خپلې برېښنالیکي اړیکې خوندي کړئ
Updated10 October 2024
Table of Contents
...Loading Table of Contents...برېښنالیک یو لیکلی پیغام دی چې هغه فایلونه هم ورسره ضمیمه (مل) کېدای شي، چې د براوزر یا د وسیلې پر مېل کلاینټ اپلیکیشن (Thunderbird یا K-9 Mail) په مرسته یې استوئ. کله چې د "استولو" تڼۍ کېکاږئ، پیغام مو د برېښنالیک چمتو کوونکي (پرووایډر) سرورونو ته رسېږي، چیرته چې یاد پیغام زېرمه کېږي (عموماً ستاسې د "لیږل شویو پیغامونو" فولډر کې زېرمه کېږي) او بیا شاتړ یا بیک اپ هم ورڅخه اخیستل کېدای شي. ستاسې د انترنېت چمتوکوونکي کمپنۍ (پرووایډر) دا پیغام/برېښنالیک د مخاطب (هغه کسانو چې تاسې ورته برېښنالیک استوئ) د انترنېټ پرووایډر سرور ته استوي، چیرته چې دا پیغام زېرمه کېږي (او بیا شاتړ کېدای شي). په پای کې، برېښنالیک ستاسې مخاطب ته رسیږي، چې دوی یې د خپلو براوزرونو یا د خوښې مېل کلاینټونو له لارې لولي. په دې وخت کې، د پیغام/برېښنالیک مخاطب پرېکړه کوي چې برېښنالیک په انلاین ډول زېرمه کړي یا یې خپلو وسیلو ته ډاونلوډ کړي او له سرورونو یې حذف کړي.
اوسمهال ډېری خلک برېښنالیک په ندرت سره کاروي او د ورځینو اړیکو لپاره د انکرېپټ شویو چټ اپلیکیشنونو یا ویډیو زنګونو-وېډیوکال کارولو ته ترجیح ورکوي. سره له دې، موږ لا هم برېښنالیک د ډېرو مختلفو دلایلو لپاره کاروو، لکه د انلاین اکاونټونو جوړولو، د کار تنظیم، او د بېلابېلو پارامترونو پراساس د خبرو اترو ترتیبولو لپاره.
په ډیفالټ توګه، برېښنالیک د انلاین اړیکو لپاره تر ټولو خوندي میتود نه دی، ځکه چې برېښنالیک انکرېپټ نه وي، ځان سره ډېره مېټا ډېټا لېږدوي، د انترنېټ چمتوکوونکي لوري په سرورونو کې پاتي کیږي، او تاسو له فیشینګ، مالویر انفېکشن او نورو بریدونو سره مخ کوي. په دې سره، برېښنالیک لا هم یوه باوري ټکنالوژي ده چې حتی که سرورونه موقتاً کار پرېږدي، بیا هم اړیکې دوامداره ساتي. لکه څنګه چې په دې لارښود کې تشریح شوي، داسې لارې چارې شته چې پر مټ یې برېښنالیکونه لازیات خوندي او باوري کولی شو.
د برېښنالیک پرووایډر (چمتو کوونکی) وټاکئ
د برېښنالیک چمتو کوونکي د ټاکلو لپاره له ځانه لاندې پوښتنې وکړئ:
- ایا دا یو باوري او ډاډمن پلټفارم دی؟ ایا په فعاله توګه څارل کیږي او پراختیا ورکول کېږي؟ ایا ډېر کاروونکي لري؟
- د پرېښنالیک پرووایډر (چمتو کوونکی) چېرته مېشت دی؟ او سرورونه یې چیرې دي؟ آیا دا په داسې هېواد کې دي چې ستاسې د هېواد د چارواکو غوښتنې ته غاړه ایښودلای شي؟ او آیا دا هېواد د بشري حقونو او د د برېښنالیک کاروونکو خوندیتوب ته ژمن دی؟ آیا د برېښنالیک چمتو کوونکی ستاسې د محرمیت او حقونو درناوی به وکړي او که نه؛ همدارنګه، څنګه پوهېدلی شئ چې په کومو شرایطو کې به ستاسې معلوماتو ته د لاسرسي له غوښتنې سره هوکړه وکړي.
