لینکس کمپیوټر مو خوندي کړئ
فهرست
- که مو پرېکړه وکړه چې لینکس ته اوړئ
- د خپلې وسیلې د عملیاتي سیسټم (آپېرېټېنګ سیستم) وروستۍ نسخه وکاروئ
- ټول نصب شوي اپلیکیشنونه په منظم ډول ابډېټ کړئ
- د باور وړ سرچینو څخه اپلیکیشنونه وکاروئ
- هغه اپلیکیشنونه لرې کړئ چې اړتیا ورته نه لرئ او نه یې کاروئ
- د اپلیکیشنونو اړوند اجازه لیکونه(پرمېشنز-permissions) او ورسره تړلي حسابونه(اکاونټونه) وګورئ
- د موقعیت خدمتونه بند او تاریخچه (هېسټوري) یې پاک کړئ
- په خپلو وسیلو کې د یوزر (کاروونکي) بیل اکاونټونه جوړ کړئ
- هغه کارکوونکي حسابونه لرې کړئ چې اړتیا ورته نهلرئ
- خپل یوزر اکاونټ د پياوړي پاسفرېز په مرسته خوندي کړئ
- خپل سکرین د کلپ او غیرمتحرک (سلیپ-sleep) حالت ته تنظیم کړئ
- تاسو یې وټاکئ چې کوم شیان باید په قلف شوي سکرین کې د ښکارېدو وړ وي
- د فزیکي خوندیتوب فلټر وکاروئ، ترڅو مو بل څوک سکرین ونه ویني
- د کېمرې پوښ وکاروئ
- هغه اړیکې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ
- الکترونیکي وسیله کې مو د وای فای ثبت شوې شبکې پاکې کړئ
- هغه شریکونې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ
- خوندي دېوال (Firewall) فایروال وکاروئ
- د فایل محرمیت په اړه تنظیمات
- په دې اړه نورې سرچينې هم وګورئ
که لینکس کاروئ، ښايي دا مقوله مو اورېدلې وي چې لینکس د Windows په پرتله خوندي دی؛ خو په یاد ولرئ، چې دا خبره تل ریښتیا نهوي. د خونديتوب کچه په دې پورې تړلې ده، چې خپل وسایل څنګه کاروو او همدارنګه د لینکس سافټویر، چې هر مهال یې نیمګړتیاوې موندل کېدی شي. سره له دې چې ډېر مالویر (زیانرسوونکی سافټویر) عام عملیاتي سیستم ونه لکه Windows یا Android په نښه کوي؛ خو د لینکس کاروونکي په توګه تاسې هم د مالویر ښکار ګرځېدای شئ. د بېلګې په توګه، که پر یو زیانمن لینک کلیک وکړئ، یا کومه زیانمنه ضمیمه پرانیزئ؛ د مالویر پر وړاندې د خوندیتوب لارښود ولولئ.
که لینکس سره پوره آشنایی نهلری او غواړی پوه شی چې کومه بېلګه یا ورژن به یې ښه وي، نو کولای شئ چې د لاندې مواردو پر بنسټ د لینکس هغه ورژن غوره کړئ چې ستاسو له وضعیت سره مناسب وي: د کاروونکي تخنیکي مهارت کچه، د لینکس لپاره د LTS (اوږد مهاله ملاتړ) مهالوېش، د هارډوېیر اړتیاوې، د نوموړي ورژن د کاروونکو شمېر او دا چې له دې ورژن څخه په کومو مواردو کې کار اخیستل کیږي، او د نوموړي ورژن تخنیکي توضیحاتو په اړه موجود اسناد. دا هم په یاد ولرئ چې د لینکس هر ورژن یا بېلګه د خوندیتوب او مصؤنیت، چټک اپډېټکېدا، او خوندي سافټوېیر د غوراوي یوشان ځانګړنې نهوړاندې کوي. هغو کسانو لپاره چې لینکس سره دومره بلدیت نهلري، Ubuntu, Fedora, and Linux Mint بهتره بېلګه ده.
که Ubuntu Linux کاروئ دا لارښود په ځانګړي ډول د Ubuntu لپاره یو ګټور لارښود دی. که د لینکس بله بڼه کاروئ، د دې لارښود موضوعاتو ته ورته معلومات د خپل لینکس وېشنې په مرسته یا ملاتړ برخو کې وګورئ.
په دې لارښود کې د خپلو وسایلو د خوندي کولو لپاره یو شمېر پړاوونه طی کړئ او کله نا کله د دې تنظیماتو وڅارئ؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې کوم څه نه دي بدل شوي.
که مو پرېکړه وکړه چې لینکس ته اوړئ
- د Ubuntu انسټالېشن لپاره رسمي لارښود ولولئ.
