پاسورډونه › پیاوړي پاسورډونه جوړ کړئ او وساتئ

پیاوړي پاسورډونه جوړ کړئ او وساتئ

اپډېټ شوی دی 28 March 2024

فهرست

... فهرست ...

    پاسورډونه د معلوماتو او هویت خوندي کولو لپاره خورا مهم وسایل دي. بدبختانه، بریدګر یې هم له اهمیت څخه خبر دي او بېلابېلې لارې چارې لري ترڅو مو پاسورډونه ترلاسه کړي.

    خو تاسې د ځینو مهمو وسایلو او تګلارو په کارولو سره کولی شئ له دې ډول بریدونو څخه ځان خوندي کړئ.

    خپل پاسورډونه خوندي کړئ

    • تل په خوندي، تازه او د باور وړ وسیله کې خپلو حسابونو ته لاسرسی ومومئ او خپل حساس معلومات (لکه پاسورډونه) مدیریت کړئ. د وسایلو د خوندیتوب په اړه د د لازیاتو معلوماتو لپاره د تلیفونونو او کمپیوټرونو لارښود برخې ته مراجعه وکړئ.
    • د پاسورډ مدیریت وسیله وکاروئ. هېڅ انسان نشي کولی د ټولو حسابونو د خوندي ساتلو لپاره په خپل ذهن کې د دومره اوږدو، تصادفي او ځانګړو پاسورډونو د په یاد ساتلو وړتیا ولري. د پاسورډ مدیریت وسایل ستاسې لپاره دا ډول پاسورډونه جوړوي او درته ساتي یې او له کوډ کولو سره یې خوندي کوي. د پاسورډ مدیریت وسایلو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د پاسورډ مدیرانو لارښود برخې ته مراجعه وکړئ.
    • دوه ‌مرحله‌ییز تصدیق وکاروئ. دوه ‌مرحله‌ییز تصدیق(Two-factor authentication) چې څو‌ مرحله‌ییز تصدیق (multi-factor authentication) هم ورته ویل کېږي، حسابونو ته د ننوتلو سیسټم لپاره مو لازیات خوندیتوب وړاندې کوي. د Two-factor authentication په کارولو سره، که څوک ستاسې پاسورډ هم ترلاسه کړي، بیا هم نشي کولای حساب ته ننوزي؛ ځکه دویم فاکتور ته اړتیا وي، چې ترلاسه کول یې ډېر ستونزمن دي. د دوه ‌مرحله‌ییز تصدیق د خوندي کارولو په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره د دوه ‌مرحله‌ییز تصدیق لارښود برخې ته مراجعه وکړئ.

    دا چې څنګه خپل پاسورډونه او حسابونه د عامو یا معمولو بریدونو څخه خوندي کړئ؛ په اړه یې لاندې برخو ته مراجعه وکړئ.

    یو پیاوړی پاسورډ جوړ کړئ

    په لنډه توګه، وړاندیز کوو چې ټول پاسورډونه د اف‌لاین پاسورډ مدیر په مرسته جوړ کړئ او یوازې څو اوږده پاسفریزونه ولرئ، ترڅو په یاد مو وي چې د هغې وسیلې کلپ پرانیزئ چېرته مو، چې پاسورډ مدیر انسټال (نصب) کړی او د پاسورډ مدیر ډیټابېس ته لاسرسی ومومئ.

    که غواړئ خپل د خوښې پاسورډونه جوړ کړئ، نو لږ تر لږه لاندې ګامونه واخلئ؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې پاسورډ مو ښه پیاوړی دی:

