وینډوز کمپیوټر مو خوندي کړئ

Updated18 June 2024

Table of Contents

...Loading Table of Contents...

    سره له دې،چې مایکروسافټ وینډوز د نړۍ تر ټولو زیات کارېدونکی عملیاتي سیستم دی، خو د زیان رسوونکي سافټویر (مالویر) لپاره تر ټولو عام هدف هم دی. د وینډوز وسیلې د خوندي کولو لپاره لاندې لیست تعقیب کړئ.

    د خپلې وسیلې د عملیاتي سیسټم (آپېرېټېنګ سیستم) وروستۍ نسخه وکاروئ

    • کله چې سافټویر ابډېټ کوئ، د خپل کور او دفتر په څېر باوري ځای او انټرنیټي اړیکه وکاروئ؛ نه هغه انټرنېټ په وسیله چې له انټرنېټ کافې یا کافي شاپ لخوا درکړل کیږي.
    • وروستۍ نسخې ته د عملیاتي سیسټم ابډېټ کېدل ممکن څو ځلې سافټویر ډاونلوډ او د کمپیوټر بیا چالانول درنه وغواړي. له همدې کبله، خپل کمپیوټر په داسې وخت کې اپډيټ کړئ چې د کاراخیستلو اړتیا مو ورته نه وي.
    • له ابډېټ وروسته بیا وګورئ، چې آیا نورې برخې ابډېټ ته اړتیا لري که نه.
    • وګورئ چې په کمپیوټر کې مو د وینډوز کومه نسخه کارول کیږي.
    • ډاډ ترلاسه کړئ، چې لا مو هم د مایکروسافټ له لوري د وینډوز نسخې ملاتړ کېږي که نه. د دې چارې لپاره د مایکروسافت تولیداتو او خدمتونو د لایف سایکل اړوند مالوماتي پاڼه ته مراجعه وکړئ. که مو نسخه ملاتړ نه‌لري؛ نو باید خپل کمپیوټر وروستۍ نسخې ته ابډېټ کړئ.
        - د بدیل په توګه، کولای شئ د وینډوز د نسخې پای ته رسېدو نېټه په
          [endoflife.date page for Windows](https://endoflife.date/windows) پاڼه
          کې وګورئ.
    • د وروستۍ نسخو بېلګې دلته کتلی شئ.
      • وینډوز 11 وروستۍ ورژن دی. وګورئ چې ایا کمپیوټر مو ورسره سازګار دی که نه. یا په منوال توګه یې داسې چک کړئ: select Start > Settings > Update & Security > Windows Update > Check for updates. په یاد مو وي، چې ابډېټ کول د انټرنیټ له سرعت (چټکتیا) او د کمپیوټر د فعالیت پر اساس توپیر کولی شي. همدارنګه تاسو باید د کمپیوټر په ډېسک کې کافي ځای ولرئ تر څو د آپډېټ پروسه بشپړه شي.
      • وینډوز 10 او 11 باید په اتومات ډول د اپډېټ نصبولو لپاره تنظیم شوي وي، خو د لاس په واسطه د ابډېټ چک کولو لپاره د Windows update FAQ برخې ته مراجعه وکړئ.
    • خپل آپرېټېنګ سیسټم (Operating System) آپډېټ کړئ.
    • که مو وسیله د وینډوز د وروستۍ ورژن منلی نشي؛ نو نوی کمپیوټر واخلئ، یا په بدیل ډول د وینډوز پر ځای د Lubuntu په څېر د Linux داسې نسخه وکاروئ، چې پخوانی هارډویر یې ملاتړ کوي.
    • د دې لپاره، چې ډاډمن شئ، چې اپډېټ په بشپړ ډول ترسره شوی وي، ټول اړوند ګامونه بشپړ کړئ-لکه د اپډېټ کېدو څخه وروسته له تاسو غوښتل کیږي چې خپل کمپیوټر ري-سټارټ (له سره بلول) کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    په وسیلو او اپلیکیشنونو کې مو هره ورځ نوې زیان‌رسوونکې برخې موندل کېږي. هغه څوک چې دا کوډ لیکي، دا اټکل نه‌شي کولی چې دا نیمګړتیاوې به چیرته پیدا شي، ځکه چې کوډ جوړول خورا پیچلی کار دی. زیان رسوونکي ستاسې وسیلې ته د لاسرسي لپاره کولی شي له دې نیمګړتیاوو ګټه واخلي.

