د معلوماتو زېرمه کول (بېکپ-اپ) او له لاسه تللیو مالوماتو (ډېټا) ریکوري

Updated14 March 2024

Table of Contents

...Loading Table of Contents...

    په ډیجیټلي خوندیتوب کې یو عامه مقوله ده چې وایي: "پوښتنه دا نه ده چې ایا تاسې خپل معلومات له لاسه ورکوئ او که نه، بلکې پوښتنه دا ده چې کله به یې له لاسه ورکوئ." د بېک-اپ یوه مناسبه تګلاره کولای شي رسېدونکی زیان راکم کړي، او ډاډ درکړي چې که ستاسې ټیلفون، کمپیوټر او یا بله الکترونیکي وسیله غلا شي، ونیول شي، یا زیانمنه شي، نو مهم معلومات به لا هم تاسو سره خوندي وي. د مخنیوي تدبیر په توګه لاندې ګامونه واخلئ یا یې په پام کې ونیسئ.

    د حذف شوو یا له لاسه تللیو معلوماتو بېرته ترلاسه کول (ریکوري)

    که تاسې خپل معلومات له لاسه ورکړي وي، د دې د حل لپاره د "ډیجیټلي لومړنۍ مرستې کېټ" لارښود چې دما خپل معلومات له لاسه ورکړي په نوم یادیږي، وکاروئ.

    تاسې کولای شئ د دې برخې په کارولو سره هغه حذف شوي یا له لاسه تللي معلومات بېرته ترلاسه کړئ چې په کمپیوټر یا بهرنۍ وسیله کې ساتل شوي وو.

    پام مو وي، که چېرې له یوې وسېلې څخه ستاسو مالومات حذفیږي او تاسو پر هغه وسېله نوي مالومات زېرمه کوي، نو په داسې حال کې د ډیجېتالي لومړنۍ مرستې کېټ په کارولو سره حذف شوي مالومات بېرته ترلاسه کېدای نه شي.. که امکان وي، خپله الکترونیکي وسیله بنده کړئ تر هغو چې هڅه وکړئ خپل فایلونه بېرته ترلاسه کړئ (یا دا کار بل چا ته وسپارئ). د وسیلې په دوامداره کارولو سره کېدای شي حذف شوي فایلونه مو په بشپړ ډول له لاسه ورکړي او د بېرته ترلاسه کولو چانس یې صفر کړي. هر څومره چې د ډېټا ترلاسه کولو مخکې خپل کمپیوټر وکاروئ، هغومره د ورک شویو ډېټا بېرته ترلاسه کول، ناشوني کیږي.

    لینکس Linux، مک-اوس macOS او وینډوز Windows

    وینډوز Windows

    ولې دا سپارښتنه درته کوو؟

    کله چې تاسې یو فایل حذف کړئ، دا له نظره ورکېږي، خو په الکترونیکي وسیله کې پاتې کېږي. حتی که تاسې د ټرش یا ریسایکل بین منځپانګه هم خالي کړئ، حذف شوي فایلونه اکثر په هارډ ډرایو کې پیدا کېدلای شي. وګورئ چې حساس معلومات څنګه له منځه یوسئترڅو پوه شئ چې دا څرنګه کولای شي چې ستاسې امنیت له خطر سره مخ کړي.

    خو که تاسې سهواً یو مهم فایل حذف کړئ، دا حالت ستاسې په ګټه کارېدلی شي. ځینې پروګرامونه، لکه په دې برخه کې یاد شوي وسایل، کولای شي وروستي حذف شوي فایلونه بېرته ترلاسه کړي.

    د بېک اپ پلان جوړول

    د بېک-اپ یوه مؤثره تګلاره جوړولو لپاره لاندې ګامونه تعقیب کړئ:

    خپله معلومات منظم کړئ

    د بېک اپ پلان جوړولو دمخه، هڅه وکړئ ټول هغه فولډرونه چې بېک اپ ته یې اړتیا لري، په یوه ځای کې ، لکه د "Documents" یا "My Documents" فولډر دننه راټول کړئ.