    • یو اوږد پاسورډ جوړ کړئ – چې لږ تر لږه ۱۲ توري باید ولري؛ خو که ۱۴ وي دا نو لا غوره خبره ده.
    • توري، شمېرې او نښې (سمبولونه) وکاروئ.
    • په یاد ولرئ چې لاندې لارې چارې، مو په یوازې توګه پاسورډونه نه خوندي کوي؛ خو کولی شئ نوموړي چارې یو پیاوړي پاسورډ ته ورزياتې کړئ ترڅو لا پېچلی شي.
      • د تورو د بدیل په توګه ورته نښې یا شمېرې کارول (لکه د "a" پر ځای "@"، یا د "e" پر ځای "3"). که څه دا یوه زړه تګلاره ده چې ډېری بریدګر هم پرې خبر دي.
      • د پاسورډ په پای کې د نښو (سمبولونو)، شمېرو یا نورو علامو زیاتول– هم یوه معلومه تګلاره ده، چې د پاسورډ ماتولو لپاره د بریدګر ذهن ته ورځي.
      • د هرې کلمې د پیل لپاره د لویو حروفو کارول – دا هم یوه پېژندل شوې تګلاره ده چې بریدګر یې د پاسورډ د ماتولو لپاره کاروي.

    همدارنګه لاندې سپارښتنې په یاد ولرئ:

    • هېڅکله له قاموس (دیکشنری) څخه یوه او یوازینۍ کلمه د پاسورډ په توګه مه کاروئ.
    • د مشهورو نقل قولونو، سندرو او شعرونو په شان عامې جملې مه کاروئ.
    • هغه کلمې یا شمېرې مه کاروئ، چې په شاوخوا خلکو یا سازمانونو پورې تړاو ولري، لکه:
      • د خلکو، کورنیو حیواناتو یا سازمانونو نومونه
      • د زېږېدو نېټې، مهمې کلیزې یا رخصتۍ
      • د تلیفون شمېره یا پته
      • یا هر هغه څه چې یو څوک یې ستاسې د شاوخوا خلکو په اړه د څېړنې په مرسته موندلی شي.
    • په یاد ولرئ چې په پرلپسې ډول د پاسورډونو بدلول اړین نه دي. دا چې کله پاسورډ بدل کړی نو د کله پاسورډ بدل کړو برخې ته مراجعه وکړئ.

    څو خوندي پاسورډونه په یاد وساتئ

    که څه هم د پاسورډ مدیر کاروئ؛ خو بیا هم اړ یاست، چې څو خوندي پاسورډونه په یاد ولرئ؛ ترڅو په خپله الکترونیکي وسیله کې د پاسورډ مدیر په پرانیستلو سره هغه ډیټابېس ته لاسرسی ومومئ، چېرې چې ستاسې پیاوړي او ځانګړي پاسورډونه ساتل شوي دي.

    • د پاسورډ د جوړولو لپاره د the diceware method طریقه وکاروئ؛ ترڅو پاسورډونه مو پیاوړي او یاد ساتلو لپاره اسانه وي:
      1. د شمېرل شوو کلمو یو لیست او ۵ شپږ اړخیزې دانې (dice) ترلاسه کړئ.
      2. ۵ ځله شپږ اړخیزې دانې و ازمایئ؛ ترڅو پینځه عدده شمېر ترلاسه کړئ لکه (۶،۲،۵،۱،۱).
      3. د لیست هغه کلمه وکاروئ، چې له دې شمېر سره مطابقت لري.
      4. دا پروسه شپږ ځله تکرار کړئ او شپږ کلمې یې د "پاسفریز" (passphrase) په توګه وکاروئ.
        • دا پاسفریز هېڅکله په بل ځای کې بیا مه کاروئ.
      5. وروسته، د عبارت یا کلمې ذهني انځورد خپل پاسفریز د کلمو په مرسته جوړ کړئ. دا به درسره مرسته وکړي چې پاسفریز په یاد وساتئ.
      6. دا پاسورډونه په منظمه توګه د پرانیستلو لپاره وکاروئ؛ په پیل کې هره ورځ، او بیا لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل. دا چاره به د پاسورډونو د په یاد ساتلو کې درسره مرسته وکړي.
    • که شپږ اړخیزه دانه (dice) ونه‌لرئ، نو د KeePassXC په مرسته پاسورډ جوړ کړئ.
    • د بدیل په توګه، کولی شئ "د کتاب طریقه" (book method) وکاروئ:
      1. یو تصادفي کتاب غوره کړئ، ممکن هغه کتاب چې ستاسو له اصلي فعالیت سره تړاو نه لري.
      2. کتاب په یوې تصادفي پاڼه خلاص کړئ.
      3. سترګې پټې کړئ او د پاڼې پې یوې برخه باندې ګوته کېږدئ ترڅو یوه تصادفي کلمه غوره کړئ.
      4. دا پروسه شپږ ځله تکرار کړئ ترڅو د شپږو کلمو یو پاسفریز ترلاسه کړئ.
        • په یاد ولرئ چې دا طریقه په ځانګړې توګه هغه وخت خوندي نه‌ده، کله چې خپل یو کارېدونکی کتاب یا د دفتر مجله وکاروئ؛ خو که یوه تصادفي مجله یا کتاب وکاروئ، نو دا د پاسفریز د جوړولو لپاره یوه ښه بدیله لار ده.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    ځینې داسې پاسورډونه به هم وي، چې باید په یاد یې وساتئ، لکه د هغې وسیلې پاسورډ چې هلته پاسورډ مدیر یا د پاسورډ مدیر ماسټر پاسورډ نصب وي. د Diceware طریقه درسره مرسته کوي، ترڅو داسې پاسفریز جوړ کړئ چې په یادولو کې اسانه وي، خو د هغو بریدګرو لپاره چې د پاسورډ ماتولو "password cracking" ځانګړې سافتویرونه لري، اټکل یې خورا ستونزمن وي.

