خپل ځان او خپل معلومات د ټولنیزو رسنیو د کارولو پر مهال خوندي وساتئ
فهرست
... فهرست ...موږ د ټولنیزو رسنیو پلاتفورمونه د نورو خلکو سره د اړیکو جوړولو او د هغو پیغامونو د خپرولو لپاره کاروو چې موږ ته مهم ښکاري. په عین وخت کې، هغه شرکتونه چې دا پلاتفورمونه اداره کوي، اکثراً خپل سوداګریز ماډل د دې پر بنسټ جوړ کړی چې زموږ اړیکې او پیغامونه وکاروي ترڅو ګټه تر لاسه کړي.هغوی زموږ په اړه معلومات له درېیمو اړخونو سره شریکوي، لکه زموږ د پیرودلو عادتونه، ټولنیزې اړیکې، موقعیت، د زېږون نېټه، او نور پېژندونکی معلومات — او زیاتره وخت موږ حتی دا نه پوهېږو.کله چې تاسو د دوی خدمتونه کاروئ، نو تاسو د دوی له شرایطو سره موافقه کوئ، کوم چې وايي دا ورته روا ده چې دا معلومات شریک یا وپلوري، له نورو موضوعاتو سره یو ځای. ځینې وخت دا روښانه نه وي چې دا معلومات به څومره عام شي.
سربېره پر دې، د ټولنیزو رسنیو پلاتفورمونه فعاله توګه د حکومتونو او د قانون پلي کوونکو ادارو له خوا څارل کېږي. چارواکي هغه معلومات راټولوي چې عامو خلکو ته ښکاره وي، او کله چې امکان وي، د هغو معلوماتو "میټاډاټا" هم ټولوي — هغه معلومات چې موږ ممکن فکر هم پرې ونه کړو (لکه یوه عکس کله اخیستل شوی و، یا څوک له چا سره اړیکه لري).هغوی ښایي له ټولنیزو رسنیو شرکتونو وغواړي چې د هغو کسانو شخصي معلومات ورکړي چې دوی ورته لیوالتیا لري، چې ډېری وخت پکې د بشري حقونو مدافعین یا فعالان هم شامل وي.
که څه هم موږ په دې لارښود کې یوازې د ځینو ټاکلو ټولنیزو رسنیو پلاتفورمونو لپاره لارښوونې وړاندې کړې دي، خو ډېری شرکتونه چې د ټولنیزو شبکو پلاتفورمونه چلوي، ورته چلند کوي او داسې اختیارونه وړاندې کوي لکه څنګه چې دلته یاد شوي دي. موږ وړاندیز کوو چې د خپل اکاونټ تنظیمات وپلټئ او همدغه ګامونه د خپلو ټولو ټولنیزو رسنیو اکاونټونو لپاره واخلئ، څو خپل ځان خوندي وساتئ.
که تاسو له لاندې خدمتونو څخه کوم یو کاروئ، نو په لینکونو کلیک وکړئ ترڅو هغه چکلېسټونه وګورئ چې ستاسو د اکاونټ د خوندي کولو کې مرسته کولی شي.
(tools/facebook/../..)[Facebook→]
(tools/instagram/../..)[Instagram→]
(/tools/x-twitter/../..) [(Twitter) X→]
(tools/youtube/../..)[Youtube→]
<--(tools/tiktok/../..)[TikTok→]#--!>
بدیلونه
د تجارتي ټولنیزو شبکو پلاتفورمونو بدیلونه شته چې کولی شي ستاسو سره د پیغامونو په تنظیم او خپرولو کې مرسته وکړي، پرته له دې چې ستاسو شخصي معلومات لکه د مشهورو پلاتفورمونو په څېر څرګند پاتې شي:
- د یوه دقت سره غوره شوي ګروپ سره د تنظیم لپاره، خپل ګروپ محفوظو چیټ اپلیکیشنونو ته انتقالول secure chat apps — لکه Signal[Delta Chat]/(https://delta.chat/) کولی شي تر ټولو اسانه انتخابونو څخه یو وي.
- د یوه لوی خصوصي ګروپ لپاره، د (https://mattermost.com)[Mattermost] یا (https://www.rocket.chat/)[Rocket.chat] مثال جوړولو په اړه فکر وکړئ.