    خو د سافټویر جوړونکي معمولاً داسې کوډ خپروي، چې دا نیمګړتیاوې حل کوي. له همدې امله دا خورا مهمه ده چې ابډېټ په منظمه توګه ترسره او د هرې وسیلې لپاره د عملیاتي سیسټم وروستۍ ورژن وکاروئ. سپارښتنه کوو چې وسیله مو په اوتومات ډول د ابډېټ نصبولو ته تنظیم کړئ، ترڅو درته اضافي کار پاتې نه‌شي.

    ټول نصب شوي اپلیکیشنونه په منظم ډول ابډېټ کړئ

    پروګرامونه او اپلیکیشنونه له باوري سرچینو څخه وکاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    یوازې هغه اپلیکیشنونه نصب کړئ، چې په مایکروسافټ سټور یا د اړوند وېبسایټ جوړونکو لخوا وړاندې کېږي. د "Mirror" ډاونلوډ سایټونه ممکن د باور وړ نه وي، خو که د نوموړي برخې مسوولین پیژنئ او باور پرې لری، بیا نو له ګټې اخیستنې مخکې، غور پرې وکړئ. که تاسو پریکړه وکړئ چې د یو ځانګړي اپلیکیشن ګټه تر خطر زیاته ده، د لا زیات خوندیتوب په موخه اضافي ګامونهواخلئ- لکه شخصي او نورو حساسو مالوماتو له دغو وسېلو څخه لرې وساتئ.

    هغه اپلیکیشنونه لرې کړئ چې اړتیا ورته نه لرئ او نه یې کاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    په وسیلو او اپلیکیشنونو کې مو هره ورځ نوې زیان‌رسوونکې برخې موندل کېږي. هغه څوک چې دا کوډ لیکي، دا اټکل نه‌شي کولی چې دا نیمګړتیاوې به چیرته پیدا شي، ځکه چې کوډ جوړول خورا پیچلی کار دی. زیان رسوونکي ستاسې وسیلې ته د لاسرسي لپاره کولی شي له دې نیمګړتیاوو ګټه واخلي.

    هغه اپلیکیشنونه چې نه یې کاروئ لرې کول یې، د زیان‌رسوونکو اپلیکیشنونو شمېر محدودوي. دغه اپلیکیشنونه مو ممکن د ځای یا نورو معلوماتو د افشا کولو خطر هم زیات کړي. که اپلیکیشن نه شئ حذفولی، هڅه وکړئ غیر فعال یې کړئ.

    هغه اپلیکیشنونه وکاروئ چې د محرمو مالوماتو ساټلو لپاره آسانتیاوې لري

    ولې دا سپارښتنه کوو

    په وینډوز کمپیوټرونو کې هغه جوړښتي سافټویر لکه Microsoft Edge یا Microsoft Office د محرمیت او خوندیتوب- privacy او د خوندیتوب اړوند د ستونزو تاریخچه لري. د دې پر ځای، داسې اپلیکیشنونه وکاروئ چې په خوندی ډول وکړای شئ د انټرنېټ براوزر او برېښنالیک څخه کار واخلئ.

    کله چې مو دغه اپلیکیشنونه نصب او تنظیم کړل؛ نو کولای شئ هغه جوړښتي (built-in) اپلیکیشنونه چې نه یې کاروئ، حذف یا غیر فعال کړئ.

