خپله Android وسیله خوندي کړئ

Updated16 May 2024

Table of Contents

...Loading Table of Contents...

    خوندیتوب د الکترونیکي وسیلې د سم تنظیمولو او معلوماتو له ساتنې پیلېږي. د دې لارښود ګامونه تعقیب کړئ ترڅو خپله Android وسیله خوندي کړئ. Android وسیلې د جوړونکي پر اساس توپیر لري؛ نو ښایي تنظیمات په مختلفو برخو کې ومومئ.

    د خپلې وسیلې د عملیاتي سیسټم (آپېرېټېنګ سیستم) وروستۍ نسخه وکاروئ

    • کله چې سافټویر ابډېټ کوئ، د خپل کور او دفتر په څېر باوري ځای او انټرنیټي اړیکه وکاروئ؛ نه هغه انټرنېټ په وسیله چې له انټرنېټ کافې یا کافي شاپ لخوا درکړل کیږي.
    • وروستۍ نسخې ته د عملیاتي سیسټم ابډېټ کېدل ممکن څو ځلې سافټویر ډاونلوډ او د کمپیوټر بیا چالانول درنه وغواړي. له همدې کبله، خپل کمپیوټر په داسې وخت کې اپډيټ کړئ چې د کاراخیستلو اړتیا مو ورته نه وي.
    • له ابډېټ وروسته بیا وګورئ، چې آیا نورې برخې ابډېټ ته اړتیا لري که نه.
    • که مو په وسیله کې د Android نسخه د ملاتړ وړ نه وي، نو غوره ده چې نوې وسیله وپېرئ. د ملاتړ وړ Android نسخې (ورژن) د موندلو لپاره د Wikipedia Android version history پاڼه وګورئ یا د Android د نسخو (End of Life Dates)پاڼېته مراجعه وکړئ.
    • د Android د وروستي ورژن په اړه معلومات ترلاسه کړئ..
    • خپلې الکترونیکي وسیلې ته انسټال شوی ورژن سره یې پرتله کړئ او عملیاتي سیسټم ابډېټ کړئ..
    • د دې لپاره چې ابډېټ په بشپړه توګه ترسره شي، د کمپیوټر د بیاچالانېد (ریسټارټ) غوښتنې سره سم عمل وکړئ.
    • اکثراً د سیسټم اپدېټول او خوندیتوب عملیاتونه په اتومات ډول ترسره کیږي. که غواړئ پوه شئ چې آیا کوم نو اپډېټ راغلی او که ن، لاندې برخه ولولئ: Check & update your Android version — Get security updates & Google Play system updates.
    • همدارنګه، د خوندیتوب آپډېټونه حداقل په میاشت کې یو ځل بازار ته معرفي کیږي او د نوي اپډېتونو څخه د خبرېدو لپاره لاندې برخه ولولئ: check the "Android security update" date on your device.
      • په یاد ولرئ، چې ځینې تولیدونکي ښایي یو میاشت یا تر یوه کال پورې د ابډېټ معلوماتو په پلي کولو کې ځنډ وکړي.
      • که مو په وسیله کې د اپدېټولو نېټه د خوندیتوب وروستۍ اپډېټ څخه وروسته پاتې وي، د یوې داسې وسیلې د پېرلو په اړه فکر وکړئ، چې د خوندیتوب ابډېټ معلومات ژر پلي کوي، لکه د Google Pixel وروستي ماډلونه. په یاد ولرئ چې دا ښایي ګران وي.
      • «د خوندیتوب ابډېټ معلومات» تر یوې ټاکلې نیټې پورې ضمانت کولای شي؛ هغه هم د وسیلې په ماډل پورې اړه لري.
      • که مو د خوندیتوب ابډېټ په ټاکلي وخت نه ترسره کیږي، نو د یوې نوې وسیلې د پېرلو په اړه فکر وکړئ. داسې وسیله، چې د Google Pixel په څېر د خوندیتوب ابډېټ معلومات وړاندې کړي. پام مو وي چې دا وسیله به د نورو په پرتله ګرانه وي.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    په ورځني ډول مو د وسایلو او اپلیکیشنونو په کوډ کې نوې نیمګړتیاوې موندل کېږي. بریدګر ممکن ستاسو وسیلو ته د لاسرسي لپاره له دې نیمګړتیاوو ګټه واخلي. خو سافټویر جوړوونکي په منظم ډول دا نیمګړتیاوې حلوي. له همدې امله دا خورا مهمه ده چې د خپلې وسیلې لپاره تازه نسخه وکاروئ او وسیله ابډېټ کړئ. سپارښتنه کوو، چې خپله وسیله د اتومات ابډېټ لپاره تنظیم کړئ، ترڅو دا کار هېر نه‌کړئ.