- آیا تاسې له تخنیکي او اخلاقي لیدلوري، د سرورونو پر مالکانو باور لرئ؟ د دوی شالید او ماموریت څه دی؟ ایا دوی په منظمه توګه د روڼتیا راپورونه یا "کنري بیانونه" خپروي؟ ایا خپل خدمات یې په خپلواک ډول ارزولي دي؟ ایا د خپلو کاروونکو معلومات د اوږدې مودې لپاره زېرمه کوي؟ که له حکومتي چارواکو لخوا له دوی غوښتنې شوي وي، دوی به څه ډول غبرګون ورښودلی دی؟
- آیا دوی د خپل سرورونو لپاره وړیا او د پرانیستې سرچینې سافټویر کاروي؟ که موبایل اپلیکیشن وړاندې کوي، ایا دا هم وړیا او د پرانیستې سرچینې دی؟
- آیا دوی د ایمیل لیږد په وخت کې د TLS کوډ کولو څخه کار اخلي؟ که ځواب «هو» وي، تاسو کولای شئ چې د checktls.com آزمویلو له لارې د دوی ځواب وازمایئ.
- آیا په سرور کې دننه انفرادي میل بکسونه انکرېپټ شوي دي؟
- آیا دوی دوه-پړاویز تصدیق آپشن وړاندې کوي؟
- آیا دوی د خپلو کاروونکو ترمنځ د end-to-end encryption خدمت وړاندې کوي؟
- آیا دوی د عمومي ایمیلونو د انکرېپټولو لپاره ځانګړې وسیله وړاندې کوي؟ ایا دا ځانګړتیا د OpenPGP په څېر پر یوه پخه، وړیا او د پرانیستې سرچینې سافټویر ولاړه ده؟
- آیا دوی نور اضافي خدمات لکه تقویم، د فایل زېرمه کولو پلاتفورم یا VPN وړاندې کوي؟
- آیا دا یو تادیه شوی خدمت دی؟ که وړیا وي، د چمتو کوونکي سوداګریز ماډل څه دی؟
زمونږ د برېښنالیکونو برابروونکو لېست به تاسو سره مرسته وکړي چې د برېښنالیک غوره برابروونکی سره خپل برېښنالیک آدرس جوړ کړی.
په ځینو مواردو کې، تاسې ممکن د یوه مشهور سرور (لکه Gmail) اکاونټ فعال کړئ، د دې لپاره چې د داسې نادره ډومېن کارولو څخه ډډه وکړئ چې په زیاتره مواردو کې د فعالانو لخوا کارول کېږي. که داسې وي، د دې خطر په پام کې ونیسئ چې یو سوداګریز برېښنالیک چمتو کوونکی ممکن د پلټنې په صورت کې ستاسې معلومات چارواکو ته وړاندې کړي. د دې لپاره، د خپل برېښنالیک انکرېپټولو په اړه غور وکړئ.
- که غواړئ چې Gmail اکاونټ جوړ کړی نو د Gmail اکاونټ خوندي کارولو لپاره زمونږ لارښود ولولئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
برېښنالیک د امنیت په ټکي په ځانګړي تمرکز سره جوړ شوی نه و. لومړی ځل په ۱۹۷۰مه لسیزه کې جوړ شو، دا نو هغه مهال و چې تر اوسه یوازې لږ شمېر خلکو ورته اړتیا لرله ترڅو یو له بل سره اړیکه ونیسي. نن ورځ، زیاتره برېښنالیک چمتو کوونکي ستاسې پیغامونه هغه مهال د کاروونکي-تر-سرور-انکرېپشن (TLS) په مرسته خوندي کوي چې ستاسې له وسیلې څخه، د ځايي روټر او ISP له لارې، د برېښنالیک چمتو کوونکي سرورونو ته ځي. دا چاره د دې مخه نیسي چې څوک په ستاسې ځايي شبکه یا د وسایلو ترمنځ د نښلولو پر مهال ستاسې پیغامونه لوستلای شي.