    د اپلیکیشن اجازه‌لیکونه دقیق ولولئ

    ټول اجازه‌لیکونه یو-یو ولولئ؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ، چې یوازې د کارېدونکو اپلیکیشنونو لپاره فعال وي. لاندې اجازه‌لیکونه باید د هغو اپلیکیشنونو لپاره بند شي چې نه یې کاروئ یا هغه اپلیکیشنونه، چې تاسو یې نه پېژنئ:

    • ځای (Location)
    • اړیکې (Contacts)
    • د پیغامونو لیږل
    • مایکروفون (Microphone)
    • غږیز پېژندنه (Voice or speech recognition)
    • کېمره (Webcamera)
    • د سکرین ثبتول (Screen recording)
    • د زنګونو نېټه (Call logs or call history)
    • ایمیل (Email)
    • د انځورونو البوم (Pictures library)
    • ایمیل
    • د انځورونو البوم (Pictures library)
    • فلمونه یا ویډیوګانې او د هغوی زېرمه
    • فینګر پرېنټ ريډر (د ګوتې د نښان پېژندونکی آپشن)
    • نږدې ساحوي اړیکه (NFC)
    • بلوتوث (Bluetooth)
    • وای‌فای (WiFi)
    • د لین له لارې انټرنېټ Wired Connections
    • هر هغه سېټنګ چې ځان سره د "disk access," "files," "folders," او "system" لري
    • هر هغه سېټېنګ چې ځان سره "install" لري
    • د مخ پېژندنې سافټوییر (بایومیټریک)
    • هغه آپشن ولري چې نورو اپلېکېشنونو ته د ډاونلوډ ته هم اجازه ورکوي

    دا چې څنګه خپل د اپلېکېشن سېټېنګ پیدا کړئ او پوه شئ چې د اپلېکېشن اجازه لیک سره موافقه ښودل، نوموړي اپلېکېشن ته د کومو کړنو ته اجازه ورکوي، د د اپلېکېشن اجازه لیک لپاره د مایکروسافټ لارښوود وګورئ.

    • ډاډ ترلاسه کړئ چې یوازې هغه اپلېکېشنونه چې تاسو یې کاروئ لاندې مواردو ته د لاسرسۍ (access) ولري:

    • مالوماتو ته لاسرسۍ (Access Info)

    • موشن (Motion)

    • راډیو

    • فعالیت (Tasks)

    سربېره پر پوړتنیو مواردو چې باید اجازه (permission) ورته فعال (On) کړی، د لاندو مواردو لپاره بیا اجازه (permission) غیرفعال (Turn off) کړئ:

    • اوتومات اډمېن (په دې حالت کې اپلېکېشن پرته له دې چې د الکترونیکي وسیلې کاروونکی خبر وي لکه اډمین عمل کوي.)
    • موډيفایبل آپ (په دې حالت کې د الکترونیکي وسېلې کاروونکی په اپلېکېشن کې بدلون راوستلی شي.)
    • د خدمتونو بکسه
    • Package write redirect compatability shim (په دې حالت کې سیسټم اپلېکېشن ته دا اجازه ورکوي چې په app’s install folder کې فایلونه جوړ، تنظیم یا حذف کړي.)
    • Unvirtualized resources (په دې حالت کې اپلېکېشن کولای شي چې هغه فایلونه راجستر کړي چې په uninstall کې پاک شوي نه وي.)
    ولې دا سپارښتنه کوو

    هغه اپلیکیشنونه، چې حساسو معلوماتو لکه ځای، مایکروفون، یا کېمرې ته لاسرسی لري، ممکن دا معلومات افشا یا د بریدګرو لخوا وکارول شي. نو که یو اپلیکیشن ځای، مایکروفون یا کېمرې ته اړتیا ونه لري، اجازه‌لیکونه یې بند کړئ.

