د خپل آنلاین اړیکو محرمیت (پرایویسي) خوندي وساتئ
فهرست
د اړیکې او ارتباط ټینګول هغه که په آنلاین توګه وي او یا په حضوري بڼه، تل له یو لړ ګټو او زیانونو سره مل وي. آسانتیاوې، شهرت، لګښت او امنیت او نور داسې موارد هغه ملاحظات دي چې د ارتباط څرنګوالي یا مېتود په غوره کولو کې مونږ سره مرسته کوي. همدارنګه د زیان او ګټو په مقایسه کولو سره موږ کولای شو چې د اړیکې نیولو هغه طریقه غوره کړو چې زیان یې کم وي. د ګواښ یا زیان په شتون کې په ماهرانه ډول د ارتباطی ابزارو غوره کول یو ښه تدبیر دی.
دغه لارښود به د خوندي اړیکې پلانولو په برخه کې مرسته درسره وکړي او همدارنګه هغه غوره کړنې به در وپېژني چې په مرسته یې وکړای شی خپل محرمیت او حساس مالومات د اړیکو په ترځ کې خوندي وساتئ.
د اړیکي انځور وکاږئ او خوندي ساتلو لپاره یې پلان جوړ کړئ
د خپلې اړیکې د حساسیت کچه وارزوئ
- لومړي ګام کې، د پلان شوي اړیکې څرنګوالی بیان کړئ: څوک له چا سره غواړي اړیکه ونیسي؟ د اړیکو کوم کانال مو غوره کړی دی؟ څه ډول مالومات غواړی شریک کړئ؟ په کوم شکل؟ آیا غواړئ چې دا ټول مالومات له یو کانال څخه شریک کړئ، او که غواړئ چې بېلابېل مالومات د مختلفو کانالونو له لارې شریک کړئ؟
- له ځانه وپوښتئ چې که نوموړي مالومات حذف شي، یا بل چاته په لاس ورشي او یا
افشا شي، څه ستونزه به رامنځ ته شي.
- آیا کولای شئ چې نوموړي مالومات له ټولو سره شریک کړئ، او که دا اړینه بولئ چې دا مالومات دې یوازې له یو ځانګړي ګروپ سره شریک شي؟
- که نوموړي مالومات یو لوی ګروپ یا ډېرو خلکو ته په لاس ورشي، څه به پېښ شي؟
- که مسوولین وغواړي چې دغو مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړي، څه به پېښ شي؟ او که په رېښتیا وتوانېدل چې دغو مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړي، بیا به څه پېښ شي؟
- که مسوولین خبر شي تاسو له چا سره مالومات شریکوئ، څه به پېښ شي؟
- کېدای شي له هغې ډلې سره چې غواړئ اړیکه ونیسئ له ځینې ګواښونو سره مخ وي او یا د دې اړیکې له امله له ګواښ سره مخ شي؛ آیا دوی له دې ګواښونو څخه خبر دي؟
- د مالوماتو د حساسیت کچې ته په کتو، د اړیکو مناسبه طریقه غوره کړئ.
- «ترافیک لایټ پرتوکول» (TLP)هغه وسیله ده چې مالومات د حساسیت کچې پر بڼسټ په بېلابېلو کټګوریو ویشي او په پایله کې دا سپارښتنه کوي چې کوم ډول مالومات دې د کوم کانال له لارې شریک کړئ شي نو خوندي به وي.
- د حساسو مالوماتو د خوندي ساتلو په موخه اړینې پرېکړې وکړئ.
- له ځانه وپوښتئ چې د شریک کېدونکو مالوماتو د حساسیت کچې ته په کتو، آیا د اړیکو جلا کانالونو ته اړتیا شته او که خیر؛ همدارنګه، د اړیکې ابزارو د خوندیتوب کچه څنګه ارزوئ.