خو، ستاسې پیغامونه هغه وخت ناکوډ شوي پاتې کېږي چې ستاسې په وسیله، د برېښنالیک چمتو کوونکي په سرورونو او د برېښنالیک ترلاسه کوونکي په وسیله او سرورونو کې زېرمه وي. دا معنا لري چې څوک چې سرورونو یا وسیلو ته لاسرسی لري، ستاسې برېښنالیکونه لوستلای شي. له همدې امله، موږ په ځانګړي ډول سپارښتنه کوو چې په ځانګړې توګه د حساس مالوماتو لپاره، خپل پیغامونه کوډ کړئ.
خپل برېښنالیک اکاونټ خوندي کړئ
کله چې نوی برېښنالیک اکاونټ جوړوئ، نو ژر تر ژره یې د قوي پاسورډاو که امکان یې وي، د دوه-پړاویز تصدیق په مرسته خوندي کړئ.
د نوی پاسورډ ټاکلو پر مهال، ښايي تاسې د برېښنالیک ریکوری لپاره یوه یا څو امنیتي پوښتنې هم تنظیم کړئ. په دې مواردو کې، تل دا غوره ده چې ناسم ځوابونه ورکړئ. په دې مواردو کې د خوندي ستراتیژیو په اړه زموږ د پاسورډونو په اړه لارښود کې نور معلومات ترلاسه کړئ.
د لنډمهاله برېښنالیک اکاونټ کارولو په اړه فکر وکړئ
- که یوازې غواړئ چې د لنډې مودې لپاره ایمیلونه ترلاسه کړئ، نو کولای شئ په Guerrilla Mail یا anonbox کې یو لنډمهاله میل باکس جوړ کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
که په کوم ځانګړي حالت کې، لکه د کوم خدمت فعالولو لپاره، برېښنالیک ته اړتیا لرئ، نو د لنډمهاله میل باکس کارول یوه غوره لاره ده. دا حل کولای شي چې ستاسې اصلي میل باکس د سپیم یا نورو ګواښونو څخه خوندي وساتي.
په یاد ولرئ چې د لنډمهاله برېښنالیک په مرسته یوازې ایمیلونه ترلاسه کولای شئ، خو استولی یې نه شئ. که غواړئ داسې پیغامونه واستوئ چې اصلي هویت ته مو ونه تړل شي، د نامعلوم برېښنالیک جوړولو لارښوونې ولولئ.
برېښنالیک لپاره د مستعارې پتې کارولو په اړه غور وکړئ
- له spam څخه د مخنیوي په موخه، د خپل میل باکس لپاره د برېښنالیک یوه بدیله
پته جوړه کړئ.
- د مستعار برېښنالیکونو جوړولو څرنګوالی له لاندې لارښودونو څخه زده کړئ: Proton Mail, Riseup, Autistici/Inventati, Disroot, Posteo and Mailfence.
- له مستعارې پتې (مستعار برېښنالیک) څخه د پیغامونو استولو لپاره د Thunderbird او K-9 Mail ترتیب څرنګوالی زده کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
زیاتره برېښنالیک چمتو کوونکي د مستعار برېښنالیک جوړولو امکان ورکوي. مستعار برېښنالیک ستاسې میل باکس لپاره یوه اضافي پته ده. هغه پیغام چې مستعار ایمیل ته واستول شي، ستاسې میل باکس ته لیږدول کېږي. تاسې کولای شئ د مستعار پتې په مرسته د بل نوم په کارولو سره پیغامونه واستوئ، خو اړتیا ده چې دا اضافي پېژندنه په خپل میل کلاینټ یا ویب میل کې تنظیم کړئ. په یاد ولرئ چې مستعار ایمیلونه عموماً نامعلوم نه دي، ځکه په زیاتره مواردو کې د هر پیغام د سرلیک په لوستلو سره د اصلي ایمیل پته موندل کېدای شي.
