د انترنېټ براوزر په خوندي توګه وکاروئ
فهرست
- یو یا دوه وېب براوزره غوره کړئ!
- خپلې الکترونیکي وسیلې کې براوزر مو له ډیفالټ حالت څخه وباسئ
- براوزر مو تل اپډېټ وساتئ
- د وېبآدرس په آدرسبار کې ټایپ کړئ
- لټون انجن ته مو یو خوندي براوزر د ډیفالت په توګه اعیار کړئ
- په تنظیماتو کې د خپلې وسېلې کمرې، مایک او نورو سایټونو ته د لاسرسی اړوند تنظیمات چک کړئ
- خپل انترنېټې ارتباط (کنکشن) خوندي کړئ
- په تنظیماتو کې له تعقیب څخه د خوندیتوب (Tracking Protection) آپشن فعاله کړئ
- براوزر کې د «پسورد مدیر» (password manager) آپشن غیرفعال کړئ
- براوزر لپاره محافظتي ابزار (لکه add-ons/extensions) وکاروئ
- غیرضروري extensions یا add-ons لرې کړئ او د pop-ups ابزار خپلې اړتیا مطابق اعیار کړئ
- د لټون تاریخچه (د برازو تاریخچه) مو پاکه (ډیلیټ) کړئ
- د شخصي براوزر (private browsing ) یا د پټ حالت (Incognito mode) ځانګړنه وکاروئ
- ښه به وي که ستاسو براوزر دا ونهښیي چې مخکې مو کومو پاڼې پرانیستلي وي
- Disable AI features
- [نوي سپارښتنه] څنګه یوه زیانرسونکوي وېبپاڼه وپېژنو او مخنیوی یې وکړو
وېب براوزر یو له هغو ډېجټلي ابزارو څخه ګڼل کیږی چې هره ورځ یې کاروو او انترنېت ته د لاسرسۍ اصلي وسیله ده. ډېری خلک له Edge, Safari and Chrome براوزرونو سره چې له کمپنۍ لخوا په الکترونیکي وسیلو کې نصب شوي دي، آشنا دي.
براوزرز تل کارول کیږي ځکه خو د برېدګرو لخوا تر هدف لاندې وي تر څو د براوزر خوندیتوب (security) او محرمیت (privacy) برخو ته لاسرسۍ پیدا کړي. د خپل براوزر د خوندیتوب پیاوړي کولو په موخه لاندې ګامونه واخلئ.
یو یا دوه وېب براوزره غوره کړئ!
- خپل پلټفارم کې Firefox انسټال کړئ او خپلې ژبې ته یې
واړوئ (فایرفاکس وېنډوز، مک،
لینکس، انډروید او iOS لپاره کارېدای شي).
- انډرویډ او iOS لپاره د Firefox Focus کارول غوړه کړئ ځکه چې په نوموړی براوزر کې د پرایوسي اړوند تنظیمات د کمپنۍ له لوري تنظیم شوي وي.
- Windows, macOS, Linux، Android یا iOS لپاره کروم (Chrome) وکاروئ.
- Consider installing the free and open-source Chromium instead of Chrome. On Linux, you can install Chromium through your software installer in many distributions.
- وېنډوز، مک، iOS او انډرویډ لپاره DuckDuckGo Privacy Browser هم غوره براوزر دی.
- د محرمیت غوره ساتنې لپاره او دې لپاره چې هغو وېب پاڼو ته لاسرسۍ ومومئ چې ستاسو هېواد یا اداره کې سانسور شوي دي، بهتره به وي چې Tor Browser انسټال کړئ. تور براوزر دWindows، macOS، Linux او Android لپاره مناسب دی. د ځانګړنې له امله یې کېدای شي په اول کې تاسو ته کارول یې بېله تجربه درکړي. په دې اړه نور مالومات زمونږ به لارښود کې وګورئ: our guide on anonymization tools.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
په ډېری عملیاتي سیستمونو کې براوزرونه له کمپنۍ له خوا وار د مخه انسټال شوي وي. د بېلګې په توګه، macOS او iOS لپاره د Safari براوزر او وېنډوز لپاره د Edge براوزر وار د مخه انسټال شوي وي. نوموړي براوزرونه د امنیتي او محرمیت له نظره نه دي جوړ شوي، ځکه خو بهتره به وي چې هغه براوزرونه غوره کړئ چې تمرکز یې پر خوندیتوب او محرمیت وي.
