ځان د فزیکي ګواښونو پر وړاندې خوندي کړئ
Updated9 April 2024
Table of Contents
...Loading Table of Contents...موږ د حساسو معلوماتو د خوندي ساتلو لپاره خپلې ډېرې هلې ځلې پر ډیجیټلي خوندیتوب متمرکزې کوو؛ خو دا یوازې د معلوماتي خوندیتوب یوه برخه ده. که وسایل مو ورک شي، غلا شي، له منځه ولاړ شي، ضبط شي یا زیانمن شي، بیا نو ستاسې ټولې ډیجیټلي هڅې په یوه شېبه کې بې پایلې او په اوبو لاهو کېږي. د فزیکي خوندیتوب لپاره پلان جوړول هماغسې مهم دي لکه د ډیجیټلي وسایلو د خوندي کول چې دي.
د خطر کره ارزونه، د خوندي کاري چاپېریال ساتل او د خوندیتابه تګلارو لیکل کولی شي د فزیکي زیان رسوونکو پېښو مخه ډب کړي. که له رسمي سازمان (ادارې) سره کار نه کوئ، بیا هم دا یو ښه نظر دی چې د ځان، کورنۍ او همکارانو لپاره لارښوونې او ځوابيز پلانونه ولیکئ.
مجرمین او سیاسي انګېزه لرونکي بریدګر دواړه ستاسو د معلوماتو د هدف ګرځولو لپاره دلایل لرلی شي. دوی ممکن ستاسې مالي معلوماتو، د کار اړوند حساسو معلوماتو یا شخصي جزئیاتو ته لاسرسی ومومي؛ ترڅو ومو ډار کړي، تورن مو کړي یا ستاسې د نوم د کارولو هڅه وکړي. تاسو له نورو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له کبله هم هدف ګرځول کېدای شئ، لکه د اړیکو لېستونه، مرکې، شهادتونه یا د قربانیانو یا شاهدانو پیژندویه معلومات. جرمونه او سیاسي بریدونه ډېر کله له یو بله تفکیک کېدای نه شي او د حساسو معلوماتو ترلاسه کولو هڅې اکثراً د قېمتي وسایلو د غلا په څېر برېښي.
کله چې د خپل خوندیتوب لپاره پلان جوړوئ، د ټولو اړوندو کسانو د خوندیتوب په اړه فکر کول ډېر مهم دي. د دې لپاره د Front Line Defenders د هوساینې او فشار مدیریت سرچینې ته مراجه وکړئ.
د فزیکي خوندیتوب پر مهال، اړ یاست چې په دې پروسه کې ډېر حساس معلومات تبادله او زېرمه کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې هم ستاسو حساس معلومات او هم ستاسو د انلاین اړیکو محرمیت خوندي کړئ.
د لاندې ګامونو په پام کې نیولو او تعقیبولو سره د فزیکي خوندیتوب پلان جوړول پیل کړئ.
د ټیټ لګښت او ټیټې ټکنالوژۍ خوندیتوب تدابیر په پام کې ونیسئ
- که څه هم د فزیکي خوندیتوب لپاره د بودیجې ځانګړې کول مهم دي، خو یوازې پیسې د خوندیتوب ترلاسه کولو یوازینۍ لاره نه ده. ستاسې کړنې، طرزالعملونه، ډله ییز کار، چمتووالی، پلان جوړونه، تمرین، وخت او زده کړه ټول وړیا دي.
- د خوندیتوب لپاره پنځوونکې او ټیټې ټکنالوژۍ حل لارې په پام کې ونیسئ: لکه څنګه چې یو سپی د وروستۍ څارنیزې کامرې په څېر ښه الارم کېدای شي. روایت دی چې په لرغونو جاپاني کلاګانو کې قصداً چرچره فرشونه کارېدل ترڅو یرغلګر وپېژني.
- خوندیتوب لپاره بېلابېلو تدبیرونه په نظر کې ولرئ. لکه څنګه چې یوه رسۍ هر څومره ډېر تارونه ولري، هومره پیاوړې وي.
ولې دا سپارښتنه کوو
د خوندیتوب لپاره تل د لوړې یعنې پرمختللې ټکنالوژۍ حل لارې اړینې نه دي. یوازې د خپلو نیکونو په څېر فکر وکړئ - هغوی د څارنې کامرو، وروستیو پرمختللو بریښنايي الارم سیسټمونو، ځواکمنو فولادي دروازو او حتی بریښنا پرته خوندي وو. د خوندیتوب هغه اصول لا هم د پلي کېدو وړ دي.
که د اور وژنې لپاره وروستۍ وسیله پېرودلای نه شئ، نو بل څه کارولی شئ؟ شګه، خټه یا وړینې کمبلې هغه لارې دي چې خلکو په تېرو وختونو کې کارولې دي او لا هم کارول کېدای شي. د دې پر ځای چې ووایئ: "زه د اور وژنې لپاره وروستۍ وسیله نه شم پېرودلای، نو اور نشم وژلی،" نه، پنځګر او خلاق اوسئ، د معقولانه حللارو په مرسته بدیلې لارې پیدا کړئ او د خوندیتوب وړاندیز شوي پړاوونه په سمه توګه تعقیب کړئ.
د خوندیتوب د بېلابېلو تدابیرو کارول د "ژورې دفاع" په نوم یادېږي. هر تدبیر ممکن ناکام شي، خو د دې تدابیرو ترکیب زیات خوندیتوب درته برابروي. څومره چې مو خوندیتوب د بېلابېلو پړاوونو پر بنسټ جوړ وي، هومره به مو پلان ځواکمن وي.