    د موقعیت خدمتونه بند او تاریخچه (هېسټوري) یې پاک کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل مو د GPS، مبایل برجونو او وای‌فای له لارې موقعیت څاري. که مو وسیله فزیکي ځای ثبتوي، نو دا کار زمینه برابروي چې یو څوک مو په اړه حساس معلومات ترلاسه کړي، په یو معین وخت کې ستاسو پر موقعیت پوه شي، او یا ستاسو ریکارډ د ثبوت په توګه داسې وکاروي چې ستاسو شتون د یو بل مشخص وګړي سره په عین زمان کې په یو موقعیت کې وښیي.

    په خپلو وسیلو کې د یوزر (کاروونکي) بیل اکاونټونه جوړ کړئ

    • د مایکروسافټ اکاونټ پر ځای، مونږ سپارښتنه کوو چې لوکل اکاونټ (هغه اکاونټ چې یوازې ستاسو په الکترونیکي وسیله کې موجود وي) وکاروئ تر څو د وېنډوز کمپیوټر د کارولو په وخت کې، مایکروسافټ سره د شریکېدونکو مالوماتو کچه ټیټه وي. په یاد مو وي، چې په دې حالت کې به د وسیلو تر منځ معلومات نه شئ شریکولی.
      • د لوکل اکاونټ جوړولو لپاره تنظیماتو ته لاړ شئ: Settings > Accounts > Other Users او وروسته پر "Add Account" کلیک کړئ، بیا "I don't have this person's sign-in information" (د دې شخص اکاونټ ته د لاګېن یا داخېلېدو مالومات نلرم) وټاکئ. وروسته، "Add a user without a Microsoft account" (له مایکروسافټ اکاونټ پرته یو یوزر یا کاروونکی اضافه کړئ) کلیک کړئ.
    • په وسیله کې له یو څخه زیات اکاونټونه جوړ کړئ، چې یو د "اداري (اډمېن-admin) " او نور د " عادي (standard) " اکاونټ په توګه کار ترې واخلئ.
      • د اډمېن اکاونټ ته باید یوازې تاسې لاسرسی ولرئ.
      • عادي یا ستاندرد اکاونټ باید ټولو اپلیکیشنونو، فایلونو یا تنظیماتو ته لاسرسی ونه لري.
    • عادي یا استاندرد اکاونټ خپل ورځني کارونو لپاره وکاروئ:
      • اډمېن اکاونټ یوازې هغه وخت وکاروئ، کله چې د سافټویر د نصبولو په څېر د وسیلې خوندیتوب پورې اړوند بدلونونه غواړئ.
      • د ورځني کار لپاره د عادي (ستاندرد) اکاونټ کارول د زیان رسوونکي سافټویر له بریدونو څخه د وسیلې د خوندي ساتلو امکانات زیاتوي.
      • کله چې له سرحدونو څخه تېرېږئ، "د سفر اکاونټ" پرانیستل درسره مرسته کولی شي، ترڅو مو حساس فایلونه پټ وساتل شي. دا نو تاسو وارزوئ ، چې آیا سرحدي چارواکي به مو وسیله جدي وپلټي په موخه ضبط کړي او که یوازې د لنډې کتنې لپاره به له ستاسو اخلي؟ که ډېره پلټنه نه کوي، د عادي اکاونټ په کارولو سره د امکان وړ انکار زمینه برابره کړئ.
    • په وېنډوز کمپیوټر کې خپل یوزر اکاونټ مدیریت کړئ تر عنوان لاندې نور مالومات ترلاسه کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    په کلکه توګه سپارښتنه کوو، چې د حساسو کارونو لپاره خپلې وسیلې له نورو سره شریکې نه کړئ. خو که اړ شئ چې وسیله له همکارانو یا کورنۍ سره شریکه کړئ، د جلا اکاونټونو جوړولو له لارې کولی شئ خپل اډمین امتیاز او حساس معلومات خوندي وساتئ.

