د خپل آنلاین اړیکو محرمیت (پرایویسي) خوندي وساتئ
فهرست
د اړیکې او ارتباط ټینګول هغه که په آنلاین توګه وي او یا په حضوري بڼه، تل له یو لړ ګټو او زیانونو سره مل وي. آسانتیاوې، شهرت، لګښت او امنیت او نور داسې موارد هغه ملاحظات دي چې د ارتباط څرنګوالي یا مېتود په غوره کولو کې مونږ سره مرسته کوي. همدارنګه د زیان او ګټو په مقایسه کولو سره موږ کولای شو چې د اړیکې نیولو هغه طریقه غوره کړو چې زیان یې کم وي. د ګواښ یا زیان په شتون کې په ماهرانه ډول د ارتباطی ابزارو غوره کول یو ښه تدبیر دی.
دغه لارښود به د خوندي اړیکې پلانولو په برخه کې مرسته درسره وکړي او همدارنګه هغه غوره کړنې به در وپېژني چې په مرسته یې وکړای شی خپل محرمیت او حساس مالومات د اړیکو په ترځ کې خوندي وساتئ.
د اړیکي انځور وکاږئ او خوندي ساتلو لپاره یې پلان جوړ کړئ
د خپلې اړیکې د حساسیت کچه وارزوئ
- لومړي ګام کې، د پلان شوي اړیکې څرنګوالی بیان کړئ: څوک له چا سره غواړي اړیکه ونیسي؟ د اړیکو کوم کانال مو غوره کړی دی؟ څه ډول مالومات غواړی شریک کړئ؟ په کوم شکل؟ آیا غواړئ چې دا ټول مالومات له یو کانال څخه شریک کړئ، او که غواړئ چې بېلابېل مالومات د مختلفو کانالونو له لارې شریک کړئ؟
- له ځانه وپوښتئ چې که نوموړي مالومات حذف شي، یا بل چاته په لاس ورشي او یا
افشا شي، څه ستونزه به رامنځ ته شي.
- آیا کولای شئ چې نوموړي مالومات له ټولو سره شریک کړئ، او که دا اړینه بولئ چې دا مالومات دې یوازې له یو ځانګړي ګروپ سره شریک شي؟
- که نوموړي مالومات یو لوی ګروپ یا ډېرو خلکو ته په لاس ورشي، څه به پېښ شي؟
- که مسوولین وغواړي چې دغو مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړي، څه به پېښ شي؟ او که په رېښتیا وتوانېدل چې دغو مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړي، بیا به څه پېښ شي؟
- که مسوولین خبر شي تاسو له چا سره مالومات شریکوئ، څه به پېښ شي؟
- کېدای شي له هغې ډلې سره چې غواړئ اړیکه ونیسئ له ځینې ګواښونو سره مخ وي او یا د دې اړیکې له امله له ګواښ سره مخ شي؛ آیا دوی له دې ګواښونو څخه خبر دي؟
- د مالوماتو د حساسیت کچې ته په کتو، د اړیکو مناسبه طریقه غوره کړئ.
- «ترافیک لایټ پرتوکول» (TLP)هغه وسیله ده چې مالومات د حساسیت کچې پر بڼسټ په بېلابېلو کټګوریو ویشي او په پایله کې دا سپارښتنه کوي چې کوم ډول مالومات دې د کوم کانال له لارې شریک کړئ شي نو خوندي به وي.
- د حساسو مالوماتو د خوندي ساتلو په موخه اړینې پرېکړې وکړئ.
- له ځانه وپوښتئ چې د شریک کېدونکو مالوماتو د حساسیت کچې ته په کتو، آیا د اړیکو جلا کانالونو ته اړتیا شته او که خیر؛ همدارنګه، د اړیکې ابزارو د خوندیتوب کچه څنګه ارزوئ.