- که امکان یې وي، خپل ډیوایس انکرېپټ کړئ. د دې عملیې ترسره کولو لپاره لومړی، ډېسک پاک کړئ، بیا د Ubuntu آپشن انسټال کړئ، وروسته له هغې د Advanced features تر عنوان لاندې LVM او نکرېپشن ("Use LVM او encryption") ټېک کړئ. دا ټوله پروسه د ډېسک د سېټآپ (تنظیمولو) په لړ کې ترسره کیږی. که چېرې د دې پروسې په بهیر کې له تاسو وغوښتل شي چې ډېسک ته مو پاسورډ انتخاب کړئ، کوشش وکړئ چې یو پیاوړی پاسفریز (د څو کلیمو پاسورډ) غوره کړئ. ځکه چې د انکرېپټشوي ډېټا خوندیتوب په پیاوړي پاسورډ پورې تړی وي.
- د لاګېن یا اکاونټ ته د ننوتلو جزییاتو د جوړولو په وخت کې یو پیاوړی پاسفریز جوړ کړئ او بیا د “Require my password to log in” (د لاګېن جزییاتو-ایمیل او پاسفریز- غوښتنه وکړئ) برخه فعاله کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
تخنیکي بریدونه کېدی شي ډېر اندېښمنونکي وي؛ خو د وسیلې د ضبط یا غلا پر مهال کله، چې یو څوک ستاسې وسیله پرانیزي او د لنډ پاسورډ په اټکل کولو سره حساسو فایلونو ته لاسرسی پیدا کوي؛ نو له همدې امله غوره دا ده، چې خپل کمپیوټر کوډ کړئ او د کارکوونکي حساب لپاره پياوړي پاسفرېز وکاروئ.
د خپلې وسیلې د عملیاتي سیسټم (آپېرېټېنګ سیستم) وروستۍ نسخه وکاروئ
- کله چې سافټویر ابډېټ کوئ، د خپل کور او دفتر په څېر باوري ځای او انټرنیټي اړیکه وکاروئ؛ نه هغه انټرنېټ په وسیله چې له انټرنېټ کافې یا کافي شاپ لخوا درکړل کیږي.
- وروستۍ نسخې ته د عملیاتي سیسټم ابډېټ کېدل ممکن څو ځلې سافټویر ډاونلوډ او د کمپیوټر بیا چالانول درنه وغواړي. له همدې کبله، خپل کمپیوټر په داسې وخت کې اپډيټ کړئ چې د کاراخیستلو اړتیا مو ورته نه وي.
- له ابډېټ وروسته بیا وګورئ، چې آیا نورې برخې ابډېټ ته اړتیا لري که نه.
- په عموم ډول، لینکس (Linux) سیسټمونه د هارډ-وییر له لحاظه مؤثر دي؛ یانې که
تاسو خپل کمپیوټر کې د لینکس سیسټم کاروئ نو د نورو اپرېټېنګ سیسټمونو په
پرتله به ډېر دوام وکړي. یوازنۍ توپیر دا دی چې، د Ubuntu کارول د سیسټم احد
اقل
اړتیاوې
د لینکس د نورو ډولونو په پرتله لوړې دي.
- Ubuntu د خپلو اصلي LTS نسخو لپاره د 5 کلونو اوږدمهاله ملاتړ وړاندې کوي؛ که غواړئ، چې د لسو کلونو لپاره د خوندیتوب ابډېټ ترلاسه کړئ؛ نو Ubuntu Pro سبسکرایب کړئ. دا خدمت د افرادو لپاره وړیا دی.
- که د Ubuntu وروستۍ نسخه مو په وسیله کې د کارول کېدو وړ نهوي او Ubuntu Pro ستاسې لپاره کوم غواروی (افشن) نه وړاندې کوي؛ نو وسیله مو د Lubuntu په څېر د زاړه هارډویر لپاره ځانګړي شوي لینکس وېشنې ته واوړئ.
- که غواړئ د Ubuntu تر ټولو نوې نسخه ترلاسه کړئ او ټولې ځانګړتیاوې یې وکاروئ، نو ممکن نوې وسیله واخلئ.
- د Ubuntu تر ټولو تازه نسخې په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
- د خپلې وسیلې نصب شوې نسخې سره یې پرتله کړئ.
- د Ubuntu هغې ورژن لپاره چې تاسو کار ترې اخلئ، د سیستم حداقل اړتیاوېچک کړئ، او یا یې هم خپل کمپیوتر کې د live USB drive په مرسته ټېسټ کړئ.