    ټول نصب شوي اپلیکیشنونه په منظم ډول ابډېټ کړئ

    د باور وړ سرچینو څخه اپلیکیشنونه وکاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    انډرویډ لپاره Google Play Store د اپلېکېشن رانیولو رسمي سټور دی.کله چې تاسو ټول اپلېکېشنونه په یو ځآنګړي ځای کې ساتئ، هم به انسټالېشن تاسو ته آسان وي او هم به ګوګل لپاره آسانه وي چې له اپلېکېشنونو پر وړاندې د امنیتي ستونزو څخه نظارت وکړي. اپلېکېشنونه یوازې له ګوګل-پلې-سټور څخه انسټال کړئ.

    که داسې اپلیکیشن کارول غواړئ چې په Play Store کې شتون نه لري، او د هغې ګټې له خطرونو څخه ډېرې دي، اړین تدابیر په نظر کې ونیسئ ترڅو خپل خونديتوب زیات کړئ. داسې اپلیکیشنونه یوازې له باوري بدیلو پلورنځیو لکه F-Droid یا Aurora Store څخه ډاونلوډ کړئ. له "Mirror" سایټونو څخه داونلوډ سپارښتنه نه کوو.

    د دې لپاره، چې د یو اپلیکېشن د کارولو طریقه زده‌ کړئ، لاندې برخې ته مراجعه وکړئ: څنګه د ډیجیټلي خوندیتوب صندوق هغه ابزار او خدمتونه انتخابوي چې موږ یې وړاندیز کوو .

    ځينو دولتونو له تکنالوژی کمپنیو څخه غوښتې چې خپلو هېوادونو کې پر یو لړ مشخصو اپلېکېشنونه کارولو باندې بندیز ولګوي. کله چې بندیز ولګیږي نو ستاسو ځينې ملګري له تاسو وغواړي چې خپل ډیوایس "root" کړئ تر څو منع کړل شوي اپلېکېشنونه انسټال کړای شئ. دا پروسه تاسې اړباسي چې د دریمګړي آپ-سټور یا ویبپاڼې ته ورشئ. په اصل کې، که له سانسور څخه د تېښتې تخنیکونه ښه طریقه ده او تاسو د ډیوایس "root" کولو ته هیڅ اړتیا نلرئ.

    موږ د وسیلې Root کول نه سپارښتو؛ ځکه چې دا کار د زیان رسوونکي کوډ د ګواښ احتمال زیاتوي.

    هغه اپلیکیشنونه لرې کړئ چې اړتیا ورته نه لرئ او نه یې کاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    په وسیلو او اپلیکیشنونو کې هره ورځ نوې زیان رسوونکې برخې پیدا کېږي. هغه اپلیکیشنونه چې اړتیا ورته نه لرئ، لرې کول یې د زیان رسوونکو حملو شمېر محدودوي. سربېره پر دې، نه کارېدونکي اپلیکیشنونه د ځای معلوماتو په څېر ممکن نور شخصي معلومات شریک کړي.

