اړوند ابزار

Updated25 March 2024

Table of Contents

...Loading Table of Contents...

    د لاندې ابزارو په مرسته تاسو کولای شئ چې خپل مهم مالومات خوندي، حذف شوي مالومات بېرته ترلاسه، او یا یې له منځه یوسئ. همدارنګه، تاسو به دا زده کړئ چې څنګه خپل حساس مالومات خوندي کړئ, حساس مالومات له منځه یوسئ, د پېژندنې مالومات له منځه یوسئ یا خذف شوي مالومات بېرته ترلاسه کړئ.

    «د ډیجیټلي خوندیتوب صندوق» اړوند د ابزارو لارښودونه

    وېراکرېپټ-Veracrypt

    خپل فایلونه خوندي او انکرېپټ کړئ

    وېراکرېپټ-Veracrypt

    (Linux, macOS, وېنډوز)

    یو وړیا او د پرانیستې سرچینې اپلیکیشن چې کولی شي ستاسې د کمپیوټر ځینې یا ټول فایلونه انکرېپټ کړي.

    زمونږ لارښود ډاونلوډ کړئ او مستنده ټولګهیې وګورئ

    کرېپتوماتور-Cryptomator

    (انډروید, iOS, Linux, macOS, وېنډوز)

    یو وړیا او د پرانیستې سرچینې اپلیکیشن دی چې په خپلواک ډول فایلونه انکرېپټ کوي؛ ترڅو په انلاین زېرمتونو لکه Google Drive، OneDrive، او Dropbox کې خوندي وساتل شي.

    دلته یې ډاونلوډ کړئ او مستنده ټولګه یې وګورئ

    تېلا-Tella

    (انډرویډ او iOS لپاره)

    یو وړیا او د پرانیستې سرچینې اپلیکیشن دی چې له بشر حقونو د سرغړونو مستندکولو لپاره ډیزاین شوی. یاد اپلیکیشن په خوندي ډول عکسونه، ویډیوګانې، آډیوګانې (غږیز پیغامونه) او فایلونه په الکترونیکي وسیله کې پټوي.

    نوموړی اپلېکېشن د انډرویډ او iOS لپاره ډاونلوډولی شئ. دلته یې مستنده ټولګه وګورئ

    عکسونه او ویډیوګانې

    ObscuraCam

    (انډرویډ)

    یو وړیا او د پرانیستې سرچینې کېمره اپلیکیشن چې له عکسونو او اړوندې مېټاډېټا څخه د پېژندنې معلومات لرې کوي.

    دغه اپلېکېشن له Google Play یا F-Droid څخه ډاونلوډولی شئ

    پروف-موډ ProofMode

    (انډرویډ, iOS او Apple Silicon لپاره)

    یو وړیا او د پرانیستې سرچینې د کېمرې اپلیکیشن دی چې له بشر حقونو د سرغړونو مستندکولو لپاره ډیزاین شوی. دا اپلیکیشن تاسې ته د اضافي معلوماتو د راټولولو، کرېپټګرافیک لاسلیکولو او په خوندي ډول یې د زېرمه کولو وړتیا درکوي.

    دا اپلېکېشن انډرویډ، iOS او Apple Silicon (Mac M1،M2) لپاره ډانلوډولی شئ

    پټ ماسک-PutMask

    (انډرویډ لپاره)

    د انډرویډ دغه اپلېکېشن د محرمیت ساتنې لپاره جوړ شوی، او په ویډیوګانو کې پر مخونو او نورو حساس جزئیاتو باندې «پټ ماسک» اچوي.

    دا اپلېکېشن له Google Play څخه ډاونلوډولی شئ، او هم یې د کارولو طریقه لیدلی شئ

    له عکسونو، ویډیوګانو او نورو فایلونو څخه میټاډېټا لرې کړئ

    ExifCleaner

    (Linux ،macOS، وېنډوز لپاره)

    د وړیا او د پرانیستې سرچینې اپلیکیشن دی چې له عکسونو، ویډیوګانو او PDF فایلونو څخه د پېژندنې معلومات لرې کوي.

    دا اپلېکشن ډاونلوډ کړئ

    Scrambled EXIF

    (انډرویډ لپاره)

    د وړیا او د پرانیستې سرچینې اپلیکیشن دی چې د عکسونو اړوند له مېټاډېټا څخه د پېژندنې مالومات لرې کوي.

    دا اپلېکېشن له Google Play یا F-Droid څخه ډاونلوډولی شئ

    MetaX

    (iOS, macOS لپاره)

    د وړیا او د پرانیستې سرچینې اپلیکیشن دی چې د عکسونو اړوند له مېټاډېټا څخه د پېژندنې مالومات لرې کوي.

    دا اپلېکېشن له the App Store څخه ډاونلوډولی شئ

    حساس فایلونه له منځه یوسئ

    بلیچ-بېټ BleachBit

    (Linux ،macOS، او وېنډوز لپاره)

    یو وړیا او د پرانیستې سرچینې اپلیکیشن دی چې له مختلفو پروګرامونو څخه ستاسو د ترسره شویو کارونو نښې له منځه وړي،( cleaners repository هم ولولئ)، په براوزر کې زېرمتون پاکوي او فایلونه په خوندي ډول له منځه وړي.

    دا اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ او همدارنګه د دوی لارښود هم ولولئ

    سي کلینر- CCleaner

    (Windows, macOS, Android, iOS لپاره)

    دا اپلیکیشن له پروګرامونو څخه د ترسره شویو کارونو نښې له منځه وړي، د براوزر زېرمتون پاکوي او فایلونه په خوندي ډول له منځه وړي.

    وېنډوز، macOS، iOS له App Store څخه یا Android from Google Play څخه ډاونلوډولی شئ. همدارنګه د دوی مستنده ټولګه هم کتلی شئ

    Eraser

    (وېنډوز لپاره)

    Eraser یوه وړیا او د پرانیستې سرچینې وسیله ده چې حساس معلومات په خوندي ډول له هارډ ډرایو څخه په بشپړه توګه پاکوي.

    دا اپلېکېشن ډاونلوډولی شئ او هم ویډیویې لارښود یې دلته کتلی شئ

    د حذف شویو فایلونو بېرته ترلاسه کول

    فوتو رېک- Photorec

    (Linux ،macOS ،Windows لپاره)

    د دغې اپلېکېشن په مرسته کولی شئ، له کمپیوټر یا زېرمتون ډرایفونو (external storage devices) څخه حذف شوي فایلونه بېرته ترلاسه کړئ.

    دا اپلېکېشن ډاونلوډولی شئ او هم د دوی لارښود لوستلی شئ

    ریکووا- Recuva

    (وېنډوز لپاره)

    د دې اپلېکېشن به مرسته، له Windows کمپیوټر یا SD کارت څخه حذف شوي فایلونه بېرته ترلاسه کولای شئ.

    دا اپلېکېشن ډاونلوډولی شئ او هم د دوی مستند لارښود کتلی شئ