څو انلاین هویتونه جوړ او خوندي یې کړئ
Updated9 September 2024
Table of Contents
...Loading Table of Contents...په دې لارښود کې هغه دلایل وړاندې کیږي چې له مخې یې تاسو ته د آنلاین آدرس کارولو لپاره د څو نومونو (پېژندې نښانې لکه نوم، تخلص، او داسې نور) درلودلو سپارښتنه کوي. همدارنګه په دې لارښود کې به تاسو هغه میتود هم زده کړئ چې له مخې یې خپل آنلاین آدرس لپاره داسې نومونه جوړ کړئ ترڅو ستاسې له شخصي ژوند یا نورو انلاین هویتونو سره د دغو بدیل هویتونو تړاو ورکول ستونزمن کړي.
خپله ستراتېژي جوړه کړئ
د جلا هویتونو ساتلو ستراتېژۍ کولای شي له بشپړې روڼتیا څخه تر بشپړ پټېدو پورې توپیر ولري.
د ځان پر وړاندې د خطراتو کچو، خپل وضعیت، اړتیاوې او اهدافو ته په کتو کولای شئ چې خپل هویت اړوند مالومات په ښکاره توګه وکاروئ, د بل نوم او کیسې بدیل هویت جوړ کړئ یا هڅه وکړئ چې خپل هویت په بشپړه توګه پټ کړئ.
په راتلونکو برخو کې د دې ټولو ستراتېژیو په هکله درکړل شوي تفصیلي جزئیات ولولئ ترڅو وکړای شئ چې خپل ځان لپاره تر ټولو مناسبه لار غوره کړئ.
اصلي هویت (Real Identity)
تر رسمي نوم لاندې په آنلاین پاڼو او وسیلو کې د مالوماتو خپرول هغه وخت مانا لري چې هویت مو له شهرت سره تړاو ولري او تر خپل رسمي نوم د مالوماتو خپرول تاسو ته باور او اعتبار درکوي.
که پرېکړه وکړئ چې په ښکاره ډول خپل هویت وښیئ، دا په دې مانا نه ده چې خپل ټول شخصي ژوند د انټرنیټ پر مخ په ډاګه کوی. د بېلګې په توګه: کولای شئ د خپلو اسنادو نوم او تخلص د رسنیو یا نورو وېبپاڼو سره د خپلو همکاریو لپاره وکاروئ، په داسې حال کې چې په ټولنیزو رسنیو او چټ ګروپونو کې په مستعار نوم له خپلو نږدې دوستانو او کورنۍ سره اړیکه ونیسئ.
په دې حالاتو کې مهمه دا ده چې تل لومړنۍ ستراتېژۍ په توګه خپل هویتې نښې یا نومونه په جلا توګه وکاروئ.
دوامداره مستعاریت (Persistent Pseudonymity)
که ځينې فعالیتونو لپاره خپل مستعار نوم تر اوږدې مودې پورې وکاروئ، نو دا مانا لري چې د مستعار نوم کارولو استراتېژۍ مو غوره کړي ده. که څه هم دا استراتیژي کولی شي چې د ګواښونو کچه ټیټه کړي او یا ستاسو پر وړاندې د سیاسي یا اقتصادي غچ مخینوی وکړي، خو په عین وخت کې تاسو ته د بدیل نوم سره تړلی انلاین شهرت رامنځته کړي. او به نتیجه کې د نورو پام دې را اوړي چې آیا په تاسې باور وکړي که نه – چې دا د باور پر بنسټ جوړو شویو انلاین ټولنو یو خورا مهم اړخ دی.
همدارنګه، دا هم شونې ده چې د بېلابېلو موخو لپاره څو مستعار نومونه (او شهرتونه) وکاروئ. د بېلګې په توګه، کولای شئ چې رسمي کارونو لپاره خپل لومړۍ نوم، او شخصي کارونو لکه ټولنیزو رسنیو کې د عکسونو خپرولو نورو سرګرمیو سره تخلص وکاروئ.
یو بدیل هویت په ډلهييز ډول هم اداره کېدلای شي. دا غوراوی د ګروپي همکارۍ ګټې وړاندې کوي، خو که غواړئ چې انفرادي کسان د نورو د پرېکړو له امله له خطر سره مخ نه شي، نو باید د ښې همغږۍ لارې چارې او پیاوړي امنیتي تدابیر رامنځته کړئ.
په راتلونکو برخو کې د مستعار نوم لرونکي هویت جوړولو او خوندي کولو لپاره لارښوونې موندلی شئ.
پټ هویت (Anonymity)
دا به ستونزمن کار وي چې وغواړو په آنلاین نړۍ کې خپل تول پېژندنې اړوند جزییات پټ وساتو، خو د پټېدو وسایل او ستراتېژۍ په هغو حالتونو کې ګټورې تمامېږي چې ستاسې ازادي، هوساینه یا نږدې اړیکې له خطر سره مخ کړي.