    له وسیلې سره مو تړلي غیر ضروروي اکاونټونه لرې کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که بل چا ته د وسیلې د لاسرسي نیت ونه لرئ، غوره ده چې دا اضافي "دروازه" خلاصه پرې نه‌ږدئ (دا د برید د سطحې کمولو په نوم یادېږي). سربېره پر دې، د حسابونو څېړنه کولی شي. هغه حسابونه ښکاره کړي، چې په وسیله کې مو پرته له خبرتیا جوړ شوي دي.

    له وسیلې سره تړلي اکاونټونه خوندي کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    د وینډوز کمپیوټرونو، ایکس‌باکس کنسول یا د مایکروسافټ خدمتونو، لکه Skype، په څېر ډېری وسیلې د مایکروسافټ له حسابونو سره تړلي وي. که بل څوک له اجازې پرته ستاسې حساب ته لاسرسی ولري، په دې برخه کې ذکر شوي ګامونه به د دې ستونزې په حل کې درسره مرسته وکړي.

    د یوزر اکاونټونه او کمپیوټر د قوي پاسفریز (passphrase) په مرسته خوندي کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    وسیله مو ممکن ضبط یا غلا شي، چې ممکن بل څوک پرې ننوزي. د دې لپاره یو قوي پاسفریز وټاکئ؛ ترڅو څوک یوازې د وسیلې په پرانیستلو او د لنډ پاسورډ په اټکل سره ورته لاسرسی ونه‌لري.

    له پاسفریز پرته د سکرین لاک نورې لارې نه سپارښتو. که څوک مو ونیسي یا مو تلاشي کړي، په اسانۍ سره درباندې د ګوتې نښې، مخ یا سترګو د کارولو لپاره فشار راوړي؛ نو د دې پر ځای، یو اوږد او قوي پاسفریز غوره کړئ، چې د وسیلې او حساب خوندیتوب مو زیات کړي. که تاسو د بایومیټریک لپاره لاک (قفل) فعال کړی وي نو هغه چا چې ستاسو د ګوټو نښان لاسته راوړلو لپاره دوړي شیندلي وي، په دې به بریالی نه شي چې ستاسو اکاونټ ته داخل شي. همدارنګه ورته لارې هم د مخ نښې د نقل جوړولو د مخنیوي چارې هم شته.

    همدې لپاره اړینه ده چې اوږد پاسفرېزونه وکاروئ تر څو ستاسو اکاونټ او کمپیوتر خوندي وي.

    خپل سکرین د کلپ او غیرمتحرک (سلیپ-sleep) حالت ته تنظیم کړئ

    تاسو یې وټاکئ چې کوم شیان باید په قلف شوي سکرین کې د ښکارېدو وړ وي

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله ضبط یا غلا شي، یو قوي سکرین لاک یې خوندیتوب برابروي. خو که د کلپ شوي سکرین خبرتیاوې فعالې وي، هر څوک مو چې وسیله ترلاسه کړي، کولای شي د پیغامونو یا ایمیلونو له لارې شخصي معلومات وګوري.

    غږیز کنټرول (وایس کنټرول) غیر فعال کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله د غږیز کنټرول لپاره تنظیم کړې وي، سیسټم به تل فعاله وي او خبرې به مو واوري. دا د دې امکان زیاتوي چې یو څوک مو په وسیله کې زیان رسوونکی کوډ نصب کړي او هغه څه ثبت کړي چې وسیله مو یې اوري.

    سربېره پر دې، د غږ تقلید خطر هم شته؛ یو څوک مو غږ ثبتولی شي او پرته له اجازې مو وسیله کنټرولولی شي.

    که د ځانګړې اړتیا له امله غږیز کنټرول کاروئ، دا برخه لارښوونې وړاندې کوي چې څنګه یې په خوندي ډول تنظیم کړئ. خو که اړتیا ونه‌لرئ، دا غوره ده چې بند یې وساتئ.