    که ممکنه وي، د ټولنیزو رسنیو اپلیکیشنونه له کارولو څخه ډډه وکړئ

    • پر ځای یې، ټولنیزو رسنیو یا نورو وېبپاڼو ته د براوزر له لارې لاړ شئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    د ټولنیزو رسنیو اپلیکیشنونه مو ممکن ډېری معلومات شریکه کړي، لکه د تلیفون ID، تلیفون شمېره او هغه وایفای شبکې چې تاسې ورته وصلېږئ. د ټولنیز رسنیو ځینې اپلیکیشنونه له اړتیا ډېر معلومات راټولوي؛ نو له همدې کله دا خدمتونه د Firefox په څېر په خوندي ډول د خوندي براوزر له لارې وکاروئ.

    هغه اپلیکیشنونه وکاروئ چې د محرمو مالوماتو ساټلو لپاره آسانتیاوې لري

    • د ویب د لټون لپاره Firefox وکاروئ.
    • خپل برېښنالیک د K-9 Mail له لارې لوستلی شئ.
    • د وړیا او open-source اپلېکېشنونو انسټالېشن لپاره تاسو کولای شئ له F-Droid یا Aurora Store څخه ګټه واخلئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    Android وسیلې د Chrome او GMail په څېر جوړښتي اپلیکیشنونه لري، چې ګوګل حساب ته د ننوتلو غوښتنه کوي. د دې پر ځای، د شخصي خوندیتوب دوستانه اپلیکیشنونه وکاروئ. چې ډېری یې وړیا او د پرانیستې سرچینې لرونکي اپلیکیشنونه دي، چې په F-Droid یا Aurora Store کې شتون لري.

    کله چې مو دغه اپلیکیشنونه نصب او تنظیم کړل؛ نو کولای شئ هغه جوړښتي (built-in) اپلیکیشنونه چې نه یې کاروئ، حذف یا غیر فعال کړئ.

    د اپلیکیشن اجازه‌لیکونه دقیق ولولئ

    ټول اجازه‌لیکونه یو-یو ولولئ؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ، چې یوازې د کارېدونکو اپلیکیشنونو لپاره فعال وي. لاندې اجازه‌لیکونه باید د هغو اپلیکیشنونو لپاره بند شي چې نه یې کاروئ یا هغه اپلیکیشنونه، چې تاسو یې نه پېژنئ:

    • ځای (Location)
    • اړیکې (Contacts)
    • اس-ام-اس
    • مایکروفون (Microphone)
    • غږیز پېژندنه (Voice or speech recognition)
    • (وېب) کېمره
    • د سکرین ثبتول (Screen recording)
    • د زنګونو نېټه (Call logs or call history)
    • ایمیل (Email)
    • د انځورونو البوم (Pictures library)
    • ایمیل
    • عکسونه
    • فلمونه یا ویډیوګانې او د هغوی زېرمه
    • فینګر پرېنټ ريډر (د ګوتې د نښان پېژندونکی آپشن)
    • نږدې ساحوي اړیکه (NFC)
    • بلوتوث (Bluetooth)
    • نور حساس تنظیمات (لکه "install" یا "disk access")
    • هر هغه سېټېنګ چې د «انسټال» کلمه یې کارولي وي
    • د مخ پېژندنې سافټوییر (بایومیټریک)
    • فزیکي فعالیت
    • د روغتیا څانګه
    • هغه آپشن ولري چې نورو اپلېکېشنونو ته د ډاونلوډ ته هم اجازه ورکوي

    د انډرويډ په اپلېکېشن اجازه لیک (app permissions) کې بدلون راوستلو څرنګوالي لپاره د Google's support page برخې ته مراجعه وکړئ او د اجازه لیک د حذفولو او دا چې هر اجازه لیک کې لیکل شوي موارد څه مانا لرلی شي او همدارنګه څنګه کېمره او مایکروفون غیرفعالولی شو، نور مالومات ترلاسه کړئ.