    ستاسې معلومات چېرته او په څه ډول خوندي دي

    د بېک-اپ پلان جوړولو لومړنی ګام دا دی چې معلوم کړئ ستاسې شخصي او کاري معلومات اوس مهال چېرته ساتل کېږي. د بېلګې په توګه، ستاسې ایمیل ممکن ستاسې د انترنټ خدمتونو چمتو کونکي کمپنۍ په سرور کې، ستاسې خپل کمپیوټر کې یا په دواړو ځایونو کې په یو وخت کې ساتل کېږي. همدارنګه، کېدای شي چې تاسې څو ایمیل حسابونه ولرئ.

    بیا هغه مهم اسناد په نظر کې ونیسئ چې تاسې په دفتر یا کور کې په کمپیوټرونو کې لرئ: لکه د متن پروسسولو اسناد، پرزېنټیشنونه، PDFs او جدولونه. ستاسې کمپیوټر او موبایل او نور وسایل ستاسې د اړیکو لیستونه، د چټ تاریخچه، او شخصي پروګرام تنظیمات هم ساتي، چې دا ټول حساس معلومات ګڼل کېدای شي.

    کېدای شي تاسې ځینې معلومات په لېږدېدونکو ذخیره‌يي وسیلو لکه USB ، هارډهارډ ډرایو او نورو ذخیره‌يي وسیلو کې خوندي کړي وي. که تاسې یوه وېبپاڼه لرئ، نو کېدای شي چې په کې د کلونو کار مقالې زېرمه شوي وي. په پای کې، خپل غیر ډیجیټلي معلومات لکه کاغذي کتابچې، ډایرۍ او لیکونه مه هېروئ.

    خپلو مالوماتو پېژندنې او طبقه بندی په اړه نور مالومات، د ټولییز خوندیتوب لارښود برخه کې د «معلوماتو کتلاګول او د کتلاګولو طریقه» لاندې عنوان کې وګورئ.

    د فایل لومړنۍ نسخې او نقلونه مشخص کړئ

    کله چې د فایلونو بېک-اپ کوئ، په ځینو مواردو کې سپارښتنه کېږي چې د ۳-۲-۱ قاعده وکاروئ: د هرې برخې معلوماتو لپاره لږ تر لږه درې نسخې ولرئ، په لږ تر لږه دوه بېلابېلو ځایونو کې، او لږ تر لږه یوه نسخه د اصلي نسخې له ځایه جلا وساتئ.

    د بېک-اپ جوړولو دمخه، پرېکړه وکړئ چې په نښه شویو فایلونو کې کومې نسخې "لومړنۍ" دي او کومې یې نقلونه دي. لومړنۍ نسخه باید د فایل یا فایلونو ټولګې تر ټولو وروستۍ تازه شوې نسخه وي؛ دا باید هغه نسخه وي چې تاسې د اېډېټ کولو لپاره استفاده ترې کوئ. البته، دا د هغو فایلونو لپاره نه تطبیقېږي چې یوازې یوه نسخه یې شتون لري، خو د ځینو ډولونو معلوماتو لپاره خورا مهم دی.

    یو عامه ناورین هغه وخت پېښېږي کله چې د یوه مهم سند یوازې نقلونه بېک-اپ شي او خپله لومړنۍ نسخه مخکې له دې چې اېډېټ شي له لاسه ولاړه شي یا له منځه ولاړه شي. د بېلګې په توګه، که تاسې د یوې اوونۍ لپاره په سفر کې یاست او په یوه مهم جدول باندې کار کوئ چې په USB حافظه کې ذخیره شوی وي، نو باید د دې نسخې په اړه د لومړنۍ نسخې په توګه فکر وکړئ، ځکه دا د دفتر په بېک-اپ کې له ذخیره شویو نسخو څخه نوي ده.

