تاسو وهڅوي او د چټک اقدام یا په احساساتو راوستلو سره دوکه کړي
- هڅه وکړئ دا مو عادت وګرځوئ؛ ترڅو هغه برېښنالیکونه، پیغامونه یا خبرتیاوې په نښه کړئ، چې هڅه کوي ومو ډار کړي، اندېښمن مو کړي او یا مو په احساساتي ډول اغېزمن کړي. هر هغه څه چې د احتمالي ګواښ یا فرصت د رامنځته کولو زمینه برابروي؛ باید په شکمن نظر ورته وګورئ.
- که یو پیغام داسې ژبه وکاروي چې ناپېژندویه یا د موضوع له تناظره بهر ښکاري، باید شک پرې وکړئ.
- هغه پیغامونه چې غواړي تاسې یې په اړه سملاسي اقدام وکړئ، پر وړاندې یې پښه نیولي شئ، یعنې چټک اقدام مه کوئ.
- له هر هغې هڅې سره چې غواړي شخصي یا مهم معلومات (پاسورډونه، حساب شمیرې، نومونه، د پېژندنې شمیرې او نور) مو ترلاسه کړي، محتاط اوسئ.
- پر هغو اړیکو باور مه کوئ، چې غواړي د پروګرام، اپلیکیشن یا براوزر پراختیاوې نصب کړي لکه (Team Viewer یا AnyDesk).
- پام مو وي چې ډېر داسې پیغامونه یا اعلانونه چې وايي "یو څه وړیا وګټئ"، د خلکو د دوکه کولو لپاره کارول کېږي؛ ترڅو زیان رسوونکي سافټویرونه نصب کړي.
- هېڅکله د پیغام غوښتنې ته غبرګون(click to proceed) مه ښیئ، تر هغه چې ډاډ ترلاسه کړئ چې دا غوښتنه قانوني ده. د تایید لپاره د بلې اړیکې لارې له پیغام استوونکي سره اړیکه ونیسئ.
- د دې هرڅه په اړه په لاندې برخو کې درکړل شوې لارښوونې په دقت سره ولولئ: links، attachments، file extensions، او pop-up windows.
ولې دا سپارښتنه کوو
د خوندیتوب برخې پوهان د خلکو احساسات او عادتونه د ډیجیټلي خوندیتوب تر ټولو کمزوری اړخ ګڼي. کله موږ هڅه کوو ژر اقدام وکړو او یا هم د یو څه په اړه په احساساتي توګه تر تاثیر لاندې راځو، او معمولا هغه غوښتنې ته غبرګون ښيو چې ترلاسه کړې مو ده.
د بشر حقونو د مدافعینو کار کولی شي د دې ډول بریدونو پر وړاندې په ځانګړي ډول زیانمن شي. څو ځله فکر کول کولی شي د زیان رسوونکو سافټویرونو د نصبولو مخه ونیسي.
مخکې له دې چې یو لېنک کېکاږئ (کلېک کړئ)؛ تم شئ او محتاط اوسئ
د لینک پته په ځیر سره وګورئ، دا کار په ځانګړې توګه هغه مهال ډېر مهم دی، چې لینک مو د برېښنالیک، ایساېماېس یا پیغام له لارې ترلاسه کړی وي.
- که په کمپیوټر کې کار کوئ؛ نو د لینک په برېښنالیک یا وېبپاڼه کې د ماوس پواینټر پر درولو سره د بشپړې وېبپاڼې ادرس وګورئ.
- په موبایل کې، د لینکونو لیدل ستونزمن وي؛ نو غوره ده چې کلیک پرې ونه
کړئ او تر هغې صبر وکړئ چې په کمپیوټر کې یې وګورئ. که بیا هم اړتیا لرئ،
چې لینک په موبایل وسیله کې وګورئ، د لاندې لارو چارو د ترسره کولو هڅه
وکړئ.
- په Android کې تاسو کولای شئ چې URLCheck انسټال کړئ. دغه اپلېکېشن تاسو ته یو لینک څيړي او تاسو سره مرسته کوي چې مخکې له دې چې پر لینک کلیک وکړئ، لومړۍ یې وپېژنی. نوموړۍ اپلېکېشن له Google Play Store او F-Droid څخه ترلاسه کولی شئ.
- په Android او iOS دواړو کې، ډېری اپلیکیشنونه دا اجازه درکوي، چې د متن د لینکونو لیدو لپاره په متن کلیک وکړئ او تر هغې یې وساتئ؛ ترڅو د لینک محتوا را څرګنده شي.
د وېب ادرس د لوستلو طریقه:
د "https://" څخه وروسته، د ادرس لومړی "/" پیدا کړئ.
بیا کیڼ خوا د مخکني "." ته چې ورپسې بله کلمه راغلي وي وګورئ. د بېلګې په توګه، په دې لېنک کې (
https://securityinabox.org/en/phones-and-computers/malware/
) هغه کلېمه چې تاسو پلټئ، "securityinabox" ده.ایا دا هغه وېبپاڼه ده، چې تاسې یې تمه لرله؟ که نه نو، ممکن څوک مو دوکه کوي.
لاندې انېمېشن وګورئ؛ ترڅو د وېبپاڼې د ادرس د چک کولو مرحلې په ژوندي ډول زده کړئ:
که یو عجیب لینک وګورئ او غواړئ پوه شئ چې دا څه شی دی، هیڅکله پرې کلیک مه کوئ. د دې لپاره چې معلوم کړئ لینک خوندي دی، ادرس کاپي کړئ او د پلټنې په لاندې پاڼو کې یې وګورئ:
که لینک عجیب ښکاري خو بیا مو پرې کلیک کړی وي:
- د Digital First Aid Kit troubleshooter لخوا وړاندې شوي ګامونه عملي کړئ؛ما مشکوک پیغام ترلاسه کړ.
- د لینک سکرین شاټ واخلئ او هغه چا ته یې واستوئ چې وسیله مو خوندي کوي.
- ډاډ ترلاسه کړئ، چې د زیان رسوونکي سافټویر ضد اپلیکیشن په هغه وسیله کې پرمخ وړئ چې لینک مو پرې کلیک کړی دی.