    که د پاسورډ شریکولو ته اړ یاست

    • تر څومره چې ممکنه ده، د پاسورډونو له شریکولو ډډه وکړئ:
      • که اړ شئ، چې له ملګري، کورنۍ غړي یا همکار سره پاسورډ شریک کړئ؛ نو پاسورډ په لنډمهاله توګه بدل او بیا یې شریک کړئ او له کارولو وروسته یې بېرته خوندي پاسورډ ته بدل کړئ.
      • غوره ده، چې د هر فرد لپاره بېل حساب جوړ کړئ؛ او دا مشخصه کړئ، چې دوی کوم خدمت ته د لاسرسي اړتیا لري. کولی شئ د دې حسابونو کړنې محدودې کړئ او وګورئ چې دوی څه ته لاسرسی ولري.
      • که اړتیا وي چې خپلې وسیلې ته د لاسرسي اجازه ورکړئ، غوره ده چې د دې وسیلې لپاره جلا حساب جوړ کړئ. د جلا کاروونکي حسابونو د جوړولو لپاره د Android، Linux، macOS او Windows د خوندیتوب لارښودونو برخې ته مراجعه وکړئ.
        • پرته له دې، چې ای‌پډ وکاروئ د iOS وسیلو لپاره دا خدمت موجود نه‌دی. د دې د څرنګوالي لپاره د آی‌پډ شریکولو عمومي کتنې برخې ته مراجعه وکړئ.
    • که واقعاً له نورو سره د پاسورډونو شریکولو ته اړتیا لرئ، کولی شئ خپل KeePassXC په داسې ډول تنظیم کړئ چې په ګډه یې وکاروئ. د دې تخنیک د څرنګوالي د زده‌کړې لپاره د the KeePassXC documentation برخې ته مراجعه وکړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    هر ځل چې پاسورډ شریکوئ، داسې ده لکه د خپل کور د کیلي یوه کاپي، چې جوړه او چا ته یې ورکړئ. په دې سره دا خطر شته چې هغوی کیلي ورکه کړي. په حقیقت کې، دا تر دې هم زیات خطرناک دی؛ ځکه ستاسې "کور" بیا د لرې واټن وسیلو له لارې پرته له دې چې تاسې خبر شئ، د لاسرسي وړ کېږي. د دې "برید د کچې" د کمولو لپاره، د پاسورډ شریکولو څخه ډډه وکړئ.