    د هغو معلوماتو د لومړنیو او نقل نسخو فزیکي ځای ولیکئ چې تاسې مشخص کړي دي. دا کار به تاسې سره مرسته وکړي ترڅو خپلې اړتیاوې روښانه کړئ او د یوې مناسبه بېک-اپ تګلارې لپاره چوکاټ تعریف کړئ. لاندې جدول یو ساده مثال دی. ستاسې لیست ممکن ډېر اوږد وي او په ډېرو ذخیره‌يي وسیلو کې ګڼ ډوله معلومات ولري.

    د معلوماتو ډول..... لومړنۍ / نقل ..... ذخیره‌يي وسیله.....ځای

    د څېړنې فایلونه لومړنۍ د کمپیوټر هارډ ډرایو دفتر د بشري حقونو د سرغړونو شاهدۍ نقل USB حافظه له ما سره د پروګرام ډیټابیسونه (عکسونه، اړیکې، کلیزه) لومړنۍ د کمپیوټر هارډ ډرایو دفتر شریک اسناد نقل د دفتر سرور دفتر ویډیوګانې او عکسونه نقل بهرنۍ هارډ ډرایو کور ایمیلونه او د ایمیل اړیکې لومړنۍ د ایمیل حساب د ایمیل سرور د متن پیغامونه او د ټیلیفون اړیکې لومړنۍ موبایل ټیلیفون له ما سره چاپي اسناد (قراردادونه، بیلونه) لومړنۍ د مېز دراز دفتر

    په پورتني جدول کې ښودل شوې ده چې:

    • که د دفتر د کمپیوټر هارډویر (هارډ ډرایو) خراب شي، یوازې هغه کاپي اسناد به پاتې شي چې په USB حافظه، بهرنۍ زیرمه ییزه وسیله یا د سرور په شریکو اسنادو کې وي.
    • ستاسې د برېښنالیک پیغامونو یا د اړیکو کتاب د آف‌لاین نسخه نشته، نو که تاسې خپل ایمیل پاسورډ هېر کړئ (یا بل څوک په کینه دا بدل کړي)، نو ورته لاسرسی به له لاسه ورکړئ.
    • د خپل موبایل ټیلیفون هېڅ ډېټا کاپي نه لرئ.
    • ستاسې د چاپي اسنادو لکه قراردادونو او بیلونو هېڅ ډیجیټلي یا فزیکي کاپي ګانې نشته.

    د دې چک‌لیست له تعقیبولو وروسته مو، باید خپلې ذخیروي (زېرمه ييزې) وسیلې، د معلوماتو ډولونه او بېک-اپونه په داسې ډول بیا تنظیم کړي وي چې ستاسې معلومات د ناورینونو پر وړاندې زیات مقاومت ولري. د بېلګې په توګه:

    د معلوماتو ډول لومړنۍ/نقل ذخیره‌يي وسیله ځای

    د بشري حقونو د سرغړونو اسناد او مدارک لومړنۍ د کمپیوټر هارډویر (هارډ ډرایو) دفتر د بشري حقونو د سرغړونو اسناد او مدارک کاپي USB حافظه کور د څېړنې فایلونه لومړنۍ د کمپیوټر هارډویر (هارډ ډرایو) دفتر د څېړنې فایلونه کاپي USB حافظه له ما سره د پروګرام ډیټابیسونه لومړنۍ د کمپیوټر هارډویر (هارډ ډرایو) دفتر د پروګرام ډیټابیسونه کاپي بهرنۍ هارډ ډرایو کور ایمیلونه او د ایمیل اړیکې لومړنۍ د ایمیل حساب د ایمیل سرور ایمیلونه او د ایمیل اړیکې کاپي د دفتر په کمپیوټر کې Thunderbird دفتر د موبایل ټیلیفون اړیکې او پیغامونه لومړنۍ موبایل ټیلیفون له ما سره د موبایل ټیلیفون اړیکې او پیغامونه کاپي د کمپیوټر هارډویر (هارډ ډرایو) دفتر د موبایل ټیلیفون اړیکې او پیغامونه کاپي د بېک-اپ SD کارت کور چاپي اسناد (قراردادونه، بیلونه) لومړنۍ د مېز دراز دفتر سکن شوي اسناد کاپي بهرنی هارډویر (هارډ ډرایو) کور د ټولو اسنادو بېک-اپ کاپي د دفتر سرور دفتر