- له ګډونوالو سره ګډ پلان جوړ کړئ او له مخې یې دا په ډاګه کړئ چې د مالوماتو تبادلې لپاره به کوم ابزار کاروئ، کله چې نوموړي مالومات خپل ډیوایس کې ساتئ نو څنګه به یې انکرېپټ کوئ، او څومره مودې لپاره به دا مالومات ساتل کیږي او پای کې څه وخت او څنګه به دا ټول مالومات په خوندي توګه له ډیوایس څخه ډیلیټ (پاک) کیږي.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
حساس مالومات هر هغه منځپانګې (اسناد، ځانګړي تاریخونه، انځورونه، ویډیوګانې، غږیز پیغامونه، برېښنالیکونه، لیکل شوي پیغامونه او داسې نورو) ته ویل کیږي چې په افشا کېدو، ورکېدو، او یا بل چاته په لاس ورتلو سره یې:
- د کار بهیر (د بېلګې په توګه د فعالیت اړوند د مهمو اسنادو د ورکېدو له امله) ټکنی شي،
- د منځپانګې او یا نورو توضیحاتو له امله د افرادو (همکارانو، متحدینو، بسپڼه ورکونکو) ژوند له ګواښ سره مخ شي،
- د چا تقلید ته زمینه برابره کړي او یا د چا شهرت ته زیان ورسوي (د بېلګې په توګه په هغو حالاتو کې چې یو غیر مسوول شخص د کوم ګډونکونکي پته او پسوورد او یا خصوصي اړیکې اړوندمالومات ترلاسه کړئ)،
- په مشخصو حوزو کې (د بېلګې په توګه د کاپي حق یا نورو حوزو کې) له قانون د سرغړونې سبب وګرځي.
حساس مالومات د خوندیتوب ځانګړي پاملرنې ته اړتیا لري ترڅو له هر ډول قانوني، عملیاتي یا شخصي ګواښونو څخه خوندي پاتې شی. د حساسو مالوماتو خوندي ساتلو لپاره یو پلان ته اړیتا ده او کولای شی نوموړی پلان د پورتنیو پوښتنو په خوابولو سره ترتیب کړئ. </توضیحات>
په دې فکر وکړئ چې حساس مالومات به له چا سره شریکوئ
- په دې فکر وکړئ چې آیا حساس مالومات دې یوازې له هغو کسانو سره شریک کړای شي
چې ورسره تماس کې یاست او که له هرچا سره د شریکېدو وړ دي.
- که غواړئ حساس مالومات یوازې له مشخصې ډلې سره شریک کړئ نو نوموړي مالومات انکرېپټ کړئ تر څو نور کسان (د بېلګې په توګه هغه کسان چې سرور ته لاسرسی لري) دغو مالوماتو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
- که غواړئ مالومات مو له ډېرو کسانو سره شریک کړئ، نو کولای شئ چې شریکولو لپاره د اړیکو له هرې وسیلې څخه کار واخلئ. حتی په دې حالت کې به تاسو اړ وی تر څو خپل هویت او د لیکوال په توګه خپل حق خوندي وساتئ او د شریکېدونکو مالوماتو له سموالي نه مقابل لوريو ته ډاډ ورکړئ.
خپلې اړتیاوې او توان وارزوئ
د حساسو مالوماتو د خوندي شریکولو په موخه د اړیکو مناسب کانال باید غوره کړئ. په دې اړه له ځانه لاندې سوالونه وپوښتئ.
- آیا اړینه به وي چې د ګډونکونکو هویت له آډمېن او نورو هغو کسانو نه پټ پاتې
شي چې کولای شي له سرور یا د اړیکې تاریخچې له لارې مسېجونو ته لاسرسی پیدا
کوي؟
- که غواړئ د پیغاماخیستونکو هویت پټ پاتې وي نو د اړیکو هغه ابزار غوره کړئ چې د راجستر په وخت کې د ټیلفون شمېرې ته اړتیا و نه لري، او یا په مستعار نوم اکاونټ جوړولو ته اجازه ورکړی.
- د هویت پټ ساتلو په اړه نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ.
- آیا د کومې اړتیا له مخې غواړئ چې په چټک توګه پیغام واستوئ؛ او که د ځند مخه
وینئ؟
- په یاد ولرئ چې د چټک پیغاماستولو د وسېلې کارولو په وخت کې، لېږونکی ډېر وخت په فکر کولو نهتېروي. خو یو شمېر نورې وسیلې (لکه برېښنالیک) تاسو ته دا امکان درکوي تر څو استول شوي پیغامونه په منظمه توګه زېرمه یا آرشیف کې ځایپرځای کړئ.
- که غوښتل مو چې چټکپیغام ولېږئ نو له مېسېجنګاَپس یا له هغو وسیلو څخه کار واخلئ چې د ویډیویی ګډې غونډې (ویډیو-کنفرانس) وړتیا لري.
- د اړیکو او پیغامونو تنظیم لپاره له انکرېپټشوي برېښنالیک څخه کار واخلئ.
- غواړئ څه ولېږئ؟ غواړئ یوازې لیکل شوی متن واستوئ او که غواړئ منځپانګې په
بله بڼه واستوئ؟
- تاسو به کله دې ته هم اړ کېږئ چې فایلونه (لکه انځورونه، ویډیوګانې، یا پيډياف) ولیږئ. په دې حالاتو کې، د هغو ګواښونو په اړه فکر وکړئ چې د ضمیمهشوي فایلونو له لارې د سیستم ککړتیا سبب ګرځي.
