لینکس کمپیوټر مو خوندي کړئ

Updated13 June 2024

Table of Contents

...Loading Table of Contents...

    که لینکس کاروئ، ښايي دا مقوله مو اورېدلې وي چې لینکس د Windows په پرتله خوندي دی؛ خو په یاد ولرئ، چې دا خبره تل ریښتیا نه‌وي. د خونديتوب کچه په دې پورې تړلې ده، چې خپل وسایل څنګه کاروو او همدارنګه د لینکس سافټویر، چې هر مهال یې نیمګړتیاوې موندل کېدی شي. سره له دې چې ډېر مالویر (زیان‌رسوونکی سافټویر) عام عملیاتي سیستم ونه لکه Windows یا Android په نښه کوي؛ خو د لینکس کاروونکي په توګه تاسې هم د مالویر ښکار ګرځېدای شئ. د بېلګې په توګه، که پر یو زیانمن لینک کلیک وکړئ، یا کومه زیانمنه ضمیمه پرانیزئ؛ د مالویر پر وړاندې د خوندیتوب لارښود ولولئ.

    په دې لارښود کې د خپلو وسایلو د خوندي کولو لپاره یو شمېر پړاوونه طی کړئ او کله نا کله د دې تنظیماتو وڅارئ؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې کوم څه نه دي بدل شوي.

    که Ubuntu Linux کاروئ دا لارښود په ځانګړي ډول د Ubuntu Linux لپاره یو ګټور لارښود دی. که د لینکس بله بڼه کاروئ، د دې لارښود موضوعاتو ته ورته معلومات د خپل لینکس وېشنې په مرسته یا ملاتړ برخو کې وګورئ.

    که مو پرېکړه وکړه چې لینکس ته اوړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    تخنیکي بریدونه کېدی شي ډېر اندېښمنونکي وي؛ خو د وسیلې د ضبط یا غلا پر مهال کله، چې یو څوک ستاسې وسیله پرانیزي او د لنډ پاسورډ په اټکل کولو سره حساسو فایلونو ته لاسرسی پیدا کوي؛ نو له همدې امله غوره دا ده، چې خپل کمپیوټر کوډ کړئ او د کارکوونکي حساب لپاره پياوړي پاسفرېز وکاروئ.

    د خپلې وسیلې د عملیاتي سیسټم (آپېرېټېنګ سیستم) وروستۍ نسخه وکاروئ

    • کله چې سافټویر ابډېټ کوئ، د خپل کور او دفتر په څېر باوري ځای او انټرنیټي اړیکه وکاروئ؛ نه هغه انټرنېټ په وسیله چې له انټرنېټ کافې یا کافي شاپ لخوا درکړل کیږي.
    • وروستۍ نسخې ته د عملیاتي سیسټم ابډېټ کېدل ممکن څو ځلې سافټویر ډاونلوډ او د کمپیوټر بیا چالانول درنه وغواړي. له همدې کبله، خپل کمپیوټر په داسې وخت کې اپډيټ کړئ چې د کاراخیستلو اړتیا مو ورته نه وي.
    • له ابډېټ وروسته بیا وګورئ، چې آیا نورې برخې ابډېټ ته اړتیا لري که نه.
    • په عموم ډول، لینکس (Linux) سیسټمونه د هارډ-وییر له لحاظه مؤثر دي؛ یانې که تاسو خپل کمپیوټر کې د لینکس سیسټم کاروئ نو د نورو اپرېټېنګ سیسټمونو په پرتله به ډېر دوام وکړي. یوازنۍ توپیر دا دی چې، د Ubuntu کارول د سیسټم احد اقل اړتیاوې د لینکس د نورو ډولونو په پرتله لوړې دي.
      • Ubuntu د خپلو اصلي LTS نسخو لپاره د 5 کلونو اوږدمهاله ملاتړ وړاندې کوي؛ که غواړئ، چې د لسو کلونو لپاره د خوندیتوب ابډېټ ترلاسه کړئ؛ نو Ubuntu Pro سبسکرایب کړئ. دا خدمت د افرادو لپاره وړیا دی.
      • که د Ubuntu وروستۍ نسخه مو په وسیله کې د کارول کېدو وړ نه‌وي او Ubuntu Pro ستاسې لپاره کوم غواروی (افشن) نه وړاندې کوي؛ نو وسیله مو د Lubuntu په څېر د زاړه هارډویر لپاره ځانګړي شوي لینکس وېشنې ته واوړئ.
      • که غواړئ د Ubuntu تر ټولو نوې نسخه ترلاسه کړئ او ټولې ځانګړتیاوې یې وکاروئ، نو ممکن نوې وسیله واخلئ.
    • د Ubuntu تر ټولو تازه نسخې په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
    • د خپلې وسیلې نصب شوې نسخې سره یې پرتله کړئ.
    • د اوسني ثابت Ubuntu نسخې لپاره د سیستم حداقل اړتیاوې. او یا دLiveCD له لارې په خپل کمپیوټر کې Ubuntu وازمویئ.
    • د Ubuntu نسخه ابډېټ کړئ.
    • د دې لپاره، چې ډاډمن شئ، چې اپډېټ په بشپړ ډول ترسره شوی وي، ټول اړوند ګامونه بشپړ کړئ-لکه د اپډېټ کېدو څخه وروسته له تاسو غوښتل کیږي چې خپل کمپیوټر ري-سټارټ (له سره بلول) کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    په ورځني ډول مو د وسایلو او اپلیکیشنونو په کوډ کې نوې نیمګړتیاوې موندل کېږي. بریدګر ممکن ستاسو وسیلو ته د لاسرسي لپاره له دې نیمګړتیاوو ګټه واخلي. خو سافټویر جوړوونکي په منظم ډول دا نیمګړتیاوې حلوي. له همدې امله دا خورا مهمه ده چې د خپلې وسیلې لپاره تازه نسخه وکاروئ او وسیله ابډېټ کړئ. سپارښتنه کوو، چې خپله وسیله د اتومات ابډېټ لپاره تنظیم کړئ، ترڅو دا کار هېر نه‌کړئ.