د دوامداره مستعاریت برعکس، د بشپړه پټ هویت کارول څو موخې درلودلی شي- د بېلګې په توګه: کله چې یو مشخص هدف ته د رسېدو په پار یې کاروئ او نه غواړئ چې تاسو ته منسوب کومه نښه پاتې نه شي. مثلاً تاسو د روڼتیا او حساب ورکوونې فعال په توګه غواړئ چې ځينې اسناد رسنیو ته واستوی ترڅو ټول پرې خبر شي. په داسې حالاتو کې تاسو د مستعار نوم او موقتي اکاونټ له لارې یې لیږئ. وروسته خپل اکاونټ ډیلیټ کوئ.
که د خپل انلاین فعالیتونو د پټولو په اړه فکر کوئ، نو دا په پام کې ونیسئ چې په ځینو هېوادونو کې چارواکي ممکن دا ستراتېژي داسې تعبیر کړي چې ګواکې تاسې یو ناسم کار ترسره کوئ. په داسې مواردو کې له ځانه وپوښتئ چې آیا خپلې موخې ته د رسېدو لپاره نورې لارې چارې شته، لکه د انټرنیټ د نه کارول.
د انترنیټی اړیکو، پیغامونو او فایلونو مستعارول نومولو اړوند ابزار او استراتېژي زده کړئ.
د ستراتیژیو پرتله کول
د بېلابېلو هویتونو او غوراویو ګټې او زیانونه:
تاسو ته خطرلرونکی ا د شهرت ساتنه ا اړتیا وړ هڅې ا اصلي هویت (Real Identity) + ++ ـ دوامداره مستعاریت (Persistent Pseudonymity) ـ + + پټ هویت (Anonymity) ـ ـ ـ ++
*اصلي هویت (Real Identity) *
- خطر: په آنلاین نړۍ کې د خپل رسمي هویت کارول په دې مانا دی چې تاسې د کورنۍ غړو، همکارانو او نورو لخوا د پېژندلو وړ یئ؛ ځکه خو ستاسو فعالیتونه تاسو ته منسوبیږي او یا تاسو پروې تړل کیږي.
- شهرت: نور په اسانه تاسې پېژني، چې د شهرت او باور ترلاسه کول اسانه کوي.
- هڅې: دا ستراتیژي لږ هڅې ته اړتیا لري، ځکه تاسې ته د مبهمو وسیلو د کارولو زدهکړه نه ده په کار.
دوامداره مستعاریت (Persistent Pseudonymity)
- خطر: که تاسې د خپلو اړیکو د خوندي ساتلو لپاره احتیاطي ستراتیژي ونه کاروئ، مستعار نوم مو د رسمي هویت سره تړل کېدای شي.
- شهرت: دوامداره مستعار نوم تاسې ته په بېلابېلو پیټفارمونو کې د پېژندلو وړتیا درکوي او د شهرت او باور د ترلاسه کولو لپاره یوه ښه لاره ده.
- هڅې: د مستعار نوم ساتل ځینې هڅو ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه که تاسې بل ځای خپل رسمي نوم هم کاروئ.
پټ هویت (Anonymity)
- خطر: په هغو فعالیتونو کې چې په تاسې پورې اړوند چاپېریال کې غیر قانوني ګڼل کېږي، پټ هویت ګټور دی؛ خو ساتل یې ستونزمن دي. دا کار په احتیاط وکړئ او د هویت پټولو (مستعاره کولو) لپاره اړوند ابزار په سمه توګه وکاروئ.
- شهرت: پټ هویت د باور او شهرت ترلاسه کولو یا له نورو سره د اړیکو جوړولو لپاره لږ فرصتونه لري.
- هڅې: پټ هویت ترلاسه کول ستونزمن دی او د دې لپاره احتیاطي هڅې ته اړتیا ده؛ ترڅو هغه معلومات افشا نشي چې ستاسې هویت ښکاره کوي.
وګورئ چې په انټرنېټ کې ستاسې په اړه کوم ډول معلومات شته
مخکې له دې چې د خپلو انلاین فعالیتونو لپاره بدیل هویتونه جوړ کړئ، غوره ده چې انترنیت کې وګورئ چې کوم ډول مالومات ستاسو په اړه څه ښکاره کوي. دې پروسې ته ډېری وخت "self-doxing" ویل کېږي.
- که غواړئ پوه شئ چې انترنیت کې ستاسو په اړه څه ډول مالومات شته او یا ستاسو آنلاین بوختیا ستاسو په اړه کومې نښې پرېښې دي، د Now Helpline لارښود ولولئ.
- د "self-doxing" په اړه نور معلومات انترنت کې د خپلو شخصی مالوماتو پیدا کول او لرې کولو لپاره د د نیویارک ټایمز د اوپن ټیم لارښود ولولئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
" self-doxing" دا مانا لري چې د موجودو سرچینو په مرسته د یو چا په اړه معلومات راټول او خپاره شي. یو زیان رسوونکی شخص ممکن دا چاره د خپل هدف په اړه د ارزښتناکو معلوماتو د موندلو لپاره وکاروي؛ د بېلګې په توګه د یوې انلاین پېژندنې شخصي جزئیات. " self-doxing" تاسې ته دا اجازه درکوي؛ ترڅو دا ومومئ، چې ستاسې په اړه کوم معلومات شتون لري او که اړتیا وي، هغه حذف کړئ ترڅو دا معلومات بیا خپاره یا پراخ نشي.