له همکارانو او کورنۍ سره مو د فزیکي خوندیتوب تګلاره جوړه کړئ
- که تاسې له نورو سره یو ځای ژوند کوئ یا له بلې ادارې سره دفتر شریکوئ، د خوندیتوب په اړه ورسره خبرې وکړئ. هڅه وکړئ معلومه کړئ چې د یو بل او لیدونکو څخه د څه ډول چلند تمه لرئ.
- له خپلو ګاونډیانو سره آشنا شئ. دا چاره د کار ځای په امنیتي وضعیت پورې اړه
لري، دا کار دوه فرصتونه برابرولای شي:
- ګاونډیان د همکارانو په څېر کولی شي ستاسې کور یا دفتر ته په پام کولو کې مرسته وکړي.
- که نه، ګاونډیان د هغو ممکنه ګواښونو په نوملړ کې شاملېږي، چې اړتیا ده رسېدنه ورته وشي.
- د خوندیتوب تګلارې لپاره لازم وخت ځانګړی کړئ.
- • له خپلو همکارانو سره همغږي وکړئ، ترڅو په دې پروسه کې برخه واخلي.
- • له کورنۍ غړو سره هم همغږي وکړئ، ترڅو د کور د خوندي ساتلو لپاره پلانونه جوړ کړئ.
- • ډاډ ترلاسه کړئ چې هر څوک د پوښتنو کولو لپاره وخت لري، ترڅو د هغوی مکلفیتونه او د هغوی د ترسره کولو دلیلونه ښه وپېژني.
- • معلومه کړئ چې ستاسې همکاران یا د کورنۍ غړي د تګلارې عملي کولو لپاره څه ډول ملاتړ ته اړتیا لري، او ډاډ ترلاسه کړئ چې دغه ملاتړ موجود دی.
- د تګلارې بیاکتنې لپاره نېټې وټاکئ.
- د خوندیتوب او د ساتنې ظرفیت لوړولو لپاره د منظمو تمرینونو وخت وټاکئ.
- د خوندیتوب د لنډو معلوماتو کړنلارې او د پېښو په اړه د معلوماتو شریکولو لپاره د تمې فارمټ جوړ کړئ.
- د تګلارې اسناد په داسې بڼه زېرمه او بک اپ کړئ، چې ژر لاسرسی ورته ممکن وي.
- د خپلو اسنادو د وړاندې کولو لپاره داسې پلان جوړ کړئ، چې نوې کسان په سازمان کې د تګلارې په اړه پوه شي.
- د فرنټ لاین ډېفېنډرز د خوندیتوب کاري لارښود وګورئ، چې د خوندیتابه تګلارې د جوړولو لپاره عملي او کارنده سلا مشورې وړاندې کوي.
- د خوندیتوب د تګلارې بېلګې د دیجټلي خوندیتوب شریکي سرچینې ترلاسه کړئ تر عنوان لاندې موندلای شئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
بیړني حالتونه ډېر کله زموږ د واضح فکر کولو وړتیا اغېزمنوي. له همدې امله، د خوندیتوب لپاره د خپلو پلانونو لیکل او د وضعیت په بدلېدو سره د هغې بیاکتنه کول یو ښه نظر دی. دغه سند له خپلو همکارانو او/یا د کورنۍ له غړو سره جوړ کړئ ترڅو هر څوک پوه شي چې د ضرورت په وخت کې څه وکړي. دا کار یو څه وخت نیسي، خو مخکې له مخکې ترسره کول دا ډاډ ورکوي چې هر څوک به د مهمو جزیاتو د تطبیق لپاره پوه وي.
په بیړني (اضطراري) حالت کې د اړیکو پلان (کمیونیکیشن پلان) جوړول
د کورنۍ او دفتر لپاره د بیړني حالت د اړیکو پلان لرل خورا مهم دي. لاندې ټکي په پام کې ونیسئ او په خپل پلان کې یې شامل کړئ:
- هغه کسان وټاکئ چې ستاسې د ملاتړو او همکارانو په شبکه کې دي او بیړني وخت کې مرسته درسره کولای شي.
- د کارکوونکو د بیړنیو اړیکو او طبي وضعیت په اړه معلومات راټول کړئ.
- د اور، سېلاب یا نورو طبیعي پېښو په صورت کې د اړیکو نیولو لپاره مسؤل کسان معلوم کړئ.
- د غلا یا پر دفتر د برید په صورت کې د غبرګون څرنګوالی په ګوته کړئ.
- هغه ګامونه وټاکئ چې باید د ورک شوي یا غلا شوي وسیلې په اړه باید واخیستل شي.
- که حساس معلومات افشا یا ورک شي، چا ته باید خبر ورکړل شي.
- له ځایه بهر د بک اپ سیستم څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو څرنګوالی زده کړئ.
- د بیړنیو او اړینو ترمیماتو ترسره کولو څرنګوالی مالوم کړئ.
- له هغو شرکتونو سره د اړیکې نیولو څرنګوالی روښانه کړئ، چې بریښنا، اوبه یا انټرنیټي خدمات وړاندې کوي.
په پلان کوم ټکي شامل وي؟
خپل د خطرونو او زیانمنونکو سیمو ارزونه وکړئ او د لاندې پوښتنو ځوابونه مو په پلان کې شامل کړئ:
- ستاسې معلومات څنګه له منځه تللی یا افشا کېدلی شي؟
- که داسې وشي، پایلې به یې څه وي؟
- کوم وسایل کاروئ؟
- • د وسایلو بشپړ نوملړ (Inventory) جوړ کړئ.
- • د وسایلو سریال نمبرونه او فزیکي ځانګړتیاوې پکې شاملې کړئ.