- مونږ د Firefox براوزر د
کارولو سپارښتنه کوو. فایرفاکس د Mozilla لخوا جوړ شوی، د وړیا او پرانیستې
سرچینې سافټویر دی چې تمرکز یې د خوندیتوب په پیاوړي کولو دی.
- همدارنګه فایرفاکس د ګرځنده الکترونیکی وسایلو لپاره مناسب براوزر دی او تمرکز یې د محرمیت پر ساتنې باندې دی. په دې اړه د فایرفاکس-فوکس او توپیر یې له نورو براوزرونو سره د موزیلا په وېب بلاګ کې ولولئ.
- Chrome او Chromium د Google لخوا جوړ شوي او د خوندیتوب د لوړې کچې خدمتونه وړاندې کوي. کرومیوم له وړیا او پرانیستې سرچېنې څخه دی؛ لیکن، کروم یو ځانګړی (ملکیتي) فری وئیر دی چې د خلاصې سرچینې پر برخو ولاړ دی. دا چې کروم د ګوګل لخوا جوړ شوی نو امکان لري ستاسو اړوند ډېره ډېټا ګوګل کمپنۍ ته ولېږدول شي. که نه غواړئ چې دومره ډېره ډېټا ګوګل ته ورشي نو د براوزر کارولو په وخت کې له خپل ګوګل اکاونټ څخه لاګ-اوټ شئ.
- د DuckDuckGo په نوم د محرمیت (پرایویسي) براوزر په خودکاره توګه د وېب تعقیبونکي بلاک کوي او د امکان په صورت کې د اړېکي د خوندیتوب کچه له HTTPS، HTTP ته لوړوي.
- د Tor Browser د Mozilla Firefox یوه پرمختللي بڼه ده چې د وېب کاروونکو ته دا امکان ورکوي تر څو د خپل کونېکشن هویت پټ وساتي او په آزاده توګه د Tor براوزر له لارې خپلې اړتیا وېب پاڼې وګوري. د هویت پټولو د ابزارو اړوند نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کولای شئ.
ښه کار به دا وې چې الکترونیکي وسیلې کې مو څو براوزرونه انسټال کړئ؛ یانې، یو براوزر یوازې د حساسو مالوماتو لېږد او لټون لپاره وکاروئ او بل یې خپل ورځني کارونو لپاره وکاروئ. د څو هویتونو د مدیریت په دې اړه نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ.
خپلې الکترونیکي وسیلې کې براوزر مو له ډیفالټ حالت څخه وباسئ
- د Edge او Safari په شان زیانمنونکي براوزر له کارولو څخه ډډه وکړئ. هغه براوزر غیرفعال یا له وسیلې مو لرې کړئ چې نه یې کاروئ.
- په Linux, macOS او Windows کې Firefox ته په ډیفالټ توګه د براوزر اړولو اړوند نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ. د "Customize this article" برخې ته ورشئ او د ښي خوا له لېست څخه خپلې ډیوایس سره مناسب لارښود غوره کړئ. د Android او iOSوسیلو لپاره لاندې لارښوونې ولولئ.
- همدارنګه، په Windows,
macOS
او
iOS
کې کولای شئ چې د Chrome براوزر هم ډیفالټ حالت ته واړوئ. خو زمونږ کلکه
سپارښتنه به دا وي چې براوزر ته د داخلېدو لپاره د خپل ګوګل حساب (اکاونټ) له
کارولو څخه ډډه وکړئ.
