دوه پړاویز تصدیق وکاروئ
اپډېټ شوی دی 28 March 2024
فهرست
... فهرست ...Two-factor authentication (2FA), also called multi-factor authentication (MFA), adds a second factor of authentication to your login system, so that if you want to log in to an account you need something that you know (the password or passphrase) and something that you own (for example a hardware device, an app generating one-time codes or a phone to receive SMS messages or confirm your log-in).
د دوه پړاویز تصدیق (FA2) په کارولو سره ډاډ ترلاسه کوئ، چې که یو څوک ستاسې پاسورډ ومومي، بیا مو هم حساب ته نهشي ننوتلی؛ ځکه دویم فکتور ته اړتیا لري، چې یوازې د یو ځل لپاره د اعتبار وړ وي، او هغه هم یا ستاسې الکترونیکي وسیلې تولید کړی وي یا په عین وخت کې تاسې ته لېږل شوی وي.
دوه پړاویز تصدیق څنګه تنظیم کیږي
- د هغو خدمت وړاندې کونکو شبکو د نوملړ لپاره چې دوه پړاویز تصدیق (FA2) خدمت وړاندې کوي او د FA2 د تنظیم لارښوونو لپاره د 2FA Directory website وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
- ډېره اړینه ده چې په لاندې حسابونو کې د دوه پړاویز تصدیق (FA2) خدمت تنظیم
کړئ:
- بانکي حسابونه یا د پیسو اپلیکیشنونه،
- accounts like your email, social media, file storage, any accounts with sensitive or private information and accounts you would need in order to recover access to any other account.
د تصدیقي اپلیکیشن (اوتنتیکیتور آپ) یا فزیکي (هارډویر) وسیلې کارول
په دوه پړاویز تصدیق کې ممکن لاندې غوراوي شامل وي:
- تصدیق لپاره اپلیکیشن یا تصدیق لپاره پروګرام.
- مونږ د انډروید لپاره د Aegis اپلیکیشن، iOS/iPhone لپاره د Raivo OTP آپلیکیشن، او انډروید او iOS لپاره د FreeOTP د کارولو سپارښتنه کوو.
- همدارنګه تاسو کولای شی چې دوه پړاویز تصدیق (2FA) له دغو طریقو هم سېټ-آپ کړئ: KeePassXC, KeePassDX or Strongbox.
- که چېرې دغه طریقه کاروئ نو اړینه ده چې خپل هغه الکترونیکي وسیلي چې 2FA مو پکښې انسټال وي له زیان رسوونکي سافټویر یا مالوییر څخه خوندي وساتئ .
- دا وسیله، چې ډېری وخت د امنیتي ټوکن (لاسرسي وړ وسیلې)، ډونګل (د نښلېدو
وسیلې)، USB کیلي یا FIDO U2F کیلي په نوم یادېږي؛ کمپیوټر یا تلیفون ته
ونښلوئ یا یې د بېسیم اړیکې لکه NFC لپاره تنظیم کړئ.
- ځینې بېلګې یې عبارت دې له Yubikey, Nitrokey, Google Titan Key, Thetis Key او Solokeys.
- په یاد ولرئ، چې ځینې فزیکي وسیلې ممکن په ګرځنده وسایلو کې د کارونې وړ نه وي. د وسیلې له اخیستلو دمخه وګورئ چې ایا دا وسیله مو په تلیفون یا کمپیوټر کې د کارونې وړ ده که نه.
د دوه پړاویز تصدیق (FA2) هغه طریقه غوره کړئ چې تاسې ته د نورو طریقو په پرتله مناسبه وي
- کولی شئ د څو خدمتونو لپاره یو تصدیقي اپلیکیشن یا فزیکي وسیله (هارډ وییر ډیوایس) وکاروئ یا هم مختلف خدمتونه له بېلابېلو FA2 ډولونو سره تنظیم کړئ.
- که څه هم تصدیقي اپلیکیشنونه او فزیکي وسیلې(هارډ وییر ډیوایس) د کوډ تولید لپاره هیڅ ډول اړیکې ته اړتیا نه لري؛ خو نور میتودونه ممکن د موبایل د لنډ لیکلي پیغام (SMS) یا انټرنېټ (برېښنالیک) ته اړتیا ولري.