    ټول نصب شوي اپلیکیشنونه په منظم ډول ابډېټ کړئ

    د باور وړ سرچینو څخه اپلیکیشنونه وکاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    Ubuntu Softwareد Ubuntu لپاره د اپلیکیشنونو او پروګرامونو نصبولو رسمي وسیله ده. یوازې هغه اپلیکیشنونه نصب کړئ، چې د لینکس وېشنې پراختیا ورکوونکو له خوا اداره شوي سافټویر زېرمه ځایونو کې وي.

    که فکر کوئ، چې د یو ځانګړي اپلیکیشن ګټه له ګواښونو څخه ډېره ده، نو د ځان خوندي کولو لپاره د حساسو معلوماتو د جلا ساتنې پلان د جوړولو په څېر لا زیات ګامونه واخلئ. په دې حالت کې، یوازې د پراختیا ورکوونکو له رسمي وېبپاڼو څخه اپلیکیشنونه ډاونلوډ کړئ. د "مېرر" له وېبپاڼو څخه یوازې هغه وخت ډاونلوډ وکړئ، چې د دې خدمتونو وړاندې کوونکي وپېژنئ او باور پرې ولرئ.

    د دې لپاره چې وپوهېږئ ایا یو اپلیکیشن باید وکاروئ، دغې برخې ته مراجعه وکړئ: د ډېجېټلي خوندیتوب صندوق څنګه هغه زمونږ سپارښتنې غوره کوي چې مونږ یې وړاندې کوو.

    هغه اپلیکیشنونه لرې کړئ چې اړتیا ورته نه لرئ او نه یې کاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    د وسیلې او اپلیکیشنونو په کوډ کې مو هره ورځ نوې نیمګړتیاوې موندل کېږي. بریدګر ممکن له دې نیمګړتیاوو ګټه واخلي ترڅو مو وسیلو ته لاسرسی پیدا کړي. هغه اپلیکیشنونه چې کاروئ یې، نه لرې کول یې درسره مرسته کوي چې زیان‌رسوونکي اپلیکیشنونه محدود کړئ. سربېره پر دې، نه کارول شوي اپلیکیشنونه ممکن د ځای په څېر ستاسې معلومات نورو ته ولېږي، هغه څه چې تاسو یې نه‌غواړئ.

    د اپلیکیشنونو اړوند اجازه لیکونه(پرمېشنز-permissions) او ورسره تړلي حسابونه(اکاونټونه) وګورئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    هغه اپلیکیشنونه، چې حساسو معلوماتو لکه ځای، مایکروفون، یا کېمرې ته لاسرسی لري، ممکن دا معلومات افشا یا د بریدګرو لخوا وکارول شي. نو که یو اپلیکیشن ځای، مایکروفون یا کېمرې ته اړتیا ونه لري، اجازه‌لیکونه یې بند کړئ.