د نا غوښتل شوو معلوماتو او زړو هویتونو لرې کول
که داسې عکسونه، ویډیوګانې یا نور معلومات ومومئ چې ستاسې هویتونه یو له بل سره تړلي ثابتولای شي، کولای شئ د هغو ویب پاڼو یا پلټفارمونو سره اړیکه ونیسئ چې دا مواد یې خپاره کړي او ترې وغواړئ چې لرې یې کړي.
- د ټولو هغو عکسونو، ویډیوګانو او نورو معلوماتو لېست جوړ کړئ چې غواړئ حذف یې کړئ. په دې اړه په مجازي نړۍ کې د ځورونې مستندولو لپاره د ډیجیټلي لومړنۍ مرستې کېټ لارښود ولولئ.
- وروسته بیا، د ځان اړوند د مالوماتو د لرې کولو (حذفولو) غوښتنه وکړئ:
- له آنلاین بنسټونو څخه د خپل عکسونو او نورو مالوماتو د لرې کولو (حذفولو) غوښتنلیک تیارولو په موخه سایبري نړۍ کې د مدني حقونو نوښت لپاره د خوندیتوب مرکز (Cyber Civil Rights Initiative's Safety Center) اړوند لارښود تعقیب کړئ.
- doxing لرې کولو لپاره د ډیجیټلي لومړنۍ مرستې کېټ لارښودولولئ.
- له ګوګل څخه وغواړئ چې له لټون برخې څخه ستاسو اړوند شخصي مالومات لرې کړي.
- که تاسې په اروپایي اتحادیې اړوند هېواد کې اوسېږئ، تاسو کولای شئ له ګوګل
څخه وغواړئ چې ستاسې نوم سره تړلې پایلې له لټون څخه لرې کړي.
- دا برخه هم ولولئ: له ګوګل څخه د حذفېدو حق ته عمومي کتنه.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
کله چې تر یو هویت لاندې خپل رسمي او شخصي فعالیتونو تر اوږدې مودې پر مخ وړئ ـ تاسو ډېر هغه مالومات رامنځته کولی شي چې په مرسته یې بریدګر کولی شي ستاسو اړوند د پېژندنې مالومات راټول کړي او یا ستاسو ډيټا لاسته راوړلو لپاره ستاسو پر ډیجټلي اکاونټونو برید وکړي. دا به ګټوره وي، چې د خپلو ټولو هویتونو په اړه داسې فکر وکړئ لکه هغوی چې بې ارزښته کیدونکي وي، حتی هغه چې ستاسې رسمي نوم لري. د اړتیا په صورت کې معلومات، عکسونه، ویډیوګانې او زاړه حسابونه حذف کړئ.
خپل ټولنیز ډومېنونه مشخص کړئ
مخکې له دې، چې ګڼ هویتونه جوړ کړئ؛ یو مهم ګام د خپلو ټولنیزو ډومېنونو مشخصول دي. په دې توګه تاسو به پوه شئ چې د بېلابېلو دومینونو کارول څنګه یو بل سره تړلي او یا اړیکي پیدا کوي. تاسو ته به دا هم مالومه شي نوموړي اړيکي څنګه د بریدګرو لخوا تاسو ته ګواښ پیښولی شي.
انلاین او افلاین ټولنیزې شبکې، فعالیتونه او اړیکې وڅیړئ او وارزوئ چې هر ډومېن څومره حساس دی. هغه ډومېنونه په نښه کړئ چې ستاسې د نورو شبکو په پرتله ډېر حساس دي. په دې اړه فکر وکړئ چې څنګه دا حساس ډومېنونه له نورو شبکو څخه جلا وساتئ. د خپلو حساس ډومېنونو د خوندي ساتلو لپاره انلاین هویتونه ډیزاین کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې دا هویتونه د نورو فعالیتونو او ډومېنونو سره تړاو ونه لري.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
هر څوک د بېلابېلو ټولنیزو ډومېنونو، لکه: د کار ځای، د فعالانو ډلې، کورنۍ، د ملګرو ډلې، د سپورټ ټیمونه، ګاونډیان یا د ویډیوګېم ملګرو برخه وي.
مونږ لېوال یو تر څو ځینې شبکې د نورو په پرتله ډېرې خوندي کړو. د بېلګې په توګه، ممکن د کار یا فعالیتونو لپاره خپلې اړیکې خوندي کړو، خو په ټولنیزو رسنیو کې له دوستانو سره د تعامل پر مهال لږ احتیاط وکړو؛ خو د دې ډلو ترمنځ هره همغږي یو ګواښ جوړولای شي. د بېلګې په توګه، که یو فعال په یوه ټولنیزه شبکه کې د خپل شوق په اړه خبرې وکړي، یو جاسوس ممکن د ککړ شوي PDF په لیږلو سره په دې موضوع کې د دوی پام راجلب کړي او په وسیله یې ویروس نصب کړي. د دې ډول برید مخنیوی هغه مهال ممکن دی، چې یو څوک د ټولو فعالیتونو لپاره جلا هویتونه ولري. له همدې امله، د ټولنیزو ډومېنونو جلا ساتل کولی شي زموږ خورا حساس فعالیتونه خوندي وساتي.