ولې دا سپارښتنه کوو
د زیان رسوونکو پروګرامونو او جاسوسي سافټویرونو ډېری پېښې د زیان رسوونکو وېبپاڼو د کتنې له لارې رامنځته کېږي.
د ضمیمو (اټچمنټ) د پرانیستلو پر مهال محتاط اوسئ
- د هغو فایلونو په اړه هوښیار اوسئ چې په غیرمترقبه ډول د برېښنالیک، چټ، تلیفوني پیغام یا نورو پیغامونو سره ضمیمه شوي وي.
- ډاډ ترلاسه کړئ چې استوونکی هغه څوک دی چې تاسې یې ګومان کوئ. هڅه وکړئ له هغوی سره د بلې اړیکې لارې (لکه مخامخ یا د تلیفون له لارې که برېښنالیک یې استولی وي) اړیکه ونیسئ ترڅو تایید کړئ چې فایل هغوی استولی دی.
- که واقعاً اړتیا لرئ یو شکمن PDF، عکس یا سند پرانیزئ، د Dangerzone اپلیکیشن وکاروئ ترڅو زیان رسونکي عناصر ترې لرې کړئ. د دې وسیلې د ملاتړ شوي فایل فارمټونو بشپړ نوملړ د Dangerzone About page پاڼه کې موندلی شئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
ډېرې د مالویر او جاسوسي سافټویر د ویروس پېښې هغه وخت پېښېږي چې یو کارن ناڅاپه داسې فایل ډاونلوډ او پرانیزي چې زیان رسوونکی کوډ ولري.
خپل کمپیوټر کې file extensions بڼه ښکاره (visible) کړئ ترڅو د مالویر په وسیله دوکه نه شئ
د خوندي پاتې کېدو لپاره، په خپل فایل منیژر کې د فایل اېکسټېنشن بڼه ښکاره (visible) کړئ.
- Linux په Linux – Ubuntu کې د فایل اېکسټېنشن په ډیفالټ ډول ښودل کېږي.
- په macOS کې د Show or hide filename extensions on Mac برخه وګورئ.
- په Windows کې official Microsoft documentation برخه وګورۍ چې څنګه فایل اېکسټېنشن وسېبل کېدای شي.
د فایل پرانیستلو څخه مخکې، د فایل په پای کې د وروستۍ نښې وروسته پراختیا (extension) ته وګورئ − هغه متن چې د وروستۍ نقطې څخه وروسته راځي، چې ځینې وخت به دوه یا ډېرې پراختیاوې وي. ځینې یې معمولي دي − لکه .tar.gz − خو ځینې یې − لکه .jpg.exe – په څېر مشکوکې دي.
له ځانه وپوښتنئ، چې ایا دا هغه ډول فایل دی چې تمه یې لرم؟ ایا دا غیر معمولي نه ښکاري؟ دا چې یو فایل له پرانیستلو وروسته څه کولای شئ؛ په اړه یې په ویکیپیډیا کې د فایل د فارمیټونو -file formats and of filename extensions - فهرست او د فایل د نوم د پراختیا فهرست برخې ته مراجعه وکړئ.
نور مالومات دلته ولولئ: Know some common malicious extensions.
ولې دا سپارښتنه کوو
هغه کسان چې غواړي په وسیله کې مو زیان رسوونکی کوډ نصب کړي، ځینې وختونه یو اپلیکیشن د بېضرره سند په څېر ښکاره کوي. دا کار د فایل د پراختیا د بدلولو له لارې ترسره کوي: هغه مالومات چې د فایل د نوم په پای کې د نقطې وروسته ښکاري او معمولا ۲ تر ۴ حروفو اوږده وي او تاسې ته د فایل ډول ښیي. ممکن هڅه وکړي چې د عادي پراختیاوو لکه: (.doc، .txt یا .pdf) پر ځای د اجرا وړ کوډ پراختیاوې وکاروي؛ ترڅو مو دوکه کړي.
د مشکوکو ناڅاپي کړکیو (pop-up windows) څخه ډډه وکړئ
ډېرې مډرن براوزرې په ډیفالټ ډول pop-up windows بلاکوي. کولی شئ د لاندې لینکونو په مرسته وګورئ چې ایا دا ځانګړتیا مو په براوزر کې فعاله ده که نه:
- کروم Chrome/Chromium − لپاره Block or allow pop-ups in Chrome ولولئ.
- فایرفایکس Firefox لپاره pop-up blocker settings ولولئ.
- مایکروسافټ ایج Microsoft Edge لپاره Block pop-ups in Microsoft Edge ولولئ.
- سفاري Safari کې په ډیفالټ ډول pop-ups کړکۍ نه بندېږي؛ خو کولای شئ د Allow or block pop-ups on all websites برخې ته ورشئ او تنظیم یې کړئ.
په براوزرونو کې د pop-up windows بندول ممکن د هغو وېبپاڼو فعالیتونو کې خنډ رامنځته کړي، چې د ځانګړو برخو لپاره له دغه خدمت څخه کار اخلي. یوازې په ځانګړو وېبپاڼو کې pop-up windows ته د اجازې ورکولو لپاره، کولی شئ دغه خدمت د اجازې ورکړل شویو وېبپاڼو په لېست کې اضافه کړئ.
د pop-ups کړکیو بندول تل اغېزناک نهوي. د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه کړئ پاپاپ کړکۍ او نور اعلانونه مو په براوزر کې نه ښکاري؛ نو د دې لپاره، چې د خوندیتوب لپاره دویمه کرښه زیاته کړئ، وړاندیز کوو چې په Firefox یا Chrome/Chromium کې د uBlock Origin خدمت نصب کړئ.
که د براوزر د کارولو یا نهکارولو پر مهال یوه pop-up window په ناڅاپي ډول ښکاره شي، د ممکنه زیانرسوونکو پېښو د مخنیوي لپاره لاندې ګامونه تعقیب کړئ:
- تم شئ او هېڅ ټنۍ یا برخې مه کېکاږئ.
- کړکۍ کې پیغام په دقت سره ولولئ. او وګورئ چې څه غواړي؟
- که دا هغه څه نهوي چې غوښتنه مو یې کړې وي، د "هو" یا "ښه" کلېک کولو پر ځای (د کړکۍ په سر کې د تړلو تڼۍ په کلیک کولو سره) کړکۍ وتړئ.