    د موقعیت خدمتونه بند او تاریخچه (هېسټوري) یې پاک کړئ

    • د موقعیت خدمتونه (لوکشن ښودلو خدمتونه) که د ټولې وسیلې لپاره وي یا یوازې د ځانګړو اپلیکیشنونو لپاره بندول یې عادت وګرځوئ.
    • خپل د لوکشن هېسټوري (د ثبت شویو موقعیتونو لست) په منظمه توګه ګورئ او پاکوئ.
    • د لوکشن خدمتونه غیرفعاله کړئ.
    • که ګوګل مپ (نقشه) کاروئ نو په منظم ډول خپل د لوکېشن هېسټوري په کې څارئ. که غواړئ چې د خپلو لوکشنونو (موقعیتونو) پخوانۍ تاریخچه (هېسټوري) پاکه کړئ او همدارنګه د گوگل سېټنګ داسې تنظیم کړئ چې ستاسو لوکشن ثبت نه کړي، د ستاسو د ګوګل نقشه (مپ) ټایم لاین and your Maps activity لارښوونې وګورئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل مو د GPS، مبایل برجونو او وای‌فای له لارې موقعیت څاري. که مو وسیله فزیکي ځای ثبتوي، نو دا کار زمینه برابروي چې یو څوک مو په اړه حساس معلومات ترلاسه کړي، په یو معین وخت کې ستاسو پر موقعیت پوه شي، او یا ستاسو ریکارډ د ثبوت په توګه داسې وکاروي چې ستاسو شتون د یو بل مشخص وګړي سره په عین زمان کې په یو موقعیت کې وښیي.

    په خپلو وسیلو کې د یوزر (کاروونکي) بیل اکاونټونه جوړ کړئ

    • په وسیله کې له یو څخه زیات اکاونټونه جوړ کړئ، چې یو د "اداري (اډمېن-admin) " او نور د " عادي (standard) " اکاونټ په توګه کار ترې واخلئ.
      • د اډمېن اکاونټ ته باید یوازې تاسې لاسرسی ولرئ.
      • عادي یا ستاندرد اکاونټ باید ټولو اپلیکیشنونو، فایلونو یا تنظیماتو ته لاسرسی ونه لري.
    • عادي یا استاندرد اکاونټ خپل ورځني کارونو لپاره وکاروئ:
      • اډمېن اکاونټ یوازې هغه وخت وکاروئ، کله چې د سافټویر د نصبولو په څېر د وسیلې خوندیتوب پورې اړوند بدلونونه غواړئ.
      • د ورځني کار لپاره د عادي (ستاندرد) اکاونټ کارول د زیان رسوونکي سافټویر له بریدونو څخه د وسیلې د خوندي ساتلو امکانات زیاتوي.
      • کله چې له سرحدونو څخه تېرېږئ، "د سفر اکاونټ" پرانیستل درسره مرسته کولی شي، ترڅو مو حساس فایلونه پټ وساتل شي. دا نو تاسو وارزوئ ، چې آیا سرحدي چارواکي به مو وسیله جدي وپلټي په موخه ضبط کړي او که یوازې د لنډې کتنې لپاره به له ستاسو اخلي؟ که ډېره پلټنه نه کوي، د عادي اکاونټ په کارولو سره د امکان وړ انکار زمینه برابره کړئ.
    • خپل یوزر اکاونټ مدیریت کړئ.
    • څنګه کولای شو وګورو چې څوک د اداري امتیاز (ا‌ډمېنېسټرېټیف پرېوېلېج) په درلودلو سره کولای شي حساس سېټېنګونو کې بدلون راولي.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    په کلکه توګه سپارښتنه کوو، چې د حساسو کارونو لپاره خپلې وسیلې له نورو سره شریکې نه کړئ. خو که اړ شئ چې وسیله له همکارانو یا کورنۍ سره شریکه کړئ، د جلا اکاونټونو جوړولو له لارې کولی شئ خپل اډمین امتیاز او حساس معلومات خوندي وساتئ.