    ولې دا سپارښتنه کوو

    هغه اپلیکیشنونه، چې حساسو معلوماتو لکه ځای، مایکروفون، یا کېمرې ته لاسرسی لري، ممکن دا معلومات افشا یا د بریدګرو لخوا وکارول شي. نو که یو اپلیکیشن ځای، مایکروفون یا کېمرې ته اړتیا ونه لري، اجازه‌لیکونه یې بند کړئ.

    موقعیت (لوکشن) ښودلو اړوند خدمات غیرفعال کړئ او تاریخچه پاکه کړئ

    • کله چې د لوکشن خدمات نه کاروئ نو د عادت له مخې نوموړي خدمات د ټول ډیوایس او همدارنګه د ټولو اپلېکېشنونو پرمخ غیرفعاله کړئ. د څرنګوالي لپاره اړوند لارښودونه ولولئ: د ډيوایس اړوند د لوکشن خدمات غیرفعال کړئ، د ځانګړیو اپلېکېشنونو پر وړاندې د لوکشن خدماتو غیرفعالول.
    • د لوکشن تنظیمات ممکن په د Android په مختلفو وسیلو کې په بیلابیلو برخو کې وي، خو معمولا په تنظیماتو، خوندیتوب (Privacy)، امنیت (Security) یا د Google حساب غوارویو کې موندل کېږي.
    • که مو د لوکشن تاریخچه فعاله ساتلې وي، نو په منظمه توګه یې وګورئ او پاکه یې کړئ. د تیرو تاریخچو د حذفولو او تنظیمولو لپاره، چې وسیله یا Google Maps مو د ځای فعالیت خوندي نه کړي، د for your Google Maps Timeline لارښود او Maps activity لارښود ته مراجعه وکړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل مو د موقعیت په اړه معلومات ثبتوي، لکه د GPS، د موبایل برجونه (towers) او وایفای شبکې. که مو وسیله فزیکي موقعیت ثبتوي، نو یو څوک کولی شي ستاسې موقعیت وڅاري یا د ملکیت په اړه دا ثبت شوي معلومات د دې لپاره وکاروي، چې وښیي تاسې په ځانګړو ځایونو کې له ځانګړو کسانو سره وئ.

    په خپلو وسیلو کې د یوزر (کاروونکي) بیل اکاونټونه جوړ کړئ

    • په وسیله کې له یو څخه زیات اکاونټونه جوړ کړئ، چې یو د "اداري (اډمېن-admin) " او نور د " عادي (standard) " اکاونټ په توګه کار ترې واخلئ.
      • یوازې تاسو باید د اډمېن یوزر ته لاسرسۍ ولرئ.
      • عادي یا ستاندرد اکاونټ باید ټولو اپلیکیشنونو، فایلونو یا تنظیماتو ته لاسرسی ونه لري.
    • عادي یا استاندرد اکاونټ خپل ورځني کارونو لپاره وکاروئ.
      • اډمېن اکاونټ یوازې هغه وخت وکاروئ، کله چې د سافټویر د نصبولو په څېر د وسیلې خوندیتوب پورې اړوند بدلونونه غواړئ.
      • د ورځني کار لپاره د عادي (ستاندرد) اکاونټ کارول د زیان رسوونکي سافټویر له بریدونو څخه د وسیلې د خوندي ساتلو امکانات زیاتوي.
      • کله چې له سرحدونو څخه تېرېږئ، "د سفر اکاونټ" پرانیستل درسره مرسته کولی شي، ترڅو مو حساس فایلونه پټ وساتل شي. دا نو تاسو وارزوئ ، چې آیا سرحدي چارواکي به مو وسیله جدي وپلټي په موخه ضبط کړي او که یوازې د لنډې کتنې لپاره به له ستاسو اخلي؟ که ډېره پلټنه نه کوي، د عادي اکاونټ په کارولو سره د امکان وړ انکار زمینه برابره کړئ.
    • د یوزر اضافه کولو او حذفولو اړوند د ګوګل خدماتي پاڼه ولولئ تر څو د یوزر اضافه کولو طریقه زده کړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    په کلکه توګه سپارښتنه کوو، چې د حساسو کارونو لپاره خپلې وسیلې له نورو سره شریکې نه کړئ. خو که اړ شئ چې وسیله له همکارانو یا کورنۍ سره شریکه کړئ، د جلا اکاونټونو جوړولو له لارې کولی شئ خپل اډمین امتیاز او حساس معلومات خوندي وساتئ.