- دې لپاره چې کروم ته پرته له ګوګل اکاونټ څخه داخل شئ لومړۍ، د براوزر تنظیماتو (سېټېنګ) ته ورشئ، بیا د ګوګل خدمتونه غوره کړئ، او وروسته د Allow Chrome sign-in برخه غیرفعاله کړئ.
- که Ubuntu کاروئ نو، وګورئ چې د وېبپاڼې د خلاصولو په وخت کې کوم براوزر په ډیفالټ توګه کارول کیږي. د دې لېنک په کېکاږلو د براوزر د بدلولو د طریقې په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ..
- که مو پام شو چې د وېڼدوز روښانولو سره د Edge براوزر په اتومات توګه خلاصیږي نو، د دې حالت باید مخنیوی وکړئ. په دې اړه نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کولای شئ..
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
د وېب ټولې براوزرې یو شان جوړښت نهلري. ځینې برازورې د محرمیت (پرایویسي) او خوندیتوب له نظره تر نورو ډېرې اغېزمنې وي.
کله چې د خوندیتوب او پرایویسي له نظره یو اغېزمن براوزر خپلې الکترونیکي وسیلې کې ډیفالټ حالت ته تنظیم کړئ نو، که له هر اپلېکېشن له لارې یو لېنک کېکاږئ، نوموړي پاڼه به د همدغې خوندي براوزر له لارې خلاصیږي. په هرصورت، بیا هم که له برېښنالیک یا پیغام له لارې تاسو ته کوم لېنک استول کیږي، مخکې له خلاصولو یې څو ځلې فکر وکړئ او د لېنک له خوندیتوب څخه ځان ډاډه کړئ.
که غواړئ پوه شئ چې ولې د ترلاسه شوي لېنک له خلاصولو مخکې باید د لېنک د خوندیتوب په اړه ځان ډاډه کړو، نو دغه لېنک کېکاږئ او اړوند لارښود ولولئ.
براوزر مو تل اپډېټ وساتئ
- که څه هم د Firefox براوزر په اتومات توګه ځان آپډېټ کوي خو، بیا هم وګورئ چې آیا نوموړی براوزر په منظمه توګه وروستۍ نسخې ته اپډېټ کیږي او که نه.
- د Chrome/Chromium براوزر هم په اتومات توګه وروستۍ نسخې ته اپډېټ کېږي. د کروم آپډېټ کولو لپاره دا رسمي لارښود ولولئ.
- Learn how to set up the Tor Browser to update automatically and how to update it manually.
د وېبآدرس په آدرسبار کې ټایپ کړئ
که د اړتیا وړ وېبسایټ آدرس مو په یاد و نو په مستقیم توګه یې په آدرسبار کې
ټایپ کړئ (د بېلګې په توګه securityinabox.org). په دې کار سره به تاسو اړ نه
وئ چې د لټون برخې له لارې نوموړی وېبسایت خلاص کړی.
که د وېبسایت نوم (Security in a Box) پرته له (.org) ټایپ کړئ نو، براوزر
به په ډیفالټ توګه د لټون په برخه کې ټول هغه پاڼې ښیي چې د اړتیا وړ ویبپاڼې
نوم سره نږدي وي. په دې ډله کې کېدای شې هغه ویبپاڼې چې ځان سره ویروس لیږدوي
هم په لټون برخه کې ښکاره شي.
که مو اړتیا وه چې آدرسبار وکاروئ نو د ګوګل پرځای بل هغه براوزر وکاروئ چې خوندیتوب له اړخه ډاډمن وي.
فایرفاکس (Firefox)
- فایرفاکس پورې د آدرسبار په هکله د موزېلا (Mozilla) لارښود ولولئ. په دې لارښود کې د آدرسبار د کارولو په اړه لارښوونې وړاندې شوي دي.