بدیل هویت جوړ او خوندي کړئ
یو نوم وټاکئ
د خپل نوي هویت لپاره داسې نوم او تخلص وټاکئ چې هغه ټولنیزې شبکې چې تاسې پرې حساب جوړوئ، د رسمي نوم په توګه باور پرې وکړي. یو څه د باور وړ نوم وټاکئ، خو پام وکړئ چې ځینې پیټفارمونه، لکه؛ فیسبوک د کاروونکو څخه غواړي چې د "هغې نوم" سره ځان ثبت کړي چې دوی په ورځني ژوند کې کاروي. په دې حالت کې، د معتبر نوم انتخاب درسره مرسته کوي. که د ټولنیزو شبکو په پیټفارمونو کې مستعار نوم کاروئ، تل دا په پام کې ونیسئ چې حساب مو هر وخت غیرفعالیدلی شي. ځکه خو د اړیکو ساتلو په موخه د بدیلې طریقو لار هم په نظر کې ولرئ.
د نوم او تخلص له ټاکلو وروسته، ورګورئ چې آیا بل څوک هم دغه نوم یا تخلص کاروي او که نه.
د تیلیفون بېله شمېره ترلاسه کړئ
د تیلفیون بېلې شمېرې ترلاسه کولو لپاره څو لارې شتون لري؛ ستاسو د هستوګنې سیمي د قوانینو په نظر کې نیولو سره او که امکان یې وي نوي شمېره په داسې نوم ثبت کړئ چې ستاسو اصلي هویت (نوم) سره تړاو ونلري.
- په ځینو هېوادونو کې، کولی شئ ارزانه او مخکې- پرداخت شوې سیم کارتونه وپیرئ چې له مخکې نه ثبت شوي وي او ستاسې د اسنادو ښودلو ته اړتیا ونه لري.
- کولی شئ له انلاین تیلفیون خدماتو لکه لهHushed, Google Voice یا Twilio څخه د تیلفون شمېرې ترلاسه کړئ.
په یاد ولرئ، چې دا مهمه ده ترڅو د خپلې بدیل تیلفیون شمېرې کنټرول له ځان سره وساتئ. که د دې لپاره پیسې ورکول بند کړئ، ستاسو سیم-کارت به ممکن بل چا ته وسپارل شي، چې بیا ستاسې هغه اوکاونټ ته لاسرسی ستونزمن شي چې تاسې د دې شمېره سره ثبت کړی دی.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
کله چې تاسې نوې برېښنالیک پتې یا د ټولنیزو رسنیو، پیغام رسولو اپلیکیشنونه او نور اکاونټونه ثبتوئ، ډېر کله له تاسې د تیلفیون شمېرې غوښتنه کېږي. په ډېرو مواردو کې، دا تیلفیون شمېره ستاسې له اسنادو او رسمي هویت سره تړاو لري، نو دا ممکن ستاسې د بدیل هویتونو د موندلو لپاره ضعیف ټکی شي. له همدې کبله، د ګڼ هویتونو د جوړولو لپاره یو له لومړنیو ګامونو څخه باید د داسې دایمي تیلفیون شمېره ترلاسه کول وي چې د هر انلاین هویت لپاره جلا وي.
خپله IP پته پټه کړئ
د خپلې IP پتې د پټولو لپاره کولی شئ یو باور وړ VPN وکاروئ، خو په یاد ولرئ چې ستاسې VPN برابرونکی شرکت به ستاسې د انلاین فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي. له همدې امله، باید د باور وړ VPN خدمت وټاکئ. که غواړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې رسمي نوم مو د بدیل هویتونو سره ونه تړل شي، غوره ده چې خپلې اړیکې د (Tor ) په مرسته مبهمې کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
د دې لپاره، چې (ISP)، برېښنالیک کمپنۍ او د انلاین پیټفارمونه رسمي هویت مو د بدیل هویتونو سره ونه تړل شي؛ غوره ده چې خپله IP پته پټه کړئ. دا د نویو هویتونو د جوړولو پر مهال او د دې حسابونو د کارولو یا تنظیمولو پر مهال ځانګړې اهمیت لري.
نوی برېښنالیک جوړ کړئ
کولی شئ نوې برېښنالیک اکاونټ ثبت کړئ، د خپلې اوسني برېښنالیک پتې څخه مستعار نوم جوړ کړئ، یا که دایمي پتې ته اړتیا نه لرئ، د لنډمهاله برېښنالیک خدمت وکاروئ. د دې ټولو اختیارونو په اړه نور معلومات موږ د خوندي برېښنالیک اړوند لارښود کې ولولئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
د انلاین بدیل هویت جوړولو یو مهم ګام د نوې برېښنالیک پتې جوړول دي. تاسې به اړتیا ولرئ چې دا برېښنالیک د ټولنیزو شبکو پیلټفارمونو او نورو انلاین خدماتو لپاره د نوو اکاونټونو د ثبتولو لپاره وکاروئ.
که نه غواړئ چې د برېښنالیک شرکت ستاسو نوی اکاونټ له رسمي هویت سره وتړي، د نوي برېښنالیک اکاونټ جوړولو پر مهال د IP پتې پټولو وسیله وکاروئ. همدارنګه، تل د خپل برېښنالیک د کتلو لپاره همدا وسیله وکاروئ.