- • په ګوته کړئ چې کوم وسایل له کومو خدماتو سره وصل دي (لکه ټولنیزې رسنۍ، د لرې لاسرسي کلیزې، ایمیلونه، انلاین فایل زېرمتونونه او نور).
- کوم وسایل کاروئ؟
- دغه وسایل په فزیکي ډول چیرته موقعیت لري؟
- • پراخ فکر وکړئ: یوازې د دفتر یا کور په معلوماتو تمرکز مه کوئ، بلکې په دې اړه هم فکر وکړئ چې کوم معلومات د چا په بکسونو، د بیا ګټې اخیستنې په کثافتي ډبرو یا "انټرنیټ کې" زېرمه شوي دي (چې ډېر ځله دا معنا لري چې معلومات د انلاین خدماتو وړاندې کوونکو یا ټولنیزو رسنیو شرکتونو په سرورونو کې دي).
- دغه وسایل په فزیکي ډول چیرته موقعیت لري؟
- د کار لپاره مو د شخصي وسایلو د کارونې تګلاره څه ده؟
- د اړیکو لپاره مو کوم چینلونه کاروئ او څنګه یې کاروئ؟
- • د بیلګې په توګه لیکونه، فکسونه، موبایلونه، ثابت ټیلیفونونه، ایمیلونه، ویډیو زنګونه، ټولنیزې رسنۍ او خوندي پیغام رسونې پلیټفارمونه.
- د اړیکو لپاره مو کوم چینلونه کاروئ او څنګه یې کاروئ؟
- مهم یا حساس معلومات څنګه زېرمه کوئ؟
- • کمپیوټري هارډ ډرایفونه، ایمیل او وېب سرورونه، USB فلشونه، اکسترنل
هارډ ډرایفونه، موبایلونه، چاپي کاغذونه او په لاس لیکل شوي یادښتونه د
ډېټا د زېرمه کولو معمولې لارې دي.
- • په پلان کې مو هره لاره ذکر کړئ چې ایا معلومات کوډ شوي دي، چیرته بک اپ شوي، او څوک د دې معلوماتو د کوډ ماتولو لپاره کیلي یا پاسورډ ته لاسرسی لري.
- • زموږ د حساسو معلوماتو د ساتنې لارښود څپرکۍ and our basic security guides on encrypting your devices and setting screen locks وګورئ او زموږ د وسایلو د کوډ کولو او سکرین لاکونو د تنظیم لپاره بنسټيز امنیتي لارښودونه تعقیب کړئ.
- • کمپیوټري هارډ ډرایفونه، ایمیل او وېب سرورونه، USB فلشونه، اکسترنل
هارډ ډرایفونه، موبایلونه، چاپي کاغذونه او په لاس لیکل شوي یادښتونه د
ډېټا د زېرمه کولو معمولې لارې دي.
- مهم یا حساس معلومات څنګه زېرمه کوئ؟
- کله چې حساسو معلوماتو ته نور نو اړتیا ونه لرئ، څنګه یې له منځه وړئ؟
- • څنګه به هغه کاغذونه چې حساس معلومات لري په خوندي ډول له منځه یوسئ؟
- • له هغو وسایلو څخه چې نور یې نه کاروئ، حساس معلومات څنګه لرې کوئ؟
- • د حساسو معلوماتو د خوندي حذفولو څرنګوالي لپاره زموږ لارښود تعقیب کړئ.
- کله چې حساسو معلوماتو ته نور نو اړتیا ونه لرئ، څنګه یې له منځه وړئ؟
- د سفر لپاره مو پلان څه دی؟
- • تاسو، همکاران او د کورنۍ غړي به مو په بیلابیلو شرایطو کې له کډوالۍ او سرحدي پولیسو سره څنګه تعامل کوئ؟
- • حساس معلومات یا سافټویر چې ممکن د تور پورې کولو لامل وګرځي، څنګه مدیریت کوئ؟
- • که د سفر بیمې په اړه اړیتا وي، نو په دې اړه څه ډول معلوماتو ته اړتیا لرئ ؟
- • آیا د سفر پر مهال له داسې یوه همکار سره شراکت کول غوره دي چې سفر نه کوي او په ټاکل شوو وختونو کې ورسره اړیکه ونیسئ؟
- • که همکار مو په ټاکلي وخت اړیکه ونه نیوه، څه به کوئ؟
- د سفر لپاره مو پلان څه دی؟
- په بېلابېلو بیړنیو حالاتو کې به څه کوئ؟
- • ساده چکلسټونه جوړ کړئ ترڅو د بېړې به وخت کې عمل کول درته اسانه شي.
- • د قانوني ملاتړ د لاسرسي په اړه معلومات پکې شامل کړئ.
- • دا معلوم کړئ چې د قانون پلي کونکي پرسونل، د کور خاوندان (که چېرې د اوسېدنې ځای مو په کرا نیولی وي) او نورو پر وړاندې کوم قانوني ملاتړ لرئ چې ممکن ستاسې کور یا دفتر ته د ننوتلو هڅه وکړي.
- په بېلابېلو بیړنیو حالاتو کې به څه کوئ؟
ولې دا سپارښتنه کوو
فکر وکړئ که وسایل او اسناد مو د غلا، طبیعي پېښو یا ضبط له کبله له لاسه ورکړئ، څه به پېښ شي؟ څوک به اغیزمن شي؟ ایا تاسې به وتوانېږئ چې خپل کار ته دوام ورکړئ؟ د بیلابېلو خطرونو په اړه فکر کول کولای شي ستاسې پر کار د هغوی د ناوړه اغېزو په راکمولو کې مرسته وکړي.