- کله چې په آدرسبار کې د یوې وېبپاڼې لومړي څو حرفونه ټایپ کړئ نو، په اتومات توګه د هغو وېپپاڼو نومونه د وړاندیز په توګه څرګندیږي چې مخکې مو کتلي وي او یا نومونه یې په لټون کې ټایپ شوي تورو ته نږدي وي. که دا ډول اتومات وړاندیزونه مو نهغوښتل نو، کولای شئ چې د فایرفاکس د لټون آپشن له لارې اړین تغیرات راولئ.
کروم یا Chrome/Chromium
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
په ویببراوزر کې آدرسبار یو څرګنده او مشهوره برخه ده چې د براوزر په سر کې
ځای لري. کله چې وېبپاڼې لټوئ نو آدرسبار کې ستاسو د اړتیا پاڼې آدرس
څرګندیږي (د بېګلې په توګه همدا اوس براوزر مو د
https://securityinabox.org/en/internet-connection/safer-browsing پاڼې آدرس
ښیي). کله چې یو وېبآدرس په آدرسبار کې ټایپ کوئ نو تاسو ته د وېبسایټ بشپړ
آدرس څرګندیږي.
همدارنګه، آدرسبار ځینې نورې ځانګړنې هم لري چې عبارت دې له وېب لټون، د وېبسایټونو وړاندیز کول.
لټون انجن ته مو یو خوندي براوزر د ډیفالت په توګه اعیار کړئ
د لټون انجن لپاره مو داسې براوزر غوره کړئ چې ستاسو آنلاین کړنې نهتعقیبوي. لاندې یې ځینې بېلګې دي:
- DuckDuckGo (د ډک-ډک-ګو کارولو کلکه سپارښتنه کوو)
- سټارټ پېج یا StartPage
فایرفاکس (Firefox)
- په کمپیوتر کې مو د لټون انجن لپاره یو خوندي براوزر د ډیفالټ په توګه اعیار کړئ.
- کمپیوټر ته مو د لټون انجن د اضافه کولو او یا ترې حذف کولو په اړه له دې لېنک څخه ولولئ.
- که انډروید کاروئ نو فایرفاکس کې د لټون انجن د مدیریت لپاره نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ..
- که iOS کاروئ نو فایرفاکس کې د لټون انجن د څرنګوالي په اړه نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ..
کروم یا Chrome/Chromium
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
د Google او Bing په شان د لټون انجنونه د کاروونکو په اړه مالومات راټولوي، د دوی الکترونیکي وسیلې تعقیبوي او د دوی به اړه شخصي مالومات له دریمګړي سره شریکوي. کله د آدرسبار له لارې کومه پاڼه لټوئ او یا کوم لېنک کېکاږئ نو، ستاسو براوزر په ډیفالټ توګه د لټون یوازې یو انجن کاروي.
په تنظیماتو کې د خپلې وسېلې کمرې، مایک او نورو سایټونو ته د لاسرسی اړوند تنظیمات چک کړئ
- فایرفاکس (Firefox)
- په فایرفاکس کې د کمرې او مایکروفون د تنظیماتو مدیریت په اړه مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ..
- که انډروید کاروئ نو د فایرفاکس براوزر مو داسې اعیار کړئ چې ستاسو د وسیلې کمرې ته لاسرسی ولري. په اړه یې مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ..
- انډروید او iOS لپاره فایرفاکس ځینې ځانګړنې لري چې په اړه یې نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کولای شئ.
- کروم یا Chrome/Chromium
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
د تنظیماتو په برخه کې د (Permissions) آپشن داسې عمل کوي لکه په کور کې مو چې کړکۍ او دروازه خلاصه پریښي وي: که پرمیشن (اجازه) آپشن مو فعاله وي، دا مانا چې هر وېب پاڼه پرانیستلی شئ. ښه به دا وي چې یوازې باوري وېبپاڼو ته د پرانیستلو، او نورو حساسو ځانګړنو (لکه کمرې او مایک) ته د لاسرسی اجازه ورکړئ. که د پرمیشن آپشن ټولو لپاره فعال وي بیا کېدای شي چې Malware یا زیانرسوونکي وېبپاڼې دغو ځانګړنو ته لاسرسی پیدا کړي او ستاسو په اړه مالومات له دریمګړي سره شریک کړي.