    هغه کارکوونکي حسابونه لرې کړئ چې اړتیا ورته نه‌لرئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که غواړئ بل څوک مو وسیله ته لاسرسی ونه‌لري، نو غوره ده چې دا اضافي "دروازه" وتړئ (دې ته "د برید سطحه کمول" ویل کېږي). همدارنګه، په وسیله کې د کارکوونکو حسابونو چک کول ښایي تاسې ته داسې حسابونه ښکاره کړي، چې ستاسې له خبرتیا پرته جوړ شوي وي.

    خپل یوزر اکاونټ د پياوړي پاسفرېز په مرسته خوندي کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    تخنیکي بریدونه ښایي ډېر اندېښمنوونکي وي؛ خو که چېرته مو وسیله ضبط یا غلا شي، په دې سره یو څوک ستاسې وسیله پرانیستی او د لنډ پاسورډ په اټکل کولو سره ورته لاسرسی پیدا کولی شي. له همدې امله غوره ده چې خپل کارکوونکی حساب د پياوړي پاسفرېز په مرسته خوندي کړئ.

    خپل سکرین د کلپ او غیرمتحرک (سلیپ-sleep) حالت ته تنظیم کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    له پاسفرېز پرته د سکرین کلپولو لپاره د نورو غوارويو؛ سپارښتنه نه‌کوو. که ونیول شئ یا مو وسایل ضبط شي، نو کېدای شي په زور د مخ یا ګوتې نښان څخه ستاسو وسیله پرانیستل شي. همدارنګه، یو څوک کولای شي، وسیلې ته مو پیدا او لنډ پاسورډ په سافټویر سره اټکل کړي.

    له همدې امله، اوږد پاسفرېز د کارکوونکي حساب د خوندي کولو لپاره تر ټولو غوره لار ده.

    تاسو یې وټاکئ چې کوم شیان باید په قلف شوي سکرین کې د ښکارېدو وړ وي

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله ضبط یا غلا شي، یو قوي سکرین لاک یې خوندیتوب برابروي. خو که د کلپ شوي سکرین خبرتیاوې فعالې وي، هر څوک مو چې وسیله ترلاسه کړي، کولای شي د پیغامونو یا ایمیلونو له لارې شخصي معلومات وګوري.

    د فزیکي خوندیتوب فلټر وکاروئ، ترڅو مو بل څوک سکرین ونه ویني

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وخت فکر کوو، چې په ډیجیټلي خوندیتوب بریدونه تخنیکي اړخونه لري، خو ممکنه ده چې د بشر حقونو ځینو مدافعینو خپل معلومات له لاسه ورکړي وي؛ ځکه چې بل چا یې سکرین له شا څخه لیدلی یا یې امنیتي کېمرې استعمال کړې دي. د خوندیتوب فلټر کارول د دې ډول بریدونو، چې "شولډر سرفینګ" ورته وایي، د بریا امکانات کموي. د خوندیتوب فلټرونه باید په هغو پلورنځیو کې شتون ولري، چې د وسیلو لپاره مو نور وسایل وړاندې کوي.

    د کېمرې پوښ وکاروئ

    • لومړی، وګورئ چې په وسیله کې مو کېمرې چیرته دي. که مو پلګ‌این کېمره کارولې وي یا مو وسیله جوړښتي کېمره (له کمپنۍ لخوا نصب شوي کمره) ولري، د هغې موقعیت پیدا کړئ.
    • کېمره لپاره یو ساده پوښ جوړ کړئ: په کېمره باندې یو کوچنی چسپ لرونکې پټۍ ولګوئ او کله چې ورته اړتیا لرئ، لرې یې کړئ. پټۍ د سټیکر په پرتله غوره ده؛ ځکه چې منځنۍ برخه یې چسپ نه لري، او لینز مو نه خرابوي.
    • یا د خپل خوښې پلورنځي کې د خپل کمپیوټر ماډل لپاره د "webcam privacy cover thin slide" پلټنه وکړئ، ترڅو د خپل کمپیوټر لپاره مناسب پوښ ومومئ.
    • د لينکس سیسټم کاروونکي همدارنګه کولای شي چې خپلو وسیلو کې د کمرو لاسرسۍ غیر فعال کړي.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    زیان رسوونکی سافټویر کولای شي، په وسیله کې مو کېمره فعاله کړي، ترڅو تاسې او شاوخوا خلک وویني، یا پرته له دې، چې پرې خبر شئ؛ ځای مو وپېژني.