[اختیاري] یو نامعلوم (ناڅرګند) برېښنالیک جوړ کړئ
که غواړئ یو داسې برېښنالیک حساب جوړ کړئ چې له ستاسې رسمي هویت سره تړاو ونه لري او تاسې ته یې لاسرسی ستونزمن وي، نو نامالوم برېښنالیک پتې جوړول او کارولو اړوند لارښود کې زمونږ لارښوونې ولولئ.
خپل میل باکس ته د لاسرسي څرنګوالی په اړه غور وکړئ
- که ستاسې ډیوایس اجازه ورکوي نو خپل کمپیوټر لپاره Thunderbird وکاروئ.
- که برېښنایی خدمتونه مو د موبایل اپلیکیشن خدمتونه نه وړاندې کوي، نو په خپل موبایل کې K-9 Mail یا په اندروید کې Thunderbird وکاروئ.
- که له یو څخه زیات برېښنالیک پتې لرئ نو په کمپیوټر کې د Thunderbird غوندې، او په انډرویډ کې د K-9 Mail غوندې mail client کې تنظیمول یې په نظر کې ولرئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
ټول ایمیل چمتو کوونکي د ویب له لارې د ایمیل مدیریت لپاره انټرنیټي انٹرفیس او زیاتره وخت موبایل اپلیکیشنونه وړاندې کوي. په Thunderbird یا K-9 Mail غوندې mail client کې د ټول برېښنالیک پتو یوځای کول ستاسو کار آسانه کوي.
د Mail client دلودل تاسو سره مرسته کوي تر څو خپل برېښنالیک یو خوندي الکترونیکي وسیلې ته ډاونلوډ کړئ او یا په سرور کې یې وستاتئ تر څو له بلې هرې الکترونیکي وسیلې څخه یې ولوستلی شئ.
دا چې ولې Mail Client د Webmail پر ځای باید وکاروئ، پهThunderbird بلاګ کې په اړه یې لوستلی شئ.
په منظمه توګه له سرور څخه برېښنالیکونه مو حذف کړئ
که امکان یې وي، د POP3 په مرسته، یو خوندي ډیوایس ته د برېښنالیک د ډاونلوډولو یا له سرور څخه د حذفولو لپاره د Thunderbird په شان mail client وکاروئ. که غواړئ خپل برېښنالیک له بېلابېلو الکترونیکي وسیلې څخه ولوستلی شئ نو له سرور څخه د برېښنالیک ډیلیټولو پرځای د IMAP کارول په نظر کې ولرئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
د POP3 (له سرور څخه د برېښنالیک ډیلیټولو په موخه) او IMAP (په سرور کې د برېښنالیک زېرمه کولو لپاره) ترمنځ د توپیرونو په هکله د Thunderbird رسمي لارښود ولولئ. ځینې برېښنالیک خدمتونه تاسو ته د POP3 یا IMAP به مرسته د برېښنالیک ترلاسه کولو په موخه د email client تنظیمول (Set up) لارښوونې درکوي.
د موبایل وسیلې له لارې د برېښنالیک کارول د کمپیوټر په پرتله لږ خوندي دي، ځکه چې موبایلونه په اسانۍ سره له لاسه ورکول کېږي او ساتنه یې ستونزمنه وي.
که مو غوښتل چې برېښنالیکونه خپل ډیوایس ته ډاونلوډ کړئ، نو ډاډ ترلاسه کړئ چې ډیوایس مو خوندي، او په منظمه توګه اپډېټ شوی دی او بېک آپ ترې اخیسټل شوي دی.