ستاسې هر ډول معلومات ښایي په یو نه یو ډول زیانګالي (زیان سره مخ) وي. د بېلګې په توګه، هغه فایلونه چې په USB فلش کې مو زېرمه کړي وي، د زیان رسوونکي سافټویر له ګواښ سره مخ کېدای شي. همدارنګه، دا فلش ښایي ورک یا غلا شي. د خپل پلان په جوړولو پر مهال د دې ډول ټولو احتمالاتو په اړه فکر وکړئ. ځینې ګامونه چې تاسو یې باید د خوندیتوب لپاره واخلئ، لکه د فایلونو بک اپ د دفتر له ځایه بهر زېرمه کول، د ډیجیټلي او فزیکي ګواښونو دواړو پر وړاندې ګټور دي.
هیڅ داسې "سمه" تګلاره نه شته چې ټولو ته مناسبه وي؛ ستاسې لپاره هغه تګلاره ګټوره ده چې له وضعیت سره مو سمون ولري. د بېلګې په توګه، که د دفتر څخه د وسایلو د وړلو په اړه مو پرېکړه کوئ، ممکن اړتیا ولرئ چې دا موضوع نوره هم مشخصه کړئ. ایا تاسو باید د داسې یو چا لپاره تګلاره جوړه کړئ چې یوازې د ښار په یوې برخې کې تګ راتګ کوي؟ که د پولو له لارې تېرېږي؟ آیا بل څوک مو بکس لېږدوي؟ که په یوه مظاهره کې ګډون کوئ، وسیلې ته متوجه ګواښونه مو څنګه بدلون مومي؟
دفتر ته د لاسرسي لپاره یوه تګلاره جوړه کړئ
- ستاسې تګلاره کې باید د بېلابېلو موضوعاتو لکه امنیتي کمرو، آلارم سیستم؛ او که چېرې ستاسو ادارې ته پُستې بستې راسیږي او یا کوم څوک د تعمیر پاککارۍ، حفظ او مراقبت لپاره راځې د تقسیم اوقات او نظارت په اړه قواعد شامل وي.
- خپل فزیکي امنیت د لاندې پوړونو په توګه په پام کې ونیسئ او د هرې برخې د
خوندي کولو لپاره پلان جوړ کړئ:
- • د ځای دیوالونه یا کټارې،
- • د دېوالونو/کټارو او د ودانۍ دروازو او کړکیو تر منځ ساحه،
- • د ودانۍ دننه برخې،
- • په پای کې، د ودانۍ دننه یوه خوندي خونه او د بیړني حالت لپاره د وتلو پلانونه.
- خپل فزیکي امنیت د لاندې پوړونو په توګه په پام کې ونیسئ او د هرې برخې د
خوندي کولو لپاره پلان جوړ کړئ:
- پرېکړه وکړئ چې ستاسې د ځای کومې برخې باید د لیدونکو لپاره محدودې وي.
- که امکان ولري، د خونديتوب او محرمیت لپاره د خونو ترتیب بدل کړئ:
- یوه د ښه راغلاست خونه جوړه کړئ، چې لیدونکي پکې دفتر ته د ننوتلو پر مهال ومنل شي او هلته ورته ښه راغلاست وویل شي.
- • یو جلا د غونډو تالار جوړ کړئ، چې د عادي کار ځای څخه جلا وي.
- که له کوره کار کوئ، ښایي اړتیا وي چې له لیدونکو (مراجعینو) سره د لیدنې څخه مخکې مو خپل اسناد او تجهیزات مو یوې خونې یا بل خصوصي ځای ته ولېږدوئ.
- هڅه وکړئ چې وسایل له باوري او پېژندل شوو تولیدوونکو څخه وپېرئ، لکه Apple، Google، Samsung، Sony او نور. د ناپېژندل شوو برانډونو وسایل مه اخلئ؛ ځکه چې کېدای شي له مخکې زیان رسوونکي سافټویر ولري یا د خوندیتوب تازه معلوماتو څخه بې برخې وي.
- ستاسې پرېنټرونه، مانیټورونه، پروجکټورونه او نور وسایل ډېر احتمال لري چې د USB، اېتېرنېټ یا نورو بندرونو (ports) سره مجهز وي. دا وسایل په داسې ځای کې وساتئ چې عام خلک ورته لاسرسی ونه لري، ترڅو څوک ونه شي کولای چې جاسوسي وسیله پکې نصب کړي یا یې ورسره ونښلوي.
ولې دا سپارښتنه کوو
موږ ډېری وختونه ډیجیټلي ګواښونه یوازې تخنیکي ګڼو. خو هکران د "ټولنیزې انجینیرۍ" په نوم تخنیک کاروي، چې په هغه کې هڅه کوي تاسې په دې قانع کړي چې هغوی ته ستاسې وسایلو ته نږدې د فزیکي لاسرسي اجازه ورکړئ. د دې لپاره چې ستاسې ډیجیټلي معلوماتو ته لاسرسی ونه مومي، د لاسرسي په اړه تګلاره جوړه کړئ، چې په هغې کې دا باید مشخصه شوې وي چې څوک ستاسې د ځای کومې برخې ته لاسرسی لري او ولې، او دا پلان کړئ چې دا تګلاره څنګه خوندي وساتئ.
کله چې له کور یا دفتر څخه بهر کار کوئ
- عام وایفای او د انټرنیټ کافې باید غیر خوندي وبلل شي.
- د عام وایفای سره د نښلېدو پر مهال د بریدونو د مخنیوي لپاره مجازي شخصي شبکه (VPN) یا د تور براوزر وکاروئ. د دې وسیلو په اړه نور معلومات د انترنټ پر لیکه په ناڅرګند ډول براوزینګ او له سانسوریز خڼدونو تېرېدل تر عنوان لاندې ولولئ.