- له ګډونوالو سره ګډ پلان جوړ کړئ او له مخې یې دا په ډاګه کړئ چې د مالوماتو تبادلې لپاره به کوم ابزار کاروئ، کله چې نوموړي مالومات خپل ډیوایس کې ساتئ نو څنګه به یې انکرېپټ کوئ، او څومره مودې لپاره به دا مالومات ساتل کیږي او پای کې څه وخت او څنګه به دا ټول مالومات په خوندي توګه له ډیوایس څخه ډیلیټ (پاک) کیږي.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
حساس مالومات هر هغه منځپانګې (اسناد، ځانګړي تاریخونه، انځورونه، ویډیوګانې، غږیز پیغامونه، برېښنالیکونه، لیکل شوي پیغامونه او داسې نورو) ته ویل کیږي چې په افشا کېدو، ورکېدو، او یا بل چاته په لاس ورتلو سره یې:
- د کار بهیر (د بېلګې په توګه د فعالیت اړوند د مهمو اسنادو د ورکېدو له امله) ټکنی شي،
- د منځپانګې او یا نورو توضیحاتو له امله د افرادو (همکارانو، متحدینو، بسپڼه ورکونکو) ژوند له ګواښ سره مخ شي،
- د چا تقلید ته زمینه برابره کړي او یا د چا شهرت ته زیان ورسوي (د بېلګې په توګه په هغو حالاتو کې چې یو غیر مسوول شخص د کوم ګډونکونکي پته او پسوورد او یا خصوصي اړیکې اړوندمالومات ترلاسه کړئ)،
- په مشخصو حوزو کې (د بېلګې په توګه د کاپي حق یا نورو حوزو کې) له قانون د سرغړونې سبب وګرځي.
حساس مالومات د خوندیتوب ځانګړي پاملرنې ته اړتیا لري ترڅو له هر ډول قانوني، عملیاتي یا شخصي ګواښونو څخه خوندي پاتې شی. د حساسو مالوماتو خوندي ساتلو لپاره یو پلان ته اړیتا ده او کولای شی نوموړی پلان د پورتنیو پوښتنو په خوابولو سره ترتیب کړئ. </توضیحات>
په دې فکر وکړئ چې حساس مالومات به له چا سره شریکوئ
- په دې فکر وکړئ چې آیا حساس مالومات دې یوازې له هغو کسانو سره شریک کړای شي
چې ورسره تماس کې یاست او که له هرچا سره د شریکېدو وړ دي.
- که غواړئ حساس مالومات یوازې له مشخصې ډلې سره شریک کړئ نو نوموړي مالومات انکرېپټ کړئ تر څو نور کسان (د بېلګې په توګه هغه کسان چې سرور ته لاسرسی لري) دغو مالوماتو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
- که غواړئ مالومات مو له ډېرو کسانو سره شریک کړئ، نو کولای شئ چې شریکولو لپاره د اړیکو له هرې وسیلې څخه کار واخلئ. حتی په دې حالت کې به تاسو اړ وی تر څو خپل هویت او د لیکوال په توګه خپل حق خوندي وساتئ او د شریکېدونکو مالوماتو له سموالي نه مقابل لوريو ته ډاډ ورکړئ.
خپلې اړتیاوې او توان وارزوئ
د حساسو مالوماتو د خوندي شریکولو په موخه د اړیکو مناسب کانال باید غوره کړئ. په دې اړه له ځانه لاندې سوالونه وپوښتئ.
- آیا اړینه به وي چې د ګډونکونکو هویت له آډمېن او نورو هغو کسانو نه پټ پاتې
شي چې کولای شي له سرور یا د اړیکې تاریخچې له لارې مسېجونو ته لاسرسی پیدا
کوي؟
- که غواړئ د پیغاماخیستونکو هویت پټ پاتې وي نو د اړیکو هغه ابزار غوره کړئ چې د راجستر په وخت کې د ټیلفون شمېرې ته اړتیا و نه لري، او یا په مستعار نوم اکاونټ جوړولو ته اجازه ورکړی.
- د هویت پټ ساتلو په اړه نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ.
- آیا د کومې اړتیا له مخې غواړئ چې په چټک توګه پیغام واستوئ؛ او که د ځند مخه
وینئ؟
- په یاد ولرئ چې د چټک پیغاماستولو د وسېلې کارولو په وخت کې، لېږونکی ډېر وخت په فکر کولو نهتېروي. خو یو شمېر نورې وسیلې (لکه برېښنالیک) تاسو ته دا امکان درکوي تر څو استول شوي پیغامونه په منظمه توګه زېرمه یا آرشیف کې ځایپرځای کړئ.
- که غوښتل مو چې چټکپیغام ولېږئ نو له مېسېجنګاَپس یا له هغو وسیلو څخه کار واخلئ چې د ویډیویی ګډې غونډې (ویډیو-کنفرانس) وړتیا لري.
- د اړیکو او پیغامونو تنظیم لپاره له انکرېپټشوي برېښنالیک څخه کار واخلئ.