خپل میل باکس (mailbox) تنظیم کړئ
- خپل مېل-باکس په Thunderbird تنظیم کړئ:
- ځان له Thunderbird interface سره آشنا کړئ؛ همدارنګه دا چې څنګه کولی شو چې د tags په مرسته خپل برېښنالیک تنظیم کړو او څنګه فولدرونه او tag دواړه څرګند کړو، اړوندې لارښوونې ولولئ.
- په Thunderbird کې د ګړندي فلټر په مرسته ایمیلونه ولټوی.
- د برېښنالیک تنظیم لپاره د یوازې ۴ فولډرونو کارول په نظر کې ونیسئ..
- په Thunderbird کې د فلټر کارول زده کړئ.
- د Thunderbird's spam filter روزلو طریقه زده کړئ.
- Thunderbird کې د پیغامونو تسلسل څرنګوالی تنظیم کړئ.
- Thunderbird کې د پیغامونو لیکلو لپاره نمونې وار له مخې جوړې کړئ تر څو اړ نه وئ چې ټول برېښنالیک له سره ولیکئ.
- د انباکس (inbox) تشولو لپاره Cory Doctorow لخوا وړاندې شوي لارښوونې ولولئ.
خپل میل باکس (mailbox) بیک-اپ کړئ
- د POP3 په مرسته د Thunderbird په کارولو سره خپل برېښنالیک له سرور څخه خوندي ډیوایس ته بېک-آپ کړئ (تاسوته به آپشن درکړل شي چې سرور کې له mail څخه ووځئ او له بلې الکترونیکي وسېلې څخه لاسرسۍ ورته ومومئ.
- د اکاونټونو، پیغامونو، آدرسونو او تنظیماتو په شمول د Thunderbird profile بېک-اپ کولو طریقه زده کړئ.
- د import tool په مرسته د بېک-آپ شوي Thunderbird profile د ریکوري طریقه زده کړئ.
د فیشینګ (phishing) او مالویر (malware) پر وړاندې ځان خوندي کړئ
- دا مو عادت وګرځوئ چې هغه برېښنالیکونو ته په ځیر او احتیاط سره برخورد وکړئ چې تاسو د یو عمل ترسره کولو لپاره اړ باسي او یاهم ستاسو له احساساتو په ګته اخیستنې سره تاسې مجبوروي چې د ایمیل لارښوونې سره سم اقدام وکړئ ، ځکه دا کېدا شي د هکرانو یا بریدګرو لخوا پلان شوی وي او تاسې دېته مجبور کړي چې ایمیل سره مل کوم اتچټمنټ (ضمیمه) ډاونلود کړئ او یا هم خپل د log-in مالومات په کوم ناپیژانده پاڼه کې داخل کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
د امنیتي کارپوهانو په وینا، د خلکو احساسات او عادتونه د ډیجیټل امنیت تر ټولو زیانمنه برخه ده. کله چې موږ له ګواښ سره مخ شو یا پر موږ فشار راشي، ډېری وخت لارښوونو ته غاړه ږدو.
د بشري حقونو اړوند کارونه مونږ به ځانګړي ډول له ګواښونو سره مخ کوي. مونږ داسې فکر کوو چې پر مونږ باندې به کوم چل و نه چلیږي، خو مخکې له دې چې کوم ویروس لرونکی سافټوییر ډاونلوډ کړو، بهتره بې وي چې دو ځلې فکر پرې وکړو.
[عمده ټکی] د end-to-end encryption په مرسته خپل برېښنالیک خوندي کړئ
- د لاندې اسبابو کارولو په مرسته خپل د ایمیل پیغامونه (مسېجونه) له OpenPGP
سره انکرېپټ او لاسلیک کړئ:
- Thunderbird (د Windows, Linux, macOS, Android لپاره)
- K-9 Mail او OpenKeychain ( لپاره Android)
- Mailvelope (Chrome/Chromium, Firefox, Edge لپاره)
- د ایمیل هغه خدمات وازمایئ چې انکرېپشن آپشن لري
- پروتون مېل-Proton Mail
- یادونه: که مخاطب د Proton Mail کاروونکی نه وي، انکرېپتول په اوتومات ډول نه ترسره کېږي. په دې حالت کې تاسې باید مخاطب لپاره یو پاسورډ وټاکئ یا د انکرېپټولو عامه کیلي ورسره تبادله کړئ.