- د Ubuntu ورژن اپګرېډ کړئ. که چېرې Ubuntu له ډېرې زړې نسخې څخه کار اخلی نو د اپګرېډ کولو په بهیر کې به له یو څه خنډ سره مخ شی. ځکه چې، Ubuntu یوازې ځنځیري اپګرېډ- یانې له یو ورژن نه بل ورژن ته- په آسانی سره ترسره کوي.
- د دې لپاره، چې ډاډمن شئ، چې اپډېټ په بشپړ ډول ترسره شوی وي، ټول اړوند ګامونه بشپړ کړئ-لکه د اپډېټ کېدو څخه وروسته له تاسو غوښتل کیږي چې خپل کمپیوټر ري-سټارټ (له سره بلول) کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
په ورځني ډول مو د وسایلو او اپلیکیشنونو په کوډ کې نوې نیمګړتیاوې موندل کېږي. بریدګر ممکن ستاسو وسیلو ته د لاسرسي لپاره له دې نیمګړتیاوو ګټه واخلي. خو سافټویر جوړوونکي په منظم ډول دا نیمګړتیاوې حلوي. له همدې امله دا خورا مهمه ده چې د خپلې وسیلې لپاره تازه نسخه وکاروئ او وسیله ابډېټ کړئ. سپارښتنه کوو، چې خپله وسیله د اتومات ابډېټ لپاره تنظیم کړئ، ترڅو دا کار هېر نهکړئ.
ټول نصب شوي اپلیکیشنونه په منظم ډول ابډېټ کړئ
د باور وړ سرچینو څخه اپلیکیشنونه وکاروئ
- د سافټوېیر لا ښه مدیریت په موخه، د Ubuntu's App Center له لارې او یا هم د Synaptic پر مټ، سافټوېیر انسټال کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
App Center او Synapticهغه پروګرامونه دي چې په مرسته یې Ubuntu کې اپلېکېشنونه او نور پروګرامونه انستالیږي. اپلېکېشنونه یوازې له هغو سافټوېیرونو له لارې انسټال کړئ چې د لینکس د بېلابېلو ورژنونو د جوړونکو لخوا مدیریت کیږي.
که فکر کوئ، چې د یو ځانګړي اپلیکیشن ګټه له ګواښونو څخه ډېره ده، نو د ځان خوندي کولو لپاره د حساسو معلوماتو د جلا ساتنې پلان د جوړولو په څېر لا زیات ګامونه واخلئ. په دې حالت کې، یوازې د پراختیا ورکوونکو له رسمي وېبپاڼو څخه اپلیکیشنونه ډاونلوډ کړئ. د "مېرر" له وېبپاڼو څخه یوازې هغه وخت ډاونلوډ وکړئ، چې د دې خدمتونو وړاندې کوونکي وپېژنئ او باور پرې ولرئ.
د دې لپاره چې وپوهېږئ ایا یو اپلیکیشن باید وکاروئ، دغې برخې ته مراجعه وکړئ: د ډېجېټلي خوندیتوب صندوق څنګه هغه زمونږ سپارښتنې غوره کوي چې مونږ یې وړاندې کوو.
هغه اپلیکیشنونه لرې کړئ چې اړتیا ورته نه لرئ او نه یې کاروئ
ولې دا سپارښتنه کوو
هغه اپلېکېشنونه حذف کړئ چې کار ترې نهاخلی. کېدای شي د دوی په منځ کې ځینې یې زیانمنونکي وي او ستاسو ډیوایس له ګواښ سره مخ کړي. اپلېکېشنونه کولای شي ستاسو او ستاسو د هستوګنې ځای په اړه مالومات دریم ځای ته انتقال کړي، نو بهتره ده چې اضافي اپلېکېشنونه حذف کړئ تر څو ستاسو مالومات بل چاته انتقال نهکړي.
د اپلیکیشنونو اړوند اجازه لیکونه(پرمېشنز-permissions) او ورسره تړلي حسابونه(اکاونټونه) وګورئ
- د نصب شوو اپلیکیشنونو اجازې او معلوماتو ته د لاسرسي بیاکتنه وکړئ، د Settings > Applications برخې ته لاړ شئ او په هر اپلیکیشن کلېک وکړئ.
- هغه انلاین حسابونه (لکه ګوګل، فېسبوک، او NextCloud) مرور کړئ چې له وسیلې سره مو تړلي دي، او وګورئ چې کوم خدمتونه دي چې ستاسو الکترونیکي وسیلې ته لاسرسۍ لري. ورپسې، هغه اکاونټونه حذف کړئ چې نه یې کاروئ او یا اړتیا نه ورته لرئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
هغه اپلیکیشنونه، چې حساسو معلوماتو لکه ځای، مایکروفون، یا کېمرې ته لاسرسی لري، ممکن دا معلومات افشا یا د بریدګرو لخوا وکارول شي. نو که یو اپلیکیشن ځای، مایکروفون یا کېمرې ته اړتیا ونه لري، اجازهلیکونه یې بند کړئ.