    د فزیکي خوندیتوب فلټر وکاروئ، ترڅو مو بل څوک سکرین ونه ویني

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وخت فکر کوو، چې په ډیجیټلي خوندیتوب بریدونه تخنیکي اړخونه لري، خو ممکنه ده چې د بشر حقونو ځینو مدافعینو خپل معلومات له لاسه ورکړي وي؛ ځکه چې بل چا یې سکرین له شا څخه لیدلی یا یې امنیتي کېمرې استعمال کړې دي. د خوندیتوب فلټر کارول د دې ډول بریدونو، چې "شولډر سرفینګ" ورته وایي، د بریا امکانات کموي. د خوندیتوب فلټرونه باید په هغو پلورنځیو کې شتون ولري، چې د وسیلو لپاره مو نور وسایل وړاندې کوي.

    د کېمرې پوښ وکاروئ

    • لومړی، وګورئ چې په وسیله کې مو کېمرې چیرته دي. که مو پلګ‌این کېمره کارولې وي یا مو وسیله جوړښتي کېمره (له کمپنۍ لخوا نصب شوي کمره) ولري، د هغې موقعیت پیدا کړئ.
    • کېمره لپاره یو ساده پوښ جوړ کړئ: په کېمره باندې یو کوچنی چسپ لرونکې پټۍ ولګوئ او کله چې ورته اړتیا لرئ، لرې یې کړئ. پټۍ د سټیکر په پرتله غوره ده؛ ځکه چې منځنۍ برخه یې چسپ نه لري، او لینز مو نه خرابوي.
    • یا د خپل خوښې پلورنځي کې د خپل کمپیوټر ماډل لپاره د "webcam privacy cover thin slide" پلټنه وکړئ، ترڅو د خپل کمپیوټر لپاره مناسب پوښ ومومئ.
    • که د الکترونیکي وسیلې اډمینیسټرېټر (administrator) امتیاز یا لاسرسی لرئ، د کېمره مو په بشپړه توګه غیر فعاله کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    زیان رسوونکی سافټویر کولای شي، په وسیله کې مو کېمره فعاله کړي، ترڅو تاسې او شاوخوا خلک وویني، یا پرته له دې، چې پرې خبر شئ؛ ځای مو وپېژني.

    هغه اړیکې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ

    • د شپې له خوا خپلې الکترونیکي وسیلې په بشپړ ډول بندې کړئ.
    • دا مو عادت وګرځوئ، چې وای‌فای، بلوتوث یا د شبکې شریکولو خدمات بند وساتئ او یوازې هغه مهال یې فعال کړئ، چې اړتیا مو ورته وي.
    • د الوتکې حالت (Airplane mode) کارول کولای شي، ژر ټولې بې‌سیمه اړیکې، لکه وای‌فای، بلوتوث او NFC، بندې کړي. نور مالومات د airplane mode بلولو او خاموشولو اړوند د مایکروسافټ لارښود برخه ولولئ.
    • انترنیټي شبکې په دوو برخو تنظیم کړئ: خصوصی، او عامه. کله چې له یوې باوري انترنېټي شبکې (لکه د کور یا دفتر) سره وصل یاست، هغه "خصوصي" سېټېنګ ته واړوئ. عامه شبکې (لکه کافي شاپونه یا شریک کارځایونه) "عامه" برخه کې تنظیم کړئ. د دې ترتیبونو په اړه نور معلومات په وینډوز کې لپاره د عامه او خصوصي وای‌فای شبکو لارښود کې ولولئ.
    • ډاډ ترلاسه کړئ چې بلوتوث بند دی.
    • ډاډ ترلاسه کړئ، چې وسیله مو بل چا ته د انټرنیټ لاسرسی (هاټ سپاټ) نه ورکوي. نور مالوماتو لپاره د موبایل هاټ-سپاټ به توګه د وېنډوز کمپیوټر کارولو اړوند لارښود ته مراجعه وکړئ.
    • د وای فای بندولو لپاره:
      • په Windows 11 کې، دغو تنظیماتو ته لاړ شئ: Settings > Network & internet او د وای‌فای سویچ بند کړئ.
      • په Windows 10 کې، دغو تنظیماتو ته لاړ شئ: Settings > Network & internet > WiFi او د وای‌فای سویچ بند کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    ټولې بې‌سیمه اړیکې، لکه وای‌فای، NFC یا بلوتوث، ممکن د بریدګرو لخوا د شبکو د کمزورو ځایونو د غلطې کارونې لپاره وکارول شي.