خپل بېلابېل هویتونه (د اکاونټ نومونه او آدرسونه) له یو بل بیل وساتئ
د هویتونو د جلا ساتلو لپاره بنسټیزې ستراتیژۍ وکاروئ
د هرې طریقې په غوره کولو کې، تل ځینې بنسټیزې ستراتیژۍ وکاروئ؛ ترڅو درسره مرسته وکړي، چې د ټولنیزو رسنیو، چټونو (خبرو اترو) او نورو انلاین پیټفارمونو کارولو پر مهال د خپلو هویتونو په اړه د زیاتې څرګندونې مخنیوی مو کړی وي.
- د شخصي معلوماتو شریکولو لپاره شخصي پروفایلونه وکاروئ. د خپل شخصي ژوند په
اړه د جزئیاتو شریکولو پر مهال، داسې پروفایلونه وکاروئ چې یوازې ټاکل شوي
کسان ورته لاسرسی ولري.
- په سوداګریزو ټولنیزو شبکو کې د شخصي پروفایلونو کارولو پر مهال د هغه پیټفارم د محرمیت پالیسۍ کې له منظمو بدلونونو څخه خبر اوسئ. ځینې وختونه د محرمیت تنظیمات بدلېږي، چې ممکن د شخصي پروفایلونو، عکسونو، منځپانګې او ډلو (ګروپونو) خبرې اترې افشا کړي.
- کله چې د پیښو په اړه لیکنه کوئ یا عکسونه خپروئ، دا فکر باید تل درسره وي چې کیدای شي بریدګر د دغو مالوماتو په مرسته ستاسو اړوند د پېژندني څرک به تر لاسه کړي او یا تاسو ته به زیان ورسوي. د اشخاصو په اړه د یو څه لیکلو لپاره تل له هغوی اجازه واخلئ. که د مالوماتو د شریکولو پرېکړه مو کړي وي، بیا یوازې د پیښې تر پای ته رسېدو وروسته یې شریک کړئ.
- خپل هر اکاونټ لپاره پیاوړي او ځانګړي پاسورډونه او دوه پړاویز تصدیقونه وکاروئ.
- د وېب لټون پر مهال د څارنې له خطر څخه د خوندي پاټې کېدو لارې چارې زده کړئ.
له عکسونو او فایلونو څخه د پېژندنې معلومات لرې کړئ
کله چې عکسونه، ویډیوګانې یا نور فایلونه اپلوډ کوئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې د اړوند فایلونو میټاډاټا او نورو هغه معلومات مو حذف کړي چې کولی شي ستاسو هویت، موقعیت یا نور شخصي جزئیات څرګند کړي.
د خپلو اړیکو لپاره بېلابېل حسابونه او پیټفارمونه وکاروئ
هر هویت مو باید د ټولنیزو شبکو او پیغام رسونې اپلیکیشنونو لپاره جلا اکاونټ ولري او د دې اکاونټونو د ثبت پر مهال باید جلا IP پته, تیلفیون شمېره او برېښنالیک، او هغه پته وکاروئ، چې ستاسې له اصلي هویت سره تړاو ونه لري.
د خپلو فعالیتونو د ډولونو او هغه شخصیت په اړه، چې تاسې یې څرګندول غواړئ؛ د خپلو هویتونو لپاره بېلابېلې ټولنیزې شبکې او د پیغام رسونې اپلیکیشنونه وکاروئ. د بېلګې په توګه؛ د پیښو په اړه د څرګندونو لپاره فیسبوک او د ځوان مخاطبینو سره د اړیکو ټینګولو لپاره ټیک ټاک وکاروئ. په دې توګه کولی شئ هر هویت ته مشخصې ځانګړتیاوې ورکړئ او خپل فعالیتونه له یو بل څخه جلا وساتئ.
خپل انلاین اکاونټونه په واقعي توګه جلا وساتئ
که په ورته ټولنیزو شبکو کې بېلابېل اکاونټونه کاروئ، لاندې سپارښتنې تعقیب کړئ تر څو خپل اکاونټونه به جلا توګه وساتلی شئ او څوک و نه توانیږي چې دوی یو له بل سره ونښلولي:
- کله چې ځان لپاره په ټولنیزو شبکو کې اکاونټ جوړوی، نو هغه-ډیوایس-device, براوزر-browser او اپلېکېشنونه وکاروئ چې د همدې هویت لپاره مو ځانګړي کړي وي.
- د خپل اکاونټ د محرمیت تنظیمات (privacy settings) وګورئ ترڅو پوه شئ چې کوم شیان په عامه (public) توګه خپروئ، څوک ستاسې پوسټونه لیدلی شي، څوک درسره اړیکه نیولی شي، څوک تاسې لټولی شي او ستاسې سره وصل شوي کسان څه کولی شي او دا زده کړئ، چې . څنګه په ټولنیزو رسنیو کې خپل ځان او معلومات خوندي کولای شئ.
- د پروفایل معلومات، پروفایل عکس او د پوښ عکسونه مو په احتیاط سره وټاکئ؛ ځکه چې دا څیزونه ډېر کله د محرمیت تنظیماتو د فعالولو سربېره بیا هم د ټولنیزو رسنیو عامو کاروونکو ته د لاسرسي وړ وي.