- یو عام بدیل د ټولنیزو رسنیو پلاتفورمونو لپاره ټیلیګرام دی، چې د کوچنیو
خصوصي ګروپونو د جوړولو له لارې د تنظیم لپاره کارول کیږي، او د عامو چینلونو
له لارې د پیغامونو د پراخې خپرولو لپاره هم کارول کیږي. واتس اپ هم په ورته
ډول کارول کیږي، خو په دواړو مواردو کې اړیکې نه شي خوندي ګڼل کیدی، ځکه چې
هغه شرکتونه چې دا وسیلې اداره کوي د تجارتي هدفونو په تعقیب کې دي، کوم چې د
ټولنیزو رسنیو پلاتفورمونو سره ورته دي. که تاسو پریکړه وکړئ چې دا چیټ
اپلیکیشنونه د خپلو فعالیتونو په اړه د خبرونو خپرولو لپاره وکاروئ، موږ
ټینګار کوو چې زموږ لارښودونه وڅارئ چې څنګه یې استعمال کړئ
(tools/telegram/../..)[Telegram]/WhatsApp په ډیر
خوندي ډول.
- د چیټ اپلیکیشنونو کموالی دا دی چې دوی نشي کولی د عامو خلکو سره د اړیکو جوړولو ملاتړ وکړي لکه څنګه چې مشهوره ټولنیزه رسنۍ پلاتفورمونه یې کوي. خو، دوی د خصوصي ګروپونو لپاره ښه ملاتړ وړاندې کوي، تر هغه پورې چې دا انکریپټډ وي، او دا کیدای شي هغه څه وي چې تاسو ورته اړتیا لرئ. پریکړه وکړئ چې کوم څه ستاسو او ستاسو د همکارو ګروپونو لپاره غوره دي. که تاسو پریکړه وکړئ چې د تنظیم لپاره چیټ اپلیکیشن وکاروئ، نو زموږ [لارښود د خوندي چیټ کولو څرنګوالي په اړه] (secure-chat/..)ولولئ.
- د خپلو فعالیتونو په اړه د خبرونو خپرولو لپاره لکه څنګه چې تاسو په X باندې
کوئ، ښایي تاسو وغواړئ چې د بدیل پلاتفورم په څېر یو اکاونټ جوړولو په اړه
پلټنه وکړئ، لکه (https://joinmastodon.org/about)[Mastodon] /
(https://bsky.app/)[Bluesky]. د ټولو ممکنه بدیلونو په اړه زموږ د [بلاګ
پوسټ "X پرېښودلو" کې] ولولئ (blog/x-odus/../..).
- که تاسو غواړئ چې د ماسټودن اکاونټ پیل کړئ، تاسو کولی شئ له دې ځایه پیل کړئ(https://fedi.tips)[Fedi.Tips]، د ماسټودن او فیډیورسیو د کارولو لپاره غیر رسمي غیر تخنیکي لارښود.
- که تاسو غواړئ خپل ماسټودن انستنس جوړ کړئ، نو د [ماسټودن سرور چلولو لارښودونه] (https://docs.joinmastodon.org/user/run-your-own/)ولولئ. او د [خپل ټولنیز شبکې پلاتفورم چلولو] (https://runyourown.social/)په اړه هم ولولئ.
- که تاسو ته یوه عامه پلاتفورم اړتیا وي ترڅو خبرونه، عکسونه، ویډیوګانې او اوږدې برخې خپرې کړئ، نو تاسو ممکن د دې ډول پلاتفورم په څېر بلاګ جوړولو په اړه فکر وکړئ (https://noblogs.org)[Noblogs](چې د خپلواکې تخنیکي ټولنې لخوا چلول کیږي (run by the autonomous tech collective Autistici/Inventati),(https://blackblogs.org/)[Blackblogs] یا(https://www.shelter.is/services.html)[Shelter]،یا حتی خپل شخصي وېبسایټ هم وچلوئ.
- بدیله لاره دا ده چې تاسو کولی شئ د یوه برېښنالیکي لېست له لارې تنظیم وکړئ، چې تاسو یې مثلاً په دې پلاتفورمونو جوړولی شئ(https://riseup.net/en/lists)[Riseup] یا(https://www.autistici.org/services/lists)[Autistici/Inventati].او که تاسو غواړئ چې پراخ اورېدونکي ته خپل پیغامونه ورسوی، نو کولی شئ د خبرپاڼې جوړولو په اړه فکر وکړئ، مثلاً د (https://www.autistici.org/services/lists)[Autistici/Inventati] سرورونو باندې.
د مشهورو ټولنیزو شبکو پلاتفورمونو لپاره د محرمیتپال بدیلونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، زموږ د مخابراتي وسایلو لیست(../tools/)[list of communications tools]وګورئ.