- په ځینې مواردو کې دا به ښه وي چې یوازې پیغام د برېښنالیک یا د نورو خوندي ابزارو له لارې ولیږل شي او فایلونه دې لومړۍ د فایل زېرمتون یو پلېټفارم ته پوړته (آپلوډ) شي. دا کار څو ګټې لري، یو یې دا چې که فایل مو دروند وي او یا ډېر فایلونه لیږئ نو کولای شئ چې تر استولو مخکې یې د عنوان له مخې تنظیم کړی تر څو په راتلونکي کې لټون یې درته آسانه وي.
- د غږیز پیغام استول او یا ترلاسه کول به چټک کار ښکاري خو، په یاد مو وي چې په نوموړو پیغامونو کې د اړتیاوړ منځپانګې لټول بیا آسانه کار نه دي.
- آیا غوره بولئ چې پیغام مو د ټلیفوني خبرو له لارې ولیږئ او که ویډیویی
کنفرانس به ستاسو اړتیا پوره کړي؟
- که مو اړتیا وه چې د ګډونوالو تر منځ د باور فضا رامنځ ته کړی نو غوره به دا وي چې د ټېلفوني یا ویډیویی زنګ له لارې خبرې وکړئ. او که مو اړتیا وه چې خبرې یادداشت شي نو حتمن د غونډې له جریان څخه نوټ واخلئ.
- آیا غواړئ چې دغه غونډه دې د کمپیوټر او ټیلفون پر مټ ترسره شي؟ آیا پوهیږئ
چې ستاسو او د مقابل لوریو په وسیلو کې کوم ډول عملیاتي سیستم (operating
system) انسټال دی؟
- که څه هم ډېری عملیاتي سیسټمونه د اړیکو بېلابېل ابزار منلی شي خو ځینې ابزار که د ټیلفون پر مټ وکارول شي، آسانه به وي. ځینې د اړیکې نیولو ابزار بیا لویې پړدې (سکرین) ته اړیتا لري. له ځانه وپوښتئ چې آیا ټول ګډونوال به د اړتیا وړ ډیوایسونه ولري او که نه.
- د غونډې ګډونوال کوم ډول ابزار کاروي؟ او یا دوی به دې ته لېوال وي او یا د
دې وړتیا به ولري چې د ابزارو نورو ډولونو کارول زده کړي؟
- آیا ګډونوال به دا وړتیا ولري چې خپلې وسیلې او د اړیکو کانال خوندي وساتي؟
- آیا ستاسو ګډونوال کومې مشخصې امنیتي اړتیاو یا ځانګړنې ته ضرورت لري؟
- آیا ګډونوال مو د چټک او د اعتماد وړ انترنېټ ته لاسرسی لري؟
- د اړیکې ابزارو ترلاسه کولو لپاره لازمه بودجه لرئ؟ آیا کولای شئ چې د اړیکو
پلېټفارم کوربتوب په خپله وکړئ؟
- که مو اړتیا وه چې حساس مالومات ولېږئ خو د اړیکې وسیله مو انکرېپټ نه وه (د بېلګې په توګه که غوښتل مو چې مالومات د ویډیویي کنفرانس له لارې شریک کړئ)، نو هغه پلېټفارم وکاروئ چې ستاسو سرور او یا ستاسو په ادارې پورې تړلی سرور یې کوربه وي.
ځینې لومړني امنیتي تدابیر په پام کې ولرئ
When choosing between different platforms that can satisfy your needs, if possible, include the availability of the following features, in order of preference:
- End-to-end encryption (E2EE): If a communication tool promises to encrypt your communications, check if they actually offer end-to-end encryption and if the encryption technology they use is free and open-source. Note that sometimes platforms promoting encrypted communications are only offering TLS-based client-to-server encryption, not end-to-end encryption.
- Two-factor authentication (2FA): Also called multi-factor authentication (MFA), 2FA adds a second factor of authentication to your login system. To check which services offer 2FA and find links to instructions hosted by each service on how to enable 2FA, visit the 2FA Directory website.
- TLS/HTTPS: This client-to-server encryption protects your communications as they go from your device, through your local router and your ISP, to your provider's servers.
- Check that your email provider uses TLS by running a test on checktls.com.
- If you access your communication platform through a browser, make sure you are accessing the service through HTTPS.
- If you access your communication tool through an app, check out the documentation of the service you are using to make sure they encrypt your connections through TLS.