- غواړئ څه ولېږئ؟ غواړئ یوازې لیکل شوی متن واستوئ او که غواړئ منځپانګې په
بله بڼه واستوئ؟
- تاسو به کله دې ته هم اړ کېږئ چې فایلونه (لکه انځورونه، ویډیوګانې، یا پيډياف) ولیږئ. په دې حالاتو کې، د هغو ګواښونو په اړه فکر وکړئ چې د ضمیمهشوي فایلونو له لارې د سیستم ککړتیا سبب ګرځي.
- په ځینې مواردو کې دا به ښه وي چې یوازې پیغام د برېښنالیک یا د نورو خوندي ابزارو له لارې ولیږل شي او فایلونه دې لومړۍ د فایل زېرمتون یو پلېټفارم ته پوړته (آپلوډ) شي. دا کار څو ګټې لري، یو یې دا چې که فایل مو دروند وي او یا ډېر فایلونه لیږئ نو کولای شئ چې تر استولو مخکې یې د عنوان له مخې تنظیم کړی تر څو په راتلونکي کې لټون یې درته آسانه وي.
- د غږیز پیغام استول او یا ترلاسه کول به چټک کار ښکاري خو، په یاد مو وي چې په نوموړو پیغامونو کې د اړتیاوړ منځپانګې لټول بیا آسانه کار نه دي.
- آیا غوره بولئ چې پیغام مو د ټلیفوني خبرو له لارې ولیږئ او که ویډیویی
کنفرانس به ستاسو اړتیا پوره کړي؟
- که مو اړتیا وه چې د ګډونوالو تر منځ د باور فضا رامنځ ته کړی نو غوره به دا وي چې د ټېلفوني یا ویډیویی زنګله لارې خبرې وکړئ. او که مو اړتیا وه چې خبرې یادداشت شي نو حتمن د غونډې له جریان څخه نوټ واخلئ.
- آیا غواړئ چې دغه غونډه دې د کمپیوټر او ټیلفون پر مټ ترسره شي؟ آیا پوهیږئ
چې ستاسو او د مقابل لوریو په وسیلو کې کوم ډول عملیاتي سیستم (operating
system) انسټال دی؟
- که څه هم ډېری عملیاتي سیسټمونه د اړیکو بېلابېل ابزار منلی شي خو ځینې ابزار که د ټیلفون پر مټ وکارول شي، آسانه به وي. ځینې د اړیکې نیولو ابزار بیا لویې پړدې (سکرین) ته اړیتا لري. له ځانه وپوښتئ چې آیا ټول ګډونوال به د اړتیا وړ ډیوایسونه ولري او که نه.
- د غونډې ګډونوال کوم ډول ابزار کاروي؟ او یا دوی به دې ته لېوال وي او یا د
دې وړتیا به ولري چې د ابزارو نورو ډولونو کارول زده کړي؟
- آیا ګډونوال به دا وړتیا ولري چې خپلې وسیلې او د اړیکو کانال خوندي وساتي؟
- آیا ستاسو ګډونوال کومې مشخصې امنیتي اړتیاو یا ځانګړنې ته ضرورت لري؟
- آیا ګډونوال مو د چټک او د اعتماد وړ انترنېټ ته لاسرسی لري؟
- د اړیکې ابزارو ترلاسه کولو لپاره لازمه بودجه لرئ؟ آیا کولای شئ چې د اړیکو
پلېټفارم کوربتوب په خپله وکړئ؟
- که مو اړتیا وه چې حساس مالومات ولېږئ خو د اړیکې وسیله مو انکرېپټ نه وه (د بېلګې په توګه که غوښتل مو چې مالومات د ویډیویي کنفرانس له لارې شریک کړئ)، نو هغه پلېټفارم وکاروئ چې ستاسو سرور او یا ستاسو په ادارې پورې تړلی سرور یې کوربه وي.
ځینې لومړني امنیتي تدابیر په پام کې ولرئ
کله چې د خپل اړتیا وړ پلېټفتار غوره کوئ نو بهتره به وي چې هغه پلېټفارم غوړه کړئ چې لاندې ځانګړنې ولري. دغه ځانګړنې د وړتیا پر اساس لېست شوي دي:
- بشپړ انکرېپشن (E2EE): د اړیکو هغه وسیله غوره کړئ چې بشپړ انکرېپشن تضمینوي. بشپړ انکرېپشن یانې د پیغاملېږدونکي – سرور او پیغاماخیستونکي په مسیر کې به نوموړي اړیکه خوندي وي. همدارنګه دا ډاډ هم ترلاسه کړئ چې د انکرېپشن تکنالوژی د وړیا او پرانیستې سرچینې پر مټ چلیږي. ځینې داسې وسېلې شته چې د TLS پر بنسټ یوازې د کاروونکي او سرور ترمنځ اړیکه انکرېپټ کوي، یانې دا ډول اړیکې به بشپړه توګه انکرېپټ نهوي.