    وګورئ چې ایا پاسورډونه مو افشأ شوي دي که نه

    • د the ';--have i been pwned? website برخې ته مراجعه وکړئ؛ ترڅو وګورئ چې حسابونه مو د زیانمنېدو راپور لري که نه.
    • که مو کوم حساب دلته ونه‌ښودل شي، بیا هم د دې لارښود لارښوونې وڅارئ؛ ځکه ډېر حسابونه زیانمن شوي وي؛ خو راپور یې نه ورکول کېږي.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    بریدګر هغه پاسورډونه لټوي چې مخکې زیانمن شوي وي او انلاین لاسرسی ولري. دوی د حسابونو بېلابېل پاسورډونه ازمایي ترڅو هغه سم پاسورډ ومومي چې د ننوتلو لپاره کارول کېږي. د ورته پاسورډ بیاځلي کارول په ځانګړې توګه خطرناک دی. د دې لپاره، چې پوه شئ، چې ایا پاسورډ مو په هغه پاڼه کې چې بریدګر یې کاروي شته که نه؛ د دې چارې لپاره د ';--have i been pwned? برخې ته مراجعه وکړئ.

    پوه شئ چې بریدګر مو د پاسورډونو په اړه څنګه اټکل کولی شي

    دا هغه معمولې لارې دي چې بریدګر یې د پاسورډ موندلو لپاره کاروي:

    1. بریدګر کولی شي د پاسورډ په اړه اټکل وکړي:
      • ستاسې د شخصي معلوماتو په کارولو سره، لکه: مهمې نېټې، نومونه، یا هم مشهور نقل‌قولونه او هغه سندرې یا لیکوالان چې تاسې یې خوښوئ،
      • د قاموس (دیکشنری) په کارولو سره،
      • د هغو پاسورډونو په لږ ادلون بدلون سره چې تاسې مخکې کارولي دي،
      • د هر ممکنه ترکیب لپاره د سافټویر په کارولو سره چې حساب مو پرانیزي.
    2. دوی لاندې ځایونه پلټي:
      • هغه ځایونه چې پاسورډونه پرې لیکل شوي وي لکه، پر میز شا‌خوا پراته یادښتونه
      • هغه څه چې د پاسورډ دننه کولو پر مهال یې ټایپ کوئ،
      • هغه پاسورډونه چې مخکې افشأ شوي او د انلاین لاسرسي وړ وي.
    3. بریدګر مو په لاندې بڼو دوکه کوي:
      • د داسې زیان رسوونکي اپلیکیشن په نصبولو سره، چې پاسورډونه ثبت کړي،
      • د جعلي ننوتلو پاڼې په کارولو چې تاسې ته دوکه درکوي، ترڅو هلته د ننوتلو لپاره پاسورډ دننه کړئ. په دې اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره د فیشنګ-phishing برخې ته مراجعه وکړئ،
      • د جعلي ملاتړ کونکي یا داسې یو چا په توګه څرګندیدل چې تاسې یې پېژنئ (دا چاره د ټولنیزې انجینرۍ په نوم یادېږي).
      • دا چې زیان رسوونکي څنګه تاسې چټک عمل ته هڅوي او یا له ستاسو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلي د مالویر malware په اړه زمونږ لارښودبرخې ته مراجعه وکړئ.
    4. بریدګر له نیمګړتیاوو څخه ناوړه ګټه اخلي:
      • هغه وېب‌پاڼه هک کول، چې دوی غواړي په مرسته یې ستاسې پاسورډ هلته دننه کړي،
      • د پاسورډ غلا کول که چېرې نوموړی پاسورډ په براوزر کې ثبت شوی وي،
      • له هغو اپلیکیشنونو پاسورډونو غلا کول، چې په خپله ګرځنده وسیله کې یې کاروئ.