    په دې جدول کې ښکاري چې تاسې د ۳-۲-۱ قاعده په بریالیتوب سره پلې کړې ده: معلومات په درېیو نسخو کې خوندي دي، په دوه بېلابېلو ځایونو کې، او لږ تر لږه یوه نسخه یې له دفتر څخه بهر ده. د ۳-۲-۱ قاعده:)

    کله چې د چک-لیست کار پای ته ورسېد، بیا نو د بېک-اپ اخېستلو وخت دی.

    په کمپیوټر کې فایلونه په ځایي وسیله بېک-اپ کړئ

    خپل بېک-اپ د لېږد وړ ذخیره‌يي وسیلو لکه هارډ ډرایو یا USB حافظې ته واچوئ ترڅو یې خوندي ځای ته انتقال کړئ.

    د دې لپاره چې هغه فایلونه چې تاسې یې بېک-اپ کوئ اکثراً حساس معلومات لري، مهمه ده چې دا فایلونه د کوډ کولو له لارې خوندي کړئ. د کوډ کولو څرنګوالي لپاره زموږ د د معلوماتو خوندي کولو لارښود ته مراجعه وکړئ.

    لینکس Linux

    • ډېری لینکس وېشونه د بېک-اپ لپاره یو ځانګړی وسیله لري. د بېلګې په توګه، په Ubuntu کې یو جوړ شوی وسیله "Déjà Dup" شتون لري چې تاسې ته د فایلونو بېک-اپ او کوډ کولو اجازه درکوي. د دې وسیلې کارولو د زده‌کړې لپاره د Déjà Dup لارښود وګورئ.

    مک-او-اس-macOS

    وینډوز Windows

    په موبایل کې فایلونه په ځایي وسیله بېک-اپ کړئ

    که تاسې خپل موبایل وسیله په کمپیوټر کې بېک-اپ کوئ، نو راتلونکی ګام باید دا وي چې دغه بېک-اپ په یوه بهرنۍ ذخیره‌يي وسیله کې وساتئ. خپل ټیلیفون په داسې ډول تنظیم کړئ چې په اوتومات ډول بېک-اپ وکړي.

    د خپل موبایل ټیلیفون د اړیکو، پیغامونو، تنظیماتو او نورو معلوماتو بېک-اپ کولو لپاره، کېدای شي تاسې خپل ټیلیفون د USB کیبل په مرسته کمپیوټر سره وصل کړئ. کېدای شي د ټیلیفون د جوړونکي کمپنۍ وېبپاڼې څخه ځانګړی سافټویر هم ډاونلوډ او نصب کړئ.

    اندروید Android

    آی-او-اس iOS

    پر کلاوډ خدمتونو د بېک-اپ کولو په اړه غور وکړئ

    وګورئ چې آیا تاسې داسې خدمت غوره کوئ چې ستاسې معلومات د خدمت په برخه کې کوډ کړي (د "پای-تر-پایه کوډ کول" یا "تخنیکي مهارت نلرو" فایل ذخیره خدمتونه) یا خپل فایلونه پخپله کوډ کړئ او بیا یې کلاوډ ته بېک-اپ کړئ.