- مېل فېنس-Mailfence
- یادونه: د Mailfence انکرېپشن هم په اوتومات ډول نه ترسره کېږي. تاسې کولای شئ د ترلاسه کوونکي لپاره یو پاسورډ وټاکئ یا د کوډ کولو عامه کیلي د ایمیل مخاطب سره تبادله کړئ.
- پروتون مېل-Proton Mail
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
د برېښنالیک انکرېپشن د پیچلو ریاضيکي فورمولونو په مرسته ستاسې د فایلونو یا پیغامونو محتویات داسې کوډ کوي چې یوازې هغه څوک یې لوستلای شي چې د کوډ خلاصولو لپاره اړینه "کیلي" ولري. د OpenPGP کوډ کول د متخصصینو لخوا باور وړ ګڼل کېږي، ځکه تر اوسه هېچا د اړینې کیلي پرته دا کوډ نه دی مات کړی.
د برېښنالیک انکرېپتول یو اړین کار دی. په ډېفولت توګه، ستاسې ایمیلونه ستاسې د برېښنالیک خدمتونو د چمتو کوونکي او د ایمیل مخاطب د برېښنالیک چمتو کوونکي په سرورونو کې په ناکوډ ډول زېرمه کېږي. همدارنګه، ایمیلونه ممکن د مخاطب په بېلابېلو وسیلو (لکه موبایل او کمپیوټر) کې هم ناکوډ پاتې شي.
انکرېپشن نه شي کولی چې هکرانو لخوا د بریدونو مخنیوی وکړي او یا ددوی مخه دپ کړي تر څو پوه نه شي چې ایمیل چا لیږلئ، چاته او کوم آدرس ته یې لیږلئ، کله لیږل شوی او نور مالومات لکه د ایمیل سرلیک. هکران کولی شي چې هغه ډول مالومات ورکاورئ چې د خلکو ترمنځ په عادي توګه رد او بدل کیږي.
[مهم ټکی] د برېښنالیک د محتوا ورهاخوا: د برېښنالیک د سرلیک لوستلو سره ځان عادت کړئ
- د CIRCL وېبپاڼې لارښود په مرسته، د برېښنالیک خامو پیغامونو د لیدلو او استخراج څرنګوالی زده کړئ..
- د برېښنالیک سرلیکونو تحلیل کول زده کړئ. رسنۍ او مدني ټولنو لپاره د پېښو ته د امادګي اړوند د Internews لارښود؛ د ۲۰۲۳ کال د ۶۰مې پاڼې اړوند برخه.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
لکه څنګه چې یو لیک د پیغام برخه او د نورو معلوماتو یوه برخه لري، چې پیغام خپل منزل ته رسوي، برېښنالیک هم اضافي معلومات لري چې عبارت دې: د ایمیل د استولو وخت او نیټه، د استوونکي نوم، ایمیل پته او IP پته، د ترلاسه کوونکي نوم او ایمیل پته، د برېښنالیک موضوع، د ایمیل د استولو او ترلاسه کولو په مسیر کې هر کمپیوټر ته د رسیدلو وخت او نیټه. په سرلیک کې ممکن دا هم څرګند شي چې آیا ایمیل د یو مجاز سیسټم له لارې استول شوی او که نه. د سرلیک لوستلو وړتیا درسره مرسته کوي چې پوه شئ ایمیل سپیم نه دی یا د استوونکي ایمیل جعلي نه دی. له همدې امله، که د ایمیل د استوونکي په اړه شک لرئ، مهمه ده چې د برېښنالیک سرلیک وګورئ، تحلیل یې کړئ یا یې هغو متخصصینو ته واستوئ چې د تحلیل کولو وړتیا لري.