- لپټاپ داسې بکس کې ولېږدوئ چې د لپټاپ د بکس په څېر ښکاره نه شي.
- خپل وسایل تل له ځان سره وساتئ. د بېلګې په توګه، کله چې وسیله چارجوئ، سترګې ترې بلې خوا ته مه اړوئ.
- د امنیتي کیبل اخیستلو په اړه فکر وکړئ او دا عادت وګرځوئ چې نږدې ځایونو کې داسې شیان ومومئ چې کیبل پرې ونښلوئ. غله ډېری وختونه د ډوډۍ خوړلو یا تشناب ته د تګ پر مهال په هوټل خونو او کافې شاپونو کې پرېښودل شوي تجهیزات غلا کوي.
- په یاد ولرئ چې د هوټل کارکوونکي چې ماسټر کیلي لري د هوټل خوندي بکسونو (safe deposit boxes) ته هم لاسرسی لري.
د څارنې د کامرو او حرکت سنسرونو د کارولو په اړه متوجه اوسئ
- په یاد ولرئ که چټک خبرداری غواړئ، نو ټیټې ټکنالوژۍ حل لارې لکه هغه زنګونه یا الارمونه چې د دروازې د پرانیستل کېدو پر مهال بلیږي، یا سپی چې غپېږي، کولای شي د څارنې له کامرو لازیات اغېزمن وي. د تړلي سرکټ تلویزیوني (CCTV) کامرې کېدای شي د څارلو لپاره ځانګړي کسان یا د ثبت شویو ویډیوګانو بیاکتنې ته اړتیا ولري.
- فکر وکړئ چې آیا د خپل ځای د څارنې لپاره د کامرو کارول، په هغه صورت کې چې ستاسو مخالف دې کامرو ته لاسرسی پیدا کړي، هلته کارکوونکي یا نږدې خلک له خطر سره مخ کوي؟ دا خطر د دې اړتیا پر وړاندې وارزوئ چې پوه شئ چې ستاسې ځای پلټل شوی، برید پرې شوی یا غلا شوی دی.
- د "شیانو انټرنیټ" (Internet of Things) لکه د ایمیزون Ring سیستمونو څخه ډډه وکړئ. د ډېرو شیانو انټرنیټ سیسټمونه د جاسوسۍ لپاره مشهور زیانګالي دي. ایمیزون، چې د Ring سیسټم وړاندې کوي، د دې کارونکي د اجازې پرته د قانون پلي کوونکو ادارو سره د کامرې ثبتونه شریک کړي دي او ښایي ستاسو معلومات په نورو نه افشا شویو لارو وکاروي.
- د بدیل په توګه، د Haven په څېر وسیله وکاروئ چې په ځانګړي ډول د بشري حقونو مدافعینو لپاره جوړه شوې، ترڅو خپل شاوخوا او ډېټا باندې نظارت ولري.
- که د څارنې کامره کاروئ، ښایي وغواړئ چې ویډیو له هغه ځایه بهر ولیږئ چې څارئ یې. دا ویډیو باید کوډ شوې واستول شي او په کوډ شوې بڼه هر ځای چې زېرمه کېږي، پاتې شي. دا هم په پام کې ونیسئ چې څنګه فزیکي لاسرسی خوندي کړئ، دا ویډیوګانې څومره وخت وساتئ، او په خوندي ډول یې څنګه له منځه یوسئ.
خپله ځايي شبکه (لوکل نېټورک) خوندي کړئ
د اېتېرنېټ کیبلونه وکاروئ، خو یوازې په خوندي سیمو کې
- د اېتېرنېټ کیبلونه کارول کېدای شي خوندي وي؛ ځکه چې بېسیمه شبکه پرته له فزیکي لاسرسي څخه ماتېدلی شي.
- د اېتېرنېټ کیبلونه له ودانۍ یا فزیکي ساتل شوو سیمو څخه بهر مه غځوئ؛ ځکه دا چاره غلو ته د نښلولو یا زیان اړولو لپاره اسانتیا برابروي.
خپل بېسیمه شبکې لپاره پیاوړی پاسفریز وکاروئ
- زموږ د پیاوړو پاسورډونو جوړولو او ساتلو لارښود تعقیب کړئ.
- خپله بېسیمه شبکه د WPA2 یا WPA3 خوندیتوب لپاره تنظیم کړئ.
- د بېسیم شبکې د خوندیتوب ګامونه د کارېدونکي روټر پر ډول پورې اړه لري.
ولې دا سپارښتنه کوو
هر څوک چې د وایفای سیګنال ساحې ته نږدې وي، ستاسې د شبکې یا اړیکو جاسوسي کولی شي. که وایفای مو کمزوری پاسورډ ولري یا بېپاسورډه وي، هر څوک چې د وایفای ساحې ته نږدې وي، ممکن (احتمالي) بریدګر ګڼل کېږي.
د فایروال روټر نصب کړئ
- د فایروال روټر اخیستل او نصب کول په پام کې ونیسئ ترڅو خپل دفتر یا د کور شبکه د انټرنېټي خدماتو وړاندې کوونکي شرکت د روټر څخه جلا او خوندي کړئ. د دې په اړه زموږ لارښود د څنګه خپل روټر خوندي کړو تر عنوان لاندې ولولئ .
