حساس معلومات له منځه یوسئ

اپډېټ شوی دی25 March 2024

فهرست

... فهرست ...

    ټیلیفون یا کمپیوټر خپله حافظه داسې کاروي لکه یو څوک چې هڅه کوي کاغذونه وسپموي: دا معلومات په پنسل لیکي، او هغه فایلونه چې تاسو حذف کوئ، لکه لنډمهاله فایلونه یا هغه چې له "ټرش" یا "ریسایکل بین" څخه پاک کړئ، په یو ځانګړي ځای کې ساتي. کله چې وسیله (مثلا کمپیوټر) زیات ځای ته اړتیا ولري، د دغو حذف شویو فایلونو ځای پاکوي او نوي معلومات پکې زېرمه کوي.

    کله چې تاسې یو فایل ټرش ته ولېږدوئ او بیا یې خالي کړئ، وسیله هغه فایل په بشپړ ډول له منځه نه وړي. دا پروسه داسې ده لکه د کابینې له اسنادو څخه د لیبلونو لرې کول، خو اصلي اسناد په کابینه کې پاتې وي. د حذف د پروسې په لړ کې یوازې وسیلې ته دا امر ورکوي چې یاد ځای د نورو معلوماتو لپاره بسنده دی. که چېرې وسیله په دې ځای کې نوي فایلونه زېرمه نه کړي، نو اصلي فایل لا هم د هغو کسانو له خوا ترلاسه کېدای شي چې ستاسې وسیلې ته لاسرسی لري او اړین وسایل لري.

    په خوندي ډول د معلوماتو د حذفولو لپاره ځانګړي وسایل شته چې نه یوازې فایلونه حذف کوي، بلکې په حذف شوې ځای کې څو ځله بې معنا کرښې لیکي، ترڅو د اصلي فایل هېڅ نښه پاتې نه شي. د معلوماتي امنیت متخصصین باور لري چې دا پروسه د دې لپاره بسنه کوي چې د حذف شویو فایلونو لاسرسی د نورو لپاره ناممکن کړي.

    په ټولو ټیلیفونونو، نوو کمپیوټرونو او بهرنيو زېرمه‌ييزو وسیلو کې، لکه "سالیډ سټېټ ډرایونه" (SSDs)، USB ډرایونه او SD کارتونه، د "وییر لېولینګ" په نوم د یوې تخنیکي پروسې له امله حذف شوي معلومات په بشپړ ډول له منځه نه ځي. د SSD ډرایونو د حذفولو د ننګونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د څارنې پر وړاندې ځان ساتنې په موخه د ډېټا خوندي حذفولو لارښود مطالعه کړئ.

    که غواړئ د SSD ډرایونو څخه حذف شوو معلوماتو ته لاسرسی د ناپېژندلیو کسانو لاسرسیته ستونزمن کړئ، نو دا ډرایونه ژر تر ژره کوډ کړئ، په ځانګړي ډول که پلان لرئ چې له دغو ډرایونو څخه ځان خلاص کړئ. همدارنګه، له بیا کارولو مخکې، ډرایونه encrypt کړئ ترڅو خوندیتوب یې تضمین شي.

    د خوندي حذفولو وسایل یوازې هغه فایلونه حذفوي چې تاسو یې د حذف لپاره ټاکلي وي. له دې وسایلو سره دقت وکړئ، په ځانګړي ډول که دا مو لومړی ځل وي چې دا ډول وسایل کاروئ. په دې څپرکي کې یاد شوي ګامونه په پوره غور تعقیب کړئ ترڅو فایلونه په خوندي او مؤثر ډول حذف کړئ.

    د خپل ډېټا نښې او نښانې له خپلې الکترونیکي وسېلي څخه پاک کړئ

    خپل الکترونیکي وسیله په منظمه توګه، په خوندي ډول پاکه کړئ او ناپاکه حافظه یې له منځه یوسئ. دا کار ډاډمنوي چې حساس فایلونه مو په وسایلو، هارډ ډرایونو، USB ډرایو، د کیمرې حافظې کارتونو (SD کارتونه)، موبایل ټیلیفونونو، د میوزیک لېږدوونکو وسیلو او نورو ځایونو کې پاتې نه شي.

    اندروید Android

    • د لنډمهاله او پټو فایلونو (لکه د اپلیکیشن کیش، د براوزر تاریخچه، د کلیپبورډ منځپانګه، او زړو زنګونو لیست) د حذف لپاره د اندروید لپاره CCleaner for Android وکاروئ.

      د CCleaner د لومړي ځل لپاره د کارولو څرنګوالي لپاره، د دوی لارښود وګورئ.