خپل انترنېټې ارتباط (کنکشن) خوندي کړئ
- براوزر لپاره د HTTPS-Only حالت فعال کړئ.
- کله چې وېبپاڼه خلاصوئ، په برازور کې آدرس وګورئ او دا ډاډ ترلاسه کړئ چې
نوموړی آدرس په
https://(نه پهhttp://) پیل شوی وي.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
په HTTPS کې د S توری د “secure” یا خوندي مانا ورکوي او دا هماغه پرتوکول دی چې د اړتیا وړ وېبپاڼو د خلاصولو په موخه باید کار ترې واخلئ. HTTPS په بروازر کې د لټون ټول مالومات او له وېبپاڼې بیا تر وسېلې پورې د لېږد په ترځ کې ډېټا انکرېپټ کوي. په دې توګه دریمګړی شخص نهشي کولای چې تاسو تعقیب کړي او یا وګوري چې څه ډول حساس مالومات په براوزر کې ټایپ کوئ.
په تنظیماتو کې له تعقیب څخه د خوندیتوب (Tracking Protection) آپشن فعاله کړئ
- براوزر کې مو د خوندیتوب ټول هغه آپشنونه اعیار کړئ چې له تعقیبېدو او
دریمګړي ته د مالومات له په لاس ورتلو څخه مو ډډه کړي وي.
- فایرفاکس (Firefox):
- له تعقیب څخه د بشپړ خوندیتوب (Enhanced Tracking Protection) غوراوی ستندرد حالت ته اعیار کړئ ، که غوښتل مو، بیا کولای شئ چې Strict حالت ته یې هم اعیار کړئ (په دې حالت کې ډېری پاڼې به غیرفعالی درته ښکاري).
- کروم یا Chrome/Chromium:
- فایرفاکس (Firefox):
- براوزر مو داسې تنظیم کړئ چې وروسته له تړلو، ټوله ډېټا پاکه (ډیلیټ) شي.
- کله نا کله داسې هم پېښیږي چې د خوندیتوب د کچې اعیارولو لپاره د تنظیماتو برخه سمه نتیجه نه ورکوي. په دې حالاتو کې تاسو کولای شئ چې مشخصو وېبپاڼو لپاره له تعقیب څخه د خوندیتوب غوراوی په مؤقت توګه غیرفعال کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
کله چې وېبپاڼې ګورئ، cookies او ورته نور تعقیبکونکي ابزار ستاسو په اړه ټول مالومات لکه څوک یئ، له کوم ځایه وېبپاڼه مو خلاصه کړي، کومه وېبپاڼه مو خلاصه کړي ده، او داسې نور مالومات راټولوی شي. اوس نو فکر وکړئ که دا ډول مالومات دریمګري یا ستاسو مخالفینو ته په لاس ورشي، څه به پېښ شي. دا به غوره وي چې د دغو ابزارو فعالیت محدود کړئ.
براوزر کې د «پسورد مدیر» (password manager) آپشن غیرفعال کړئ
- براوزر کې ټول ثبت شوي پسورډونه پاک کړئ.
- د «پسورد مدیر» (password manager) آپشن غیرفعال کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
Most browsers can generate, save and encrypt passwords for you. However, we recommend you turn this feature off and use a separate password manager like KeePassXC instead. Browser-based password managers put you at greater risk of a malicious actor tricking your browser into giving up your passwords. If other people have acces to your device, it is also very easy to see the passwords saved in your browser.
If you decide to use a browser-based password manager, avoid using it to store passwords for highly sensitive accounts and read our recommendations on how to protect the passwords you store in your browser and, if you use Firefox, set up a primary password.
براوزر لپاره محافظتي ابزار (لکه add-ons/extensions) وکاروئ
- تاسو کولای شئ چې د اړتیا وړ د add-ons/extensions ابزار خپله وسیله کې انسټال او یا یې خپل شرایطو ته ځانګړي (کنفېګورېشن)کړئ.