- د هغو اپلیکیشنونو نومونه وپېژنئ چې نصب کړي مو دي. د هغې اپلیکیشنونو ابډېټ کول مه تاییدوئ چې نه یې پېژنئ.
- که ډاډه نهیاست چې دا واقعاً ستاسې اپلیکیشن یا وسیله ده چې د سافټویر د نصبولو غوښتنه کوي، د سافټویر وېبپاڼې وګورئ ترڅو وګورئ چې ابډېټ کول یې رسمي دي.
ولې دا سپارښتنه کوو
تاسو ته به داسې ښکاري چې د کمپیوټر هک کول یو خاص مهارت غواړي، خو په حقیقت کې هکرانو لپاره ستاسو دوکه کېدل یوه ځواکمنه وسیله ده. هغه تڼۍ یا لینک چې د یو څه د ترسره کولو غوښتنه کوي؛ ممکن د مالویر نصبولو لپاره یو چل وي او ستاسې په یو کلیک سره دا چل ترسره شي.
د انټيویروس یا انټيمالویر کارول
هغه انټيویروس سافټویر وټاکئ چې ستاسې لپاره مناسب وي
- په Windows کې، د مالویر پر وړاندې د Windows Defender خدمت فعال کړئ.
- په Linux کې، کولی شئ د مالویر لپاره خپله وسیله د ClamAV په کارولو سره خپله الکترونیکي وسیله سکن (scan) کړئ. خو په یاد مو وي، چې دا یوازې یو سکن دی او سیسټم به مو له زیان رسوونکو څخه د ساتنې په موخه سکن نه کړي. دا چاره یوازې دومره کولای شي، چې ایا یو فایل یا فولډر مالویر لري که نه، او دا د USB فلش له وسیلې څخه هم د کارونې وړ دی. که چېرې اجازه ونه لرئ چې په مشکوک کمپیوټر کې سافټویر نصب کړئ، کولی شئ د وړیا انټي ویروس پر ځای د پیسو په بدل کې د ESET NOD32 غوندې انټي ویروس وکاروئ.
- د انټيویروس نور ډولونه هم شته:
ولې دا سپارښتنه کوو
د وسیلې د خوندي ساتلو لپاره تر ټولو مهم څه چې ترسره کولی یې شئ، د عملیاتي سیسټم او نصب شوو سافټویرونو ابډېټ کول دي. خو د مالویر هغه کوډ د بندولو لپاره چې ممکن وسیله مو یې اغېزمنه کړې وي، د سم انټيویروس یا انټيمالویر اپلیکیشن کارول هم ګټور دي.
انټيویروس مو په خوندي ډول وکاروئ
- هغه انټيویروس یا انټيمالویر سافټویر چې نصبوئ یې، ډاډمن شئ، چې ایا کار کوي او په خپله د ابډېټ وړتیا لري که نه.
- په منظم د سکن عملیه ترسره کړئ.
- په یاد مو وي، چې ټول انټيویروس او انټيمالویر اپلیکیشنونه د خوندي وسایلو د کارولو په اړه معلومات راټولوي. د دې معلوماتو یوه برخه ممکن د دې وسیلو له مالک شرکتونو سره شریکه شي. ځینې وختونه، دا معلومات دریمو خواوو ته هم پلورل کېږي.
یوازې یوه انټيمالویر وسیله وټاکئ
- یوازې یو انټيمالویر اپلیکیشن غوره او وکاروئ. که په وسیله کې مو څو انټيمالویرونه په یو وخت کې وکاروئ؛ ممکن د یو بل پر کار اغېزه وکړي.
- که د اړتیا په صورت کې د انټيمالویر اپلیکیشن بدلوئ، نو مهمه ده چې لومړی هغه انټيمالویر په بشپړه توګه له منځه یوسئ، چې مخکې نصب شوی و او وروسته بیا نوې وسیله نصب کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
د دوو انټيویروس یا انټيمالویر وسایلو کارول ممکن تاسې خوندي ښکاره کړي؛ خو په حقیقت کې دا وسایل ډېری وخت یو بل مشکوک ګڼي او د یو بل پر فعالیت اغېز کوي (لکه دوه درمل چې د یو بل اغېز خنثی کوي). یوازې هغه وسیله وکاروئ، چې ګټوره درته ښکاري.
انټيمالویر مو د اتومات ابډېټ لپاره تنظیم کړئ
- ډاډ ترلاسه کړئ، چې انټيمالویر پروګرام مو د اتومات ابډېټ آپشن لري؛ د نشتون په صورت کې یې بله وسیله وکاروئ.
- خپل انټيمالویر سافټویر د ورځني منظم ابډېټ لپاره تنظیم کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
هره ورځ نوي مالویر (زیانرسوونکي سافټویر) جوړیږي او خپرېږي او انټيمالویر وسایل یې بیا پر وړاندې د مبارزې لپاره نوی ابډېټ خپروي. که خپل انټيمالویر مو د اتومات ابډېټ لپاره تنظیم نه کړئ، کمپیوټر به مو ژر زیانمن شي او دا وسیله به هېڅ ګټه ونهلري. په یاد مو وي، چې ځینې هغه وسایل چې په نوو کمپیوټرونو کې مخکې له مخکې نصب شوي وي، باید په یو وخت کې ثبت او (تادیه) شي که نه نو ابډېټ به ترلاسه نهکړي. که داسې وسیله لرئ او بیا هم وړیا نسخه غواړئ، نو د مخکې له مخکې نصب شوې وسیلې له منځه وړل په پام کې ونیسئ او له دې لیست څخه بله غوره کړئ.
خپله وسیله په منظم ډول د مالویر موندلو په موخه سکن (Scan) کړئ
- که مو انټيمالویر وسیله د "تل فعاله" حالت لري، نو ویې کاروئ. بېلابېلې وسیلې د دې حالت لپاره بېلابېل نومونه لري. لکه Realtime Protection یا Resident Protection.
- په لاندې حالاتو کې خپل کمپیوټر د مالویر (زیانرسوونکي سافټویر) لپاره سکن
کړئ:
- که مو وسیله له یوې ناخوندي یا ناباوره شبکې سره وصل شوې وي،
- که مو له نورو کسانو سره د USB حافظې وسیله شریکه کړې وي،
- که مو په بریښنالیک کې مشکوکې ضمیمې (اټچمنتز) پرانیستې وي،
- که مو په یو مشکوک لینک کلیک کړی وي،
- که مو په کور، دفتر یا ټولنه کې د چا په وسیله کې نوې او عجیبه ستونزې لیدلي وي.