د موقعیت خدمتونه بند او تاریخچه (هېسټوري) یې پاک کړئ
- د موقعیت خدمتونه (لوکشن ښودلو خدمتونه) که د ټولې وسیلې لپاره وي یا یوازې د ځانګړو اپلیکیشنونو لپاره بندول یې عادت وګرځوئ.
- خپل د لوکشن هېسټوري (د ثبت شویو موقعیتونو لست) په منظمه توګه ګورئ او پاکوئ.
- د لوکشن خدمتونه غیرفعاله کړئ.
- که ګوګل مپ (نقشه) کاروئ نو په منظم ډول خپل د لوکېشن هېسټوري په کې څارئ. که غواړئ چې د خپلو لوکشنونو (موقعیتونو) پخوانۍ تاریخچه (هېسټوري) پاکه کړئ او همدارنګه د گوگل سېټنګ داسې تنظیم کړئ چې ستاسو لوکشن ثبت نه کړي، د ستاسو د ګوګل نقشه (مپ) ټایم لاین and your Maps activity لارښوونې وګورئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
ډېری وسایل مو د GPS، مبایل برجونو او وایفای له لارې موقعیت څاري. که مو وسیله فزیکي ځای ثبتوي، نو دا کار زمینه برابروي چې یو څوک مو په اړه حساس معلومات ترلاسه کړي، په یو معین وخت کې ستاسو پر موقعیت پوه شي، او یا ستاسو ریکارډ د ثبوت په توګه داسې وکاروي چې ستاسو شتون د یو بل مشخص وګړي سره په عین زمان کې په یو موقعیت کې وښیي.
په خپلو وسیلو کې د یوزر (کاروونکي) بیل اکاونټونه جوړ کړئ
- په وسیله کې له یو څخه زیات اکاونټونه جوړ کړئ، چې یو د "اداري (اډمېن-admin)
" او نور د " عادي (standard) " اکاونټ په توګه کار ترې واخلئ.
- د اډمېن اکاونټ ته باید یوازې تاسې لاسرسی ولرئ.
- عادي یا ستاندرد اکاونټ باید ټولو اپلیکیشنونو، فایلونو یا تنظیماتو ته لاسرسی ونه لري.
- عادي یا استاندرد اکاونټ خپل ورځني کارونو لپاره وکاروئ:
- اډمېن اکاونټ یوازې هغه وخت وکاروئ، کله چې د سافټویر د نصبولو په څېر د وسیلې خوندیتوب پورې اړوند بدلونونه غواړئ.
- د ورځني کار لپاره د عادي (ستاندرد) اکاونټ کارول د زیان رسوونکي سافټویر له بریدونو څخه د وسیلې د خوندي ساتلو امکانات زیاتوي.
- له پولې نه د تېرېدو په وخت کې، بهتره به وي چې «سفري اکاونټ» وکاروئ تر څو ستاسو حساس فایلونه خوندي پاتي شي. خپل قضاوت وکړئ او له ځانه وپوښتئ چې: آیا د پولې مسوولین به ستاسو ډیوایس د جدي پلټنې په موخه ظبط کړي، او آیا دوی به تاسو دې ته اړ کړي تر څو خپل اکاونټ ته ننوځی تر څو ستاسو ټول ډیوایس وپلټي؟ که مطمین یاست چې د پولې مسوولین به ستاسو ډیوایس په جدي توګه نهګوري، نو بهتره به وي چې خپل عادي اکاونټ کې چې حساس فایلونه پکښې نهوي، لاګاېن واوسئ او دا به پلټونکو لپاره به یو باوري وضعیت څرکند شي.
- خپل یوزر اکاونټ مدیریت کړئ.
- څنګه کولای شو وګورو چې څوک د اداري امتیاز (اډمېنېسټرېټیف پرېوېلېج) په درلودلو سره کولای شي حساس سېټېنګونو کې بدلون راولي.
ولې دا سپارښتنه کوو
په کلکه سپارښتنه کوو چې هېڅکله خپل هغه ډیوایس چې پکښې کاري او حساس مالومات مو ساتلي دي، له بلچا سره مهشریکوئ. خو که دې ته اړ وئ چې خپل ډیوایس له همکارانو او یا د کورنۍ له غړو سره په ګډه استعمال کړی، نو بهتره به دا وي چې په ډیوایس کې جلا اکاونټ جوړ او حساس مالومات مو پکښې خوندي، او د لاګاېن حق له ځان سره وساتئ.