    هغه کارکوونکي حسابونه لرې کړئ چې اړتیا ورته نه‌لرئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که نه غواړئ چې څوک مو وسیله وکاروي، غوره ده چې دا اضافي "دروازه" آپشن بنده کړئ (دا تدبیر د "برید سطحې کمولو" په نوم یادېږي). سربېره پر دې، د «what users can access your device» برخې فعالو یا (چک-مارک کول) تاسو ته دا امکان درکوي چې وګورئ کوم نور اکاونټونه ستاسو په ډیوایس کې پرته له تاسو خبرتیا جوړ شوي دي.

    له وسیلې سره تړلي د Google حسابونه خوندي کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېرې وسیلې لکه Android ټیلیفونونه، Chromebook لپټاپونه، او Google TV له Google اکاونټونو سره تړلي دي. که څوک مو له اجازې پرته حساب ته لاسرسی ولري، پورته ذکر شوي ګامونه به د دې ستونزې په ارزونه او حل کې درسره مرسته وکړي.

    خپل سکرین د کلپ او غیرمتحرک (سلیپ-sleep) حالت ته تنظیم کړئ

    • اوږده پاسفریزونه (حداقل ۱۰ کرکټره) وټاکئ او له لنډو پسورډونو او PIN له غوره کولو څخه ډډه وکړئ.
      • د پاسفریز د تنظیم یا بدلولو څرنګوالي لپاره د Google په خدماتي پاڼه کې د انډرویډ د سکرین لاکو لارښود ولولئ.
      • د مخ، سترګو، اواز یا ګوتې نښان له لارې د وسیلې پرانیستلو ځانګړتیا د جبر له لارې ستاسې پر ضد کارول کېدای شي. دا غوراوی مه‌کاروئ، مګر دا چې کوم عذر ولرئ او لیکل درته ستونزمن وي.
        • که مو له وړاندې ګوتې نښې یا د مخ معلومات ثبت کړي وي، لرې یې کړئ. د انډرویډ وسیلو په څو ځایونو کې تاسو کولای شئ دا کار ترسره کړئ خو په عام ډول تاسو کولای شئ چې remove a fingerprint یا delete Face Unlock برخو کې اړوند لارښودونه وګورئ. همدارنګه، د find your device lock settings برخه هم اړوندې لارښوونې لري.
          • د "پټرن لاک" نه سپارښتو، ځکه چې په اسانۍ اټکل کېدلی شي.
          • «swipe to unlock» آپشن د قلف خلاصولو لپاره خوندي نه‌دي؛ مه یې ‌کاروئ.
          • د "سوایپ کولو" پر ځای، یو خوندي لاک وټاکئ.
    • سکرین مو داسې اعیار کړئ چې له لږ ځڼډ وروسته خپله خاموش شي (له یوې تر ۵ دقیقو منځ کې). وروسته بیا د "Screen timeout" ترتیبونه د Display، "System" یا "Security" تنظیماتو کې وګورئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله غلا یا ضبط شي، یو پیاوړی سکرین قلف به د خوندیتوب یو پوړ درته برابر کړي. په ځانګړي توګه د اوږده پاسفریز کارول دا ستونزه حلوي چې څوک مو وسیله د لنډ PIN یا پاسورډ په اټکل سره پرانیزي.