- کله نا کله په خپل کمپیوټر کې ټول فایلونه سکن کړئ. که څه هم نه غواړئ چې فایلونه سکن کړئ،(او یا کېدای شي چې د شپې لخوا یې ترسره کړئ) خو په منظمه توګه سکن کول به تاسو سره مرسته وکړي تر څو په الکترونیکي وسیله کې مو د "always on" برخې فعاله ساتلو له لارې او یاهم د اپدېټ میکانیزمونو له لارې ستونزي په وخت سره پیدا او د زیان له اوښتو څخه مخنیوی وکړئ.
د یو-اس-بي کېبلونو او الکترونیکي وسیلو ساتلو ته ډېر پام وکړئ
*په ګرځنده عصري وسایلو لکه Android او iOS کې د USB له لارې د معلوماتو لېږد په ډیفالټ ډول غیرفعاله وي. خو بیا هم غوره ده چې خپله وسیله هېڅکله په ناباوره USB نښلوونکو ځایونو کې ونه نښلوئ او د دې برخې مشورو ته په پام سره کله چې اړتیا لرئ؛ خپله وسیله چارج کړئ. *
که مو وسیله د USB کیبل له لارې چارج کېږي، هېڅکله یې د USB برخه په مستقیم ډول مخکې له دې چې ډاډه شئ، چې کیبل مو یوازې د چارج لپاره کارول کېږي، په عامه USB چارج نښلوونکو ځایونو کې مه نښلوئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې هغه اډپټر (نښلوونکې وسیله) وکاروئ چې په برېښنا ساکټ سره وصل کېږي.
داسې وکړئ: د بریښنا کیبل مو هغه اډپټر ته ونښلوئ، چې په برېښنا ساکټ کې نښلېږي، په دې اړه نور معلومات په لاندې برخه کې وګورئ:
_ تصویر له Electro-world-standard, څخهCC BY-SA 4.0, چې له Wikimedia Commonsڅخه ترلاسه شوی دی._داسې مه کړئ: خپل کیبل پرته له دې چې خپل اډاپټر مو وي او یا ډاډه نه یاست چې دا یوازې د چارجولو کیبل په توګه کاروئ او که نه، په USB ساکټ کې مه نښلوئ. په دې اړه نور معلومات په لاندې برخه کې وګورئ:
تصویر د امین لخوا، CC BY-SA 4.0 چې د Wikimedia Commonsله لارې ترلاسه شوی دی.
که اړتیا وي، چې ناباوره USB نښلوونکی ځای وکاروئ، د USB ډېټا بلاکر واخلئ، ترڅو مو USB د مالویر او نورو ویروسونو څخه خوندي پاتي شي. ډاډ ترلاسه کړئ، چې خپل باوري USB ډېټا بلاکر وکاروئ؛ ځکه د جعلي USB ډېټا بلاکر کولی شي وسیلې ته مو هغه مهال ویروسونه ولېږدوي، چې فکر کوئ وسیله مو خوندي ده.
هېڅکله هغه ډرایو، کارت، ډیسک یا کیبل مهکاروئ، چې په عامه ځای کې پروت وي؛ ځکه داسې پېښې شوي چې خلک په قصدي ډول جعلي USB ډرایوونه په عامه ځایونو کې پرېږدي؛ ترڅو د نورو وسیلو ته ویروسونه ولېږدوي.
که اړتیا لرئ، چې د یوه همکار یا ملګري ډرایو په خپله وسیله کې ونښلوئ، د مالویر د معاینې لپاره CIRCLean stick دغه برخې ته مراجعه وکړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
مالویر کولی شي د وسیلې له لارې نورو وسایلو ته خپور شي − په ځانګړي ډول د SD کارتونو، USB ډرایوونو، USB کیبلونو، "فلش" حافظو او نورو بهرنیو زېرمهییزو وسایلو له لارې. همدا راز باید یاده کړو، چې مالویر د چارج کولو په عامه تم ځایونو کې هم موندل شوی دی.
د حساسو معلوماتو د خوندي ساتلو لپاره د خوندیتوب معیارونه په نظر کې ونیسئ
- یوازې د کوډ (انکرېپټ) شوو میتودونو له لارې حساس معلومات زېرمه یا ولېږدوئ.
- ځیر شئ، چې دا معلومات چا ته ورکوئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې دوی د باور وړ دي که نه.
- په دې پوه شئ چې ډېری دوکهکوونکې کړنې د برېښنالیک، ټلیفون یا بلې برېښنايي وسیلې له لارې داسې ترسره کېږي، چې یو څوک درسره اړیکه نیسي او ځان د یوې رسمي ادارې کارکوونکی یا حکومتي مامور درپېژني.
- د pop-up windows یا مشکوکو لینکونو په اړه ډېر محتاط اوسئ، چې غواړي حساس معلومات مو ترلاسه کړي.
- حساس معلومات کوم دي:
- د زیږون نېټه یا نور شخصي پېژندویه معلومات
- پاسورډونه
- د بانکي حساب یا کریډیټ کارت شمیرې یا نور مالي معلومات
- د پېژندپاڼه (تذکرې) نمبر، پاسپورټ نمبر، یا د دفتر د ننوتلو کارتونه په څېر پېژندنویه معلومات
- د جواز کوډونه
- د ګوتې نښان یا د سترګو انځورونه
ولې دا سپارښتنه کوو
ځینې داسې معلومات هم شته چې که د ناسمو خلکو لاسونو ته ولویږي، ډېر خطرناک کارول کېدای شي. ډېری کسان په دې نه پوهېږي چې د کوډ شوي بریښنالیک له لارې د حساسو معلوماتو لېږدول خوندي نه دي؛ ځکه دا معلومات په ډېری کمپیوټرونو او سرورونو کې خوندي کېږي، چې د ټولو د کاپي له منځه وړل ستونزمن کار دی.
