نوي منځپانګه او د وېبپاڼې کتونکو لپاره نوي تجربه – ۲۰۲۶م کې د SiaB د لارې نقشه

شل کاله وړاندې په ۲۰۰۵م کې، د ډیجیتلي خوندیتوب صندوق (SiaB) جوړ شو. د خپلو هڅو په لړ کې، ټولو هغو فعالینو ته د ملاتړ ډاډ ورکوو چې ډیجیټلي محرمیت یا خوندیتوب یې له ګواښ سره مخ وي. په دې لړۍ کې، مونږ به مخکښ او پرمختللي ابزار معرفي کوو تر څو د انترنېټ او الکترونیکي وسیلو کاروونکي له ګواښ څخه خوندي پاتې وي. د SiaB د نوي اېډېټر او د فرانټلاین ډېفېنډرز ادارې له تخنیکي او ډیجټلي خوندیتوب له څانګې سره په ګډه، سږکال به ټول هغه لارښودونه او سرچینې چې د SiaB پر وېبپاڼه موجود دي، له سره وګورو او وارزوو. د بیاکتنې او ارزونې موخه دا ده تر څو کتونکو او لوستونکو لپاره د اړتیا وړ سهولت رامنځ ته کړو.
د منځپانګې نويکول
لومړی خو دا باید ووایو چې د تیر په شان، مونږ د SiaB وېبپاڼې منځپانګه په منظمه توګه نوي کوو او دا کار مو له تېرو څو کالونو راهیسې ترسره کړی دی. د منځپانګې نويکول د هغو سپارښتنو او نظرونو له مخې ترسره کوو چې مونږ ته د برېښنالیک، git issues، ټولنیزو رسنیو او نورو سرچینو له لارې استول کیږي، د.دې نظریاتو په مرسته د خوندیتوب تدبیرونو ته بیاکتنه کوو تر څو د بشري حقونو مدافعین د نویو ګواښونو پر وړاندې خوندي وساتي.
تېر کال، یو شمېر لارښودونه مو وارزول او لاندې برخې مو نوي شرایطو ته په کتو سره اپډېټ کړل:
- د ټولنیزو رسنیو د کارولو په وخت کې، د ډېټا خونديساتل
- د برېښنالیکې اړیکې خونديساتل
- د پیغاماستونې د اپلېکېشن خوندي کارونه
- له هک کېدو وروسته د اکاونټ بېرته ترلاسه کول
- د انستاګرام د کارولو په وخت کې د ډېټا خونديساتل
- د X د کارولو په وخت کې د ډېټا خونديساتل
- د برېښنایی اړیکې خونديساتل
- د برېښنایي د څو اکاونټونو جوړول او خونديساتل
- د وېنډوز خونديساتل
- د انډرویډ خونديساتل
- د انترنېټي اړیکې اړوند ابزار
- د پاسوورډ اړوند ابزار
- د قوي پاسوورډونو جوړول او خونديساتل
- د فایلونو اړوند ابزار
- د اړیکو اړوند ابزار
- د واټسآپ کارولو په وخت کې ځان او د اړیکې خونديساتل
- د فزیکي ګواښونو پر وړاندې د ځان خونديساتل
- د ورکشویو مالوماتو بېرته ترلاسه کول او بېکآپکول
- د حساسو مالوماتو له منځهوړل
- د مالوېر (ویروسو او نورو مضرو سافټوېرونو) پر وړاندې تدبیرونه
- د پیغاماستونې د اپلېکېشن خوندي کارونه
سربېره پر دې، لاندې لارښودونه مو چمتو کړي دي:
- د سېګنال اپلېکېشن د کارولو په وخت کې د کاروونکي او د هغوی د اړیکو خوندیتوب, په دې اړه لارښود موجود دی چې کاروونکي ته د خوندي ګټهاخیستنې او د سېګنال اکاونټ د مصونیت لارې چارې ښودل شوي.
- د سفر پر محال د مالوماتو او الکترونیکي وسیلې خونديکول، په دې اړه یو لړ سپارښتنې مو وړاندې کړي دي او دا مو ښودلی چې له پولې څخه د تېرېدو پر مهال ډېټا او الکترونیکي وسیلې څنګه د تفتیش او تلاشی پر مهال خوندي کېدلی شي.
- پر ټیکټاک د ویدېو خپرولو، کتلو او د دې اپلېکېشن د خوندي او مصؤن کارولو په اړه سپارښتنې، په دې لارښود کې مو پر ټېکټاک د وېدیو خپرولو، ویډیویي اړیکو او خپرونو په اړه د خوندیتوب سپارښتنې وړاندې کړي دي.