- دوه پړاویز تصدیق (2FA): د دوه پړاویز تصدیق په کارولو سره چې څو پړاویز تصدیق (MFA) هم یادیږي، سیستم ته له ننوتلو (لاګاېن کېدو) مخکې د دوهم تصدیق یا پاسوورډ غوښتنه هم کوي. یانې برسېره پر لاګاېن پاسوورډ، دوهم پاسوورډ هم له کاروونکي غواړي. که غواړئ پوه شی چی کوم سیسټومونه د دوه پړاویز تصدیق ځانګړنه لري، او څنګه فعالیږي، نو 2FA Directory website ولولئ.
- TLS/HTTPS: کله چې تاسې یو چا سره اړیکه نیسئ نو ستاسو د اړیکې زګنال له ارتباطي وسیلې (کمپیوټر، ټیلفون ...) څخه راوټر ته انتقالیږي او له هغې ستاسو ISP او بلاخره د خدمت چمتوکونکي سرور ته رسیږي. TLS/HTTPS ستاسو اړیکه په دې ټول مسیر کې انکرېپټ کوي تر څو ستاسې اړیکه خوندي پاتې شي. په دې اړه، o وګورئ چې آیا ستاسو د برېښنالیک د خدمتونو چمتوکوونکی (یاهو، جيمېل...) د TLS ځانګړنه لري او که نه. دا آزمایښت د checktls.com په مرسته ترسره کولی شی. o که خپله الکترونیکي وسیله کاروئ نو براوزر د HTTPS پر لیکه خلاص کړئ. o که د اړیکو اپلېکېشن (واټساپ، وایبر ...) کاروئ نو دا ډاډ ترلاسه کړئ چې نوموړی اپلېکېشن ستاسو اړیکې د TLS په مرسته انکرېپټ کوي. o او که د داسې خدمت کارولو ته اړ یاست چې د TLS/HTTPS په مرسته د انکرېپشن ځانګړنه نهلري، نو په داسې حالت کې د VPN پر مټ یې وکاروئ تر څو څوک ستاسو اړیکې ته د سیمهییز نېټورک یا ISP له لارې لاسرسی پیدا نهکړي.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
که پرته له انکرېپټکېدو یو پیغام واستول شي، نوموړی پیغام به د پلېټفارم په سرور او همدارنګه د پیغام اخیستونکي په الکترونیکي وسیله کې زېرمه وي. د همدې دلیل له مخې، خصوصاً په هغه مواردو کې حساس مالومات استوئ، تاسو ته په کلکه سپارښتنه کوو تر څو د بشپړ انکرېپشن (end-to-end encrypted) خدمات وکاروئ.
په ځینې حالاتو، لکه په ویډیویې کنفرانس کې چې د ګډونوالو شمېر زیات وي، بشپړ انکرېپشن امکان نهلري. که په داسې حالاتو کې داسې پلېټفارم موندلی نهشی چې د بشپړ انکرېپشن پهګډون د اړتیا وړ ټولې ځانګړنې ولري، نو بهتره به وي چې هغه خدمات وکاروئ چې ستاسو د باور وړ وي او یا که تاسو سرور لری او له وسه مو پوره وې خپل سرور سره یې وتړئ.
برسېره پر دې، د کاروونکي او سرور تر منځ د اړیکو خوندي کولو په موخه، د برېښنالیک ډېری شرکتونه او د چټ اپلېکشنونه د HTTPS/TLS له لارې براوزر کاروي. دا چاره ستاسو د اړیکې مسیر – یانې ستاسو له الکترنیکي وسیلې څخه تر برېښنالیک شرکت او بیا تر پیغاماخیستونکي ډیوایس پورې – خوندي کوي او هم نپرېږدي چې په سیمهییز نېټورک کې ستاسو اړیکه ته څوک لاسرسی پیدا کړي. د همدې دلیل له مخې، تاسو ته سپارښتنه کوو چې د اړیکو هغه پلېټفارمونه وکاروئ چې د TLS له لارې د لېږد پر محال ستاسو د پیغام د انکرېپټ کولو وړتیا ولري. </تفصیل>
د اړیکو پلان مو بشپړ کړئ
پورتنیو پوښتنو ته د ځوابونو په رڼا کې او د امنیتي لومړنیو تدبیرونو او سپارښتنو له مخې، د اړیکې بشپړ پلان جوړ کړئ، د پلان پلې کولو مشق او تمرین وکړئ تر څو وتوانیږئ چې ځان او ټولنه مو خوندي وساتئ، دوی سره مو مهم مالومات په خوندي توګه شریک کړي وي او د ناورین یا اظطراب په وخت کې یو بل ته د مرستې جوګه وګرځئ.