نورې ځېرک وسیلي خوندي کړئ
- له ځانه وپوښتئ، چې ایا له انټرنېټ سره د اضافي وسایلو نښلول ګټه لري او که یې ګواښ زیات دی.
- د دې لپاره، چې ټلویزیون مو په بشپړه توګه خوندي وي؛ له انټرنېټي شبکې سره یې مهنښلوئ او له برېښنا سره هم اړیکه پرې کړئ.
- د Alexa، Cortana او Siri په څېر ځيرکو غږیز وسایل غیر فعال کړئ. په خپلو الکترونیکي وسیلو کې د "غږیز کنټرول د غیرفعاله کولو" لپاره د Android، iOS، macOS او Windows برخو ته مراجعه وکړئ.
- په ځيرکو ټلویزیونونو کې د اتوماتیکې منځپانګې پېژندنې (ACR) بندول: دا
ټیکنالوژي هغه پروګرامونه ښیي، چې د کیبل، انټرنېټ، مستقیم خپرولو
(streaming) خدماتو یا د USB وسیلو له لارې یې ګورئ.
- *د آپل تي وي *Turn off automatic content recognition (ACR) by deactivating Siri.
- *د خپلو نورو سمارټ ټلویزیونونو لکه: (Android, Amazon Fire, LG, Roku, Samsung, Sony) * خوندي کولو لپاره لومړۍ secure your smart TV ته ولاړ شئ او وروسته turn off ACR آپشن کېکاږئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
ځینې زیان رسوونکي مالویر داسې جوړ شوي چې هغه وسایل ککړ کړي چې د مطلوب شخص له الکترونیکي وسیلې سره وصل وي. ډېر هغه ډيوایسونه چې له انټرنیټ سره وصل دي زموږ د کمپیوټرونو او ټیلفونونو په څېر په ښه ډول خوندي شوي نه وي. دا کېدای شي "سمارټ ټلویزیونونه"، هغه وسایل چې تاسو یې د خپل ټیلفون د اپلیکیشن له لارې کنټرولوئ، یا "سمارټ وسایل" لکه د څراغونو یا د ګرمولو سیسټمونه، یا حتی د ماشومانو لوبو شیان هم شامل وي. بریدګر یا هکران ممکن دغه وسایل وکاروي ترڅو نورو مهمو وسایلو ته لاسرسی ومومي، یا د زومبي "بوټنېټ" د یوې برخې په توګه نور وسایل باندې برید وکړي. په ځانګړي ډول، سمارټ ټلویزیونونه د شاوخوا غږونو اورېدو او ثبتولو لپاره ټیکنالوژي کاروي چې "د مالوماتو اتوماتیکه پیژندنه" یا "automatic content recognition" (ACR) نومیږي. دوی هغه څه چې اوري له اعلان ورکونکو او نورو دریمو اړخونو سره شریکوي. تاسو کولی شئ د دې برخې لارښوونې په کارولو سره ACR بند کړئ.
یو نیم وخت، ډیوایسونه مو رېبوټ (خاموش او چالان) کوئ او د شپې لخوا خاموشه کوئ
ولې دا سپارښتنه کوو
ډېری وخت جاسوسي سافټویرونه دوامداره نه وي. د خپل وسیلې په منظم ډول بیا چالانول کېدای شي چې ځینې جاسوسي سافټویرونه له منځه یوسي.
همدارنګه، مالویر اکثراً هغه وخت فعال وي، چې کله له وسایلو کار نه اخلئ. د شپې لخوا وسایل بندول کولی شي د دې خطر مخنیوی وکړي.
که شک مو وي چې الکترونیکي وسیله مو ککړه شوي نو...
د شبکې اړیکې پرې کړئ
- Wi-Fi، موبایل ډاټا، بلوتوت او نورې بېسیمه اړیکې بندې کړئ.
- د هر ډول انټرنېټ یا بل فزیکي نښلېدلي تارونه جلا کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
د شبکې له ټولو اړیکو د وسیلې جلا کول، د مالویر د نورو وسیلو د زیانمنولو مخنیوی کوي او دغه وسیلو ته د بریدګرو د لاسرسي مخنیوی کوي.
د ککړو شوي الکترونیکي وسیلې سره storage media مه نښلوئ
- هېڅکله د زیانمنې وسیلې سره د بهرني ډرایو، USB، یا فلش کارتونه تر هغه مهنښلوئ څو چې د دغه وسیلو د خوندیتوب او له ویروسونو د پاکوالي ډاډ ترلاسه نهکړئ.
- هغه وسیلې چې مخکې له زیانمنې وسیلې سره وصل شوې وي، مه کاروئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
ډېری وخت د مالویر پاکولو لپاره یوازې د مالویر ضد سافټویر کارول کافي وي؛ خو ځینې مالویرونه داسې جوړ شوي، چې د سیسټم د بشپړ بیا نصبولو سربېره هم پاتې کېږي. د مالویر د پاکولو لپاره نورې هڅې هم اړینې دي.
د مالویر ضد (anti-malware) سافتوییر خپله الکترونیکي وسیله کې وکاروئ (Run کړئ)
ولې دا سپارښتنه کوو
ډېری وخت د مالویر پاکولو لپاره یوازې د مالویر ضد سافټویر کارول کافي وي؛ خو ځینې مالویرونه داسې جوړ شوي، چې د سیسټم د بشپړ بیا نصبولو سربېره هم پاتې کېږي. د مالویر د پاکولو لپاره نورې هڅې هم اړینې دي.
د ژغورنې ډرایو وکاروئ
- که ککړ شوي وسیله مو کمپیوټر وي، د یوه مالویر ضد ژغورنې ډرایو په مرسته یې بیا وکاروئ. د دې چارې لپاره Windows Defender Offline یا AVG Rescue Disk برخې ته مراجعه وکړئ.
- د دې ډرایو له کارونې وروسته، د کارول شوي USB فلش حافظه پاکه کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
که د مالویر ستونزه دوامداره وي، د ژغورنې له ډرایو څخه د وسیلې بیا کارول کولی شي د مالویر د ژورو فایلونو په پاکولو کې مرسته وکړي.
فایلونه بېک-آپ کړئ (د فایلونو کاپي واخلئ)
- خپل خورا مهم سندونه په یوه پاک او نا کارول شوي ډرایو کې زېرمه کړئ.