- If you absolutely need to use a service that does not provide TLS/HTTPS encryption, make sure to use a VPN to prevent someone on your local network or ISP from seeing your exchanges.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
When you use unencrypted services, your messages remain available on the platform's servers as well as on the recipient's device. This means someone with access to the servers can read your communications. Therefore, we strongly recommend you to consider using end-to-end encrypted services, especially if the information you need to share is particularly sensitive.
In some cases, for example for video conference tools that can be used by larger groups, end-to-end encryption is almost never available. If you cannot find a communication platform that satisfies all your needs and also offers end-to-end encryption, consider using a service hosted by an entity you trust, or self-hosting it on your own server if you can afford that and you have the technical expertise to manage a secure server.
Furthermore, to protect client-to-server communications, most online services, including email providers and chat apps, use HTTPS/TLS. This stops anyone eavesdropping on your local network or on the wires that lead from your device to the providers and to your recipient's devices from reading your messages. That's why we recommend communication platforms that, among other things, encrypt email in transit through TLS.
د اړیکو پلان مو بشپړ کړئ
پورتنیو پوښتنو ته د ځوابونو په رڼا کې او د امنیتي لومړنیو تدبیرونو او سپارښتنو له مخې، د اړیکې بشپړ پلان جوړ کړئ، د پلان پلې کولو مشق او تمرین وکړئ تر څو وتوانیږئ چې ځان او ټولنه مو خوندي وساتئ، دوی سره مو مهم مالومات په خوندي توګه شریک کړي وي او د ناورین یا اظطراب په وخت کې یو بل ته د مرستې جوګه وګرځئ.
- Define your own Traffic Light Protocol
(TLP), to decide what
sensitive information can be shared with whom, in what forms and over
which communication channel.
- که څه هم د TLP ترتیبول کولای شي تاسوته د حساسو مالوماتو شریکول آسانه کړي خو په یاد ولرئ چې مالومات هغه وخت خوندي وي چې هرچا سره شریک نهشي او یا هر چا ته په هکله یې و نهویل شي.
- د بېلګې په توګه، هغې چا ته حساس مالومات مهاستوئ چې په سفر تللی وي، او یا له سرحده تیریږي او یا د پولیسو لخوا نیول شوی وي.
- غوره به وي که د نوم اخیستلو، د آدرس یادولو یا ځینې مشخصو کړنو د یادولو پرځای، شفر وکاروئ.
- مقابل لوري سره خبرې وکړئ او یو بل سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي پهګډون پر
یو ګډ پلان سلا شئ او وګورئ چې څنګه بېلابېل موارد یو بل ته ورسوئ، د بېلګې
په توګه:
- ګواښونه،
- هغه اپلېکېشن یا خدمتونه چې کارول یې غواړئ (او یا نهغواړئ)،
- د ستونزې په صورت کې کوم ګامونه به اخلئ.
- ځینې غیررسمي تدبیرونه هم په نظر کې ولرئ، لکه:
- د خوندي طریقو (لکه برېښنالیک یا د چټ) له لارې، یو بل سره د اړیکو د بدیل پتو شریکول،
- په عاجلو حالاتو کې د اړیکې پتې شریکول.
- رسمي تدبیرونه هم په نظر کې ولرئ.
- د بېلګې په توګه، د خوندیتوب یوه پالیسۍ مشخصه کړئ چې له مخې یې د اړیکې ټولو خواوو ته د اړیکو څرنګوالی، د ډېټا زېرمتون د مجاز خدمتونو کارول، او د مالوماتو ساتلو په اړه ځانګړې لارښوونې وکړي.
- د اړیکې پلان د ښه پلې کولو په موخه لازم مشق او تمرین وکړئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
په عاجلو حالاتو کې سم فکر کولو او چټک غبرګون لپاره فرصت کم وي. کېدای شي داسې پرېکړه وکړو چې مونږ ته زیان ورسوي. د اړیکې پلان شتون مونږ سره مرسته کوي تر څو له عاجلو پېښو څخه مخنیوی وکړو او خوندیتوب لپاره لازم تدبیر ولرو. </توضیحات>
جلا هویتونه جوړ کړئ
که مو اړتیا وه کولای شئ چې بېلابېلو اړیکو لپاره جلا هویت جوړ کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
هر فعالیت لپاره د جلا هویت کارول، ستاسو پر وړاندې د هغې سیاسي او اقتصادي ګواښ کچه را ټیټوي چې د آنلاین فعالیت له امله مو ګواښي. </توضیحات>
خپلې اړیکې خوندي او پټې وساتئ
- د آنلاین فعالیتونو د خوندي ساتلو لپاره دا برخه ولولئ: څنګه براوزر په خوندي توګه وکاروو.