    ولې دا سپارښتنه درته کوو؟

    کله چې څوک یو کمپیوټر خدمت ته "کلاوډ" وایي، فکر وکړئ چې دا د "د نورو خلکو کمپیوټرونه" دي. آنلاین فایل ذخیره خدمتونه لکه ګوګل ډرایو، iCloud یا ډراپ باکس ستاسې بېک-اپونه او نور معلومات د انترنیتي خدمت وړاندې کونکو (اکثره شرکتونو) په سرورونو کې ذخیره کوي. دا معنی لري چې ستاسې مخالفینو ممکن ډېر وخت ولري ترڅو ستاسې معلوماتو ته د لاسرسي هڅه وکړي، پرته له دې چې تاسې پرې خبر شئ (برخلاف د هغو وسیلو چې تاسې سره وي، او د شکمن فعالیت په اړه زر پوهېدلای شئ). له همدې امله، دا غوره ده چې د خپلو ارزښتمنو معلوماتو یوه ځایي نسخه جوړ کړئ او په خوندي ځای کې یې ذخیره کړئ.

    خو، که ډېره قوي شونتیا وي چې ستاسې وسیلې یا د کار ځای له منځه یوړل شي، یا ستاسې بېک-اپ کشف او ونیول شي، نو په باور لرونکو فایل زېرمه خدمتونو کې د خپلو کوډ شویو معلوماتو زېرمه کول یو منطقي ګام دی.

    مخکې له دې چې فایلونه په کلاوډ خدمتونو کې زېرمه کړئ، خوندي یې کړئ

    ولې دا سپارښتنه درته کوو؟

    که تاسې اندېښمن یاست چې څوک (لکه هکران یا د شرکت مالک) هغو فایلونو ته لاسرسی ومومي چې تاسې آنلاین زېرمه کړي، تاسې یې د کوډ کولو په مرسته خوندي کولای شئ.

    انکرېپټ شوي کلاوډ خدمتونه

    که پرېکړه مو دا وي چې خپل فایلونه په کلاوډ کې وساتئ، نو لاندې ، پای-تر-پایه(end to end) انکریپشن ډولونه چې په ساده توګه لیکل شوي، تعقیب کړئ:

    • Proton Drive چې ۵ ګیګابایټ وړیا او تر هغې زیات یې په پیسو رانیول کیږي
    • Mega.io چې ۲۰ ګیګابایټ وړیا او تر هغې زیات یې په پیسو رانیول کیږي
    • Sync چې ۵ ګیګابایټ وړیا او تر هغې زیات یې په پیسو رانیول کیږي
    • Internxt چې ۱۰ ګیګابایټ وړیا او تر هغې زیات یې په پیسو رانیول کیږي
    • Skiff Drive چې ۱۰ ګیګابایټ وړیا او تر هغې زیات یې په پیسو رانیول کیږي
    • Filen چې ۱۰ ګیګابایټ وړیا او تر هغې زیات یې په پیسو رانیول کیږي
    • PCloud، خصوصاً د PCloud Encryption چې په پلانې ډول په پېسو رانیول کیږي
    • SpiderOak چې په پلانې ډول په پیسو رانیول کیږي
    • Tresorit چې په پیسو رانیول کیږي
    • Nextcloud؛ که خپل سرور لرئ نو کولای شئ چې Nextcloud پکښې کوربه کړئ که نه نو یو hosting provider، پیدا کړئ چې لږ تر لږه ۲ ګیګابایټ پورې وړیا خدمت وړاندې کړي.

    د الکترونیکې وسیلي کې د موجودو اسبابو په مرسته کلاوډ خدمتونو ته بېک اپ کول

    اندروید Android

    • پل معلومات د ګوګل اکاونټ ته بېک-اپ کړئ.
    • بېک-اپونه د ګوګل سرورونو ته اپلوډ کېږي او ستاسې د ګوګل حساب پاسورډ په مرسته کوډ کېږي. د ځینو معلوماتو لپاره، ستاسې د پردې د قفل PIN، بڼه، یا پاسورډ هم د کوډ کولو لپاره کارول کېږي.