    هغه اړیکې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ

    • د شپې له خوا خپلې الکترونیکي وسیلې په بشپړ ډول بندې کړئ.
    • دا مو عادت وګرځوئ، چې وای‌فای، بلوتوث یا د شبکې شریکولو خدمات بند وساتئ او یوازې هغه مهال یې فعال کړئ، چې اړتیا مو ورته وي.
    • د الوتکې حالت (Airplane mode) کارول کولای شي، ژر ټولې بې‌سیمه اړیکې، لکه وای‌فای، بلوتوث او NFC، بندې کړي. نور مالومات د wireless اړیکو بندولو لپاره د Ubuntu لارښودولولئ.
    • ډاډ ترلاسه کړئ چې بلوتوث بند دی.
    • ډاډ ترلاسه کړئ، چې وسیله مو بل چا ته د انټرنیټ لاسرسی (هاټ سپاټ) نه ورکوي. نور مالوماتو لپاره د وایرلېس هاټ-سپاټ اړوند د Ubuntu لارښود ته مراجعه وکړئ.
    • وای فای په لاندې ډول خاموش کړئ: Settings بیا وای-فای او وروسته پاسنۍ ښې کنج کې د وای-فای سوېچ خاموش کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    ټولې بې‌سیمه اړیکې، لکه وای‌فای، NFC یا بلوتوث، ممکن د بریدګرو لخوا د شبکو د کمزورو ځایونو د غلطې کارونې لپاره وکارول شي.

    کله چې وای‌فای یا بلوتوث فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي، چې هغه شبکې یا وسایل پیدا کړي، چې مخکې ورسره نښلېدلي یاست. دا ډول فعالیت کولای شي ستاسې وسیله د بریدګرو لپاره د هدف په توګه اسانه کړي.

    د دې دلیل لپاره، غوره ده چې وای‌فای او بلوتوث یوازې هغه مهال فعال کړئ، چې اړتیا ورته ولرئ. دا کار هغه وخت را کموي، چې بریدګر یې ستاسې د وسیلې د زیانمنولو لپاره کارولی شي.

    الکترونیکي وسیله کې مو د وای فای ثبت شوې شبکې پاکې کړئ

    • د شبکې نومونه او پاسورډونه د شبکو په لیست کې د ساتلو پر ځای په خپل پاسورډ منیژرکې وساتئ.
    • که مو شبکې د وسیلې په لیست کې خوندي کړې وي، ډاډ ترلاسه کړئ چې:
      • د "Connect automatically" (په اوتومات ډول انترنټ سره نښلېدل) او "Make available to other users" (د انترنټ ارتباط به چاته برابرول) آپشنونه د وېنډوز نېټورک کانفیګورېشن له لارې غیرفعال کړئ: لومړۍ سېټېنګ ته ولاړ شئ، بیا وای فای ته. وروسته له هغې د آپشن تڼۍ کېکاږئ او "Known Wi-Fi Networks" غوره کړئ. په پای کې هغه انترنېټې شبکه چې تاسو یې غواړئ کانفېګور کړئ.
      • دا مو عادت وګرځوئ، چې هغه شبکې چې نه یې کاروئ؛ په منظم ډول پاکې کړئ. د خوندي شویو وای فای شبکو د پاکولو لپاره، تنظیماتو ته لاړ شئ > وای فای، د پورته ښي اړخ اختیار کلیک کړئ، "Known Wi-Fi Networks" وټاکئ، هغه شبکې غوره کړئ چې تاسو یې لرې کول غواړئ، او بیا "Forget" کلیک کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    کله چې وای‌فای فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي چې پخوانۍ شبکې پیدا کړي او ورته ونښلول شي. دا کړنه د وسایلو د پېژندنې د ځانګړې نښې په څېر ده، چې ممکن نږدې کسانو ته مو د وسیلې هدف ټاکل اسانه کړي. د دې خطر د مخنیوي لپاره، خپل ثبت شوې وای‌فای شبکې پاکې کړئ او وسیله داسې تنظیم کړئ چې ټولې شبکې په دوامداره توګه ونه لټوي. که هکر تاسو سره نږدي ناست وي، هغه کولی شي چې ستاسو الکترونیکي وسیله وپېژني او ځانګړنه یې داده چې تاسو به یو یا څو ځله د کور او دفتر انترنت سره خپله وسیله وصل کړي وي، او نوموړی هکر به وتوانیږي چې ستاسو د بایومیټریک نښې ته لارسری پیدا او ستاسو الکترونیکي وسیلي ته ننوځي.