    کله چې وای‌فای یا بلوتوث فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي، چې هغه شبکې یا وسایل پیدا کړي، چې مخکې ورسره نښلېدلي یاست. دا ډول فعالیت کولای شي ستاسې وسیله د بریدګرو لپاره د هدف په توګه اسانه کړي.

    د دې دلیل لپاره، غوره ده چې وای‌فای او بلوتوث یوازې هغه مهال فعال کړئ، چې اړتیا ورته ولرئ. دا کار هغه وخت را کموي، چې بریدګر یې ستاسې د وسیلې د زیانمنولو لپاره کارولی شي.

    الکترونیکي وسیله کې مو د وای فای ثبت شوې شبکې پاکې کړئ

    • د شبکې نومونه او پاسورډونه د شبکو په لیست کې د ساتلو پر ځای په خپل پاسورډ منیژرکې وساتئ.
    • که مو شبکې د وسیلې په لیست کې خوندي کړې وي، ډاډ ترلاسه کړئ چې:
      • انترنېت مو په اتومات ډول د ثبت شویو انترنیتي شبکو سره نه نښلیږي: په ټسک بار (Taskbar) کې د وای‌فای ایکاون (سمبول) له کلیک کولو وروسته، د ثبت شوې شبکې پر نوم ښی کلیک وکړئ او د "Connect automatically" اختیار غیر فعال کړئ.
      • هغه شبکې چې نور یې نه کاروئ؛ په منظمه توګه یې هېرول خپل عادت وګرځوئ. زېرمه شوي وای فای انترنتي شبکې څنګه حذفولی شو برخه ولولئ چې څنګه د وای‌فای شبکې ډېلیټ کولی شو.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    کله چې وای‌فای فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي چې پخوانۍ شبکې پیدا کړي او ورته ونښلول شي. دا کړنه د وسایلو د پېژندنې د ځانګړې نښې په څېر ده، چې ممکن نږدې کسانو ته مو د وسیلې هدف ټاکل اسانه کړي. د دې خطر د مخنیوي لپاره، خپل ثبت شوې وای‌فای شبکې پاکې کړئ او وسیله داسې تنظیم کړئ چې ټولې شبکې په دوامداره توګه ونه لټوي. که هکر تاسو سره نږدي ناست وي، هغه کولی شي چې ستاسو الکترونیکي وسیله وپېژني او ځانګړنه یې داده چې تاسو به یو یا څو ځله د کور او دفتر انترنت سره خپله وسیله وصل کړي وي، او نوموړی هکر به وتوانیږي چې ستاسو د بایومیټریک نښې ته لارسری پیدا او ستاسو الکترونیکي وسیلي ته ننوځي.

    د دې لپاره ستاسو الکترونیکي وسیله له انترنیټ له لارې و نه پېژندل شي نو په وسیله کې مو ثبت شوي وای فای شبکې پاکې کړئ او خپله وسیلې سېټېنګ داسې اعیار کړئ چې په اتومات ډول د وای فای شبکې و نه پېژني. په دې توګه ستاسو وسیله به په آسانۍ سره هرې وای افی شبکې سره نه نښلیږي بلکه له هغو شبکو سره د نښلېدو آپشن درکوي چې په پسورد منیژر کې له مخه ثبت شوي وي.

    هغه شریکونې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل دا امکان لري، چې فایلونه او خدمتونه له نږدې کسانو سره شریک کړي. که دا فیچر د اړتیا پرته فعال وي، زیان رسوونکي افراد مو وسیله د ناوړه کارونې لپاره هدف ګرځولی شي.