په Ubuntu کې د sudo کارول کولای شي چې تاسو ته مؤقتاً د سوپرکاروونکي امتیاز درکړي. د دې ځانګړنې په مرسته تاسو کولای شئ چې ځینې اداري فعالیتونه ترسره کړی. که له دې امتیاز څخه کار اخلئ نو دا په یاد ولرئ چې که الکترونیکي وسیله مو چاته په لاس ورغله نو کېدای شي ستاسو مالوماتو او ډیوایس ته زیان ورسیږي. له همدې امله، ښه به دا وي چې خپل ډیوایس کې اپلېکېشنونو لپاره د کمامتیاز ځانګړنې اعیار کړئ، او د فعالیت کچه یې په حداقل کچه تنظیم کړئ.
هغه کارکوونکي حسابونه لرې کړئ چې اړتیا ورته نهلرئ
- غیرضروري اکاونټونه حذف کړئ.
- څنګه کولای شو وګورو چې څوک د اداري امتیاز (اډمېنېسټرېټیف پرېوېلېج) په درلودلو سره کولای شي حساس سېټېنګونو کې بدلون راولي.
ولې دا سپارښتنه کوو
که غواړئ بل څوک مو وسیله ته لاسرسی ونهلري، نو غوره ده چې دا اضافي "دروازه" وتړئ (دې ته "د برید سطحه کمول" ویل کېږي). همدارنګه، په وسیله کې د کارکوونکو حسابونو چک کول ښایي تاسې ته داسې حسابونه ښکاره کړي، چې ستاسې له خبرتیا پرته جوړ شوي وي.
خپل یوزر اکاونټ د پياوړي پاسفرېز په مرسته خوندي کړئ
- د لنډ پاسورډ پر ځای، یو اوږد پاسفریز وکاروئ.
- د پاسفریز بدلولو لپاره، د Ubuntu پاسورډ بدلولو لارښودولولئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
تخنیکي بریدونه ښایي ډېر اندېښمنوونکي وي؛ خو که چېرته مو وسیله ضبط یا غلا شي، په دې سره یو څوک ستاسې وسیله پرانیستی او د لنډ پاسورډ په اټکل کولو سره ورته لاسرسی پیدا کولی شي. له همدې امله غوره ده چې خپل کارکوونکی حساب د پياوړي پاسفرېز په مرسته خوندي کړئ.
خپل سکرین د کلپ او غیرمتحرک (سلیپ-sleep) حالت ته تنظیم کړئ
- وروسته له دې چې کار مو خلاص شو، سکرین مو داسې اعیار کړئ چې له لږ ځڼډ وروسته خپله خاموش شي (د بېلګې په توګه، دا وخت ۱ یا ۵ دقیقې وخت وټاکئ او وګورئ چې کوم یو ستاسې لپاره مناسب دی).
- د سکرین د پرانیستلو لپاره د ګوتې نښان یا مخ پېژندنې کارول کېدی شي ستاسو پر
وړاندې په زور وکارول شي؛ نو تر څو چې کوم عذر ونهلرئ او ټایپ کول درته
ستونزمن نهوي، دغه غواروي مهکاروئ.
- که مو د ګوتې نښان مخکې فعال کړی وي، نو د Settings > Users ته لاړ شئ، د "Fingerprint Login" تر څنګ په "Enabled" کلیک وکړئ او بیا "Delete Fingerprints" غوره کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
له پاسفرېز پرته د سکرین کلپولو لپاره د نورو غوارويو؛ سپارښتنه نهکوو. که ونیول شئ یا مو وسایل ضبط شي، نو کېدای شي په زور د مخ یا ګوتې نښان څخه ستاسو وسیله پرانیستل شي. همدارنګه، یو څوک کولای شي، وسیلې ته مو پیدا او لنډ پاسورډ په سافټویر سره اټکل کړي.
له همدې امله، اوږد پاسفرېز د کارکوونکي حساب د خوندي کولو لپاره تر ټولو غوره لار ده.
تاسو یې وټاکئ چې کوم شیان باید په قلف شوي سکرین کې د ښکارېدو وړ وي
- د Ubuntu documentation on notifications له لارې «پر لاک شوي سکرین د نوټېفېکېشن د څرګنډېدلو مخنیوی» لارښود ولولئ او سیسټم داسې اعیار کړئ چې د لاک شوي سکرین په وخت کې نوټېفېکېشنې پر سکرین څرګندې نه شي.
ولې دا سپارښتنه کوو
که مو وسیله ضبط یا غلا شي، یو قوي سکرین لاک یې خوندیتوب برابروي. خو که د کلپ شوي سکرین خبرتیاوې فعالې وي، هر څوک مو چې وسیله ترلاسه کړي، کولای شي د پیغامونو یا ایمیلونو له لارې شخصي معلومات وګوري.