- که داسې سیمه کې فعالیت کوئ چې له ګواښ څخه ډکه ده او آنلاین فعالیت او هویت
مو ستاسو آزادي او روغتیا ګواښي نو، خپلې اړیکې او انټرنېتي فعالیت پټ
وساتئتر څو خپلې موخې ته له رسېدو
وروسته، هیڅ ډول نښې پرځای پری نږدی.
- که غوښتل مو چې خپلې اړیکې د ځینو ابزارو په مرسته پټې کړئ، پام مو وي چې د نوموړي ابزارو کارول په ځینو هېوادونو کې غیرقانوني دي او کارول یې ښیي چې تاسو به په کوم ناسم فعالیت بوخت وی. په داسې حالاتو کې له ځانه وپوښتئ چې آیا بله لار یا طریقه به وي چې خپل مقصد ته مو ورسوي.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
Using the Tor Browser or other anonymity tools allows you to visit websites without disclosing to the website who you are or where you are from. Note that if you log in to a website or service with your usual account while doing so, you will still be sharing your account information (and potentially personal information) with the platform you are using.
برېښنالیک په خوندي توګه وکاروئ
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
که څه هم زیات شمېر خلک غوره ګڼې چې د برېښنالیک پر ځای، انکرېپټ شوی چټ اپلېکېشن او یا د ويدیويی زنګونو له لارې د ورځنیو کارونو په هکله مالومات شریک کړي خو، سربېره پر دې هم یو شمېر خلکو د بېلابېلو دلایلو له مخې د برېښنالیک کارولو ته مخه کړي ده. د برېښنالیک درلودل د نورو اکاونټونو د جوړولو او در ورځني کار او مکاتباتو په برخه کې آسانتیا برابروي.
د آنلاین اړیکو لپاره برېښنالیک ډېر خوندي میتود نه دی. ځکه چې انکرېپټ نه دی، یو زیات شمېر مېټا ډېټا ځان سره لېږدوي، پر چمتوکونکي سرور متکي وي چې له امله یې کېدای شي له ککړتیا، زیان رسونکي ویروسونو او نورو ګواښونو سره مو مخ کړي. خو بیا هم برېښنالیک یوه مهمه تکنالوژی دی. غوره به دا وي چې د برېښنالیک په اړه او دا چې څنګه یې په ښه توګه وکاروو او نورو اړوندو برخو باره کې یې لازمې لارښوونې زده کړئ. </توضیحات>
د پیغاملېږلو اپلېکېشنونه په خوندي توګه وکاروئ
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
د چټ خدمتونه ستاسو په اړه هر ډول مالومات لکه ستاسو موقعیت، فعالیت، منځپانګه، له چا سره اړیکه نیسئ او نور مالومات ټولولی شي. غوره به دا وي چې هغه چټ اپلېکېشن غوره کړئ چې ستاسو خوندیتوب ورته مهم وي. </توضیحات>
د ویدیویي کنفرانس ابزار په خوندي توګه وکاروئ.
په دې اړه نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کولای شئ -->
له عکسونو او فایلونو څخه د پېژندنې معلومات لرې کړئ
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
داسې ښکاري چې صرفاً پر انځور د مخ پټول او یا د نورو حساسو مالوماتو لري کول به د خلکو او د انځور ځای اړوند مالومات هم پټ کړي. خو ځینې ابزار شته چې اډېټ شوي انځورونه اصلي حالت ته راګرځولی شي او هر هغه څه روښانولی شي چې د اډېټ پروسې له امله پټ کړای شوي وي.
هر فایل ځان سره مل ځینې مالومات لري چې د مېټا ډېټا په نوم یادېږي او د فایل په اړه هر ډول مالومات لکه فایل کله جوړ شوی، چا او چېرته جوړ کړئ، د کومې وسېلې په ذریعه جوړ شوی او داسې نور مالومات څرګندوي. مېټا ډېټا په آسانه کتلی شئ. پر فایل ښیی کلېک کړئ، بیا «پراپرټیز» ته ورشئ او د مالوماتو د ورکړې پر آپشن (“Get info.”) باندې کلېک سره ټول مالومات به درته څرګند شي. له مېټا ډېټا څخه د ځینو حساسو مالوماتو له منځه وړلو لپاره لارښود موجود دی او کولای شئ چې له دې برخې سره ضمیمه شوي فایل ته مراجعه وکړئ. </توضیحات>