په ۲۰۲۶م کې زمونږ لومړیتوبونه
په روان کال کې ټول هغه لارښودونه ارزوو او اپډېټ کوو چې په ۲۰۲۴م کال کې جوړ شوي دي. د نوموړي لارښودونو بېلګې عبارت دې له: د پیغام استونې د اپلېکېشنونو خوندي کارول، د آنلاین اړیکو په اړه د محرمو مالوماتو خونديکول، او د انډرویډ وسیلې خونديکول. د اټکل له مخې، نوي لارښودونه هم جوړوو. دا لارښودونه به د ډیجټلي خوندیتوب پر نوي څانګو باندې تمرکز ولري. ځینې بېلګې یې عبارت دې له: پر ځان د پاملرنې ستراتیژی، د مصنوعي ځیرکتیا خصوصي او خوندي کارول، د مالوېیر او نورو زیانرسوونکو سافټوېیرونو پر وړاندې تدبیرونه. همدارنګه، د ځینو مشخصو ابزارو – لکه Tails، Qube Os، Zoom، Jitsi، Vimeo او دې ته ورته نورو ابزارو په اړه به لارښودونه ترتیب کړو. برسېره پر دې، لکه د تېر په شان، ډا ټول لارښودونه به د ژباړونکو لخوا دیارلسو ژبو ته وژباړل شي او د بېلابېلو سیمو لپاره به ګټه اخیستنې ته وړاندې شي.
یوزر اکسپرینس (د کاروونکي تجربه)
زمونږ دویم لومړیتوب دا دی چې د SiaB له وېبپاڼې څخه په ګټهاخیستنه کې سهولت رامنځته کړو. هره میاشت، څه د پاسه لس زره کتونکي زمونږ له وېبپاڼې څخه لیدنه کوي. تېرکال، د وېببلاک برخې لپاره مو RSS او د لټون برخه جوړه کړه، او د «ارزونې او پلانجوړونې» برخه مو وراضافه کړه. اوس غواړو چې د خپاره شوي مطالبو په متنونو کې یو لړ تغیرات راولو تر څو لوستل یې آسانه شي؛ او همدارنګه، غواړو ځینې ځانګړنې وېبپاڼې ته وراضافه کړو تر څو منځپانګې ته لاسرسی آسانه شي. د بېلګې په توګه د منځپانګې کتلو لپاره نوي ځانګړنې اضافه شوي تر څو له یوې موضوع څخه بلې موضوع ته یا د پانې اړولو او لټون ساده شي. کله چې نوی لارښود وېبپاڼې ته اپلوډ کیږي، کتونکي وکولای شي چې نوموړی لارښود وګوري او همدارنګه له هر لارښود سره به د وروستی ارزونې او بیاکتې نېټه هم ذکر وي تر څو کتونکې مطمین وي چې د دوی د اړتیا وړ مالومات اپډېټ دي.
Codeberg ته د ډېټا انتقالول
زمونږ دریمه موخه دا ده چې مونږ باید ډیجټلي خپلواکی ته ورسېږو. په دې لړ کې موږ غواړو چې د SiaB د ډېټا مخزن له GitLab څخهCodeberg ته انتقال کړو. له ۲۰۲۰م کال راهیسې، زمونږ ټوله ډېټا په GitLab کې زېرمه کیږی. اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې د تکنالوژی له لویو کمپنیو څخه Codeberg ته واړوو. Codeberg د سافټوېیر جوړولو یو پلټفارم دی چې چارې یې د فعالینو له ټولنو لخوا پرمخ وړل کیږي. دا پلټفارم د Forgejo پر مټ ولاړ دی. Forgejo د سافټوېیر د کنټرولولو اړوند د FLOSS git بېلګه ده چې د GNU عمومی جواز لري. GitLab د تکنالوژی شخصي کمپنی لخوا مدیریت کیږي خو د Codeberg چارې د هغو غیرانتفاعی ټولنو لخوا پر مخ وړل کیږي چې په اروپا کې په رسمي توګه ثبت دي. د اټکل له مخې د ډېټا لېږد به د سږکال تر پایه سرته ورسیږي.
تاسو څنګه ونډه اخیستلی شی
SiaB یا د ډیجتلي خوندیتوب صندوق د وړیا-سرچینو د مالوماتو مخزن دی. د دې مالوماتو د ښهوالي په موخه ستاسو د نظریاتو او وړاندیزونو هرکلی کوو. که غواړئ ونډه واخلی، د README page برخې ته ورشئ او د نظریاتو د شریکولو لارښود په عملي کولو سره خپل نظریات او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړئ. ستاسې ونډې ته سترګې په لاره یو، او د SiaB د ښهوالي لپاره ستاسو له هڅو منندوی یو!
انځور: ۲۰۲۶م کال کې د SiaB د لارې نقشه، انځورګر Inés Binder. دا انځور دInkscape وړیا سافټوېیر په مرسته جوړ شوی، او د Creative Commons Attribution-NonCommercial-ShareAlike 4.0 Generic license د قواعدو پر بنسټ خپور شوی دی.