د فزیکي خوندیتوب فلټر وکاروئ، ترڅو مو بل څوک سکرین ونه ویني
- د نورو معلوماتو لپاره د محرمیت یا پرای-ویسي فلټرونو اړوند د Security Planner لارښود ته مراجعه وکړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
ډېری وخت فکر کوو، چې په ډیجیټلي خوندیتوب بریدونه تخنیکي اړخونه لري، خو ممکنه ده چې د بشر حقونو ځینو مدافعینو خپل معلومات له لاسه ورکړي وي؛ ځکه چې بل چا یې سکرین له شا څخه لیدلی یا یې امنیتي کېمرې استعمال کړې دي. د خوندیتوب فلټر کارول د دې ډول بریدونو، چې "شولډر سرفینګ" ورته وایي، د بریا امکانات کموي. د خوندیتوب فلټرونه باید په هغو پلورنځیو کې شتون ولري، چې د وسیلو لپاره مو نور وسایل وړاندې کوي.
د کېمرې پوښ وکاروئ
- لومړی، وګورئ چې په وسیله کې مو کېمرې چیرته دي. که مو پلګاین کېمره کارولې وي یا مو وسیله جوړښتي کېمره (له کمپنۍ لخوا نصب شوي کمره) ولري، د هغې موقعیت پیدا کړئ.
- کېمره لپاره یو ساده پوښ جوړ کړئ: په کېمره باندې یو کوچنی چسپ لرونکې پټۍ ولګوئ او کله چې ورته اړتیا لرئ، لرې یې کړئ. پټۍ د سټیکر په پرتله غوره ده؛ ځکه چې منځنۍ برخه یې چسپ نه لري، او لینز مو نه خرابوي.
- یا د خپل خوښې پلورنځي کې د خپل کمپیوټر ماډل لپاره د "webcam privacy cover thin slide" پلټنه وکړئ، ترڅو د خپل کمپیوټر لپاره مناسب پوښ ومومئ.
- د لينکس سیسټم کاروونکي همدارنګه کولای شي چې خپلو وسیلو کې د کمرو لاسرسۍ غیر فعال کړي.
ولې دا سپارښتنه کوو
زیان رسوونکی سافټویر کولای شي، په وسیله کې مو کېمره فعاله کړي، ترڅو تاسې او شاوخوا خلک وویني، یا پرته له دې، چې پرې خبر شئ؛ ځای مو وپېژني.
هغه اړیکې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ
- د شپې له خوا خپلې الکترونیکي وسیلې په بشپړ ډول بندې کړئ.
- دا مو عادت وګرځوئ، چې وایفای، بلوتوث یا د شبکې شریکولو خدمات بند وساتئ او یوازې هغه مهال یې فعال کړئ، چې اړتیا مو ورته وي.
- د الوتکې حالت (Airplane mode) کارول کولای شي، ژر ټولې بېسیمه اړیکې، لکه وایفای، بلوتوث او NFC، بندې کړي. نور مالومات د wireless اړیکو بندولو لپاره د Ubuntu لارښودولولئ.
- ډاډ ترلاسه کړئ چې بلوتوث بند دی.
- ډاډ ترلاسه کړئ، چې وسیله مو بل چا ته د انټرنیټ لاسرسی (هاټ سپاټ) نه ورکوي. نور مالوماتو لپاره د وایرلېس هاټ-سپاټ اړوند د Ubuntu لارښود ته مراجعه وکړئ.
- وای فای په لاندې ډول خاموش کړئ: Settings بیا وای-فای او وروسته پاسنۍ ښې کنج کې د وای-فای سوېچ خاموش کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
ټولې بېسیمه اړیکې، لکه وایفای، NFC یا بلوتوث، ممکن د بریدګرو لخوا د شبکو د کمزورو ځایونو د غلطې کارونې لپاره وکارول شي.
کله چې وایفای یا بلوتوث فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي، چې هغه شبکې یا وسایل پیدا کړي، چې مخکې ورسره نښلېدلي یاست. دا ډول فعالیت کولای شي ستاسې وسیله د بریدګرو لپاره د هدف په توګه اسانه کړي.
د دې دلیل لپاره، غوره ده چې وایفای او بلوتوث یوازې هغه مهال فعال کړئ، چې اړتیا ورته ولرئ. دا کار هغه وخت را کموي، چې بریدګر یې ستاسې د وسیلې د زیانمنولو لپاره کارولی شي.
الکترونیکي وسیله کې مو د وای فای ثبت شوې شبکې پاکې کړئ
- د شبکې نومونه او پاسورډونه د شبکو په لیست کې د ساتلو پر ځای په خپل پاسورډ منیژرکې وساتئ.