    وسیله مو ممکن ضبط یا غلا شي، چې بل څوک ورته اسانه لاسرسی موندلی شي. د اوږد پاسفریز تنظیمول مو ډاډمن کوي، چې څوک مو وسیله یوازې په لنډ PIN یا پاسورډ سره نه‌شي خلاصولی. موږ د سکرین لاک لپاره له پاسفریز پرته نورې لارې نه سپارښتو؛ ځکه چې د دې کار پر وړاندې د زور یا ټکنالوژۍ کارول ممکن دي.

    ځکه خو مونږ د اوږد پاسفریز استعمال بهتره ګڼو.

    تاسو یې وټاکئ چې کوم شیان باید په قلف شوي سکرین کې د ښکارېدو وړ وي

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله ضبط یا غلا شي، یو قوي سکرین لاک یې خوندیتوب برابروي. خو که د کلپ شوي سکرین خبرتیاوې فعالې وي، هر څوک مو چې وسیله ترلاسه کړي، کولای شي د پیغامونو یا ایمیلونو له لارې شخصي معلومات وګوري.

    غږیز کنټرول (وایس کنټرول) غیر فعال کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    که مو وسیله داسې تنظیم کړئ، چې تاسې ورته د کنټرول لپاره خبرې وکړئ، نو ممکنه ده چې بل څوک مو په وسیله کې داسې کوډ نصب کړي چې خبرې مو واوري.

    که مو وسیله د غږیز کنټرول لپاره تنظیم شوې وي، ممکن یو څوک مو په وسیله کې داسې کوډ نصب کړي، چې ستاسو خبرې ثبت کړي: د غږیز تقلید خطر هم شته؛ یو څوک مو غږ ثبتولی شي او ستاسې په وسیله کې یې له اجازې پرته کنټرولولی شي.

    که د ځانګړې اړتیا له امله غږیز کنټرول کاروئ، دا برخه لارښوونې وړاندې کوي چې څنګه یې په خوندي ډول تنظیم کړئ. خو که اړتیا ونه‌لرئ، دا غوره ده چې بند یې وساتئ.

    د فزیکي خوندیتوب فلټر وکاروئ، ترڅو مو بل څوک سکرین ونه ویني

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وخت فکر کوو، چې په ډیجیټلي خوندیتوب بریدونه تخنیکي اړخونه لري، خو ممکنه ده چې د بشر حقونو ځینو مدافعینو خپل معلومات له لاسه ورکړي وي؛ ځکه چې بل چا یې سکرین له شا څخه لیدلی یا یې امنیتي کېمرې استعمال کړې دي. د خوندیتوب فلټر کارول د دې ډول بریدونو، چې "شولډر سرفینګ" ورته وایي، د بریا امکانات کموي. د خوندیتوب فلټرونه باید په هغو پلورنځیو کې شتون ولري، چې د وسیلو لپاره مو نور وسایل وړاندې کوي.

    د کېمرې پوښ وکاروئ

    • لومړۍ کار دا دی چې وګورئ که ستاسو الکترونیکي وسیله کېمره لري، او که لري یې نو کېمره یې چېرته لګول شوي ده. کېدای شي چې ستاسو سمارټ فون څو کېمرې ولري.
    • کېمره لپاره یو ساده پوښ جوړ کړئ: په کېمره باندې یو کوچنی چسپ لرونکې پټۍ ولګوئ او کله چې ورته اړتیا لرئ، لرې یې کړئ. پټۍ د سټیکر په پرتله غوره ده؛ ځکه چې منځنۍ برخه یې چسپ نه لري، او لینز مو نه خرابوي.
    • بله طریقه به دا وي چې، د خپل غوره پلورنځي څخه د خپل وسیلې ماډل او "د ویب کام محرمیت پوښ یا نازک سلایډ" په اړه پلټنه وکړئ ترڅو د خپل ټیلفون یا ټابلیټ لپاره تر ټولو مناسب سلایدینګ (ښوویونکی) پوښ ومومئ.
    • کېمرې ته د ډیوایس د لاسرسي بشپړ بندول هم د خوندیتوب و اړین ګام دی.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    زیان رسوونکی سافټویر کولای شي، په وسیله کې مو کېمره فعاله کړي، ترڅو تاسې او شاوخوا خلک وویني، یا پرته له دې، چې پرې خبر شئ؛ ځای مو وپېژني.