- د خپل بدیل هویت په اړه ډېر جزئیات مه وړاندې کوئ. که غواړئ د خپل هویت په اړه خبرې وکړئ، نو ډاډ ترلاسه کړئ چې یو بشپړ جوړ شخصیت رامنځته کوی چې د یوې کیسې او ستاسې له اصلي شخصیت څخه بیلې رواني ځانګړنې ولري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره،د څو هویتونو د جوړولو په اړه د Gendersec لارښود ولولئ.
- ډاډ ترلاسه کړئ، چې مختلف هویتونه (بیل اکاونټونه) مو یو بل نه تعقیبوي (نه فالو کوي) او مه پرېږدئ چې عین فالوور مو بېلابېل اکاونټونه تعقیب (فالو) کړي. د هغو کسانو لپاره چې غواړي هویت مو افشا کړي، د فالوورز اړیکې لومړنی ځای دی چې دوی یې ګوري. د دې لپاره، د یو اکاونټ محتویات د بل اکاونټ له خوا بیاځلې مه شییروئ او مه یې لایکوئ.
- که له فعال GPS یا داسې شبکې سره خپل ګرځنده تیلفون وصل کړئ چې ستاسو د موقعیت اړوند معلومات څرګندوي، نو ستاسو موقعیت به د ټولنیزې شبکې لخوا ټولو کاروونکو ته ښکاره شي. د دې کار د مخنیوي لپاره په هغه پلټفارمونو کې چې انځور او ویډیو شریکوي؛ اړوند تنظیماتو ته بیاکتنه وکړئ.
- عکسونه او ویډیوګانې کولی شي پرته له دې، چې تاسې پوه شئ؛ ډېر معلومات په ډاګه کړي. ډېری کیمرې د عکسونو په میټاډاټا کې نیټه، وخت، موقعیت او د کیمرې ډول شاملوي. د ویډیو او انځور د خپرولو پلټفارمونه دا معلومات هغه وخت ترلاسه کوي، چې موږ د دوی پاڼو ته دغه معلومات اپلوډ کړو. په دې اړه باید پوه شئ چې څنګه کولی شو له انځورونو او وېډیوګانو څخه مېټا ډېټا لرې کړو.
- د خپل هویت د جلا ساتلو لپاره په بېلابېلو وختونو کې د پوسټونو خپرول ګټور وي. ځینې پیټفارمونه دا اجازه درکوي چې د پوسټونو خپرولو وخت تنظیم کړئ.
د خپلو هویتونو د بېلولو لپاره په خپلو وسایلو کې بېلابېل وسیلې وکاروئ. په لاندې برخه کې ستاسې د کمپیوټر او تیلیفون لپاره سپارښتنې وړاندې شوې دي.
کمپیوټرونه
بېلابېل ډېوایسونه وکاروئ
- کولی شئ د خپلو هویتونو لپاره بېل کمپیوټرونه وکاروئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې دا
وسیلې د خوندیتوب لحاظه د اپډېټېدو وړتیا ولري.
- وګورئ چې هغه وسیله چې تاسې د خپل بدیل هویت لپاره غواړی وکاروئ، خوندیتوب اپډېټېدلو په اړه یې زمونږ به وېڼډوز، مک-Mac او لینکس-Linux اړوند لارښودونو کې شته که نه.
خپل کمپیوټر له یو USB ډرایو څخه چالان کړئ
- که اړتیا لرئ چې خپل بدیل هویت لپاره خپلې ټولې اړیکې نامعلومې کړئ، بیا
Tails وکاروئ. دا یو وړیا او د
پرانیستې سرچینې عملیاتي سیستم دی چې له USB ډرایو څخه چلول کېږي. د Tor له
لارې انټرنیټ سره وصلېږي او ستاسې په کمپیوټر کې هېڅ نښه نه پرېږدي. کولای شئ
د خپلو حساسو هویتونو لپاره جلا Tails USB ډرایونه وکاروئ.
- کولای شئ خپل هر هویت اړوند ټوله ډېټا په انکرېپټ شوي Tails USB stick کې زېرمه کړئ. د نورو جزییاتو لپاره د ټېلز رسمي لارښوونه ولولئ.
- کولای شئ د Ubuntu live USB with persistency په مرسته جوړ شوي هویتونه مدیریت کړئ خو له دې طریقې سره ستاسو USB stick په ډیفالټ توګه انکرېپټ کېدای نه شي. ځکه خو تاسو باید خپل USB stick په خوندي ځای کې وساتئ او هیڅ څوک باید پرته له ستاسو اجازې لاس ور نه وړي.
مجازي یا د سېنډباکس وسیلې (sandboxing tools) وکاروئ
- که کمپیوټر مو د سیستم شرایطو سره سمون
لري، نو کولای شئ د Qubes OS
نصبولو ته ترجیح ورکړئ. دا یو وړیا او د پرانیستې سرچینې امنیتمحوره عملیاتي
سیستم دی چې تاسې ته د بېلو برخو (qubes) جوړولو اجازه درکوي، چې د هر هویت
او اړتیا لپاره کارېدلی شي.