- که مو شبکې د وسیلې په لیست کې خوندي کړې وي، ډاډ ترلاسه کړئ چې:
- د "Connect automatically" (په اوتومات ډول انترنټ سره نښلېدل) او "Make available to other users" (د انترنټ ارتباط به چاته برابرول) آپشنونه د وېنډوز نېټورک کانفیګورېشن له لارې غیرفعال کړئ: لومړۍ سېټېنګ ته ولاړ شئ، بیا وای فای ته. وروسته له هغې د آپشن تڼۍ کېکاږئ او "Known Wi-Fi Networks" غوره کړئ. په پای کې هغه انترنېټې شبکه چې تاسو یې غواړئ کانفېګور کړئ.
- دا مو عادت وګرځوئ، چې هغه شبکې چې نه یې کاروئ؛ په منظم ډول پاکې کړئ. د خوندي شویو وای فای شبکو د پاکولو لپاره، تنظیماتو ته لاړ شئ > وای فای، د پورته ښي اړخ اختیار کلیک کړئ، "Known Wi-Fi Networks" وټاکئ، هغه شبکې غوره کړئ چې تاسو یې لرې کول غواړئ، او بیا "Forget" کلیک کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
کله چې وایفای فعال کړئ، وسیله مو هڅه کوي چې پخوانۍ شبکې پیدا کړي او ورته ونښلول شي. دا کړنه د وسایلو د پېژندنې د ځانګړې نښې په څېر ده، چې ممکن نږدې کسانو ته مو د وسیلې هدف ټاکل اسانه کړي. د دې خطر د مخنیوي لپاره، خپل ثبت شوې وایفای شبکې پاکې کړئ او وسیله داسې تنظیم کړئ چې ټولې شبکې په دوامداره توګه ونه لټوي. که هکر تاسو سره نږدي ناست وي، هغه کولی شي چې ستاسو الکترونیکي وسیله وپېژني او ځانګړنه یې داده چې تاسو به یو یا څو ځله د کور او دفتر انترنت سره خپله وسیله وصل کړي وي، او نوموړی هکر به وتوانیږي چې ستاسو د بایومیټریک نښې ته لارسری پیدا او ستاسو الکترونیکي وسیلي ته ننوځي.
د دې لپاره ستاسو الکترونیکي وسیله له انترنیټ له لارې و نه پېژندل شي نو په وسیله کې مو ثبت شوي وای فای شبکې پاکې کړئ او خپله وسیلې سېټېنګ داسې اعیار کړئ چې په اتومات ډول د وای فای شبکې و نه پېژني. په دې توګه ستاسو وسیله به په آسانۍ سره هرې وای افی شبکې سره نه نښلیږي بلکه له هغو شبکو سره د نښلېدو آپشن درکوي چې په پسورد منیژر کې له مخه ثبت شوي وي.
هغه شریکونې بندې کړئ، چې نه یې کاروئ
Ubuntu ممکن په اتومات ډول ستاسې لپاره د فایلونو، میډیا یا ډیسټاپ شریکول ممکن نه کړي. که پوهېږئ چې شریکول مو په وسیله کې شته؛ نو لاندې تنظیمات وګورئ او د اړتیا په صورت کې یې بند کړئ. که دا چاره درته شونې نهوي، چې د دې لارښوونو په مرسته تنظیمات ومومئ، نو شاید دا شریکول مو په وسیله کې نهوي.
ولې دا سپارښتنه کوو
ډېری وسایل دا امکان لري، چې فایلونه او خدمتونه له نږدې کسانو سره شریک کړي. که دا فیچر د اړتیا پرته فعال وي، زیان رسوونکي افراد مو وسیله د ناوړه کارونې لپاره هدف ګرځولی شي.
خوندي دېوال (Firewall) فایروال وکاروئ
- Gufw وکاروئ.
- د "Incoming" آپشن لپاره "Deny" انتخاب کړئ او د "Outgoing" لپاره د "Allow" ځواب په ډیفالټ توګه فعال کړئ.
ولې دا سپارښتنه کوو
د خوندیتوب دېوال (فایر وال) د الکترونیکي وسیلې لپاره یو امنیتي سیستم دی، چې ناغوښتل شوې اړیکې بندوي. دا د وسیلې ساتنې لپاره لومړنی اقدام دی، چې ډیفالټ تنظیمات یې ډېری کسانو ته کافي د؛ لکه یو امنیتي ساتونکی چې د ودانۍ په دروازه کې ولاړ وي او پرېکړه کوي چې څوک دننه کېدای شي او څوک بهر وتلی شي، فایروال هغه اړیکې ترلاسه کوي، پلټنه کوي، او پرېکړه پرې کوي چې ستاسو له وسیلې څخه دننه او بهر تګ راتګ وکړي. موږ سپارښتنه کوو چې خپل فایروال چالان کړئ ترڅو له زیان رسونکي کوډ څخه ستاسو وسیلې ته د لاسرسي مخنیوی وشي. د فایروال د پخوانۍ (ډیفالټ) ترتیب ډېرو خلکو ته کافي ساتنه برابروي.