    هغه اړیکې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    ټولې بې‌سیمه اړیکې، لکه وای‌فای، NFC یا بلوتوث، ممکن د بریدګرو لخوا د شبکو د کمزورو ځایونو د غلطې کارونې لپاره وکارول شي.

    کله چې وای‌فای یا بلوتوث فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي، چې هغه شبکې یا وسایل پیدا کړي، چې مخکې ورسره نښلېدلي یاست. دا ډول فعالیت کولای شي ستاسې وسیله د بریدګرو لپاره د هدف په توګه اسانه کړي.

    د دې دلیل لپاره، غوره ده چې وای‌فای او بلوتوث یوازې هغه مهال فعال کړئ، چې اړتیا ورته ولرئ. دا کار هغه وخت را کموي، چې بریدګر یې ستاسې د وسیلې د زیانمنولو لپاره کارولی شي.

    الکترونیکي وسیله کې مو د وای فای ثبت شوې شبکې پاکې کړئ

    ولې دا سپارښتنه کوو

    کله چې وای‌فای فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي چې پخوانۍ شبکې پیدا کړي او ورته ونښلول شي. دا کړنه د وسایلو د پېژندنې د ځانګړې نښې په څېر ده، چې ممکن نږدې کسانو ته مو د وسیلې هدف ټاکل اسانه کړي. د دې خطر د مخنیوي لپاره، خپل ثبت شوې وای‌فای شبکې پاکې کړئ او وسیله داسې تنظیم کړئ چې ټولې شبکې په دوامداره توګه ونه لټوي. که هکر تاسو سره نږدي ناست وي، هغه کولی شي چې ستاسو الکترونیکي وسیله وپېژني او ځانګړنه یې داده چې تاسو به یو یا څو ځله د کور او دفتر انترنت سره خپله وسیله وصل کړي وي، او نوموړی هکر به وتوانیږي چې ستاسو د بایومیټریک نښې ته لارسری پیدا او ستاسو الکترونیکي وسیلي ته ننوځي.

    د دې لپاره ستاسو الکترونیکي وسیله له انترنیټ له لارې و نه پېژندل شي نو په وسیله کې مو ثبت شوي وای فای شبکې پاکې کړئ او خپله وسیلې سېټېنګ داسې اعیار کړئ چې په اتومات ډول د وای فای شبکې و نه پېژني. په دې توګه ستاسو وسیله به په آسانۍ سره هرې وای افی شبکې سره نه نښلیږي بلکه له هغو شبکو سره د نښلېدو آپشن درکوي چې په پسورد منیژر کې له مخه ثبت شوي وي.

    هغه شریکونې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ

    • د Android وسیلو تنظیمات د تولیدونکي شرکت د ځانګړتیاوو پر اساس توپیر لري؛ خو د "Connected Devices"، "Device Connections" یا ورته اپشنونه ولټوئ او ټول وصل شوي وسایل بند یا لرې کړئ.
    • Turn off Quick Share (چې په ځینو وسایلو کې Nearby Share بلل کېږي) بند کړئ. یوازې هغه وخت یې فعال کړئ، چې له شاوخوا باوري وسایلو سره د معلوماتو شریکولو اړتیا ولرئ.
      • که اړ یاست، چې له نږدې چا سره معلومات شریک کړئ او هغه ستاسو د Google تماسونو برخه نه وي، نو د "Everyone" حالت وټاکئ؛ خو ډاډ ترلاسه کړئ چې "Use everyone mode temporarily" فعال وي؛ ترڅو مو څو دقیقې وروسته وسیله نورو ته ښکاره نه‌شي.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    ډېری وسایل دا امکان لري، چې فایلونه او خدمتونه له نږدې کسانو سره شریک کړي. که دا فیچر د اړتیا پرته فعال وي، زیان رسوونکي افراد مو وسیله د ناوړه کارونې لپاره هدف ګرځولی شي.