    د دې لپاره ستاسو الکترونیکي وسیله له انترنیټ له لارې و نه پېژندل شي نو په وسیله کې مو ثبت شوي وای فای شبکې پاکې کړئ او خپله وسیلې سېټېنګ داسې اعیار کړئ چې په اتومات ډول د وای فای شبکې و نه پېژني. په دې توګه ستاسو وسیله به په آسانۍ سره هرې وای افی شبکې سره نه نښلیږي بلکه له هغو شبکو سره د نښلېدو آپشن درکوي چې په پسورد منیژر کې له مخه ثبت شوي وي.

    هغه شریکونې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ

    Ubuntu ممکن په اتومات ډول ستاسې لپاره د فایلونو، میډیا یا ډیسټاپ شریکول ممکن نه کړي. که پوهېږئ چې شریکول مو په وسیله کې شته؛ نو لاندې تنظیمات وګورئ او د اړتیا په صورت کې یې بند کړئ. که دا چاره درته شونې نه‌وي، چې د دې لارښوونو په مرسته تنظیمات ومومئ، نو شاید دا شریکول مو په وسیله کې نه‌وي.

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل دا امکان لري، چې فایلونه او خدمتونه له نږدې کسانو سره شریک کړي. که دا فیچر د اړتیا پرته فعال وي، زیان رسوونکي افراد مو وسیله د ناوړه کارونې لپاره هدف ګرځولی شي.

    خوندي دېوال (Firewall) فایروال وکاروئ

    • Gufw وکاروئ.
      • په ډیفالټ بڼه، د ("Incoming" تنظیم "Deny" ردول) او د ( "Outgoing" تنظیم"Allow" اجازه ورکولو) برخه فعاله کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    د خوندیتوب دېوال (فایر وال) د الکترونیکي وسیلې لپاره یو امنیتي سیستم دی، چې ناغوښتل شوې اړیکې بندوي. دا د وسیلې ساتنې لپاره لومړنی اقدام دی، چې ډیفالټ تنظیمات یې ډېری کسانو ته کافي د؛ لکه یو امنیتي ساتونکی چې د ودانۍ په دروازه کې ولاړ وي او پرېکړه کوي چې څوک دننه کېدای شي او څوک بهر وتلی شي، فایروال هغه اړیکې ترلاسه کوي، پلټنه کوي، او پرېکړه پرې کوي چې ستاسو له وسیلې څخه دننه او بهر تګ راتګ وکړي. موږ سپارښتنه کوو چې خپل فایروال چالان کړئ ترڅو له زیان رسونکي کوډ څخه ستاسو وسیلې ته د لاسرسي مخنیوی وشي. د فایروال د پخوانۍ (ډیفالټ) ترتیب ډېرو خلکو ته کافي ساتنه برابروي.

    فایروال په ټولو وسیلو کې په فعال ډول نه‌وي. یعنې په دا په دې مانا، چې دا خدمت په ټولو وسیلو کې په فعال او د لاسرسي وړ نه‌دی. فایروال د هغو ودانیو د مالکانو په څېر دی، چې د ساتونکو او کیمرو په اړه اندیښنه نه لري، ځکه دوی په دې ډاډه دي چې کومې دروازې بندې دي، کومې یې خنډ شوې دي او کومې یوازې د ځانګړو کیلي لرونکو خلکو لپاره پرانیستل کېږي.

    فایروال له موږ سره د هغه دروازو د تړلو لپاره مرسته کوي، چې باید تړلې پاتې شي. فایروال د بریدګرو د معلوماتو د غلا کولو یا له لرې ځایه د لارښوونو د ترلاسه کولو مخه نیسي. که یو ځانګړی فایروال نصب کړئ چې د "وتونکو" اړیکو د محدودولو لپاره ډیزاین شوی وي، یا خپل جوړ شوی فایروال د دې لپاره تنظیم کړئ، نو باید وخت ولګوئ؛ ترڅو دا روزنه ورکړئ چې یوازې د کوم غیرعادي څیز د لیدلو پر مهال خبرتیا ورکړي.

    په دې اړه نورې سرچينې هم وګورئ