فایروال په ټولو وسیلو کې په فعال ډول نهوي. یعنې په دا په دې مانا، چې دا خدمت په ټولو وسیلو کې په فعال او د لاسرسي وړ نهدی. فایروال د هغو ودانیو د مالکانو په څېر دی، چې د ساتونکو او کیمرو په اړه اندیښنه نه لري، ځکه دوی په دې ډاډه دي چې کومې دروازې بندې دي، کومې یې خنډ شوې دي او کومې یوازې د ځانګړو کیلي لرونکو خلکو لپاره پرانیستل کېږي.
داسې هم کیږي چې ستاسو ډیوایس کې یو سافټویېر ستاسو مالوماتو ته په پټه غوږ ونیسي، او یا له اوله داسې اعیار شوي وي چې په ډیوایس کې شته مالومات وڅاري. دا حالت داسې وي لکه ستاسو د هستوګنې په ودانۍ کې یو ور سهواً او یا د کوم مضر وګړي لخوا خلاصه پرېښودل شوي وي، او په نتیجه کې یو ناپېژند شخص ودانۍ ته د ننوتلو لار پیدا کړي. فایروال له تاسو سره مرسته کوي تر څو د دغو سافټوېیرونو پر وړاندې خوندي وی. هغه فایروالونه چې پر اړیکو نظارت کوي، کولای شي چې وار له مخې تاسو ته خبرداری درکړي او ووایې چې کوم سافټوېیر غواړي چې ستاسو مالومات غلا کړي او یا ستاسو د کور ټیلفون ته زنګ ووهي. که تاسو غواړئ چې دا ډول فایروال خپل ډیوایس کې انسټال کړئ او یا په ډیوایس کې له موجود فایروال څخه له ورته مورد لپاره کار واخلئ نو لومړی نوموړی فایروال په کافي اندازه «ټریننګ» ورکړئ تر څو ټول معمولې کړنې په نښه کړي او کله چې نوموړي فایروال کوم غیرعادي کړنه په ډیوایس کې احساسوي، سمدستي تاسو ته خبرداری درکړی.
د فایل محرمیت په اړه تنظیمات
«د کتلشویو فایلونو تاریخچه» کولای شي ستاسو په اړه مالومات افشا کړي. بهتره به وي چې د کتلشویو فایلونو تاریخچه خصوصي او یا محدودې بڼې تهواړوئ تر څو په ډیوایس کې ستاسو فعالیت په اړه مالومات چا ته په لاس ورنهشي.
همدارنګه، له ترشبېن (زبالهدانی) او مؤقتي فولډرونو څخه فایلونه حذف کړئ. دا کار کولای شئ چې په منوال توګه ترسره کړئ او یا هم خپل کمپیوتر داسې اعیار کړئ چې په اتومات ډول نوموړي فایلونه حذف کړي. د کمپیوتر اعیارولو لپاره لومړی، سېټېنګ (تنظیماتو) ته ورشئ، بیا پرایويسي او سیکیوریتي ( محرمیت او خوندیتوب) ته ورشئ، فایل هېستوري & ترَش (د فایلونو تاریخچه او زبالهدانی) کېکاږئ؛ او د "Automatically Delete Trash Content" (باطل شوي فایلونه په اتومات توګه حذف کړئ)، او "Automatically Delete Temporary Files" (مؤقتي فایلونه په اتومات توګه حذف کړئ) برخې انتخاب کړئ.
لینېکس کې یوه ځانګړنه دا ده چې، تاسو کولای شی د فایلونو او دایرېکتېریو د نوم په بدلولو سره نوموړي فایلونه پټ کړئ. یو ټکی (۰) د فایل نوم په سر کې اضافه کړئ او فایل به بلچا د لاسرسي وړ نهوي. په براوزر کې
Ctrl + Hټایپ کړئ او ستاسو فایل به څرګندیږي، او که څرګند و نو به پټ کیږي. خو دا مو په یاد وي چې دا یوه پېژندلشوي طریقه ده او کېدای شي ستاسو حساس فایلونه کوم غیرمسؤل شخص ته په لاس ورشي.
د حساسو مالوماتو خوندي کولواو له منځهوړلوپه اړه زمونږ لارښود ولولئ.