ولې دا سپارښتنه کوو
انټرنېټي خدمات وړاندې کوونکي ستاسې روټر ته بشپړ لاسرسی لري، چې د انټرنېټي خدماتو لپاره یې درکړی. ځینې وختونه، دوی کولای شي له دې روټر څخه ستاسې شبکې، اړیکو او وسایلو ته لاسرسی ومومي. د فایروال روټر کارول کولی شي هغوی له دې وړتیا څخه محروم کړي چې ستاسې شبکې ته نښلول شوي وسایل وویني. نو د خپل انټرنیټ چمتوونکي (ISP) راوټر شاته د خپل فایروال فعالیت لرونکي راوټر ځای په ځای کول (یا د ISP راوټر د خپل راوټر سره بدلول) او خپل راوټر ته د نښلولو پر ځای د ISP راوټر ته د نښلولو پرځای، ستاسو انټرنیټ چمتوونکي ته اجازه نه ورکوي چې وویني کوم وسایل ستاسو شبکې سره نښلي.
اضافه وسایل (آلې) شبکې ته مه نښلوئ
- ټلویزیونونه، کامرې، ټیلیفونونه، پرېنټرونه، د ویډیو لوبو کنسولونه او د "شیانو انټرنېټ" (IoT) وسایل هم د کمپیوټرونو په څېر ګڼ ګواښونه لري. د هرې نوې وسیلې (آلې) له نښلولو مخکې په دې اړه ښه فکر وکړئ.
- وګورئ چې کوم وسایل مو شبکې ته نښلول شوي دي او هغه وسایل پرېنږدئ چې نه یې کاروئ.
د وایفای نوم بدل کړئ
- خپل وایفای ته داسې نوم ورکړئ چې ستاسې هویت، سازمان یا د لاسرسي ځای واضح نهکړي.
د مېلمنو لپاره جلا وایفای اکاونټ جوړ کړئ
- ډېری عصري وایفای وسایل دا وړتیا لري.
- په دې توګه، مېلمنو ته د خپل پاسورډ ورکولو اړتیا نهلرئ او که اړتیا وي، د پاسورډ بدلول به اسانه وي.
- ډاډ ترلاسه کړئ چې د مېلمنو شبکه پر پیاوړي پاسورډ خوندي وي. خپل روټر بېپاسورډه پرېښودل تېری کوونکو ته دا اسانتیا برابروي چې په وایفای کې لاس وهنه وکړي.
خپل شبکوي (نېټورکېنګ) تجهیزات خوندي کړئ
- سرورونه، روټرونه، سویچونه او موډیمونه مو په خوندي خونه یا المارۍ کې قفل کړئ ترڅو دغو تجهیزاتو ته د زیان رسوونکو کسانو د لاسرسي مخه ونیسئ.
ډاډ ترلاسه کړئ چې سرورونه مو کوډ شوي دي
- که دفتر مو سرورونه کاروي، له هغو کسانو سره همکاري وکړئ چې سرورونه اداره کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې معلومات یې کوډ (Encrypted) دي. د نورو معلوماتو لپاره زموږ لارښود د خپل ديجټلي مالومات په محرم توګه خوندي کول تر عنوان لاندې ولولئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
د سرورونو کوډ کول ستاسې فایلونه خوندي کوي که سرورونه ضبط شي، یا که اړتیا وي د ترمیم یا بدلولو لپاره له ځایه وایستل شي.
د پېښو او بریښنا د پرې کېدو مخه ونیسئ
کمپیوټرونه، شبکوي تجهیزات او د معلوماتو زېرمه کولو وسایل ډېر حساس دي. د څارنې کامرې، پرېنټرونه، "هوښیار (سمارټ) وسایل" او نور هارډویر تجهیزات هم د بریښنایي زیانونو له خطر سره مخ دي. بریښنایي بدلونونه لکه د برېښنا چټکې څپې، پرې کېدل، یا تور او خړ بلاکاوتونه (آسماني برېښناوې) د وسایلو برېښنایي برخې زیانمنولای شي یا د هارډ ډرایفونو معلومات له منځه وړلای شي. ډېره تودوخه (حرارت)، دوړې او لندبل هم هارډویر ته زیان رسوي.
د لین لرونکي برېښنایي ساکټونه وکاروئ
د لین لرونکي برېښنا اتصال د وسایلو عمر اوږدوي او د برېښنا د نامنظمو څپو یا بریښنا جټکو له کبله د زیان احتمال کموي.
الکترونیکي وسایل سرج پروټیکټرونو (د ولتاج کنترولولو آله) سره ونښلوئ
- ټول برېښنايي سټرېپونه د سرج پروټیکټر ځانګړتیا نه لري؛ نو د نوي سټرېپ د پېرودلو پر مهال اړوند مشخصات وګورئ. د سرج پروټیکټر کې باید د اعظمي ولتاژ او جولیونو درجه ذکر شوې وي.
- که برېښنا مو ډېره بې ثباته (بیا-بیا پرې کېدونکې) وي، کېدای شي د "پاور فلټر" یا "لاین کنډېشنر" اړتیا ولرئ.
- سرج پروټیکټرونه، UPSs، برېښنايي سټرېپونه او د تمدید کیبلونه په داسې ځای کې کېږدئ چې د ټکر یا ناڅاپي حرکت په صورت کې بند نهشي.
د تور بلاکاوت (تندر) په صورت کې د را منځته کېدونکي زیان مخنیوی وکړئ
- د برېښنا د نه پرې کېدو وسایل (UPSs) نصب کړئ. دا وسایل سرج پروټیکټرونو ته ورته دي، خو د تندر پر مهال لنډمهاله برېښنا برابروي.
- UPS د سرورونو او هغه ډیسټاپ کمپیوټرونو لپاره ارزښتناک دي چې د برېښنا پرته کار نهشي کولای.
- د داسې څراغونو په اړه فکر وکړئ چې په برېښنا پورې تړلي نه وي − پیاوړي څراغونه، د بیټرۍ په واسطه چلېدونکي یا له انرژۍ څخه چارجر شوي څراغونه.