    • وروسته له دې چې لنډمهاله او پټ فایلونه د CCleaner په مرسته حذف کړئ، د خپل وسیله د خالي ځای پاکولو لپاره Extirpater وکاروئ.

      یادونه: Extirpater په ګوګل پلی سټور کې شتون نه لري. لومړی F-Droid APK نصب کړئ او له دې لارې Extirpater ترلاسه کړئ. له دې اپلیکیشن څخه په احتیاط کار واخلئ، ځکه چې که دا ډېر ځل وکارول شي، ستاسو د وسیله حافظه ته تلپاتې زیان اړولی شي.

    آی-او-اس iOS

    لینکس -Linux او وینډوز -Windows

    مک-او-اس-macOS

    ولې دا سپارښتنه درته کوو؟

    له الکترونیکي وسیلې څخه د کار کولو نښې پاکول ستاسو د فعالیتونو مخینه له منځه وړي، د زیان رسوونکو سافټویرونو مخنیوی کوي او ستاسو وسیله ښه کار کوي. دا ډول فایلونه موندل او په خوندي ډول حذفول ستونزمن دي.

    ستاسو د وېب براوزر هغه متن، عکسونه، کوکيز، حساب مالومات، د وېب پاڼو تاریخ او هغه شخصي معلومات خوندي کوي چې تاسو یې د آنلاین فورمونو ډکولو لپاره کاروئ. زموږ د فایرفاکس برخهکې د دې ډیټا په اړه نور معلومات شته او د حذفولو لپاره یې ځانګړې لارې ښودل شوي دي.

    ستاسو وسیله او په کې موجود اپلیکیشنونه د هغو فایلونو لنډمهاله بڼې ساتي چې تاسو ورباندې کار کوئ. که کمپیوټر یا ټیلیفون خراب شي یا برېښنا لاړه شي، دا فایلونه ډاډ ورکوي چې ستاسو ټول کار له منځه نه ځي. خو که تاسو اوسنی فایل حذف کړئ، وسیله د زاړه فایل لنډمهاله بڼې په داسې ډول ساتي چې پرته له ځانګړو وسیلو یې موندل ستونزمن دي.

    ټوله وسیله پاکه کړئ

    د یوې وسیلې له بشپړ پاکولو وړاندې، خپل مهم فایلونه د کوډ شوي بیک-اپ په مرسته خوندي کړئ، لکه څنګه چې زموږ د بېک-آپ او له لاسه تللیو ډېټا ریکوري په لارښود کې تشریح شوي دي.

    کله چې ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول مهم معلومات مو بیک-اپ کړي، نو په دې برخه کې درکړل شوي ګامونه تعقیب کړئ.

    ټولې وسیلې

    • هغه ټول اپلیکیشنونه وتړئ چې نه یې کاروئ.
    • له انټرنیټ څخه ځان بې‌ارتباطه کړئ، د اړتیا په صورت کې وای‌فای بند کړئ یا کیبل قطع کړئ.
    • کولای شئ خپل کار له براوزر څخه د مؤقتي فایلونو پاکول څخه پیل کړئ.

    موبایل وسیلې

    اندروید-Android

    آی-او-اس یاiOS

    کمپیوټرونه

    • وسیله په بشپړ ډول ځان نه شي پاکولی. اړتیا لرئ چې کمپیوټر له یوه بهرنۍ ډرایو څخه پیل کړئ ترڅو دا پروسه ترسره کړئ.
    • که اړتیا لرئ د HDD ډرایو پاک کړئ، د ShredOS کارولو په اړه فکر وکړئ. دا پروسه ممکن وخت ونیسي، او تاسو به د ShredOS ډاونلوډولو، د خالي USB ډرایو ته لیکلو او بیا د USB وسیله څخه دا چلولو ته اړتیا ولرئ.
      • یادونه: که څه هم ShredOS د SSD ډرایو پاکولو لپاره کارېدلی شي، خو د SSD ډرایو ځانګړې جوړښت له امله دا وسایل په بشپړ ډول د ډاټا حذف کولو تضمین نه شي ورکولی. له همدې امله، تل د SSD ډرایو د بشپړ انکرېپشن سپارښتنه کېږي ترڅو د کوډ کلي پرته یې لوستل ناشوني شي.
    • کله چې تاسو ټول ډرایو پاک کړئ، نو د عملیاتي سیستم بیا نصبولو په اړه غور وکړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې د بشپړ ډیسک کوډنګ فعال کړئ.
    • په نوو کمپیوټرونو کې چې د SSD ډرایو کاروي، د ډرایو په بشپړ ډول د حذف کولو تضمین سخت دی. په هر حال، تاسو کولی شئ د هر عملیاتي سیستم لپاره ورکړل شوي ګامونه تعقیب کړئ.
      • د خپل SSD ډرایو د بشپړ انکرېپشن لپاره قوي پاسورډ وکاروئ ترڅو ډاټا ستاسو له اجازې پرته لوستل نشي.