    خپل پاسورډ هېڅکله د ایمیل، تلیفون، یا پیغام له لارې مه شریکوئ

    • هغه اپلیکیشن یا وېب‌پاڼې ته لاړ شئ، چې له تاسې د پاسورډ غوښتنه کوي؛ ترڅو یې د غوښتنې اعتبار تایید کړئ.
    • که داسې ښکاري، چې دا پیغام د یوې پېژندل شوې ادارې یا کس له‌خوا رالېږل شوی وي؛ نو د تایید لپاره له بلې لارې یا چینیل له لارې ورسره په اړیکه شئ.
      • د بېلګې په توګه، که دا پیغام په ایمیل کې و، له هغوی سره تلیفوني اړیکه ونیسئ.
      • په ایمیل کې پر لینکونو باندې کلیک مه کوئ یا هم ځواب مه ورکوئ.
    • په دې پوه شئ، چې هغه پیغامونه چې تاسې په ناڅاپه ویروي؛ تاسو ته د کنجکاوی احساس درکوي، یا داسې احساس درکوي چې ګویا کوم مهم فرصت له لاسه ورکوی، یا تاسې عاجل عکس المعل ته هڅوي، نو په دې پوه شئ، چې دا ممکن د فیشنګ برید یوه هڅه وي. په داسې حالاتو کې لومړی صبر وکړئ، بیا ځآن آرام کړئ، او وروسته د دې ډول پیغامونو د تایید لپاره نورې لارې ومومئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    بریدګر ډېر وخت ځان د کوم بانک یا تخنیکي ملاتړ د استازي په توګه ښيي ترڅو تاسې قانع کړي، چې خپل حساس معلومات ورسره شریک کړئ. دوی زموږ پر احساساتو لوبې کوي او هڅه کوي، چې تاسې داسې کړنه ترسره کړئ، چې د معلوماتو د ورکړې لامل شي.

    که یو څوک تاسې ته تلیفون، ایمیل یا پیغام وکړي او د پاسورډ یا نورو حساسو معلوماتو غوښتنه وکړي، یا که په ایمیل یا پیغام کې لینک وي او درنه غواړي، چې تاسې یې کلیک کړئ، ډېر احتمال لري، چې دا مو د دوکه کولو هڅه وي.

    دا چې زیان رسوونکي څنګه تاسې چټک عمل ته هڅوي او یا له ستاسو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلي د مالویر malware په اړه زمونږ لارښودبرخې ته مراجعه وکړئ.

    په دې موضوع د ښه پوهېدو لپاره اړوند لارښود برخهSurveillance Self-Defense Guide on how to avoid phishing attacks.وګورئ ترڅو پوه شئ، چې څنګه بریدګر هڅه کوي تاسې په بېړه عمل کولو ته اړ کړي.

    کله خپل پاسورډ بدل کړو

    خپل پاسورډ هغه وخت په سملاسي ډول بدل کړئ، کله چې:

    • داسې وښکاري، چې حساب، وسیله یا هغه کسان چې درسره کار کوي، د برید ښکار شوي وي.
    • تاسو په عامه ځایونو پورې اړوند یا شریکي الکترونیکي وسیله کې خپل پاسورډ داخل (انتر) کړی وي (کېدای شي په نوموړي الکترونیکي وسیله کې زیان رسوونکي کوډونه نصب شوي وي).
    • کله چې باوري شئ، چې یو چا مو د پاسورډ دننه کولو پر مهال څارنه کړې ده.

    د زیان کمولو لپاره هغو کسانو ته چې کېدای شي اغېزمن شوي وي، خبر ورکړئ.

    همدارنګه، خپل پاسورډ په هغو حلاتو کې بدل کړی کله چې تاسو ته د خدمت وړاندې کوونکي شبکې لخوا خبر درکړل شي چې ګواکې ستاسو حساب ته له ناپېژند الکترونیکي وسیلي یا محل څخه د ننوتلو هڅه شوي ده. په داسې حالاتو کې، لاندې موارد عملي کړی تر څو پوه شی چې آیا رېښتیا ستاسو پاسورډ افشأ شوی او که نه:

    • وګورئ چې د برید په اړه خبرونو کې څه راغلي او که نه.
    • که له برېښنالیک یا لنډ پیغام له لارې خبرداری ترلاسه کړئ، د خدمت چمتوونکي د وېب‌پاڼې له لارې یې تایید کړئ او وګورئ، چې آیا دا خبرداری رېښتیا هم دوی درلېږلی او که نه.