- که داسې ډیوایس کاروئ چې له بل چا (د بېلګې په توګه ستاسو د کارځای یا عامه کتابتون) لخوا مدیریت کیږي، په دې حالاتو کې پورتني تدابیر باید په منظم توګه ترسره کړئ.
- انسټال کولو او کنفیګوریشن:
- Privacy Badger (فایرفاکس، او انډروید کې
فایرفاکس او کروم لپاره)
- ولې؟_ ځکه چې له تعقیبکونکو ابزارو څخه او د دوی لخوا د مېټا ډېټا د راټولو مخنیوی کوي._
- کروم لپاره uBlock Origin (for Firefox and
Firefox on Android) and uBlock Origin
Lite
- ولې؟_ ځکه چې سوداګریز اعلانونه او تعقیبکونکو ابزار بلاک کوي. په دوی کې کېدای شي ځینې زیانرسونکي ابزار شامل وي._
- که چېرې په کمپیوټر کې د فایرفاکس له لارې، فیسبوک یا انسټاګرام کاروئ،
نو دغه وسیله مناسبه ده: Facebook
Container
- ولې؟_ ځکه چې د فېسبک لخوا د هغو ډېټا ټولولو مخنیوی کوي چې ستاسو پروفایل یا آنلاین اړیکو سره تړلي وي._
- Zoom Redirector for
Firefox
and Xoom Redirector for
Chrome/Chromium
(یوازې کمپیوتر لپاره)
- ولې؟_ کله چې Zoom د براوزر له لارې خلاص کړی، دغه ابزار دا زمینه برابروي ترڅو د براوزر محافظتي ځانګړنه ستاسو اړیکه خوندي وساتي._
- NoScript (for Firefox, Chrome/Chromium and
other Chromium-based browsers like Edge, Brave or Vivaldi) (اختیاري ده
خو بیا هم د کارولو سپارښتنه یې کوو؛ هم کمپیوټر او فایرفاکس او انډروید
لپاره نسخې لري)
- د NoScript ځانګړنه داده چې زیانرسونکي وېبپاڼې د غیرفعال پاڼې په توګه ښیي. که غواړئ داسې ونهشي، نو د NoScript دا ځانګړنه باید بدله کړئ (کنفېګورېشن). په دې اړه نور مالومات له لېنک څخه ترلاسه کړئ.
- Why? It may be possible for a malicious actor to get to your device using malicious code in a script downloaded along with a webpage you are viewing. NoScript blocks all code from unknown websites, protecting your device from infection.
- Privacy Badger (فایرفاکس، او انډروید کې
فایرفاکس او کروم لپاره)
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
کله چې یوه وېبپاڼه خلاصوئ نو یو زیات شمېر کوډونه له نامالومو سرچینو څخه ستاسو الکترونیکي وسیلې سره اړیکه نیسي. همدا دلیل دی چې ډېری زیانرسونکي ابزار له وېبپاڼو څخه سرچینه اخلي.
زمونږ کلکه سپارښتنه به دا وي چې د خوندیتوب په موخه پورتني ابزار (browser extensions or add-ons) خپلو وسیلو کې انسټال کړئ.
غیرضروري extensions یا add-ons لرې کړئ او د pop-ups ابزار خپلې اړتیا مطابق اعیار کړئ
- ټول هغهextensions یا add-ons چې نه کاروئ، له براوزر څخه لرې کړئ.
- براوزر مو داسې اعیار کړئ چې د pop-ups ابزار بلاک کړي.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
Malicious actors may try to trick you into installing malware through your browser. They may do this using a pop-up window. Make sure your browser is set to protect you from these tricks. Additionally, remove add-ons/extensions you are not using to be sure you only use pieces of software that you really need.