نوې ودانۍ ته د کډه کېدو پر مهال د برېښنا رسول وازمویئ
- مخکې له دې چې مهم وسایل ولګوئ (نصب کړئ)، هلته د برېښنا جریان وګورئ. که څراغونه او پکې سم کار نهکوي، ډېره زیاته یې امکان شته چې ستاسې ډیجیټلي وسایل زیانمن کړي.
- له یو باوري د برېښنا تخنیکي متخصص څخه وغواړئ چې د کیبلونو وضعیت وارزوي.
ښه کیفیت لرونکي کیبلونه ترلاسه کړئ
- که د لوړ کیفیت کمپیوټر کیبلونه، سرج پروټیکټرونه او بریښنايي سټرېپونو اخیستل غواړئ، نو ښه به وي چې څو اضافي مقدار هم واخلئ تر څو د ضرورت په وخت کې تاسو سره موجود وي. زړې بریښنايي سټرېپونه چې له دېوال ساکټونو څخه غورځي او یا یې نښلونکي په ښه توګه نښلېدای نه شي، ستاسې وسایلو او معلوماتو ته زیان رسوي او د خلکو لپاره هم خطرناک کېدای شي.
هواکش سیستم
- که کمپیوټر په المارۍ کې اېښی وي، ډاډ ترلاسه کړئ چې په کافي اندازه هوا ورکول کېږي ترڅو له ډیر ګرمېدو څخه یې مخنیوی وشي.
- کمپیوټري تجهیزات د بخارۍ، ګرمېدونکو ځایونو، د هوا ساتونکو یا نورو هوايي مجراوو ته نږدې مه ږدئ.
د غلا، زیان رسونې او ضبط مخنیوی وکړئ
له قلفونو پیل وکړئ
- که ممکن وي، په دروازو او کړکیو د لوړ کیفیت لرونکي قلفونه ولګوئ.
- د کیليو د شمېر او د هغوی د وېش په اړه معلومات وساتئ.
- د هغو کسانو څخه چې نور لاسرسي ته اړتیا نه لري کیلي ګانې بېرته راټولې کړئ (د سازمان د پرېښودو پر مهال د کیلي اخیستل تر ټولو مناسب وخت دی.)
- د لپټاپ لپاره د خوندي کولو بکس یا د حساسو اسنادو او تجهیزاتو لپاره قلف لرونکی الماری واخلئ.
- د وسایلو پخپله قلف کول:
- ډېری ډیسټاپ کمپیوټر کیسونه د قلف لپاره ځانګړی ځای لري چې د هارډویر له خرابېدو یا زیان څخه مخنیوی کوي.
- د امنیتي قلف لرونکو کیبلونو څخه ګټه واخلئ، ترڅو ډیسټاپ یا لپټاپ کمپیوټرونه غلا نهشي.
ولې دا سپارښتنه کوو
په دروازو، ورونو، کړکیو او د ننوتلو په نورو ځایونو قلفونه د خوندیتابه بهرني پوړونه دي. دا یوازې د بریدونو مخنیوی نه کوي، بلکې د وخت په اخیستلو او د ننوتلو په کشف کې هم مرسته کوي.
وسایل په داسې ځای کې مه ږدئ چې په آسانۍ سره غلا یا زیانمن شي
- مهم وسایل لکه سرورونه او وایفای روټرونه په داسې ځایونو کې مه ځای پر ځای کوئ چې خلکو ته ډېر لاسرسی ورته ممکن وي، لکه د هرکلي ساحې یا کړکیو او دروازو څنګ ته.
- د ودانۍ د بریښنا اصلي سویچونه قفل کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
که تجهیزات په داسې ځای کې وي چې لاسرسی ورته اسانه وي، بریدګر یې غلا کولای شي یا پکې زیان رسوونکی سافټویر نصب کولای شي. بریدګر ښایي د ودانۍ د برېښنا پرې کولو هڅه وکړي ترڅو مو حواس ګډوډ کړي او د مرستې غوښتنه درته ستونزمنه کړي.
دفتر کې د وسایل پرېښودل که له ځان سره وړل؟ د خطرونو ارزونه وکړئ
- تاسو د خپلو خطرونو کچه تر ټولو ښه پېژنئ. فکر وکړئ: آیا امکان شته چې څوک مو پر ځای برید وکړي یا په وسایلو کې لاسوهنه وکړي؟ یا که د نیولو امکان مو زیات وي او وسایل مو وپلټل شي؟
- له دفتره بهر څه کوئ؟ آیا سفر کوئ؟ له سرحد (پولې) تېرېږئ؟ یا په داسې لاریون کې ګډون کوئ چې د نیول کېدو احتمال پکې ډېر وي؟ وګورئ چې آیا له ځان سره د وسایلو وړل زیات خطرناک درته تمامېدای شي او که په دفتر کې پرېښودل یې.
- د خپل کمپیوټر USB ډاریونه او ډیسک ډرایونه د امنیتي ټیپ په وسیله وپوښئ.
- د وسایلو پر سر کوچني شیان کېږدئ او د سفر پر مهال یې انځور واخلئ. د بېرته راستنېدو پر مهال یې د هغه انځور سره پرتله کړئ ترڅو وګورئ چې وسایل مو خوځول شوي دي که نه. (یوه کلاسیکه طریقه دا ده چې یوه ویښته یا تار د وسایلو سره کېږدئ. که په ساحه کې باد نه وي، بریدګر ته د هغې د بڼې بیاځلي جوړول سخت وي.)
- د څارنې لپاره د Haven په څېر اپلیکیشن وکاروئ ترڅو د نه شتون پر مهال خپل وسایل وڅارئ.