- د qubes د تنظیمولو بېلګې ولولئ تر څو پوه شئ چې هر هویت/اکاونټ لپاره qubes څنګه تنظیم کېدلی شي.
- د یو بېل هویت اداره کولو او د انټرنیټ سره د ټولو اړیکو نامعلومولو یوه بله خوندي لاره د Whonix کارول دي. دا یوه پټه مجازي وسیله ده چې د اپلیکیشن په څېر کار کوي او ټول انټرنیټ ټرافیک د Tor له لارې چلوي.
- کولای شئ خپل هویتونه د مجازي وسیلې (VM) په مرسته له یو بل څخه جلا کړئ. د دې لپاره، وسایل لکه VirtualBox، VMware یا KVM وکاروئ. خو په یاد ولرئ چې دا حل د کمپیوټر ډېرې سرچینې مصرفوي او ستاسې IP پته نه بدلوي. نو غوره ده چې په یو وخت کې له یو څخه زیاتې مجازي وسیلې ونه چلوي او مخکې له دې چې مجازي وسیله فعاله کړئ، VPN یا Tor فعال کړئ.
- په وینډوز کې، یو ورته حل چې لږې سرچینې ته اړتیا لري خو IP پته نه بدلوي، Sandboxie دی. دا یو sandboxing tool وسیله ده چې ستاسې هویتونه جلا ساتي.
په وسیلو کې جلا اکاونټونه جوړ کړئ
- که اړتیا ونلرئ چې خپل هویتونه د پرمختللیو بریدونو یا د چا له خوا د ډیواس د پلټنې پر وړاندې خوندي کړئ، کولای شئ د هر هویت لپاره جلا یوزر اکاونټ جوړ کړئ.
جلا براوزرونه، د براوزر پروفایلونه یا اکسټنشنز وکاروئ
- که یوازې د بدیل هویت اداره کولو لپاره براوزر ته اړتیا لرئ، کولای شئ له هغه
براوزر څخه چې د اصلي هویت لپاره یې کاروئ، یو بل جلا براوزر وکاروئ.
- د خوندي براوزینګ لارښود کې د براوزر غوروي څرنګوالی ولولئ .
- په عین ډیوایس کې د جلا IP آدرس له لارې د بدیل هویت مدیریت کولو لپاره د the Tor Browser کارول په نظر کې ونیسئ.
- هر هویت لپاره د جلا براوزرنو د کارولو تر څنګ، تاسو کولای شئ چې جلا پروفایلونه هم له عین براوزر څخه ورکاروئ.
- که غواړئ د یوه براوزر په کارولو سره خپل هویتونه جلا وساتئ، داسې یوه وسیله نصب کړئ چې انلاین ژوند مو جلا ټبونو (Tabs) کې جلا وساتي، لکه Firefox Multi-Account Containers یا SessionBox له Chrome/Chromium لپاره.
تیلیفونونه
بېلابېل ډېوایسونه وکاروئ
- د هر هویت لپاره جلا تیلیفون ترلاسه کولای شئ. په یاد ولرئ چې دا وسیلې باید د اپډېټ کېدو وړتیا ولري.
په انډروید کې بېلابېل اکاونټونه جوړ کړئ
- که غواړئ خپل هویت اړوند جزیات له بریدګرو او فزیکي پلټنو پر وړاندې خوندي
وساتئ نو هر هویت لپاره جلا یوزر اکاونټ په خپل ټبلېټ او ټلېفون کې جوړ کړئ.
- په Android کې د جلا یوزر اکاونټونو جوړول زده کړئ.
په انډرویډ کې خپل اپلېکېشن Sandbox (د ککړتیا او نورو خونديتوب اړوند ستونزو له پراخېدو او خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د پروګرامونو جریان یو له بل څخه جلا) کړئ
- که غواړئ چې هر ځل له یو یوزر اکاونټ څخه بل ته تګ او راتګ و نه کړئ، نو ښه به وي چې Shelter وکاروئ. (شلټر په F-Droid کې موجود دی.) شلټر، -سندباکس-sandboxing tool غوندې وسیله ده چې په الکترونیکي ډیوایس کې د برید او ویرس له پراخېدو مخینوی لپاره کارول کیږي او په همدې توګه ستاسو انډرویډ پروفایل کې ستاسو هویتونه یو له بل څخه جلا کوي. پام مو وي چې دا کار ستاسو د IP آدرس نه بدلوي او قادر به نه وي چې د برېدګرو او د فزیکي پلټنو پر وړاندې تاسو خوندي وساتي.
جلا براوزرونه ورکاوئ
- که یوازې د بدیل هویت اداره کولو لپاره براوزر ته اړتیا لرئ، کولای شئ له هغه
براوزر څخه چې د اصلي هویت لپاره یې کاروئ، یو بل جلا براوزر وکاروئ.
- د خوندي براوزینګ لارښود کې د براوزر غوروي څرنګوالی ولولئ
.
- په iOS کې د the Tor Browser یا انډرویډ کې د Onion Browser کارول هم په نظر کې ولرئ. تاسو په وکړای شئ چې په عین الکترونیکي وسیله کې د جلا IP آدرسونو په مرسته بدیل هویت اداره او وکاروئ.