د add-ons/extensions ابزار زیانرسونکي هم وي او د بل هر پروګرام یا اپلېکېشن په شان ستاسو په اړه مالومات راټولولی شي. له همدې امله، ښه به دا وي چې یوازې هغه د add-ons/extensions ابزار انسټال کړئ چې ستاسو د بارو وړ وي، او له باروي سرچینو لکه موزېلا، فایرفاکس یا کروم لخواه وړاندې شوي وي. که غواړئ چې نوموړي ابزار له بلې سرچینې څخه ترلاسه کړئ نو لومړۍ د موزېلا لخوا لارښوونې ولولئ.
د لټون تاریخچه (د برازو تاریخچه) مو پاکه (ډیلیټ) کړئ
فایرفاکس (Firefox)
- که غواړئ چې براوزر کې خپله وروستی تاریخچه او cookies په چټکی سره پاک کړئنو، د تنظیماتو له لارې اړونده دکمه جوړه کړئ.
- فایرفاکس ته ووایئ چې د براوزر تاریخچه په اتومات توګه پاکه (ډیلیټ) کړي ، یا انفرادي ویبپاڼې له تاریخچې څخه لري کړي.
- تاسو کولای شئ چې د براوزر تاریخچه په منوال توګه هم پاکه (ډیلیټ) کړئ.
کروم یا Chrome/Chromium
- د لټون تاریخچه مو پاکه (ډیلیټ) کړئ.
- که د کروم براوزر ته د ګوګل اکاونټ پر مټ ننوځئ، نو د ترسره شوي فعالیتونو تاریخچې د پاکولو (ډیلیټ کولو) د څرنګوالي اړوند له دې لېنک څخه مالومات ترلاسه کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
د براوزر تاریخچه کې هغه وېبپاڼې زېرمه کېږي چې مخکې مو پرانیستي وي. په کروم او فایرفاکس کې د ډیفالټ غوراوی داسې اعیار شوی چې په براوزر کې ټول ترسره شوي کارونه زېرمه کړي، ډاونلوډ یې کړي، او یا د لټون برخې سره یې وتړي.
د براوزر تاریخچه یوه مهمه ځانګړنه ده: تاسو ته د هغو پاڼو د پرانیستلو وړاندیز کوي چې مخکې مو کتلي وي او تاسو به اړ نهوی چې نوموړي پاڼه له سره ټایپ کړئ، او تاسو به سهواً بله ناپېژنده پاڼه نهپرانیزئ چې کېدای شي زیانرسونکوي ابزارو سره مل وي. خو له دې سره دا ځانګړنه یو شمېر نیمګړتیاوی هم لري. که څوک وتوانیږي چې ستاسو د براوزر تاریخچې ته لاسرسی پیدا کړي، نو هغوی به ستاسو په هکله به ډېر مالومات لکه څه کوئ، څه مو کړي، له چا سره په اړیکه کې یاست او څه مو لوستل او داسې نور مالومات، ترلاسه کړي.
د شخصي براوزر (private browsing ) یا د پټ حالت (Incognito mode) ځانګړنه وکاروئ
که غواړئ براوزر مو یوازې د یوې جلسې مالومات زېرمه نهکړي نو د private browsing, یا Incognito mode feature ځانګړنه وکاروئ.
- د دې لېنک له لارې هغه مالومات ترلاسه کړئ چې د private browsing نیمګړتیاوو په اړه مالومات درکوي، او همدارنګه د IP address ، په الکترونیکي وسیله کې د نښې او نښانې پرېښودل او کمپیوټر ته مو د زیانرسونکو ابزارو د لاسرسي په اړه هم مالومات درکوي.
فایرفاکس (Firefox)
- private browsing یوې جلسې (د براوزر یو ځل کارول) لپاره فعاله کړئ.
- ښه به وي که د private browsing ځانګړنه مو تل فعاله وي.