    مک-او-اس یا macOS

    • د خپل macOS کمپیوټر د پاکولو او د فابریکې حالت ته سېټنګ لپاره، درسمي مستندسازۍ - official documentation لارښود کې ذکر شوي ګامونه تعقیب کړئ.
    • په هغو macOS کمپیوټرونو کې چې SSD ډرایو لري، د ډرایو په بشپړ ډول حذف کولو اختیارونه په Disk Utility کې شتون نه لري. د SSD ډرایو ډاټا د خوندي ساتلو لپاره، په یاد شوي ډرایو کې د ټول ډېسک انکرېپشن فعال کړئ. دا ډاډ ورکوي چې ستاسو د ډرایو محتویات د هغو کسانو لپاره چې ستاسو د وسیلې پاسورډ نه لري، بې معنا ورته ښکاره شي.
    • په هغو زړو Mac کمپیوټرونو کې چې د Intel چېپ لري، تاسو کولی شئ د Disk Utility یا Erase Assistant په مرسته خپل هارډ ډرایو په خوندي ډول پاک کړئ.

    وینډوز Windows

    ولې دا سپارښتنه درته کوو؟

    کله چې یو هارډ ډرایو په بشپړ ډول پاکوئ، اړینه ده چې ستاسو کمپیوټر عملیاتي سیستم له یوې بلې ډرایو څخه فعال شي، ځکه چې د Eraser په څېر پروګرامونه هغه وسیله چې په کې چلېږي، په بشپړ ډول نه شي پاکولی. دا کار به اړتیا ولري چې هغه ډرایو فزیکي ډول لرې کړئ چې تاسو یې پاکول غواړئ او دا د یوې بهرنۍ ډرایو په توګه وکاروئ.

    د کمپیوټر یا ټیلیفون پلورلو، ورکولو یا له منځه وړلو دمخه

    • که امکان ولري، کله چې یو زوړ کمپیوټر پلورئ یا نورو ته ورکوئ، هڅه وکړئ چې هارډ ډرایو ور نه کړئ نه، مګر که اړ یاست، ډاډ ترلاسه کړئ چې دا په بشپړ ډول د ټولې وسیلې پاکولو د لارښوونو سره سم پاک کړئ.
    • که تاسو یو موبایل وسیله یا د بهرنۍ ذخیرې وسیله پلورئ، ورکوئ یا له منځه وړئ، نو دا په بشپړ ډول د ټولې وسیلې پاکولو لارښود سره سم پاک کړئ.
    • USB ډرایونه، SD کارتونه، سیم کارتونه، دانګلونه، او نور کوچني وسایل چې ستاسو په الکترونیکي وسیله کې ځای پر ځای شوي یا تړل شوي دي، لرې کړئ.
    • که یو زوړ هارډ ډرایو له منځه وړئ، نو د دې تر څنګ چې پاکوئ یې، په فزیکي ډول یې هم له منځه یوسئ. دا کار کولای شئ د په ډرایو د میخونو وهلو یا برمه کولو له لارې ترسره کړئ. ډرایو مه سوځوئ، پرې تیزاب مه اچوئ او په مایکروویو کې یې مه ږدئ. فزیکي تخریب د معلوماتو د خوندي کولو تر ټولو خوندي لاره ده.
    • یو پاک شوی ډرایو چې په ښه حالت کې وي، کولای شئ د ځان لپاره وساتئ او په یوه نوې وسیله یا د بهرنۍ ډرایو په توګه بیا وکاروئ.
    • د وسیلې په خوندي ډول پاکولو برخه کې یادې شوې لارښوونې د اضافي چک‌لیست په توګه وکاروئ.

    اندروید Android

    آی-او-اس iOS

    لینکس Linux

    مک-او-اس-macOS

    وینډوز Windows

    ولې دا سپارښتنه درته کوو؟

    د ډرایو پاکولو پروسه ممکن ډېر وخت ونیسي. کله چې تاسو یو کمپیوټر نورو ته ورکوئ، دا ممکنه نه وي چې هارډ ډرایو ورنه کړئ، خو که تاسو وسیله پلورئ یا له منځه وړئ، د دې سپارښتنو تعقیب کول به ډاډ ورکړي چې ستاسو حساس معلومات بل چا ته د لاسرسي وړ نه شي.