    آی-او-اس iOS

    مک-او-اس-macOS

    وینډوز Windows

    برېښنالیک (ایمیل) بېک-اپ کړئ

    • تاسې کولای شئ د Thunderbird په څېر د ایمیل پیرودونکي پروګرامونه وکاروئ ترڅو خپل ایمیل په منظمه توګه وګورئ او په خپله الکترونیکي وسیله کې یې بېک-اپ کړئ. د POP3 او IMAP ترمنځ توپیر په اړه د توضیحاتو لپاره د Thunderbird رسمي لارښودوګورئ. اکثره ایمیل خدمتونه د POP3 یا IMAP په مرسته د ایمیل ترلاسه کولو د تنظیم کولو څرنګوالي لارښوونې چمتو کوي.

    چاپي اسناد لومړۍ سکن او بیا بېک-اپ کړئ

    • کله چې ممکن وي، خپل ټول مهم اسناد سکین کړئ یا عکسونه یې واخلئ. د سکینونو یا عکسونو بېک-اپونه د خپلو نورو الکترونیکي اسنادو سره، لکه څنګه چې پورته تشریح شوي، وساتئ.

    د بېک-اپ مهالویش جوړ کړئ

    • د ډېټا ټول پورته ذکر شوي ډولونو د بېک-اپ کولو لپاره، تاسې د سافټویرونو او پروسو یو ترکیب ته اړتیا لرئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې هر ډوله معلومات یا ډېټا لږ تر لږه په دوه بېلابېلو ځایونو کې ذخیره شوي دي.

    د بېرته ترلاسه کولو (د فایلونو ریکوري) تمرین وکړئ

    • کله چې مو بېک-اپونه جوړ کړل، بیا ځان سره د حذف شوي ډېټا بېرته ترلاسه کولو تمرین وکړئ ترڅو د فایل خلاصولو او کارولو د مهارت څخه ډاډمن شئ . په یاد ولرئ چې یوازې د بېک-اپ جوړولو پروسه مهمه نه ده بلکه د حذف شوي فایلونو بېرته ترلاسه کول هم اړینه ده!

    د همکارانو لپاره پروسې تنظیم کړئ

    • که له یو ټیم سره کار کوئ، د ټولو کارکوونکو لپاره پروسې ولیکئ او شریکې یې کړئ ترڅو په باوري او خوندي ډول فایلونه بېک-اپ کړي. د معلوماتو له لاسه ورکولو خطرات ورسره شریک کړئ چې د کار کولو وړتیا مو اغېزمنوي. ښایي د خپلو همکارانو سره په ګډه کار وکړئ ترڅو د پورته جدول په څېر یو جال ډک کړئ او ټول هغه معلومات مشخص کړئ چې تاسې یې د یوې ډلې په توګه کاروئ.

    نورې غورونې

    کله چې د بېک-اپ پلان جوړوئ، نو له یوې لوړې زاویې ورته وګورئ او له ځانه وپوښتئ: "څنګه کولای شم له یوه ناورین وروسته بېرته کار پیل کړم او دوام ورکړم؟"

    ستاسې پلان باید یوازې د فایلونو په اړه نه وي، بلکې همدارنګه:

    • هغه سافټویرونه چې تاسې یې کاروئ، او د هغوی لایسنسونه،
    • که الکترونیکي وسایل له لاسه ورکړئ، ویجاړ شي یا ونیول شي، څنګه یې بدیل موندلی شئ،
    • د یوې داسې ځای درلودل چې په ناورین کې کار ته دوام ورکړئ.

    دا ډول پلان جوړول په دې مانا ده چې تاسو باید د زیان جبرانولو او له خنډ څخه د وتلو لپاره یو مقدار پیسې ځانګړي کړی.. د بېلګې په توګه، تاسې کولای شې د زیان جبرانولو لپاره د مالي ملاتړ یو مقدار په ګرڼټ کې ذکر کړئ..