کروم (Chrome/Chromium)
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
که د وېنډو براوزر مو په "Private browsing" یا "Incognito mode" کې خلاصوئ، براوزر نهشي کولای چې cookies تعقیب کړي او ستاسو د براوزر تاریخچه زېرمه کړي. یوازنې کار چې ترسره کوي دا دی چې په مؤقت توګه ټول هغه پاڼې مو چې پرانیستلي وي، له نظره پټوي. که براوزر مو له بل چا سره په شریکه کاروئ نو دا بیا د یو مؤقتې چارې په توګه ښه کار دی.
Note that private browsing/Incognito mode will not protect you from malware or surveillance. Read our guides on malware and anonymity to learn how to address such risks.
ښه به وي که ستاسو براوزر دا ونهښیي چې مخکې مو کومو پاڼې پرانیستلي وي
- فایرفاکس (Firefox)
- کروم یا Chrome/Chromium
- براوزر مو داسې تنظیم کړئ چې هره نوي پاڼه په جلا Tab کې پرانیزي.
- د New Tab پاڼه خپل اړتیا مطابق تنظیم کړئ، د My shortcuts او Most visited sites غوراوی غیرفعال کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
که شک لری چې کوم بل څوک هم ستاسو براوزر ته لاسرسی لری نو د براوزر هغه ځانګړنه غیرفعاله کړئ چې ستاسو د آنلاین کارونو تاریخچه یې زېرمه کړي او د هر ځل لټون په وخت کې په اتومات توګه رابرسېره کوي.
Disable AI features
فایرفاکس (Firefox)
- You can block current and future Firefox AI features with a single switch. Go to Settings > AI Controls, and click the Block AI enhancements switch to turn it off.
- If you have the AI chatbot enabled, you can also turn it off. Right-click on the right sidebar, choose Customize sidebar, and uncheck the AI chatbot box in the Firefox tools section.
Chrome:
- Gemini is available on the latest Chrome versions. If you want to turn it off, go to Settings > You and Google > Sync and Google services and turn off the options related to Google AI features or Gemini.
- To turn off the Gemini button and shortcuts, go to Settings > AI Innovations > Preferences, and switch off the Gemini button and its keyboard shortcut. You can also right click on the Gemini button and unpin it.
- You can also disable Gemini permissions on Chrome. Go to Settings > AI Innovations > Preferences, and disable permissions for Precise location, Microphone, Share current tab by default, and Let Gemini browse for you.
- You can prevent Google from keeping your Gemini activity on Chrome. Go
to your Google Activity page
Other activity, and under the Gemini Apps Activity section, click the button to turn it off. Your future chats won’t appear in your Activity page; however, if you keep using Gemini, they will be saved for 72 hours to enable Gemini to respond to you.
- Chrome may also use on-device Generative AI models on the background to provide an enhanced browser experience. To disable it, go to Settings > System, and turn On-device AI off.
موږ ولې دا سپارښتنه کوو
By default, AI integrations into the browsers use the URL and content from your current tabs for their responses. In the case you use Gemini in Chrome, this information and your chats with Gemini are stored in your Google Activity page. Also, Gemini collects information such as your location and has access to your microphone. Learn how Google manages your Gemini data. It is a good practice to reduce the amount of browsing information that is collected by private companies, as it may reveal your location or activity.
[نوي سپارښتنه] څنګه یوه زیانرسونکوي وېبپاڼه وپېژنو او مخنیوی یې وکړو
اوسني پرمختللي براوزرې کولای شي چې په ډیفالټ توګه زیانرسونکوي وېبپاڼې وپېژني او تاسو ته خبرداری درکړي چې نوموړي پاڼه له ځان سره زیانرسونکوي ابزار لېږدوي او یا د زیانرسونې په مقصد جوړه شوي دي. که داسې خبرداری مو ترلاسه کړ، ښه به دا وي چې نوموړي وېبپاڼې ته ورنه شئ. که خبرداری مو ترلاسه نهکړ او پر زیانرسونکوي وېبپاڼه مو کلېک وکړ، ښه به دا وي چې د ګوګل خوندي لټون پروګرام (Google Safe Browsing program) سره اړیکه ونیسئ.