- خپل ځانګړی «ټرافیک لایت پروتوکول»
(TLP) جوړ کړئ او له مخې
یې پرېکړه وکړئ چې کوم حساس مالومات به شریکوئ، چا سره به یې شریکوئ، او په
کومه بڼه او د اړیکې له کوم ډول کانال له لارې به یې شریکوئ.
- که څه هم د TLP ترتیبول کولای شي تاسوته د حساسو مالوماتو شریکول آسانه کړي خو په یاد ولرئ چې مالومات هغه وخت خوندي وي چې هرچا سره شریک نهشي او یا هر چا ته په هکله یې و نهویل شي.
- د بېلګې په توګه، هغې چا ته حساس مالومات مهاستوئ چې په سفر تللی وي، او یا له سرحده تیریږي او یا د پولیسو لخوا نیول شوی وي.
- غوره به وي که د نوم اخیستلو، د آدرس یادولو یا ځینې مشخصو کړنو د یادولو پرځای، شفر وکاروئ.
- مقابل لوري سره خبرې وکړئ او یو بل سره د اړیکې نیولو د څرنګوالي پهګډون پر
یو ګډ پلان سلا شئ او وګورئ چې څنګه بېلابېل موارد یو بل ته ورسوئ، د بېلګې
په توګه:
- ګواښونه،
- هغه اپلېکېشن یا خدمتونه چې کارول یې غواړئ (او یا نهغواړئ)،
- د ستونزې په صورت کې کوم ګامونه به اخلئ.
- ځینې غیررسمي تدبیرونه هم په نظر کې ولرئ، لکه:
- د خوندي طریقو (لکه برېښنالیک یا د چټ) له لارې، یو بل سره د اړیکو د بدیل پتو شریکول،
- په عاجلو حالاتو کې د اړیکې پتې شریکول.
- رسمي تدبیرونه هم په نظر کې ولرئ.
- د بېلګې په توګه، د خوندیتوب یوه پالیسۍ مشخصه کړئ چې له مخې یې د اړیکې ټولو خواوو ته د اړیکو څرنګوالی، د ډېټا زېرمتون د مجاز خدمتونو کارول، او د مالوماتو ساتلو په اړه ځانګړې لارښوونې وکړي.
- د اړیکې پلان د ښه پلې کولو په موخه لازم مشق او تمرین وکړئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
په عاجلو حالاتو کې سم فکر کولو او چټک غبرګون لپاره فرصت کم وي. کېدای شي داسې پرېکړه وکړو چې مونږ ته زیان ورسوي. د اړیکې پلان شتون مونږ سره مرسته کوي تر څو له عاجلو پېښو څخه مخنیوی وکړو او خوندیتوب لپاره لازم تدبیر ولرو. </توضیحات>
جلا هویتونه جوړ کړئ
که مو اړتیا وه کولای شئ چې بېلابېلو اړیکو لپاره جلا هویت جوړ کړئ.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
هر فعالیت لپاره د جلا هویت کارول، ستاسو پر وړاندې د هغې سیاسي او اقتصادي ګواښ کچه را ټیټوي چې د آنلاین فعالیت له امله مو ګواښي. </توضیحات>
خپلې اړیکې خوندي او پټې وساتئ
- د آنلاین فعالیتونو د خوندي ساتلو لپاره دا برخه ولولئ: څنګه براوزر په خوندي توګه وکاروو.
- که داسې سیمه کې فعالیت کوئ چې له ګواښ څخه ډکه ده او آنلاین فعالیت او هویت
مو ستاسو آزادي او روغتیا ګواښي نو، خپلې اړیکې او انټرنېتي فعالیت پټ
وساتئتر څو خپلې موخې ته له رسېدو
وروسته، هیڅ ډول نښې پرځای پری نږدی.