- د خوندي براوزینګ لارښود کې د براوزر غوروي څرنګوالی ولولئ
.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
که غواړئ په جلا الکترونیکي ډیوایسونو کې جلا هویتونه وکاروئ، نو د یوزر پروفایل (user profile) او sandbox څخه ګټه واخلئ. د نوموړي وسیلو په مرسته کولی شئ چې له ځینې تېروتنې چې سهواً ترسره کیږي (د بېلګې په توګه، کله چې یو پیغام ته سهواً له ناسم اکاونټ څخه ځواب ورکوی)، مخینوی وکړي. همدارنګه، نوموړي وسیلې د الکترونیکي ډیوایس یا براوزر سره د fingerprint په ذریعه د اکاونټ وصلېدلو څخه مخنیوی هم کوي.
ځینې نورې وسیلې لکه Whonix, Tor Browser او Qubes OS هم کولی شي تاسو سره مرسته وکړي تر څو په عین الکترونیکي ډیوایس کې له جلا IP آدرس څخه، جلا څو هویتونه جوړ کړئ.
په ځینو مواردو کې کېدای تاسو داسې هم غوره کړئ چې خپل هر هویت په جلا براوزر یا اپلېکېشن کې اداره کړئ تر څو ډاډ ترلاسه کړئ چې په تولنیزو رسنیو او چټ-ګروپونو کې سهواً د یو هویت پر ځای له بل څخه کار ونه اخلئ.
د تادیې هغه میتودونه وکاروئ چې په ترځ کې یې ستاسو هویت نه په ډاګه کیږي
که اړتیا مو وه چې ځان لپاره مستعار هویت په انلاین توګه وپېرئ، نو د تادیې داسې میتود وکاروئ چې رسمي نوم او بانکي حساب سره مو تړلي نه وي.
د کریپټو کرنسي پر ځای، چې اداره کول یې ممکن ستونزمن وي، په نغدې پیسو د پیش-پرداخت کارتونه، واخلئ. یا په هغه بانک کې حساب پرانیزئ چې د مجازي کریډیټ کارتونو خدمتونه وړاندې کوي؛ ترڅو هویت مو له پلورونکو څخه پټ وي.
په فزیکي ماحول کې د خپلو هویتونو د اداره کولو څرنګوالی
که د بدیل هویت فعالیتونه مو یوازې تر انلاین کچې محدود نه وي، بیا نو باید فکر وکړئ چې څنګه خپل فزیکي حضور له خپل مستعار نوم سره وصل کړئ.
خپل ورځیني فعالیتونه له بدیل هویت تر ماسک لاندې د فزیکي فعالیتونو (لکه د وینا ورکولو یا په غونډو کې د ګډون کولو پر مهال) د جلا کولو په اړه فکر وکړئ. همدارنګه، کولای شئ د جلا ظاهري بڼې یا ماسک په مرسته خپل مخ پټ کړئ، یا یوازې په هغو ځایونو کې خپل مخ ښکاره کړئ چې ډاډمن وئ او هلته د عکسونه او ویډیو اخیستل منع وي. په هر حال، په دې هم غور وکړئ چې ممکن هغه ځای ته غزېدلې لارې ښايي وڅارل شي (لکه د امنیتي کېمرو په وسیله).
یو داسې هویت جوړ کړئ چې د وخت په تېرېدو سره له منځه تلونکی وي ترڅو له نویو اړیک پتو یا نویو ارتباطي اشخاصو سره اړیکه وساتئ. دا به تاسې ته وخت درکړي ترڅو وګورئ چې آیا پر دې نویو اړیکو باور کولای شئ یا نه.
[مهمه موضوع] یوه داسې وېبپاڼه (وېب سایټ) جوړه کړئ چې له هویت سره مو تړلې نه وي
- وګورئ چې آیا ستاسې د ډومین نوم او د ثبت چمتو کوونکی د محرمیت ساتنې اجازه ورکوي او که نه. هڅه وکړئ د ډومین خدمتونو داسې چمتو کوونکی ومومئ چې دا غوراوی په وړیا توګه وړاندې کوي.
- که غواړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې آن ستاسې د ډومین نوم چمتو کوونکی هم ستاسې هویت و نه پېژني، نو خپل ډومین دNjalla په مرسته ثبت کړئ. Njalla، ډومین لپارده د مستعارو هویتونو د راجستر ترسره کوي، انکرېپټ شوي غوښتنلیکونه مني او خدمات یې د کرېپټوکرنسي له لارې پېرودل کیدای شي.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
که اړتیا لرئ چې د خپل بدیل هویت لپاره وېبپاڼه جوړه کړئ، په یاد ولرئ چې هر څوک چې ستاسې ډومین وګوري، د هغې مالک موندلی شي تر هغه چې ستاسې ډومین ثبت کوونکی خپلو پیرودونکو ته د محرمیت ساتنې غوراوی چمتو نه کړي. دا غوراوی ممکن په بنسټیزه کڅوړه کې شامل وي چې تاسې د خپل ډومین نوم سره اخلي یا اضافي لګښت ولري. خو دا هم په پام کې ولرئ چې ځينو د لوړو کچو ډومینونه دغه آپشن نه لري.