- مخکې له دې چې فایلونه یو ځل بیا پاکې وسیلې ته ولېږدوئ؛ ډاډ ترلاسه کړئ، چې د مالویر ضد وسیلې په مرسته یې سکن ترسره شوی.
- هېڅکله اپلیکیشنونه یا سافټویرونه مه بکاپ کوئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
باید د مالویر د له منځه وړلو لپاره خپله وسیله تر ډېره حده پاکه کړئ. لومړی، خپل مهم فایلونه یو پاک او باوري ډرایو ته کاپي کړئ؛ ترڅو یې د له منځه تلو مخنیوی وشي او ډاډمن شئ، چې د دې فایلونو له لارې زیان نهدی رسېدلی.
د پروفایل فولډر په حذفولو سره خپل براوزر پاک کړئ
که مو براوزر مشکوک چلند کوي، یا شک لرئ چې ممکن ویروس ولري؛ نو د مالویر ضد سافټویر په مرسته د سکن ترڅنګ د پروفایل فولډر پاکول کېدای شي ګټور وي.
په یاد ولرئ چې د پروفایل فولډر پاکول به ټول زېرمه شوي پاسورډونه، بوکمارکونه (bookmarks)، اضافي براوزر او ډیجیټل یادښتونه (cookies) پاک کړي. مخکې له دې چې دا فولډر پاک کړئ، لاندې سپارښتنې تعقیب کړئ، ترڅو خپل معلومات خوندي کړئ.
- د پروفایل فولډر موندل:
- تاسو کولی شئ د ټول پروفایل فولډر یوه کاپي واخلئ یا مستقیم درېیم ګام ته
لاړ شئ او یوازې خپل بوک مارکونه او پاسورډونه بیک اپ کړئ. د خپل ټول
پروفایل بیک اپ کولو لپاره، لاندې لارښوونې وګورئ:
- په Firefox پروفایل کې د مالوماتو بېک-آپ او بیارغونه.
- پهChrome/Chromium کې د بوکمارکونو د خوندي کولو لپاره، کله چې فولډر مو (د لومړي ګام مطابق) پیدا کړ، لومړۍ یې کاپي او بیا یې په بیل ځای ته انتقال کړئ.
- بوکمارکونه بېک-آپ کړئ:
- په Firefox کې د بوکمارکونو بېک-آپول .
- پهChrome/Chromium کې د بوکمارکونو د خوندي کولو لپاره، د Chrome بوکمارکونو او تنظیماتو انتقالول برخې ته مراجعه وکړئ.
- هغه پسورډونه مو بېک-آپ کړئ چې خپل براوزر کې زېرمه کړي:
- که براوزر مو ککړ شوی وي؛ نو د براوزر زېرمه شوي پاسورډونه مو هم ممکن خوندي نه وي. د مالویر د له منځه وړلو وروسته، خپل پاسورډونه بدل کړئ او په پاسورډ منیژر کې یې زېرمه کړئ.
- هغه پسوردونه بېک-آپ کړئ چې فایرفاکس کې زېرمه دي.
- هغه پسورډونه بېک-آپ کړئ چې پهChrome/Chromium زېرمه دي.
وروسته له دې چې پروفایل کې مو مهمه ډېټا بېک-آپ کړه، خپل پروفایل فولدر حذف (ډيلېټ) کړئ او بېک-آپ شوي ډېټا په لاندې ډول بل ځای ته انتقال کړئ:
- براوزر وتړئ او پروفایل فولډر پاک کړئ.
- براوزر بیا پرانیزئ؛ د براوزر بڼه باید داسې وي لکه چې نوې انسټال شوې وي.
- که ستونزې ورکې شوې وي، خپل بوکمارکونه او پاسورډونه وارد کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
ځینې مالویرونه د براوزر په پروفایل فولډر کې ځان زېرمه کوي. د پروفایل فولډر پاکول کولی شي د براوزر زیانمنېدو ستونزې حل کړي.
د وسیلې (reset) کول یا د عملیاتي سیسټم بیا انسټالول
- لومړۍ خپل مهم فایلونه پېک-آپ کړئ.
- د موبایل وسیلو لپاره د ریسیټ لارښوونې:
- په کمپیوټر کې د اپرېټېنګ سیسټم (عملیاتي سیسټم) د بیا انسټالولو لارښود:
- Linux- د څنګه Ubuntu بیاځلې انسټال کړو لارښود وګورئ چې د عملي کولو په ترځ کې یې د هوم-فولډر ډېټا به هم خوندي وي. د Linux په نورو ماډلونو کې لومړۍ هوم-فولډر بېک-آپ کړئ او وروسته اپېرېټېنګ سیستم (عملیاتي سیستم) بیاځلې انسټال کړئ.
- macOS- macOS بیاځلې انسټالولو رسمي لارښود.
- وېنډوز- د وېنډوز بیاځلې انسټالولو رسمي لارښود.
ولې دا سپارښتنه کوو
د عملیاتي سیسټم بیاځلې انسټالول د مالویر د له منځه وړلو اغیزناکه لاره ده. خو مخکې له دې، چې دا چاره ترسره کړئ ځان ډاډمن کړئ، چې خپل مهم فایلونه بکاپ کړئ. په یاد مو وي چې تاسو به دې ته هم اړ شئ چې ځېني سېټېنګونه مو له سره تنظیم کړئ او همدارنګه ځینې اپلېکېشنونه له سره انسټال کړئ.
نوې الکترونیکي وسیله وپېرئ
که په زړه الکترونیکي وسیله کې مو مالویر ویروس وي او ستونزې جوړوي؛ نو یوه نوې وسیله وپېرئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
له بدهمرغه، ځینې وختونه د مالویر له منځه وړل په زړو وسیلو کې ناممکن وي. که د دې برخې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره مو بیا هم زړه وسیله د زیانمنېدو نښې نښانې لري؛ نو غوره او خوندي حل لاره دا ده چې داسې نوې وسیله واخلئ، چې د عملیاتي سیسټم او سافټویرونو د وروستیو نسخو د ابډېټ کېدو ملاتړ وکړي.