    د خپل پاسورډ د بدلولو لپاره زموږ د ټولنیزو رسنیو لارښود او د Android، iOS, Linux, macOS، او Windows الکترونیکي وسیلو کې د پاسورډ بدلولو د خوندیتوب اپتدایي لارښود ته مراجعه وکړئ.

    ولې دا سپارښتنه کوو

    څېړنې ښيي، چې په مکرر ډول د پاسورډ بدلول خونديتوب نه‌شي ښه کولی. کله چې خلک اړ شي، چې په پرله‌پسې ډول پاسورډونه بدل کړي، ډېری وخت کوچني بدلونونه پکې راولي، چې په داسې حالت کې نوي پاسورډونه د زړو په پرتله ډېر خوندي نه‌وي. د دې څېړنې په اړه نور معلومات د بروس شنییر مقاله د «ولې په مکرر ډول د پاسورډ بدلول د خوندیتوب یو ناسمه تګلاره ده» تر عنوان لاندې ولولئ . in Bruce Schneier's post on why changing passwords frequently is a bad security idea.

    د پاسورډ بدلول هغه وخت اړین دي، چې ډېټا افشأ شوې وي. ځکه تل نه‌پوهېږو، چې معلومات مو افشا شوي دي که نه، سپارښتنه کوو، چې د انلاین خدمتونو لپاره خپل پاسورډونه هرې څو میاشتې یا په کال کې یو ځل بدل کړئ، یا یې هم هغه وخت بدل کړئ، چې فکر کوئ، چې کېدای شي انلاین خدمتونه مو زیانمن شوي وي.

    د پاسورډ دننه کولو پر مهال خپل ځای او شاوخواته مو پام وي

    • که په عامه ځای کې یاست او خپل انلاین خدمت ته پاسورډ دننه کوئ، ډاډمن شئ، چې څوک مو له شا نه‌شي لیدلی یا مو ویډیو نه‌شي ریکارډ کولی.
    • وګورئ چې ایا څوک مو د کیبورډ یا تلیفون ټایپ کول څاري که نه.
    • د محرمیت ساتلو لپاره ځانګړی سکرین وکاروئ؛ ترڅو بل څوک هغه څه ونه‌ویني چې تاسې یې ټایپ کوئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    بریدګر کولی شي ستاسې پاسورډ دننه کول وګوري یا یې ثبت کړي. د بېلګې په توګه؛ که کوم موبایل د مقاماتو لخوا ضبط شو او دوی د موبایل پاسورډ نه درلود؛ دوی به وکړای شي چې د موبایل د څښتن د ورځنیو چارو په مطالعه کولوسره ټیلفون خلاص کړي. دوی د هغو CCTV یا امنیتي کمرو په څارلو چې کېدای شي نوموړی شخص یې د پاسورډ په داخلولو کې ثبت کړی وي، د یاد شخص ټیلفون خلاص کړي.

    د ګوتې نښه یا مخ (بایومټریک) په مرسته د وسیلې خلاصولو څخه ډډه وکړئ

    • که وسیله مو د ګوتې نښې یا مخ په مرسته پرانیستل کېږي، دا تنظیمات بدل کړئ او د پاسورډ طریقه د پرانیستلو لپاره وکاروئ.
    • د بشپړ مالوماتو ترلاسه کولو لپاره د Android, iOS, Linux, macOS, او Windows اړوند اپتدایی لارښودونو ته مراجعه وکړئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    بایومټریک که څه هم د وسیلو پرانیستلو چټکه طریقه ده؛ خو په عمومي ډول د پاسورډ په پرتله لږه خوندي ده. خپل پاسورډ هر وخت بدلولی شئ، خو د ګوتې یا مخ نښې بدلول هرکله نه‌شي کېدلی. په هوايي ډګرونو، حکومتي دفترونو او نورو ځایونو کې ډېری کسان بایومیټریک معلوماتو ورکولو ته اړ کېږي، چې دا چاره مو وسیلې ته د لاسرسي ګواښ زیاتوي. همدا راز که مو خپل مخالفین په فزیکي ډول مجبور کړي، نو د وسیلې خلاصول ورته د پاسورډ په پرتله اسانه کېږي.