- که غوښتل مو چې خپلې اړیکې د ځینو ابزارو په مرسته پټې کړئ، پام مو وي چې د نوموړي ابزارو کارول په ځینو هېوادونو کې غیرقانوني دي او کارول یې ښیي چې تاسو به په کوم ناسم فعالیت بوخت وی. په داسې حالاتو کې له ځانه وپوښتئ چې آیا بله لار یا طریقه به وي چې خپل مقصد ته مو ورسوي.
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
که د Tor Browser او یا بل ورته براوزر له لارې کوم وېبسایت خلاص کړئ، ستاسو هویت به پټ پاتې وي او چا ته به نهمالومیږي چې تاسو څوک وی او له کوم ځای نه مو وېبسایت خلاص کړی دی.دا په یاد ولرئ چې که وېبپاڼې او یا برېښنالیک ته له عادي اکاونټ له لارې ننوځی، نو هغه پلېټفارم چې کاروئ به ستاسو د اکاونټ مالوماتو (حتی شخصي مالوماتو) ته هرومرو لاسرسی ولري. </توضیحات>
برېښنالیک په خوندي توګه وکاروئ
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
که څه هم زیات شمېر خلک غوره ګڼې چې د برېښنالیک پر ځای، انکرېپټ شوی چټ اپلېکېشن او یا د ويدیويی زنګونو له لارې د ورځنیو کارونو په هکله مالومات شریک کړي خو، سربېره پر دې هم یو شمېر خلکو د بېلابېلو دلایلو له مخې د برېښنالیک کارولو ته مخه کړي ده. د برېښنالیک درلودل د نورو اکاونټونو د جوړولو او در ورځني کار او مکاتباتو په برخه کې آسانتیا برابروي.
د آنلاین اړیکو لپاره برېښنالیک ډېر خوندي میتود نه دی. ځکه چې انکرېپټ نه دی، یو زیات شمېر مېټا ډېټا ځان سره لېږدوي، پر چمتوکونکي سرور متکي وي چې له امله یې کېدای شي له ککړتیا، زیان رسونکي ویروسونو او نورو ګواښونو سره مو مخ کړي. خو بیا هم برېښنالیک یوه مهمه تکنالوژی دی. غوره به دا وي چې د برېښنالیک په اړه او دا چې څنګه یې په ښه توګه وکاروو او نورو اړوندو برخو باره کې یې لازمې لارښوونې زده کړئ. </توضیحات>
د پیغاملېږلو اپلېکېشنونه په خوندي توګه وکاروئ
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
د چټ خدمتونه ستاسو په اړه هر ډول مالومات لکه ستاسو موقعیت، فعالیت، منځپانګه، له چا سره اړیکه نیسئ او نور مالومات ټولولی شي. غوره به دا وي چې هغه چټ اپلېکېشن غوره کړئ چې ستاسو خوندیتوب ورته مهم وي. </توضیحات>
د ویدیویي کنفرانس ابزار په خوندي توګه وکاروئ.
په دې اړه نور مالومات له دې لېنک څخه ترلاسه کولای شئ -->
له عکسونو او فایلونو څخه هغه لرې کړئ چې ستاسو پېژندنه آسانوي
موږ ولې دا سپارښتنې درته کوو؟
داسې ښکاري چې صرفاً پر انځور د مخ پټول او یا د نورو حساسو مالوماتو لري کول به د خلکو او د انځور ځای اړوند مالومات هم پټ کړي. خو ځینې ابزار شته چې اډېټ شوي انځورونه اصلي حالت ته راګرځولی شي او هر هغه څه روښانولی شي چې د اډېټ پروسې له امله پټ کړای شوي وي.
هر فایل ځان سره مل ځینې مالومات لري چې د مېټا ډېټا په نوم یادېږي او د فایل په اړه هر ډول مالومات لکه فایل کله جوړ شوی، چا او چېرته جوړ کړئ، د کومې وسېلې په ذریعه جوړ شوی او داسې نور مالومات څرګندوي. مېټا ډېټا په آسانه کتلی شئ. پر فایل ښیی کلېک کړئ، بیا «پراپرټیز» ته ورشئ او د مالوماتو د ورکړې پر آپشن (“Get info.”) باندې کلېک سره ټول مالومات به درته څرګند شي. له مېټا ډېټا څخه د ځینو حساسو مالوماتو له منځه وړلو لپاره لارښود موجود دی او کولای شئ چې له دې برخې سره ضمیمه شوي فایل ته مراجعه وکړئ. </توضیحات>