    د لوړې کچې سپارښتنه: معلومه کړئ چې آیا وسیله مو له اجازې پرته د بل چا لخوا کارول شوې ده (ساده فورنسیک)

    لاندې چک‌لېستونو کې ورکړل شوي لارښوونې تعقیب کړئ:

    ولې دا سپارښتنه کوو

    تل دا معلومول اسانه نه وي، چې آیا وسیلې، فایلونو یا اړیکو ته مو بل چا لاسرسی پیدا کړی که نه. دا چک‌لسټونه به د وسیلې د امنیت په ارزونه کې درسره مرسته وکړي.

    د انډرویډ وسیله پرته له ګوګل اکاونټ وکاروئ

    که د Google لخوا د هر حرکت ثبتولو په اړه اندېښنه لرئ، خپل Google حساب د وسیلې له تنظیماتو څخه لرې کړئ. د دې لپاره انډرویډ کې د اکاونټ اضافه کول او حذفول برخې ته مراجعه وکړئ. تر دې هم غوره، کله چې لومړی ځل خپل تلیفون تنظیموئ، د "Sign in" پاڼه پرېږدئ. په دې توګه ستاسو وسیله به له هېڅ ګوګل حساب سره تړلې نه وي او د ځای، لټونونو، نصب شویو ایپسونو او نورو په اړه معلومات به یې پروفایل کې اضافه نشي.

    کله چې له انډرویډ څخه د ګوګل اکاونټ لرې کړئ، تاسو به ونه توانیږئ چې له Play Store څخه کوم اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ. خو تاسو کولای شئ د اپلېکېشن ډاونلوډ لپاره د F-Droid او Aurora Store app stores وکاروئ.

    • د F-Droid store یوازې «وړیا او open-source» اپلېکېشنونه وړاندې کوي. د انسټال لپاره F-Droid APK له رسمي وېب پاڼې ډاونلوډ کړئ او وروسته پر ډاونلوډ شوي فایل کلېک وکړئ او لارښوونو سره سم عمل وکړئ. تاسو به اړ شئ چې د لنډ مهال لپاره د نامعلومو اپلیکیشنونو نصبولو اجازه فعاله کړئ. له نصبولو وروسته دا اجازه بېرته غیر فعاله کړئ!
    • د Aurora Store په مرسته کولای شئ هغه اپلیکیشنونه نصب کړئ، چې په Google Play Store کې موجود دي. Aurora Store له F-Droid څخه انسټال کړئ.
    • د F-Droid او Aurora Store خلاصولو په مرسته او یا په منوال توګه، انسټال شوي اپلېکېشنونه په منظمه توګه اپډېټ کړئ. په یاد ولرئ چې اتومات اپډېټونه کېدای شي کار ونکړي، او که تاسو اپلېکېشن په منوال توګه اپدېټ نکړئ، ممکن اپلېکېشنونه مو زاړه او غیر محفوظ پاتي شي.

    پرمختللې سپارښتنه: د Android وسیلې عملیاتي سیسټم (operating system) بدل کړئ

    Android د Google لخوا جوړ شوی؛ نو ډیری وخت یې اپلیکیشنونه ستاسې فعالیتونه او ځای ثبتوي. په ځینو مواردو کې کولای شئ، د GrapheneOS یا DivestOS په څېر یو خوندي او شخصي بدیل عملیاتي سیسټم نصب کړئ. دا یوه بهتره حل لاره ده: که تاسو د دې کار د کولو پرېکړه کوئ نو ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو وسیله له نوموړو سیسټمونو سره مطابقت کولی شي. د نصبولو لپاره څو مرحلې دي چې باید ترسره شي، او که څه غلط شي، ستاسو وسیله ممکن د کارولو وړ نه وي.

    په دې اړه نورې سرچينې هم وګورئ