پرمختللې تګلاره: د ژوندۍ (Live) لینکس وېش له لارې د فایلونو بکاپ کول
- ډاډ ترلاسه کړئ، چې به ویروس ککړه وسیله له انټرنېټي شبکو (Wi-Fi، Ethernet) یا نورو اړیکو سره وصل نه وي.
- یوه نوې او پاکه USB حافظه واخلئ.
- په یوه پاکه، سالمه الکترونیکي وسیله کې د ژوندي USB ډرایو د جوړولو لپاره Ubuntu یا Tails وکاروئ.
- ککړ شوي الکترونیکي وسیله خاموش کړئ.
- ژوندی USB ډرایو د زیانمنې وسیلې سره ونښلوئ.
- ککړ یا زیانمن شوی ډیوایس دوباره روښانه (سټارټ) کړئ؛ دا کار به د ژوندی یو-اس-پی وسیله سټارټ کړي.
- خپل خورا مهم فایلونه له زیانمنې وسیلې څخه یوه نوي او پاک ډرایو ته
ولېږدوئ/ نقل کړئ (له ژوندي USB ډرایو پرته).
- مخکې له دې چې فایلونه یو ځل بیا پاکې وسیلې ته ولېږدوئ؛ ډاډ ترلاسه کړئ، چې د مالویر ضد وسیلې په مرسته یې سکن ترسره شوی.
- ککړ شوي الکترونیکي وسیله خاموش کړئ.
- د یو-اس-بي وسیله وباسئ؛ او هڅکه یې له ډیوایس سره مه نښلوئ که نو ویروس به بېرته پکې خپور شي.
ولې دا سپارښتنه کوو
خپل زیانمن شوی کمپیوټر د یو ژوندۍ USB ډرایو څخه سټارټول (چې په کې Ubuntu یا Tails نصب وي)، بیک آپ شوي ډېسک او د کمپیوټر نورو برخو ته د ویروس له خپرېدو څخه مخنیوی وکړي.
په یاد ولرئ، چې په وسیله کې مو د مالویر خپرېدل کېدای شي د هغو فایلونو له لارې وي، چې تاسو یې بېزیانه بولئ، لکه: PDF، Word سندونه یا عکسونه. مخکې له دې چې فایلونه مو پاکې وسیلې ته ولېږدوئ؛ د مالویر ضد وسیلې په مرسته یې پاک کړئ.
پرمختللې ستراتېژي
خپل راوټر (شبکهییزه نښلوونکې وسیله) خوندي کړئ
- که د خپل راوټر د اډمین اکاونټ لاګېن کېدو مالوماتو ته اړتیا لرئ؛ او دا
معلومات تاسو سره نه وي، لاندې ځایونو ته مراجعه وکړئ:
- د راوټر پر بکس یو سټیکر ومومئ، چې ممکن د اډمین معلومات پکې شامل وي،
- "Router passwords" website کې ډېفولټ پسورډ پیدا کولی شئ (وګورئ چې راوټر مو له کومې کمپنۍ دی).
- په یاد مو وي، چې د خوندیتوب په موخه ممکن ډیفالټ پاسورډ بدل شوی وي. له ځانه
وپوښتئ، چې دا پاسورډ چا بدل کړی او چیرته به یې زېرمه کړی وي.
- که راوټر ته لاسرسی نه لرئ، هڅه وکړئ چې راوټر د فابریکې تنظیماتو ته یې بېرته را واړوئ. د دې تنظیماتو د بدلون لپاره د خپل راوټر ماډل او "factory reset" ټکي ولټوئ یا لاندې برخې ته مراجعه وکړئ: How-to Geek instructions on how to factory reset a router.
- خپل براوزر خلاص کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ، چې کمپیوټر مو په خپله وایفای شبکه کې دی.
- که د خپل روټر د کنټرول پینل د ننوتلو پاڼې د پتې په اړه نه پوهېږئ، لاندې
پتې وازمویئ:
http://192.168.0.1
http://192.168.1.1
http://192.168.1.254
http://192.168.2.1
http://10.10.10.1
http://10.0.0.1
- که پورته پتو مو د ننوتلو پاڼه ونهښوده، د خپل راوټر جوړوونکي او ماډل په نوم سره د "default IP address router" ولټوئ.
- مخکې له دې، چې په کنټرول پینل کې کوم بدلون راوړئ، د اوسنيو تنظیماتو سکرین شاټ واخلئ؛ ترڅو یې د اړتیا په وخت کې یې بېرته ورغوئ.
- د اډمین اکاونټ پسورډ بدل کړئ. د راوټر اړوند کنترول پېنل ته لاسرسۍ ستاسو د راوټر سېټېنګ کې بدلون راولي، ځکه نو د د پسورد منیژر اړوند لارښود سره سم یو پیاوړی او ځانګړۍ پسورډ وټاکئ.
- د شبکې نوم بدل کړئ:
- ډیفالټ نوم مهکاروئ، ځکه چې دا کار هکرانو ته هغه مالومات چې د برید ترسره کولو کې مرسته ورسره کولای شي، برابروي.
- داسې نوم مهکاروئ چې تاسې، کورنۍ یا سازمان مو ښیي.
- که امکان ولري، د خپل وایفای شبکه ناڅرګند یا invisible حالت ته تنظیم کړئ؛ ترڅو وسیلې یوازې د شبکې نوم په پوهېدو سره ونښلول شي.
- د کنټرول پینل په پاڼه کې د راوټر د سافټویر (فرموېر) د ابډېټ معلوماتو په اړه پلټنه وکړئ. که ممکن وي، د وروستۍ نسخې لپاره یې ابډېټ کړئ.
- د «امنیتي پروټوکول» لپاره، په ترتیب سره د WPA3، WPA2-AES یا WPA2 غورهتوب ورکړئ. که مو راوټر لږ تر لږه WPA2 نهلري، نو غوره ده چې نوی راوټر واخلئ، ځکه نور پروټوکولونه مو راوټر د برید پر مهال زیانمنوي.