- که ځای مو وپلټل شي، فکر وکړئ چې آیا له قفل لرونکي بکس کار اخیستل وسایل خوندي کولای شي.
دا هم وارزوئ چې آیا ضرور ده چې خپل وسایل له قانوني ارګانونو سره ثبت کړئ
- که قانوني ارګانونه مو د باور وړ وي، د خپلو وسایلو ماډل او سریال نمبر ثبت درسره مرسته کولی شي چې د غلا په صورت کې یې بېرته ترلاسه کړئ.
هغه څه په پام کې ونیسئ چې لیدل کېدای شي
- د پاک مېز تګلاره پلې کړئ: ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسې او همکاران مو حساس معلومات لکه پاسورډونه، کاغذي کلیزې، پلان جوړوونکي، کتابونه، د اړیکو نوټونه او یا چسپناک یادښتونه د مېز پر سر نه پرېږدئ.
- د کمپیوټر سکرینونه په داسې ډول ځای پر ځای کړئ چې د کور یا دفتر له بهرنۍ برخې څخه ونه لیدل شي. په دې اړه فکر وکړئ چې کړکۍ، پرانیستې دروازې یا د لیدونکو د تم ځای سیمې ښایي کوم خطرونه رامنځته کولی شي.
- په عامه ځایونو کې د وسایلو کارولو مخنیوي لارې ومومئ، چېرته چې څوک ستاسې د اوږې له شا څخه ستاسې سکرین لیدلی شي.
- که په عامه ځایونو کې ډېر کار کوئ، د محرمیت لپاره د سکرین پوښونه وپېرئ. دا ساده پلاستيکي پوښونه یوازې مخامخ کتلو پر مهال د سکرین لوستل اسانه کوي او د نورو زاویو څخه یې لوستل ستونزمن کوي. دا پوښونه د لپټاپونو، بهرنيو مانیټرونو، ټابلیټونو او سمارټ فونونو لپاره شته. د دې پوښونو په اړه نور معلومات له Security Planner څخه ترلاسه کړئ.
- که د خپل موقعیت پټولو ته اړتیا لرئ، لاندې نښې په پام کې ونیسئ:
- په ویډیویي زنګونو (ويډیو کال) کې څه شی لیدل کېږي؟ جوړښت، نښې، ونې یا طبیعي ځانګړتیاوې لکه غرونه؟
- په شالید (بګرونډ) کې څه اورېدل کېږي؟ د ترافیکو شور، د غږ سیسټمونه، فابریکو غږونه یا د ماشومانو لوبې؟
- د خپلو وسایلو کامرې د نه کارولو پر مهال پټې کړئ ترڅو د جاسوسۍ لپاره ونه کارول شي. د کامرې پوښونو اړوند نور مالومات ولولئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
ستاسې دښمنان که وکولی شي ستاسې د ځای (موقعیت) یا وسایلو د لیدلو له لارې، ستاسې معلومات ترلاسه کړي؛ نو ښايي اړتیا ونه لري چې مهمو وسایلو او معلوماتو ته مو فزیکي یا ډیجیټلي لاسرسی ومومي. همدارنګه، هغوی ته ممکن ستاسې دقیق موقعیت اړتیا نه وي که د ویډیو زنګونو په شالید کې موجودو شیانو یا غږونو څخه ستاسې ځای معلوم کړای شي. کاغذي اسناد د زیان رسوونکو سافټویرونو پر وړاندې مقاومت لري، خو که غلا، کاپي یا انځور شي، خورا حساس معلومات په ډاګه کولی شي.
د حساسو معلوماتو د له منځه وړلو تګلاره وټاکئ
- د فایلونو د خوندي حذفولو لپاره منظمه مهالوېش وټاکئ، ترڅو حساس معلومات ستاسې په وسایلو، هارډ ډرایفونو، USB فلشونو، د کمرو د SD کارتونو، موبایلونو یا نورو وسایلو کې پاتې نه شي.
- د فایلونو د خوندي حذفولو، د خالي ځای د پاکولو او د زړو وسایلو د له منځه وړلو څرنګوالي لپاره د حساسو مالوماتو له منځه وړلو لارښود وګورئ. دا سپارښتنې د خپلې هر وسېلې (Android، iOS، Windows، macOS یا Linux) په فزیکي خوندیتوب پلان کې شاملې کړئ.
- د دې لپاره چې ستاسو د کمپیوټر له هارډ ډرایف څخه ډېټا په آسانۍ سره غلا نه شي، تاسو کولای شی هارډ ډرایف د برمې یا د کلکې ضربې او یا د چکش په وسیله هارډ ډرایف ته ضربه ووهئ او یا هم پر هارډ ډرایف د میخ په ټکولو یې له منځه یوسئ. خو، هېڅکله ډرایف ونه سوځوئ، اسید پرې مه اچوئ او په مایکروویو کې یې مه ږدئ.
نورې سرچینې
- د فزیکي، ډیجیټلي، رواني-ټولنیز او سازماني خوندیتوب په تګلارو او کړنو کې د په پام کې نیولو په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره، د هر اړخیز خوندیتوب لارښود (PDF) او د روزونکو هر اړخیز لارښود (PDF) ته مراجعه وکړئ.
- د خوندیتوب تګلارې د جوړولو لپاره د عملي سپارښتنو لپاره، د فرنټ لاین مدافعینو د خوندیتوب کاري لارښود ته مراجعه وکړئ.
- د خوندیتوب د تګلارې بېلګې د دیجټلي خوندیتوب شریکي سرچینې ترلاسه کړئ تر عنوان لاندې موندلای شئ.