- د خوندیتوب له مخې، د دوه پړاویز تصدیق (FA2) ډولونه په لاندې توګه ترتیب شوي
دي: تصدیقي اپلیکیشن یا فزیکي وسیله (هارډ وییر ډیوایس) تر ټولو خوندي ده،
بیا برېښنالیک، او ورپسې لنډ لیکلی پيغام یا ایساېماېس. په یاد مو وي، چې
ایساېماېس ممکن په بل هېواد کې یا د شبکې له پوښښ پرته درته ونهرسېږي.
- موږ د دوه پړاویز تصدیق (FA2) لپاره د ایساېماېس کارولو سپارښتنه نه کوو؛ ځکه چې دا کوډونه کوډ (انرکیپټ) شوي نه دي او ځینې وختونه بریدګر په بریالیتوب سره د هغو په نیولو بریالي شوي دي.
- کله مو چې دوه پړاویز تصدیق (FA2) تنظیم کړو، هېڅکله یې بېرته مه غیر فعالوئ. ځینې خدمتونه ممکن ستاسې لپاره د لنډ وخت لپاره د غیر فعالولو غواروی (افشن) وړاندې کړي؛ خو دا مه هېروئ چې د داسې پرېکړې ستاسو پر خوندیتوب منفي اغېز لرلی شي.
ولې دا سپارښتنه کوو
کله چې اکاونټ ته د ننوتلو (لاګ-ین) په هکله خبرې کوو، نو دا اړینه ده چې د خوندیتوب څو پړاونه په نظر کې ونيسو. که لومړۍ پړاو مات (افشأ) شي، تاسو به د خپل دیجیتلي شتمنۍ د ساتلو لپاره د خوندیتو پر دوهم پړاو تکیه کولی شی. هغه څو پړاویز یا دوه پړاویز (MFA or 2FA) د تصدیق فکتورونه چې دویم الکترونیکي وسیله یا برېښنالیک سره نښلېدلي وي، د خوندیتوب اضافي پړاو برابرولی شي. که څه هم ډېری خلک د لنډ لیکلي پيغام یا ایساېماېس له لارې دوه پړاویز تصدیق اسانه ګڼي؛ خو دا تر ټولو غیرخوندي غواروی دی.
ممکن فکر وکړئ چې دوه پړاویز تصدیق اکاونټ ته د ننوتلو پروسه پېچلې کوي؛ خو په یاد ولرئ: هغه څه چې تاسې ته یو څه نارامي پیدا کوي، حساب ته مو د نورو د بې اجازې ننوتلو مخنیوی کوي. که مو حسابونه د زیان رسوونکو کسانو له خوا غلا یا وتروړل شي، کنټرول شي یا څارنه پرې وشي؛ دا به په اوږدمهال کې ډېره لویه ستونزه درته جوړه کړي.
د دوه پړاویز تصدیق (FA2) بکاپ کوډونه خوندي او له نورو بېل وساتئ
When you activate 2FA for a service, it is very important to make sure that you can rely on a backup 2FA method so that if you lose the device you are using for 2FA you can still log in to your account with another method.
په ډېری مواردو کې، بکاپ میتود د دوه پړاویز تصدیق (FA2) کوډونو یوه لړۍ لري، چې تاسې یې ډاونلوډ او په خوندي ځای کې زېرمه کولای شئ. که بکاپ کوډونه په اتومات ډول نه درکول کېږي، د لاسي (په منوال توګه) جوړولو لاره یې ولټوئ. که دا هم ناشونې وي؛ نو د یو بل میتود فعالولو هڅه وکړئ – لکه د تصدیقي اپلیکیشن ثبتولو پر مهال د QR کوډ عکس واخلئ او په خوندي ډول یې بکاپ واخلئ.
- که د دوه پړاویز تصدیق (FA2) د تنظیمولو پر مهال بکاپ کوډونه درکول کېږي، دا کوډونه په پاسورډ منیژر کې زېرمه کړئ:
- غوره به دا وي چې دا کوډونه له نورو معلوماتو جلا وساتئ او د پاسورډ منیژر لپاره یو جلا ډیټابیس جوړ او په بله وسیله کې یې خوندي کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
Most online services will give you a list of backup codes when you first enable two-factor authentication for your account. These codes are your way back into your account if you lose access to the device you are using for 2FA. The codes never expire. It is important to keep the backup codes safe, as anyone who has access to these codes can use them to log in to your account.