- ډاډ ترلاسه کړئ، چې د راوټر یا وایفای نقطې لپاره فایروال(firewall) فعال وي، که څه هم ډېری راوټر یې لري، خو بیا یې هم چک کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
روټر مو د محلي شبکې (وایفای او وسایلو) او انټرنېټ ترمنځ د دروازې حیثیت لري او فایروال (firewall) بیا د راوټر لپاره د خوندیتوب یو بل پړاو هم زیاتوي. هر څوک ممکن د خپل راوټر تنظیماتو ته لاسرسی ونهلري؛ ځکه چې د ډېرو کسانو راوټرونه د انټرنېټ چمتوکوونکو له خوا برابر شوي او دا چمتوکوونکي کله ناکله د تنظیماتو بدلولو اجازه نه ورکوي. که تاسې خپل راوټر ته لاسرسی لرئ، د تنظیماتو په بدلولو سره خپلې اړیکې خوندي کړئ. که نه، کولی شئ خپل شخصي راوټر واخلئ، خوندي یې کړئ او د انټرنېټ چمتوکوونکي له راوټر سره یې ونښلوئ او همدا راز خپل وایفای د خپل شخصي راوټر له لارې وکاروئ.
که مو د روټر سافټویر زوړ وي او د ابډېټ کولو اجازه نهلري، یا که تاسې د خپل راوټر د کنټرول په ښهوالي فکر کوئ، نو د راوټر د عملیاتي سیسټم بدلولو په اړه فکر وکړئ. د بدیلو لپاره یې د OpenWrt، DD-WRT یا FreshTomato آپشنونه غوره کړئ. په یاد ولرئ چې د راوټر عملیاتي سیسټم بدلول پرمختللې دنده ده او تېروتنه یې ممکن ستاسې راوټر له کارولو وغورځوي.
د Qubes OS کارول
Qubes OS د Windows، macOS او Linux بدیل دی چې د مالویر پر وړاندې ډېر پیاوړی خونديتوب برابروي. دا مو وسیله په خوندي برخو وېشي، چې دا برخې یوې او بلې ته لاسرسی نهلري. Qubes د لینکس او نورو وسیلو په مرسته کار کوي. د دې خدمت کارول ظاهراً د لینکس عملیاتي سیسټم ته ورته ښکاري.
د ناقانونه سافټویر څخه ډډه وکړئ او د وړیا او پرانیستې سرچینې (free and open-source) بدیلونه غوره کړئ
د macOS یا Windows په څېر سافټویر، چې په شخصي او قانوني توګه د اخیستلو ثبوت ته اړتیا لري، معمولاً د ابډېټ لپاره قانوني سند غواړي. که د Microsoft Windows یوه ناقانونه (Pirated) نسخه کاروئ، نو ابډېټ یې امکان نهلري، چې دا چاره تاسې او ستاسې معلومات له جدي ګواښونو سره مخ کوي؛ ځکه چې ځینې ناقانونه سافټویرونه له مالویر سره له وړاندې نصب شوي وي. د قانوني جواز نه درلودلو په صورت کې تاسې ځان او نور د زیانمنېدو له ګواښ سره مخامخ کوئ.
د ناقانونه سافټویر کارول ممکن تخنیکي ګواښونه نه؛ بلکې نور ګواښونه هم رامنځته کړي. د ځینو هېوادونو چارواکي د ناقانونه سافټویر په پلمه وسایل ضبطوي او هغه دفترونه بندوي، چې د سیاسي اختلافاتو له امله یې نښه ګرځوي.
اړ نه یاست، چې د ډېر لګښت لرونکي سافټویر اخیستلو لپاره پیسې ورکړئ، وړیا او د پرانیستې سرچینې سافټویر (FOSS) پرته له لګښت ترلاسه او ابډېټ کېږي. د دې سرچینې کوډ په عامه توګه د لاسرسي وړ دی، چې د خپلواکو متخصصینو لخوا د ستونزو د تشخیص او د حل لارو د وړاندې کولو لپاره څېړل کېږي. دا رڼه تګلاره د دې امکان کموي چې څوک مو په پټه توګه د سیستم د شاتنۍ دروازې (Backdoor) له لارې وسیلې ته لاسرسی پیدا کړي.
Freeware وړیا سافټویر دی؛ خو د دې سرچینې کوډ خلکو ته نه ښکاري. سره له دې، چې بهرني متخصصین یې په کوډ کې د (Backdoor) تشخیص نشي کولای؛ خو بیا هم د ناقانونه او «اکسپایر شوي» سافټویر په پرتله خوندي ګڼل کېږي.
د هغه شخصي سافټویر لپاره چې تاسو پرې تکیه کوئ، د FOSS بدیلونه وازمویئ. که داسې څه مو ونهموندل چې اړتیاوې مو پوره کړي، د ناقانونه سافټویر لپاره د freeware بدیلونه په پام کې ونیسئ.
FOSS اپلیکیشنونه معمولاً د هغو شخصي سافټویرونو سره ورته او سازګار دي، چې دوی یې ځایناستی کوي. که مو همکاران لاهم شخصي سافټویر کاروي، ممکن د فایلونو تبادله او د معلوماتو شریکول ورسره ترسره کړئ. د دې چارې د پیل لپاره، د Microsoft Office پر ځای LibreOffice وازمویئ.
د Windows او macOS عملیاتي سیسټمونو لپاره د FOSS (د وړیا او خلاص سرچینې سافټویر) بدیلونه هم شته. Ubuntu Linux د خورا مشهور او کارولو لپاره اسانه سیسټمونو څخه دی. که غواړئ دا وازمویئ، نو د Ubuntu یوه ژوندۍ USB نسخه ډاونلوډ کړئ، په یو USB حافظې ډرایو کې انسټال کړئ، خپل کمپیوټر ته یې وصل کړئ او بیا یې restart کړئ. کله چې د چارج کولو پروسه بشپړه شي، ستاسو کمپیوټر به لینکس چلوي. ژوندۍ USB ستاسو په عملیاتي سیسټم یا بل سافټویر کې هیڅ دوامداره بدلون نه راولي. کله چې کار مو پای ته ورسیږئ، یوازې خپل کمپیوټر بند کړئ او د Ubuntu ژوندۍ USB لرې کړئ ترڅو خپل عادي عملیاتي سیسټم او اپلیکیشنونو ته راستون شئ.
لینکس د هغو کمپیوټرونو لپاره هم ښه انتخاب دی چې د Microsoft Windows یا macOS ابډېټ نسخې نهشي کارولی. په دې حالاتو کې د سپک لینکس وېشونه لکه، Lubuntu یا Xubuntu په پام کې ونیسئ.