    د passkeys کارولو وخت او څرنګوالی په پام کې ونیسئ

    ځینې انلاین پلټفارمونه د پاسورډ او کارکوونکي نوم د کارولو پر ځای د passkey کارولو وړاندیز کوي.

    د passkeys کارول کولای شي چې د فیشنګ بریدونو پر وړاندې یو پیاوړی خوندیتوب رامنځته کړي؛ خو په بایومیټریک او کلاوډ شریکولو باندې ډېره تکیه کوي، چې موږ یې د حساسو معلوماتو د خوندیتوب لپاره ‌سپارښتنه یې نه کوو. که تاسې د پرمختللیو فیشنګ بریدونو له ګواښ سره مخ یئ، نو د passkeys کارول درته خونديتوب رامنځ ته کوي.

    د passkeys فعالولو لپاره تاسو یا پاسورډ منېژر ته اړتیا لری چې سیکورتي کلۍ یا passkeys ملاتړی ولري، یا د لوړې کچې د خوندیتوب سیکورتي چېپ ته اړتیا لرئ چې له تولید کوونکي شرکت لخوا په کمپیوټر او ګرځنډه تیلفونونو کې نصب شوي وي. په ډېری حالاتو کې خلک خپل passkeys پر کلاوډ متکي پاسورډ منېژر له لارې یا د خپلې الکترونیکي وسیلې د قفلولو تګلارې (د بایومټریک لکه د ګوټې نشان یا د مخ نښې په وسيله) له لارې خلاصوي.

    خو بیا هم دې ډول تګلارې ته به اړتیا نه وي: په ډېری حالاتو کې تاسو کولای شی چې د نورو مصؤنو طریقو له لارې یا په فزیکي امنیتي کلۍ (Physical Security Key) یا د لوړې کچې د خوندیتوب چېپ (high-security chip) چې د تولید کوونکي شرکتونو لخواه په کمپتوټر یا ګرځنده تیلیفونونو کې نصب کړي، خپل passkeys ثبت کړی. همدارنګه، مونږ د بایومټریک پرځای د پاسفریز (Passphrase) کارولو سپارښتنه کوو.

    همدارنګه، تاسو کولای شی چې خپل passkeys د KeePassXC browser integration په فعالولو سره د KeePassXC له لارې هم ثبت کړی؛ خو دا چې نوموړي طریقه د براوزر له لارې ترسره کیږي نو کېدای شي چې پر براوزر د بریدونو له کبله ډېټا افشأ شي؛ ځکه خو د دې طریقې پر ځای د الکترونیکي وسیلي یا د high-security chips د کارولو طریقه خوندي ده.

    د ریکوري لپاره خوندي پوښتنې وټاکئ

    ډېر انلاین خدمتونه د حساب جوړولو پر مهال د "ریکوری پوښتنې" غواړي. دې لپاره چې بریدګرو (هکرانو) لپاره مو د ځوابونو اټکل ستونزمن کړی وي، لاندې ستراتیژۍ وکاروئ:

    • د پوښتنو لپاره ناسم او بې‌ارتباطه ځوابونه ورکړئ.
    • د پاسورډ مدیر په مرسته بل تصادفي او ځانګړی کود وکاروئ.
    • خپل ځوابونه په پاسورډ منیژر کې خوندي کړئ؛ ترڅو د خپل حساب د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ نه‌شئ.
    ولې دا سپارښتنه کوو

    دریکوري پوښتنې د دې لپاره مهمې دي، چې خدماتي شبکو سره مرسته کوي تر څو یو حساب ته د ناپېژنده شخص د ننوتلو د مخنیوي په موخه، ستاسو هویت تایید کړي. له بده مرغه، هغه پوښتنې لکه "تاسې په کوم ښار کې زېږېدلي یئ؟" یا " د سپي نوم مو څه دی؟" ، په آسانۍ سره ځوابونه یې موندل کیږي. خو د ناسم ځواب په ورکولو سره مو د بریدګرو لپاره حساب ته لاسرسی ستونزمن کړئ.

    د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې برخو ته مراجعه وکړئ