    په خپل سر غږول (Autoplay) بند کړئ

    • په Windows 10 کې د (Autoplay) تنظیمات ومومئ او دا فیچر غیر فعال کړئ.په وېنډوز ۱۰ کې د Autoplay تنظیمات لارښود وګورئ.
    • په Windows 11 کې، تنظیماتو ته لاړ شئ Settings > Bluetooth & Devices > Autoplay او د (Autoplay) سویچ بند کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    د (Autoplay) فیچر ممکن په اتومات ډول له ډرایو څخه زیان رسوونکی کوډ فعال کړي. د دې فیچر بندول مو له دې خطر څخه خوندي ساتي.

    د اعلانونو او د پرای-ویسي اپشنونه ( "privacy options") تنظیمات بند کړئ

    • په Windows 10 کې Settings > Privacy برخه وګورئ. یا په Windows 11 کې Settings > Privacy & security > General برخه وګورئ او لږ تر لږه لومړني درې تنظیمات بند کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    اضافي معلومات شریکول مو د خوندیتوب لپاره یو خطر دی. د دې معلوماتو محدودول د خوندیتوب لپاره غوره اقدام دی.

    خپله وسیله د وینډوز سیکیورټي په مرسته خوندي کړئ

    • Windows Security په وینډوز کې جوړښت لري او د Microsoft Defender Antivirus په نوم یو انټي‌ویروس پروګرام شاملوي. دا فعال کړئ او د دریمې ډلې انټي‌ویروس پر ځای یې وکاروئ.
    • نور مالومات له Windows Security سره خوندي پاتې شئ برخه کې ولولئ.
    • د SmartScreen ځانګړتیا فعاله کړئ؛ ترڅو مو زیان رسوونکی سافټویر په وسیله بار نشي. د زده‌کړې لپاره یې دلته کلیک وکړئ.
      • د سمارټ سکرین فعالولو لپاره لومړۍ، وېنډوز سیکوریتي برخه خلاصه کړئ، بیا App & browser control ته ولاړ شئ، بیا Reputation-based protection او بلاخره د SmartScreen for Microsoft Edge لپاره سویچ روښانه کړئ.

    خوندي دېوال (Firewall) فایروال وکاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    د خوندیتوب دېوال (فایر وال) د الکترونیکي وسیلې لپاره یو امنیتي سیستم دی، چې ناغوښتل شوې اړیکې بندوي. دا د وسیلې ساتنې لپاره لومړنی اقدام دی، چې ډیفالټ تنظیمات یې ډېری کسانو ته کافي دي. لکه یو امنیتي ساتونکی چې د ودانۍ په دروازه کې ولاړ وي او پرېکړه کوي چې څوک دننه کېدای شي او څوک بهر وتلی شي، فایروال هغه اړیکې ترلاسه کوي، پلټنه کوي، او پرېکړه پرې کوي چې ستاسو له وسیلې څخه دننه او بهر تګ راتګ وکړي. موږ سپارښتنه کوو چې خپل فایروال چالان کړئ ترڅو له زیان رسونکي کوډ څخه ستاسو وسیلې ته د لاسرسي مخنیوی وشي. د فایروال د پخوانۍ (ډیفالټ) ترتیب ډېرو خلکو ته کافي ساتنه برابروي.

    د لوړې کچې سپارښتنه: زیان رسوونکی کوډ له فعالیت څخه ودروئ

    د لوړې کچې سپارښتنه: معلومه کړئ چې آیا وسیله مو له اجازې پرته د بل چا لخوا کارول شوې ده (ساده فورنسیک)

    ولې دا سپارښتنه کوو

    تل دا معلومول اسانه نه وي، چې آیا وسیلې، فایلونو یا اړیکو ته مو بل چا لاسرسی پیدا کړی که نه. دا چک‌لسټونه به د وسیلې د امنیت په ارزونه کې درسره مرسته وکړي.